د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ورکه دي جګړه شي!

مساپر
04.08.2011

ورکه دي جګړه شي پکښی ما تي ککرۍ شولي
وسول په او رونو، څنګه ورکې کورنۍ شولي
کورپه کورجګړه شوه وچ لانده په یوه ځای سوځي
ورور د ورور دښمن شو،ځکه هیری وسیلی شولي
مور د لور بیزاره ،پلار د زوي نه شکایت کوي
خپل دوستان پردی شول، دغه څنګه افسانې شولي
غټه بد مرغي شوه،د محبت زړونه خوږ من شوله
څنګه دا رڼا رو ښانی ورځی، توری شپی شولي
څه شولو غیرت او لوړ همت چه مونږ په وویاړو
چا ته زړه نژدی کړم، ځکه هیری حماسي شولي
بس دی خدایه، زما افغان اولس نورعزتمند کړي بیا
دیرش کاله جګړه کي ورکی ټولی خاطري شولي
مُرم پر خپله خاوره ،د دښمن فریب می خوړلی دي
ځکه فریاد کاږم، را نه پا ته د ننګ کیسي شولی
ژوند د عزت ښه دي، چه احساس د میني ولرم
جوړ به دا وطن کړم که، د سولی هیلی شنی شولي
وربه شم غورځنګ ته، ددی نیکی لاری مل به شم
ننګ او غیرت څه کړم چه می ورکی خپلی پښې شولي
خپل او پردي پیژنه، نور وخت نه لری نورزیه ته
ویښ شه نن خو بیا د آزادي نغمي خپری شولي
شاعر: محترم ولی محمد نورزی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more