نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اسلامي خلافت
عبدالله خان
03.08.2011
ټولو پاکستانی عسکرو ملاعمر ته بیعت کړیده چی افغانستان کی به اسلام خلافت راولی او پاکستان به ملاعمر مشر وی ځکه نو د پاکستان اردو د خلافت زینه ده
Re: اسلامي خلافت
پتوال
04.08.2011
[quote:ffc7daf4f2="عبدالله خان"]ټولو پاکستانی عسکرو ملاعمر ته بیعت کړیده چی افغانستان کی به اسلام خلافت راولی او پاکستان به ملاعمر مشر وی ځکه نو د پاکستان اردو د خلافت زینه ده[/quote:ffc7daf4f2]
يا په رڼو ټکو :
[color=yellow:ffc7daf4f2](( دپاکوستان ټولو پوځي چارواکو د ISI له لارې ملا عمر ته امر کړی چې په افغانستان کې به پنجابي خلافت راولي او پاکستان به ملاعمر
په افغانستان کې د خپلو پلويانو مشر واکمن ټاکي ځکه نو ملا عمر او طالبان يې په افغانستان کې دپاکوستان د اوردو له پاره دپنجابي خلافت زينه ده !)) [/color:ffc7daf4f2]
[color=red:ffc7daf4f2]که د پاکوستان اردو له ملا عمر سره دومره مينه لري ، نو ولې بيا د پاکوستان له پاره ورسره بيعت نه کوي او خپل خليفه يې نه ټاکي ؟؟؟؟
او که پنجآب په اړه پرې اعتماد نه کوي نو ولې يې په پښتونخوا کې خلافت نه اعلاموي او د پښتونخوا خليفه يې ولې نه ټاکي ؟؟؟؟؟ [/color:ffc7daf4f2]
نو عبد الله خانه وروره ددې تورمخوپنجابيانو د دسيسو دروغو او فرېبکاريو
ځواب په قران کې دادی :
[color=white:ffc7daf4f2]لعنة الله علی الکاذبين [/color:ffc7daf4f2]!
۰
04.08.2011
السلام علیکم
عبدالله صیب که د پتوال صیب راکاپي کړی نقل چي تاسو لیکلي او د پاکستان
اردو دا ژمنه کړي وي [چي داسي به نه وي] نو بیا د پتوال صیب خبره سل په سلو کي صحیح ده او دا پنجابی خلافت دي الله ځمونږ په پاکه خاوره کي نه راولي بلکي دا دي دځمکي په سر نه راځي.
عبدالله صیب فکر کوم تاسو خبري ته هڅ فکر ندی کړی او هسي مو له خیټي
محض راویستلي ده خوارشي پدا خبره چي تا کړي چوپ!
دپاکستان د اردو او isi په څير بل پلیت او ناولي شبکه په هڅ دنیا کي نشته
دوي که یو څوپیسي ګټه يي پکي وي نو خپله سکه مور،خور،لور،ښځه او هرڅه نیلاموي عافیه صدیقي يي لوي مثال دی.
لعنت دي وي په isi او دهغوي په غلامانو ، بریمن دي وي د اسلام رښتوني مجاهدین
مومندافغان
مسلم قلموال
04.08.2011
[quote:4e4d0019f0="مومندافغان"]السلام علیکم
عبدالله صیب که د پتوال صیب راکاپي کړی نقل چي تاسو لیکلي او د پاکستان
اردو دا ژمنه کړي وي [چي داسي به نه وي] نو بیا د پتوال صیب خبره سل په سلو کي صحیح ده او دا پنجابی خلافت دي الله ځمونږ په پاکه خاوره کي نه راولي بلکي دا دي دځمکي په سر نه راځي.
عبدالله صیب فکر کوم تاسو خبري ته هڅ فکر ندی کړی او هسي مو له خیټي
محض راویستلي ده خوارشي پدا خبره چي تا کړي چوپ!
دپاکستان د اردو او isi په څير بل پلیت او ناولي شبکه په هڅ دنیا کي نشته
دوي که یو څوپیسي ګټه يي پکي وي نو خپله سکه مور،خور،لور،ښځه او هرڅه نیلاموي عافیه صدیقي يي لوي مثال دی.
لعنت دي وي په isi او دهغوي په غلامانو ، بریمن دي وي د اسلام رښتوني مجاهدین
مومندافغان[/quote:4e4d0019f0]
ماشاء الله واقعا چې یو رښتونی افغان همداسې وي.
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم.
-
04.08.2011
عبد الله خان وايي چې دا لیکنه د هغه نه ده، بلکې غورځنګي د هغه په نامه کړې ده.
که داسې وي او په پردیو نومونو لیکنې کیږي نو بیا خو ډیره مشکله شوه......
