د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

پښتو کتابتون دپښتنو کتابتون

منلی
03.08.2011

ټولو لیکوالانو اولوستونکو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
دروژی مبارکه میاشت رسیدو سره تاسو ته مبارکی وایم او دغه پیوند http://www.kitabtoon.com تاسو ته ډالی کوم چی زمونږ دعلم او پوهی په ډیروالی کی دیوه کتابتون چی له نوم څخه هم معلومیږی اهمیت لری فایده پورته کړی
په درناوی


وصيل پېروز
04.08.2011

ښاغلی منلی صاحب ! ستاسو ډالۍ منو الله دي موږ ته دښې روژې تېرولو وس او توان راکړي .
منلی صاحب ! تاسو په ټول افغان کي دومره ډېري ليکنې کړې مګر ما ته مو نوم ډېر نا اشنا ايسي!!!. :o :o


رښتینی
04.08.2011

منلی صیب مننه ښاد او اباد اوسي


منلی
16.08.2011

محترم رښتنی او م - وصیل پیروز صاحب او نورو دوستانو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
رښتنی صاحب مننه او وصیل پیروز تاسو نه هم مننه زمونږ خو یو وخت دټول افغان دفورم نه بغیر ورځ نه تیریده په دوه زره پنځه او شپږ او اووه کلونو کې ددی فورم ګډونکی او لیکوالانو لکه حلیمی صاحب ځوکمن صاحب نقاد ،پتنګ ، کوشان او همداسی نورو به سره ډیر خوندور بحثونه کول چي مونږ هم په هغه وخت کې ترینه ډیر څه زده کړل نو زه هغه دچا خبره دزړو یارانو نه یم
او دغه کوم لینک چی ما http://www.kitabtoon.com/ په نامه ورکړی ډیر په زړه پوری ویب پاڼه ده په

دغه کی تقربن له 200 څخه زیات په مختلفو برخو کی کتابونه شته چی اسلامی برخه یی هم تر ډيره حده غنی ده او دغه کتابونه ورځ په ورځ پکی زیاتیږی
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more