نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پاکستان د اسلام کلا ده
عبدالله خان
03.08.2011
پاکستان غواړي افغانستان کی اسلام خلافت جوړ کړی ځکه نو ملاعمر سره بیعت کړیده او د پاکستان ملایانو هم بیعت کړیده او د ملاعمر په امر به افغانستان کس جهاد کوي او پاکستان کی اسلامی قانون ده ځکه نو جهاد ضرورت نشته
طاهر مسافر
03.08.2011
عبد الله سیب السلام علیکم
یاره دا خبری دی له تطبیق نه لری معلومیږی. اول خو دی ویلی چه پاکستان په افغانستان کی خلافت جوړوی. نو ملا عمر به د پاکستان عسکر وی؟ پاکستان نه د هغه نماینده خلک باید بیعت وکړی. ستا له پاکستان نه څه مطلب دی؟
پاکستان او اسلامی قانون؟ یاره دا به مسلمه خبره نه وی.
زما سوال دا دی:
د کفر نصرت د مسلمان مرګ روا کوی. نو بیا د کرزیانو او پاکستانیانو په مینځ کی څه توپیر دی؟ دواړه امریکایی غلامان دی.
دلته به نور دلیلونه وی، که څنګه؟
عادل عادل
03.08.2011
السلام علیکم
محترم طاهر مسافر وروره مخکې لدې چې زه د عبدالله خان له تعجبه ډکه لیکنه او ستاسو غبرګون ولولم، نو د ښاغلي نوروز خان صیب )یاد یې په خیر( تر مدیریت لاندې خونه کې مې د عبدالله صیب احتجاج لیک ولوست .
-
04.08.2011
ملګرو دا خو ډیره مشکله شوه چې د فورم مدیر د بل چا په نوم لیکنې کوي. عبدالله خان ادعا کوي چې دا لیکنه غورځنګي کړې ده. نو که دا خبره صحیح وي خدای شته زه هم وډار شوم چې بله ورځ زما په نامه کومه لیکنه نه وي شوي.
اوس به مونږ د خپل اکاونټ پسې هم څار کوو...
م . ق
04.08.2011
[quote:d459b75974="كليوال"]ملګرو دا خو ډیره مشکله شوه چې د فورم مدیر د بل چا په نوم لیکنې کوي. عبدالله خان ادعا کوي چې دا لیکنه غورځنګي کړې ده. نو که دا خبره صحیح وي خدای شته زه هم وډار شوم چې بله ورځ زما په نامه کومه لیکنه نه وي شوي.
اوس به مونږ د خپل اکاونټ پسې هم څار کوو...[/quote:d459b75974]
کلیوال صاحب، ته خو ماته ډیر هوښیار سړی ښکاریدلې، ته اوس د ISI د ښکاره جاسوس چې مخکې یې د ملتوال په نوم لیکنې کولې څخه ننګه او دفاع کوې، چې دا د یو افغان لپاره ډیر د شرم ځاي دی، ملتوال یا عبدالله ډیر پوخ او ارامي جاسوس دی چې زما مدیریت نه شی زغملاي او دایې زما په وړاندې غټه دسیسه په کار اچولی، تاسو پوهیږﺉ چې ملتوال ما مخکې شړلی وو او رسوا کړی مې وو چې ښاغلی پتوال صاحب یې شاهد دی، اوس چې دلته د عبدالله خان په نوم راننوتلو نو هم ما وشرمولو چې دا هماغه ملتوال دی ځکه چې ماسره یې IP ده، نو اوس دې بدنام جاسوس د بلې توطئی نه کار واغیستو ترڅو ما د خپلې مخې نه لرې کړی ځکه چې زه یې په مخ کې خنډ یم.
تاسو پوهیږﺉ چې زه په بحث کې د هیچا نه پروا لرم او نه د چانه ویریږم ځکه چې د هرې خبرې په دلیل او استدلال پوهیږم او هم خدای یوڅه ناڅه پوهه راکړې نو زه بیا ولی دومره کمزوری او کم ظرفیته شوم چې د هغه نه وویریږم او د شا خوانه پرې ګزار وکړم. تاسو خو که هر رنګه وي افغانان یاست، او زه هم یو افغان او مسلمان یم، د هیچا طرفداري نه کوم خو سیاسي او د نظرونو اختلافات یوه طبعی خبره ده، تاسو ته نه ښایی چې صرف د سیاسی اختلاف د وجې نه د خپل افغان او مسلمان ورور په مقابل کې د یو بهرني جاسوس د دسیسې طرفداري وکړﺉ، دې ملتوال چې مخکې په بحث کې پړ شوی وو ماته ډیرې پوچې ښکنځلې کړې وې چې بیا د طوفان خان په ځوابی غبرګون یې هغه ښکنځلې ړنګې کړې او دادې اوس یې څرمن بدله کړې او په بل شکل راننوتو.
الله پاک دې د حق او حقیقت مل شي.
د داسې خلکو خلاف زه خپله مبارزه جاري ساتم چې په مخامخ بحث کې د عجز او ناکامۍ له وجې لکه د منافق غوندې ترشا ګزار کوي او په دسیسو او منافقتونو د حق مخه نیسې.
۰
04.08.2011
ددي خبري باید وطنمل صیب بشبړه څیړنه وکړي که چیري د عبدالله خان صیب ادعا صحیح وي نو باید چي غورځنګي صیب مجازات شي اوکه چیرته
د غورځنګي صیب خبره صحیح وي او عبدالله خان صیب ورپوري تهمت ویلي
وي نو بیا خودي د عبدالله خان اکاونټ وتړلی شي او په راتلونکي کي دي هم
که به هرنوم وي ورته د راتلو اجازه ورنکړل شي ځکه دا ډیره غټه خبره ده او
دی سره په ټول افغان کي غټه ویره خپره شوه مونږ ټول په خپلو اکاونتونو ویریدو.
نو یو ځل بیا هم د محترم ډاکټر صیب وطنمل نه هیله لرو چي دي موضوع کي جدي ګام واخلي او بابسته يي ونه ګڼي.
ستاسو ورور مومندافغان
عابد
08.08.2011
احتلافات مه جوړه وے یا رانو کنه
رښتینی
08.08.2011
یاره عابد صیب ستا له پرېکنده او لنډو تبصرونه مننه
خدای دې وکړې ستا خبره یاران عملي کړی اختلافات
خه نه وې کنه