م . ق
04.08.2011
کلیوال صاحب، ته خو ماته ډیر هوښیار سړی ښکاریدلې، ته اوس د ISI د ښکاره جاسوس چې مخکې یې د ملتوال په نوم لیکنې کولې څخه ننګه او دفاع کوې، چې دا د یو افغان لپاره ډیر د شرم ځاي دی، ملتوال یا عبدالله ډیر پوخ او ارامي جاسوس دی چې زما مدیریت نه شی زغملاي او دایې زما په وړاندې غټه دسیسه په کار اچولی، تاسو پوهیږﺉ چې ملتوال ما مخکې شړلی وو او رسوا کړی مې وو چې ښاغلی پتوال صاحب یې شاهد دی، اوس چې دلته د عبدالله خان په نوم راننوتلو نو هم ما وشرمولو چې دا هماغه ملتوال دی ځکه چې ماسره یې IP ده، نو اوس دې بدنام جاسوس د بلې توطئی نه کار واغیستو ترڅو ما د خپلې مخې نه لرې کړی ځکه چې زه یې په مخ کې خنډ یم.
تاسو پوهیږﺉ چې زه په بحث کې د هیچا نه پروا لرم او نه د چانه ویریږم ځکه چې د هرې خبرې په دلیل او استدلال پوهیږم او هم خدای یوڅه ناڅه پوهه راکړې نو زه بیا ولی دومره کمزوری او کم ظرفیته شوم چې د هغه نه وویریږم او د شا خوانه پرې ګزار وکړم. تاسو خو که هر رنګه وي افغانان یاست، او زه هم یو افغان او مسلمان یم، د هیچا طرفداري نه کوم خو سیاسي او د نظرونو اختلافات یوه طبعی خبره ده، تاسو ته نه ښایی چې صرف د سیاسی اختلاف د وجې نه د خپل افغان او مسلمان ورور په مقابل کې د یو بهرني جاسوس د دسیسې طرفداري وکړﺉ، دې ملتوال چې مخکې په بحث کې پړ شوی وو ماته ډیرې پوچې ښکنځلې کړې وې چې بیا د طوفان خان په ځوابی غبرګون یې هغه ښکنځلې ړنګې کړې او دادې اوس یې څرمن بدله کړې او په بل شکل راننوتو.
الله پاک دې د حق او حقیقت مل شي.
عبدالله ملتوال که ظاهرا د طالبانو حمایت کوي نو تاسې باید د هغه په خبرو تیر نه وځئ، او پدې وجه تاسو باید د هغه هره خبره تاید نه کړﺉ، تاسې د ملتوال پخوانۍ لیکنې وګورﺉ نو پوه به شئ چې دا څوک دی.
د داسې خلکو خلاف زه خپله مبارزه جاري ساتم چې په مخامخ بحث کې د عجز او ناکامۍ له وجې لکه د منافق غوندې ترشا ګزار کوي او په دسیسو او منافقتونو د حق مخه نیسې.
م . ق
04.08.2011
د پنجاب ISI او نورو خارجی یرغلګرو خلاف به زه هیڅکله د خپل غورځنګ څخه پر شا نه شم حتی ترمرګه او داسې دسیسې زما مخه نه شي نیولاي، دوي که ځان ته هر څومره هوښیاران ووایي خو مونږ هم د دوي د دسیسو په شنډلو پوهیږو، د دې نه بعد به د غورځنګي غورځنګ په عملي توګه د افغانستان په تاریخ کې یو باب پرانیزي چې "پښتون خوځښت" یې لومړی ګام دی.
۰
04.08.2011
ددي خبري باید وطنمل صیب بشبړه څیړنه وکړي که چیري د عبدالله خان صیب ادعا صحیح وي نو باید چي غورځنګي صیب مجازات شي اوکه چیرته
د غورځنګي صیب خبره صحیح وي او عبدالله خان صیب ورپوري تهمت ویلي
وي نو بیا خودي د عبدالله خان اکاونټ وتړلی شي او په راتلونکي کي دي هم
که به هرنوم وي ورته د راتلو اجازه ورنکړل شي ځکه دا ډیره غټه خبره ده او
دی سره په ټول افغان کي غټه ویره خپره شوه مونږ ټول په خپلو اکاونتونو وویریدو.
نو یو ځل بیا هم د محترم ډاکټر صیب وطنمل نه هیله لرو چي دي موضوع کي جدي ګام واخلي او بابسته يي ونه ګڼي.
ستاسو ورور مومندافغان
-
04.08.2011
[quote:ce1e14c389="غورځنګي قرآني"] نو زه بیا ولی دومره کمزوری او کم ظرفیته شوم چې د هغه نه وویریږم او د شا خوانه پرې ګزار وکړم.[/quote:ce1e14c389]
غورځنګي صیب ما هم داسې غوڅه خبره نه وه کړې چې دا کار خامخا تا کړی هلته په هغه بل فورم کې وګوره چې ما خپل دریځ ستا تر سپیناوي پورې ځنډولی وه.
