د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دستميانو په لاس وژل شوي پښتانه مه هېروۍ !

pattang
05.08.2011

دستميانو په لاس وژل شوي پښتانه مه هېروۍ !
دخپریدو نیټه 2011-08-02 م خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه

نوي سرلیکونه....

د تیري شنبې په ورځ په کاپیسا کي یو ډیز قبر وموندل سو چي په سلګونو کسان په کي په ډیر وحشت وژل سوي و او یو په بل سربیره اچول سوي وو . ددغه قبر دموندلو وروسته سیمیز چارواکو سیمه په واک کي واخستل او هیڅ چاته ئې د ورتګ اجازه نه ورکول . ددې ترڅنګ یوشمیر رسنۍ دشمالي ټلوالي دځینو کسانو لخوا وګواښل سوې چي دغه خبر دي نه تیروي .
دتیري شنبې په ورځ د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ په جمال اغه سیمه کي دسړک جوړوني د یو شرکت لخوا د یادي سیمي د یو سړک د جوړوني دکار په دوران کي ، سړک ته څیرمه د مځکي په کندلو سره یاد ډلیز قبر راڅرګند سو . چي دقبر د راسپړلو سره د شاوخوا کلیو اوسیدونکو دسلګونو کسانو په راټولیدو سره ولایتي چارواکي هم خبر سوه او سیمه ئې په عاجله توګه په واک کي واخستل .
عیني شاهدانو بېنوا ته وویل چي په یاد ډلیز قبر کي سلګونه کسان په ډیره بې رحمي وژل سوي چي دځينو نښوڅخه له ورایه څرګندیدل چي نوموړي کسان طالبان دي ، چي دطالبانو او احمدشاه مسعود د جنګ په وقت کي د مسعود له لخوا اسیران شوی وه اوبیا په دلیزډول وژل شوي.
دسیمي یوشمیر اوسیدونکي چي په یادو جګړو کي همدلته اوسیدل هم یادونه کوي چي داحمدشا مسعودپه وخت کي په همدې سیمه کي زیات شمیر کسان دنوموړي په امر په ډلیزه توګه وژل کیدل او بیا ترخاورو لاندي کیدل . چي دغه قبر ئې یوه بیلګه ده .
دکلي اوسیدونکي دداسي لسګونو نورو قبرو خبره هم کوي چي په هغه وخت کي به دمسعود لخوا دلته اسیر طالبان په ډلیز ډول په کښي ژوندي ښخیدل .
د جګړې په دوران کي دجنګي اسیرانو ډلیزه وژنه دنړیوالو قوانینو په ړنا کي ښکاره جنګي جنایت دي چي عاملين باید په نړیواله کچه محکمه سي خو په افغانستان کي دکورنیو جګړو او بیا د طالبانو دجګړو په وخت کي دسترو سترو جنګي جنایتونو ترسره کونکي نه یوازي داچي محکمه سوي ندي بلکې ان دولسمشر کرزي په ټولو دورو کي دمرستیالانو ترکچي په لوړو پوستونو کي دلا امتیازاتو څخه برخمن پاته سوي دي .
باید یادونه وکړو چي دبشر د حقوقو نړیوال سازمان په وارو وارو د ولسمشر کرزي په برحاله دواړو مرستیالانو مخامخ نیوکي کړي او دوی ئې په بشري جنایتونو پړه بللي . یاد سازمان هرځلي ویره څرګنده کړې چي دجنایت کارانو په داسي لوړو پوستونو پاته کیدل به دهغوی د جرمونو شته ثبوتونه لمنځه یوسي .
دکاپیسا ولایتي اداره چي ترډیره د مسعود او شمالي ټلوالي دپلویانو په ولکه کي ده په ډيره سپین سترګۍ ئې د یاد ډلیز قبر د لمنځه وړولو په موخه سیمه په خپل واک کي نیولې ده . او دسړک جوړولو د شرکت کارکونکي ئې په مرګ ګواښلي ترڅو د مسعود ددغه جنګي جنایت څخه پرده پورته نه کړي .
وصیله نعیمي ـ کابل


پتوال
10.08.2011

بې له دې چې قومي تعصب او غچ غوښتنې ته لمن ووهل شي ددغه سترو چناياتو پټ ساتل په سختو ټکو غندم او له ګوډاګي حکومت څخه غواړم چې
چې د خپلې ډلې او بادارانو دګډو جناياتو د پټولو هڅه دې نه کوي ، په کمترين
فرصت بايد ډله ييز قبرونه راوسپړل شي او قاتلان يې ونيول
اوپه علني توګه محاکمه ( نه محمکه) شي ! همدارنګه د پلچرخي په شاوخوا سيمو کې دکشف شوي ډليز قبرونو شهيدان دې چې خلق او پرچم جنايي
مختورو تور مخونه رسوا کوي هم خپلو کورنيو ته وسپارل شي اود دغو ګوندونو غړي دې داوسني دولت له دندو څخه ګوښی کړل شي ، مګر داچې د چا په لاسونو يې لاسونه نه وي سرۀ شوي، په لوړپوړو چارو کې يې کار نه وي کړی او
اوس يې هر چاته د دغه ګوندونو له سياسي او ايديالوژي کړنلارو څخه څخه ژوره کرکه په علني توګه څرګنده کړې وي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more