د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغان ولس احساسات د ښاغلي سروري په ژبه

م . ق
05.08.2011

السلام علیکم ورحمة الله،

د ګاونډیانو د دوه مخې پالیسۍ په هکله د ښاغلي سروري صاحب شعرونه چې افغان ولس یې په خپلو احساساتو سره بدرګه کوي، همدا د افغان ولس د فکرونو اصلي ترجماني ده.

[url]http://www.youtube.com/watch?v=NclZMc2wtXA[/url]

راځئ چې نن درته یو راز ووایم » پدې خبره مو لږ سرخلاص کړم

چې مونږ کافر یو که دوي کافر دي» نن به ددې خبرې ور خلاص کړم

زمونږ موټرد سرک ښي خواته ځي » دوي په چپ لاس لکه شیطان ګرځي

مونږ پینځه وخته خدای ته سرټیټوو » دوي تل ناولي بیلــــمازان ګرځي

زمونږ وطن کې سود حرام دی قطعي» د دوی کل همه کاروبار د سود دی

ملا یې هم تنخوا له بینک نه اخلي » د دوي محراب د دوي مینار د سود دی

مونږ د جمعې د ورځې نه ځو کارته » ټول ځو جماعت ته عبادت لپاره

دوي بیا د یکشنبې رخصت ورکوي » ټول ځي میدان ته د کرکټ لپاره

زمونږ نومونه عربی دي تمام » معلم طبیب رئیس وزیر وګورﺉ

دوي څوک د ټراو څوک د ډر نه جوړ دي» ټیچر لیډر او منسټر وګورﺉ

مونږ کال کې دیرش ورځې روژې ونیسو» بیا وروسته وکړو د اختر خبره

دوی وایې پټان جاڼی رمضـــان جاڼی » دا زمونږ وس نه ده بهر خبره

زمونږ نیکونو اسلام دوي ته وروړو » ددوي نیکونو ته یې دین وښودو

نن مونږ کافر شولو ددوي په فتوی » او دا تک تور ځان یې سپین وښودو

زمونږ ماشومه چې مکتب ته درومي» د پاک اسلام پینځه بنا زده کوي

دوي یې په مخ باندی تیزاب وشیندي» وایې چې دا لویه شي ګناه زده کوي

خو ددوي پیغلې کالجونو ته ځي » لکه هلک غوندې لباس کوي

ټیکری یې نه وي تنګ پرتوګ کې ګرځي» قمیص لاهم زنګون نه پاس کوي

زمونږ تورسرې کور نه نه راوځي » بې څادرې کله په لاره نه ځي

خو دوي سرتورې سینګار کړې ګرځي »یوه یې هم چیرته بې یاره نه ځي

زمونږ د جهاد په چندو مخکې لاړل » دا موټر وی او ایټم بم وګورﺉ

په مونږ یې تورخوړل او سپین یې پټ کړل» په تور پنجاب کې سپین غنم وګورﺉ

دا د بدها بوتان یې کور کې ایښي » تاسو یې حجرې ته د بابر لاړ شﺉ

پاتې اثار به مو یو یو وګورﺉ » که په طرف د عجایب ګهر لاړ شﺉ

دا یهودیان هم دلته دوي راوستل » لویه اډه جیکب اباد یې ورکړه

مونږ یې د پخو او لاسو وتړلو » نقشه زمونږ د ټول هیواد یې ورکړه

زمونږ پولیس او اردو دواړه وژني » د ایساف ناټو عسکر نه ولي

دا دوي چې وایي د ملا تیر یې ماتو» نو ولې روغ یې پدې سر نه ولي

زمونږ طالب ته مجاهد وایې » خپل طالبان بیا ترهه ګر بولي

دا خپل عسکر ورته شهید ښکاري» خو لوي کافر زمونږ عسکر بولي

زمونږ هر اتل او مشر سپک ګڼي » خو خپل پرنګی جناح رهبر بولي

زمونږ د قاضیانو فیصلې د شرعې» د دوي ججان د لارډ میکالی بچي

زمونږ د جهاد سنګرلا سوړ نه دی» مونږ ته کافروایي دا د کیالی بچي

زمونږ په جشن دې مرمۍ وریږي» د دوي په جشن د ګلونو باران

د دوي په کلي کې دې ساز غږیږي» زمونږ په کلي د بمونو باران

څوک چې دا ګران افغانستان ورانوي
سروري خدای به ګاونډیان ورانوي


pattang
13.08.2011

کړزی کله مشرد ی د cia اجنټ دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more