پاتې شو عبدالله خان، نو زه هم د مومند صیب خبره په کلکه تاییدوم چې وطنمل باید په دې اړه بې تفاوته پاتې نه شي په دې موضوع کې دروغژن او رښتینی معلوم کړي، که چیرته عبدالله خان دروغژن ثابت شو نو ستا لخوا لګول شوي تورونه ترډیره حده د منلو وړ دي.
د مومند خبره مونږ هم د وطنمل نه په کلکه سپیناوی او تحقیقات غواړو!!!!!!!!!!!!!!!
ځکه که دا موضوع همداسې ګونګه پاتې شي، خدای خبر که چاته د شک او ګومان په دې نامطمئنه فضا کې لیکنې کول خوند ورکړي.
م . ق
04.08.2011
[url]http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=7446&start=45[/url]
او دا هم د ملتوال هغه خبره چې په لنک کې ورکړل شوي ځاي کې یې کړیوه:
[quote:1c9d872bb8]پتوال صاحب اسلامی خلا فت ډیر ریال ده ، ځکه چی داسلامی خلافت تهداب موجود ده ، او په اسلامی نړی کی د قدرت خلا مسلمانان دی ته هڅه وی چی
اسلامی خلافت جوړ کړی
[size=18:1c9d872bb8]او دپاکستان اردو یوه زینه ده دی هدف ته درسیدو لپاره[/size:1c9d872bb8][/quote:1c9d872bb8]
اوس نو تاسې ووایاست چې پدې او هاغې خبرې کې څه فرق دی؟ دا خو یو ځای نه دی چې ملتوال یا عبدالله پکې دا رنګه اپلتې وایې.
نو په مدیرانو باندې پړه اچول غټه خطاء ده، کچیرې ده په ټولو مدیرانو باندې دغه تهمت لګولاي واي نو مونږ به یو څه یقین کړی وو خو دا چې خاص زما نوم ذکر کوي او بیا په څو ځایونو کې په مختلفو شکلونو ما د ګزار لاندې نیسې نو ښکاره خبره ده چې دا زما په وړاندې یوه دسیسه ده ځکه زما مدیریت ده ته د هضمولو وړ نه دی.
او دا د هغه خپله لیکنه ده، زه فکر نه کوم چې مدیران به دومره کمزوري وي چې د هغه ځواب به ورسره نه وي او دې ته به اړ وي چې د هغه لیکنې تغیر کړي، دلته هر مدیر خپل لیاقت او اهلیت جوت کړی ځکه د مدیریت په اعزاز نازول شوې دي.
په درناوۍ
م . ق
04.08.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
عبدالله یعنې پخوانی ملتوال ددې څخه انکار کوي چې هغه ملتوال دی بلکه ځان راته نوی کس رامعرفي کوي:
[quote:cff0506a00]ځکه چی ما دغورځنګی بحث له نعیم ملت وال سره لوستی وو[/quote:cff0506a00]
اول ددې ثبوت چې عبدالله خان هماغه پخوانی ملتوال دی.
د ملتوال د IP لاندې د ټول هغه نومونه چې هغه ورڅخه لیکنې کړي دي.
[color=white:cff0506a00]د دې IP څخه نور ليکونکي
عبدالله خان [ 16 ليکنې ]
Beparwa [ 2 ليکنې ]
k [ 2 ليکنې ]
فاطمي [ 1 ليکنه ]
عماد [ 1 ليکنه ]
نعیم ملت وال [ 1 ليکنه ][/color:cff0506a00]
تاسو وګورﺉ دا دوه مخې په شپږو نومونو لیکنې کوي، که زه دروغ وایم نو ټول افغان ويسایټ خو دروغ نه وایې ټول مدیران پدې پوهیږي او لیدلاي یې شي.
اوس راځم ددې ثبوت وړاندې کوم چې عبد الله / ملتوال زما د مدیریت څخه په تنګ دی او غواړي چې زما مدیریت ختم شي ځکه یې راباندې دا تهمت تړلی چې زه د هغه لیکنې تغیروم ترڅو پدې توګه ما بدنام کړي، زه د خپلې دعوې لپاره د هغه د خپلو خبرو څخه ثبوت وړاندې کوم:
د ټوکو په فورم کې هغه زما په خلاف داسې عنوان لیکلې چې "د غورځنګي مدیریت" او بیا یې ددې عنوان لاندې یو کړپاوه شعر لیکلی چې:
لو یه خدایه ته مو د کرزی له جمهوریته خلاص کړی
په ټول افغان کی مو دغورځنګی له مدیریته خلاص کړی
غورځنګی صاحب نن پر موږ نخری کوی
له هغه وخته چی مدیر شوی نو مزی کوی
موږ مظلومان یو ربه ته مو دظالمانو له عذیته خلاص کړی
په ټول افغان کی مو د غورځنګی له مدیریته خلاص کړی
دلته ګورﺉ چې زما د مدیریت سره څومره تضاد او عناد لري او دا یې ارمان دی چې زه ورڅخه خلاص شم، همدا زما د دعوی ثبوت دی چې دی غواړي په خپلو منافقانه شازشونو سره ما بدنام او د مدیریت څخه بې برخې کړي.
داچې دی وایې زه ښکنځلې کوم نو دایې هسې د ځان خلاصولو یوه بهانه ده ځکه ما ورته څو ځل د خلافت او طاغوت په اړه د بحث بلنه ورکړې خو دی ځان وباسې ځکه دی پدې پوهیږي چې ما په پاکستان کې تعلیم کړی او د پاکستان په ټولو رازونو خبر یم.
په څو ځایونو کې ده دا دعوه کړې ده چې :
[quote:cff0506a00](پاکستان د اسلام کلا ده) او (خلافت) دا زما لیکنی نه دی ، بلکی دادغورځنګی لیکنی دی چی زما په نوم یی کوی[/quote:cff0506a00]
زه وایم: ټول مدیران او مدیراتور پدې پوهیږي چې هیڅ مدیر په تخنیکي توګه نشې کولاي چې د بل چا په نوم لیکنې انټر کړي، البته د نورو لیکنې تغیرولاي شي، نو دا دده یو بل ښکاره دروغ او الزام دی او د ده د شازش یوه کړۍ ده خو د درواغو مزل لنډ وي او دروغجن لره حافظه نه وي، د ده دې ته فکر نه وو چې زه به په تخنیکي توګه د ده درواغ ثابت کړم.
اوس راځم د ملتوال د لیکنو څخه هغه دلایل وړاندې کوم چې د پاکستان د ګټو د ساتنې لپاره یې کړي دي. هغه څوک چې د خپلو ملي او افغاني ګټو په ضد د بل چا لپاره تبلیغات کوي او د هغوي د هر موقف څخه په کلکه ننګه کوي پداسې حال کې چې ځان افغان هم بولي نو چې هغه جاسوس یا د استخباراتو مامور نه وي نو څه به وي؟ تاسو څه فکر کوﺉ د الله لپاره څوک داسې کار کوي؟ د الله لپاره څوک دومره اوږدې لیکنې کوي او دومره سر خوږوي؟ ایا دا کس ټوله ورځ د الله لپاره انټرنټ ته ناست دی او دهغه د رضا لپاره د پاکستان په نفع اوږدې لیکنې کوي؟ دا به کوم عقل او منطق ومني.
[u:cff0506a00]د هغه د لیکنو څخه اقتباسات:[/u:cff0506a00]
۱. [quote:cff0506a00] اودا خبری چی ای اس ای زموږ دښمن ده اوکه هرڅه کوی نو زموږ په دښمنی یی کوی زه دا یو همیشنی تبلیغ بولم چی دبیسواده خلکو لپاره کییږی[/quote:cff0506a00]
ایا کوم افغان به دا ومنې چې ای اس ای زمونږ دښمن نه دی؟؟
۲. [quote:cff0506a00]دافغانستان موضوع یوه بین المللی موضوع ده٠
دپاکستان متقاید یا نا متقاید لوړ رتبه مامورین مجبور دی چی ، پدی بین المللی جنګ کی برخه واخلی[/quote:cff0506a00]
ومو لیدل پاکستاني جنرالانو ته په افغانستان کې نه یواځې د مداخلې حق ورکوي بلکه د هغوي لپاره یې ضروري بولي، ایا کوم افغان به داسې غدار فکر وکړي؟
۳. [quote:cff0506a00]اوداچی پاکستان له امربکا ډالری اخلی او ملګرتیا ورسره کوی دا ټول پوچ تبلیغات دی پاکستان په اصل کی په دی منطقه کی هم روسانو ته او هم امریکا یانو ته ماتی ورکړه
او ما او تا باید پدی خوشحاله اوسو[/quote:cff0506a00]
تاسو څه وایاست چې پاکستان د امریکې څخه ډالر نه اخلي؟ او ایا امریکایانو او روسانو ته ماتې پاکستان ورکړه؟؟ او مونږ پدې خبره باید خوشحاله هم شو، د یو افغان د خولې څخه داسې خبرې راوتل ناممکن دي.
۴. [quote:cff0506a00]نو پاکستان مجبور دی چی مداخله وکړی او دایی قانونی حق دی چی له منطقی دفاع وکړی[/quote:cff0506a00] ومو لیدل دې ته وایې سپین سترګي او بې شرمي، د پاکستان مداخله قانوني حق دی، کوم قانون د ای اس ای قانون به ښایې نو ځکه افغانان خو داسې قانون نه مني.
۵. [quote:cff0506a00] اوته چی له پاکستان نه ګیله لری چی امریکایانو ته یی هډی ورکړی اول دا ډیر وچ دروغ دی ځکه چی د پاکستان په خاوره کی یوه امریکایی یا کومه بله خارجی هډه هم نشته[/quote:cff0506a00]
ومو لیدل دومره په سپینو سترګو وچ انکار، هغه د جیکب اباد او د بلوچستان د شمسي اډه چې ډرون بې پیلوټه الوتکې ترینه راپورته کیږي، د هغې څخه په کومو سترګو انکار کوې؟؟ ایا مونږ بوس خورو چې په هیڅ نه پوهیږو؟؟
ددې څخه خو یو پاکستانی هم انکار نه شي کولی مګر یو جاسوس یې کولاي شي.
۶. [quote:cff0506a00]او دمحکمو په باره کی درته ووایم چی په پاکستان کی حنفی فقهه جاری ده داسلام پاک دین دپاکستان ددولت رسمی دین دی[/quote:cff0506a00]
هغه ورونه چې په پاکستان کې وسیږې د الله لپاره دې ووایې چې ایا په پاکستان کې حنفي فقه جاري ده؟؟ ایا هلته د لارډ میکالی انګریزي قانون نه دی جاري؟؟
او د اسلام دین څنګه رسمي دین دی چې په عمل کې ټول نظامونه د انګریز په قانون دي.
دومره بې شرمانه دروغ خو ولاکه یهود هم وایې لکه دا پنجابي ایجنټان یې چې وایې.
۷. [quote:cff0506a00]په ټوله اسلامی نړی کی یواځنی اسلامی ملت دی چی د اسلامی هویت لپاره له خپل ملی هویته تیر شوی او اسلامی هویت خپل رسمی هویت بولی[/quote:cff0506a00] دا به څوک ومني؟ او کوم جاهل به داسې فکر کوي، پاکستان خو د سب سی پهلی پاکستان لپاره دین او ایمان هرڅه جار کړي دي، عرب مجاهدین د ډالرو لپاره چا خرڅ کړل؟
۸. [quote:cff0506a00]وایم په افغانستان کی عقل کم دی[/quote:cff0506a00]
خه په افغانستان کې عقل کم دی ځکه ته پاکستانی شوې او اوس ورڅخه په ړندو سترګو دفاع کوې، د هرې ناوړې او غیراسلامي کړنې څخه یې په درواغو او سپینو سترګو انکار کوې.
نور دلایل هم لرم چې بیا به یې ذکر کړم انشاء الله.
هیله ده چې اوس به درته د دې منافق دوه مخې څیره بربڼده شوې وي.
نور بیا...........
۰
05.08.2011
یره ملیتواله ما خو مخکي ستا او غورځنګي صیب بحث نه وو لوستی او اوس
مو ولوسته ته خو والله بیخي غیر افغان معلومیږي او یواځي غیر افغان نه
بلکه بیخي پاکستانی ښکاري ځکه چي یو غیر افغان خو چي غیر پاکستانی هم وي
نو هڅکله به دپاکستان ښه ونه واي اوپدي د دنیا ټول مسلمانان او حتی کافر
هم معترف دي چي د افغانستان جنګ د پاکستان دفاع او هم د ابادۍ ذریعه شوه
خو نه پوهیږم چي ته لا کوم رنګي انسان يي؟
تراوسه مي په ټول افغان کي ستا په څیر کرغیړن فکره سړی نه وو لیدلی ای توف.
او ښه به داوي چي وطنمل صیب نور ددي سړي ټول اکاونټونه وتړی ځکه چ
ي دا یواځي دا نه چي افغان ندی بلکي د افغانانو سرسخت دښمن هم دی او
او ددي دا لیکني افغانان ډیر ځوروی او پدي شرایطو کي او بیا پدي نیکو ورځو شپو کي اوس دده لیکني لوستل هم دبرداشت نه باهر دي او که څه لیکو نو
روژه مو خرابیږي نو چي نوريي وشړي او وي رټي مخ دي تور شي .
مومندافغان
ډاکتر څپاند
05.08.2011
سلامونه،
داټوله ورځ مې د دافغان دښمنه شخص ،نعيم ملتوال ،عبدالله خان .......
په هکله په سوچونو کې ډوب وم٠
ما غوښتل چې وليکم:
که ددې سايټ دخپرونو پاليسي د"نړېوال" نورم او ستندرد سره برابره وي نو
لازمه ده چې کفار،مسلم او دموکرات ټولو ته اجازه وکړی شي چې خپل اندونه او نظريات په ليکه کړي٠هسې هم په سلګونو ټلويزيوني،راډيوئي او انټرنټي خپرونې،شپه او ورځ لګيا دي پدې هکله نشرات کوي،يو ټول افغان غريب به څه وکړي؟
او که دټول افغان نشرات ديوه سانسوريز قانون تر کنترول لاندې وي،نو لازمه
ده چې وويل شي چې که داسلام د مقدس دين خلاف ليکنې دچا نه خوښيږي،نو
دافغانيت او هيواد پرستۍ خلاف ليکنې هم تر هغو څه کموالی نلري٠
خو د محترم افغان مومند(چپرهاري-چپلياري)صيب ليکنه دومره عالي ليکل شوې ده،چې ما دخپل ليک دتفصيل نه صرف نظر وکړ٠
مومند صيب داسې مرغللې پييلې دي:
[color=yellow:cf9b3fb995]یره ملیتواله ما خو مخکي[quote:cf9b3fb995] ستا او غورځنګي صیب بحث نه وو لوستی او اوس
مو ولوسته ته خو والله بیخي غیر افغان معلومیږي او یواځي غیر افغان نه
بلکه بیخي پاکستانی ښکاري ځکه چي یو غیر افغان خو چي غیر پاکستانی هم وي
نو هڅکله به دپاکستان ښه ونه واي اوپدي د دنیا ټول مسلمانان او حتی کافر
هم معترف دي چي د افغانستان جنګ د پاکستان دفاع او هم د ابادۍ ذریعه شوه
خو نه پوهیږم چي ته لا کوم رنګي انسان يي؟
تراوسه مي په ټول افغان کي ستا په څیر کرغیړن فکره سړی نه وو لیدلی ای توف.
او ښه به داوي چي وطنمل صیب نور ددي سړي ټول اکاونټونه وتړی ځکه چ
ي دا یواځي دا نه چي افغان ندی بلکي د افغانانو سرسخت دښمن هم دی او
او ددي دا لیکني افغانان ډیر ځوروی او پدي شرایطو کي او بیا پدي نیکو ورځو شپو کي اوس دده لیکني لوستل هم دبرداشت نه باهر دي او که څه لیکو نو
روژه مو خرابیږي نو چي نوريي وشړي او وي رټي مخ دي تور شي .
مومندافغان [/quote:cf9b3fb995][/color:cf9b3fb995]
طاهر مسافر
05.08.2011
ټولو وروڼو ته
قلمی عفت مه هیروی. خپله خبره که په ستوخه وکړی پروا نه لری خو پوچ او نومونه ښه نه دی. ځینی لوزونه لکه حرامی او یا ارامی او حرمونی شرعی مجازات لری. نو له هغه وروڼو نه چه په اسلام او په دین ځان پوه بولی هیله لرم چه عمل هم پری وکړی. دا لوزونه د لیکونکی ګناه نه ښیی بلکه د هغه د مور او پلار په ګناه شاهدی ده چه باید ثابته یی کړی. بهتان کبیره ده.
غورځنکی سیب
زه دا اشتباه لرم چه یوه IP به د یوه سړی د دعوی ثبوت ورنکړی. کیدای شی د نن Wi FI او Broad Band په زمانه ډیر کسان له یوه ادرس نه لیکنی وکړی. یوه بله به لا درته وکړم کله نا کله انترنت والا ماته زما د زوی اکاونت راشیی. ګواکی زه ده هغه اکونت خاوند یم. ما خپل اکونت په فیسبوک کی تړلی دی. ته خو پوهیږی د نن په کلبو کی ډیر خلک له یوه ماشین نه خبری کولای سی. که دی نور معلومات راکړل نو زړه به مو باندی مطمیین سی او ستاسو قضاوت به مو منلی وی.
مومند سیب
ما هم د غورځنکی او ملتوال خبری وویلی. خو مخته له دی چه قضاوت وکړو باید د غورځنګی سیب په دلیل هم څه غور وکړو. خدای دی نکړی چه په خالی دعوا مو د په حق کی زیاتی کړی وی.
داکتر سیب
فورم د خبرو لپاره دی. که څوک هره عقیده ولری نو هغه باید اجازه ولری جه خبری وکړی. دا ضرور ده چه څوک به خپه وی او څوک به خوشاله. حتی که د ابومنطق غوند ملحد کسان وی هم. شاید دا فورم زمونږ د فهم په زیاتوالی کی کمک راسره وکړی. که مو نن جواب نه درلود نو سبا به یی پیدا کړو. له دی لیاری به مو د یوه ښه مثال په لوری قدم اخیستی وی.
هیله ده ما د عبدالله سیب د خبری ملاتړ ونه بولی. زه د خلافت د قایمیدو مخالف نه یم خو اوس یی وخت نه وینم په تیره بیا د پاکستانیانو له لیاری کوم چه د خپلو ګتو لپاره د خپلی مور په خرڅولو هم سرپه نکوی. د دی خبری راپورته کول د سی آی ای او عیسوی افراطیانو لپاره د اسلام په ضد د یوی حربی زمینه برابرول بولم.
م . ق
05.08.2011
[color=blue:0f12b67762]السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
ورونو چې کله تاسو ته حقیقت ثابت او واضح شو، او باطل نامراده او مختورن شو نو زه د مدیراتور صاحب څخه په کلکه غواړم چې د داسې وطن دښمن او افغان دښمن عناصر چې په هر نوم وي بلاک کړي او پرینږدي چې بیا د افغانیت او افغان وطن خلاف په ښکاره او جراءت سره پروپاګنډ وکړي او د افغانانو ذهنونه تخریب کړي.
که مونږ دا نه شو کولاﺉ چې د خپل وطن او ولس د ګټو په خاطر د هغوي ویبسایټونو ته ننوځو نو دا خو کولاي شو چې په خپلو ویبسایټونو کې دهغوي مخه ونیسو، او که داهم ونه شو کړاي نو بیا به مونږ ډیر بې کاره او ناکامه خلک یو.
د داسې افغان دښمنانو خلاف باید ډیر جدي، تند او کلک ځوابي عکس العمل ښکاره شي ترڅو بیا کوم داسې افغان دښمن عنصر جراءت ونه کړي.
په درناوۍ
قرآني[/color:0f12b67762]
م . ق
05.08.2011
[quote:4b47bd29c7="طاهر مسافر"]ټولو وروڼو ته
قلمی عفت مه هیروی. خپله خبره که په ستوخه وکړی پروا نه لری خو پوچ او نومونه ښه نه دی. ځینی لوزونه لکه حرامی او یا ارامی او حرمونی شرعی مجازات لری. نو له هغه وروڼو نه چه په اسلام او په دین ځان پوه بولی هیله لرم چه عمل هم پری وکړی. دا لوزونه د لیکونکی ګناه نه ښیی بلکه د هغه د مور او پلار په ګناه شاهدی ده چه باید ثابته یی کړی. بهتان کبیره ده.
[/quote:4b47bd29c7]
طاهر صیب، داسې خبرو ته هوا ورکول صرف تخریب افاده کوي چې په هیڅ معنی یې د اصلاح او یا خیرخواهۍ په معنی نشو اغیستلاي.
د لفظ "ارامي" په اړه به درته ووایم چې دغه لفظ په کوزه پښتونخوا کې هغه چا ته استعمالیږي چې ډیر مکار، فریبکار، چالاک، مداري او چلباز وي، که زما ترینه ستا مقصوده معنی مراد واي نو په "ح" به مې لیکلی واي، چونکه ما په کوزه پښتونخوا کې ډیر وخت تیر کړی نو زما لفظي لهجه هم هغوي ته ورته ده او بیا مد مقابل کس هم د کوزې دی نو ځکه مې ورته د هغه په خپله لهجه ځواب ورکړو.
د IP په هکله به درته ووایم چې: کچیرته IP یو شان کیدلاي شي نو لیکنې خو یوشان نه شي کیدلاي، ما دا هم ثابته کړې ده چې د هغه لیکنې هم یو شی دي، اوس نو دې کې د سوال ځاي نور نه پیدا کیږي او که څوک یې په کې پیدا کوي نو د هغه به هدف بل وي.
زما شنه لیکنه ستا د لیکنې سره جوخته انټر شوې ده، هیله ده چې د هر شي د پوره تحقیق نه ورسته نتیجه ګیري وکړې او په متبادره توګه په هرڅه سمدستي عکس العمل ښودل د خطاء سبب کیږي، زه د ډیرو ورونو په لیکنو کې دغسې تیروتنې ګورم.
ستا ددې نظر سره چې هرڅوک کولاي شي دلته لیکنې وکړي جدي مخالفت لرم، زه دلته دین دښمنو او افغان دښمنو عناصرو ته اجازه ورکول یوه خطاء بولم داسې خطاء لکه څوک چې د خپل کور دښمن ته دا موقع ورکوي چې د هغه کور نور هم تخریب کړي.
مننه او درناوۍ
قرآني
عبدالله خان
05.08.2011
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
غورځنګی جانه هغه دپتوال صاحب خبره
چتکی چې د شپې په ځاله کې سملي نو پښې په دې خيال آسمان ته نيسي چې که اسمان راولويږي نو په پښو به يې ونيسم
اوس ته هم دا فکر کوی چی ګواکی ته زما په مقابل کی خنډ یی ،
څنګه کیدای شی چی ته زما په مقابل کی خنډ وګرځی په داسی حال کی چی زه حتی نه غواړم ستا سره بحث وکړم ځکه چی ته بحث نشی کولای صرف کنځا دی زده دی
او بیا ته دا دروژی په مبارکه میاشت کی دروغ وایی چی زه په مختلفو نومونو لیکنی کوم ، ما په هیڅ بل نوم لیکنی نه دی کړی زما ټولی لیکنی دعبدالله خان چی زما نوم ده کړی دی ، او چی ته دا وایی شاید هغه لیکنی به هم تا کړی وی ، زه څه ضرورت نلرم چی په بل نوم لیکنی وکړم
او ته ولی نشی کولای چی ستا دنظر مخالف نظر وزغمی ، او چی ستا دنظر مخالف څوک څه ولیکی نوبیا ته کنځا پوچ او رد بد شروع کړی
وروره که ته غواړی چی په بحث کی ګډون وکړی نو دنورو ورڼو په څیر دپښتنی نزاکتو سره سم ،اوداسلامی اخلاقو سره برابر بحث کوه
او دلته خو خامخا زه ستا دافکارو مخالفی لیکنی کوم که ما چیری ستا او ستا دانډیوالانو افکار منلی نو لیکنو ته څه ضرورت نه وو نو بیا ستاسی لیکنی کافی وی
او چی څوک ستا دنظر مخالفی لیکنی وکړی نو دا دا معنا نلری چی ته هغه ته په کنځاوو پیل وکړی او اتهامونه چی هغه د ای اس ای جاسوس دی پری وروتپي
تا له څه نه دا خبره را واخیسته او له کوم ځایه ته خبر یی چی زه دی ای اس ای جاسوس یم
او کله چی زه ستا د افکارو مخالف څه لیکم دا دا معنا نلری چی ته زما لیکنی ړنګی کړی او په ځای یی خپلی لیکنی ولیکی
ګوره غورځنګی تا زما لیکنی د( ملی اسلامی ولسواک غورځنګونو ) په خونه کی د (اسلامی امارت که اسلامی دارالخلافه) په بحث کی قیچی کړی ، لوستونکی کولای شی د (اسلامی امارت که اسلامی دارالخلافه) کی وګوری چی زما لیکنی قیچی شوی
ما څو ځله کوښښ وکړ چی خپلی لیکنی په مکمل ډول هلته کیږدم خو هر وار ستا لخوا قیچی شوی
او بعد له هغه ما دوه ځله وغوښتل چی د (ملی اسلامی غورځنګونو) په خونه کی احتجاجی لیکنه ولیکم چی هغه هم ستا لخوا ړنګی شوی او په ځای یی د (اسلامی خلافت ) او د (پاکستان داسلام کلا ده) لیکنی ستا لخوا ځای په ځای شوی او زه مجبور شوم چی د (ناندریزو موضوعاتو) په خونه کی خپل احتجاج لیک ولیکم
او زه ولی په تا باندی دا دعوه لرم چی زما لیکنی ړنګوی اوپه ځای خپلی لیکنی لیکی
هغه ځکه چی ته ما د ( اسلامی امارت که اسلامی دارالخلافه) له بحثه وشړلی اودرته ومی لیکل چی نه غواړم ستاسره بحث وکړم بعد له هغه دا لیبه شروع شوه ، نو دا واضح خبره ده چی تا دا شروع کړی
او دا لیکنه می امتحانی دلته وکړه چی ته یی تغیر کوی او که نه
م . ق
05.08.2011
عبد الله ملتواله،
پدې خبرو اوس ځان ته پرتوګ نشې کولی، ما ثبوت وړاندې کړی چې تا ټولې لیکنې د یوې IP څخه کړي دي، دا مې ثابته کړې چې ستا اوسنۍ او مخکینۍ
لیکنې یو شان دي، ددې خبرو څه ځواب کوي؟؟ هسې په اخوا دیخوا خبرو ځان مه تیرباسه، پدې ټول مدیران پوهیږي چې ته په شپږو نومونو لیکنې کوې.
که زه ستا په مقابل کې خنډ نه وم نو بیا دې راسره ولې بحث نه کولو د (اسلامي امارت که اسلامي خلافت) په موضوع کې دې ولې زما سوالونه ته ځواب ونه ویلو؟؟ هلته خو درته ما هیڅ ښکنځلې نه وې کړې بلکه سوالونه مې درنه کړې وو ټول ملګري یې لیدلاي شي، هلته دې هم ځان د بحث څخه پدې
بهانه خلاص کړو چې ته ښکنځلې کوې، دا ځکه چې د ملتوال په نوم بحث کې پاتې راغلی وی او هلته درته خپل ایمان معلوم شوی وو.
که ته وایې چې زه بحث کوم نو زما سوالونه اوس هم هلته پراته دي د (اسلامي امارت که اسلامي دارالخلافه) په موضوع کې، د هغې ځواب راکړه.
بحث ته نشې کولی ځکه بار او بار د ښکنځلو بهانې کوې، زما په بره لیکنه کې ما تاته کوم ځای ښکنځلې کړي دي؟ اول خو زما د بره لیکنو ځواب راکړه بیا نو د بحث خبرې کوه، ځواب درسره نه شته او په باټو باندې خلک تیرباسې.
د افغانیت په ضد لیکنو ته د افکارو او نظر د مخالفت نوم مه ورکوه، دا چالاکي دې دلته نه چلیږي، ځکه دلته ډیر خلک زما د نظر او افکارو مخالف دي او بیاهم ما زغملي او علمي او سیاسي بحثونه ورسره کوم، تا د افغانیت په مخ مخامخ ګزار کړی دی، هغه د ملتوال په نوم دې چې څه لیکلې او ما په اقتباساتو کې راغیستي دي، هغه یواځې زما د نظر مخالفت نه دی بلکه د ټول افغانیت سره دښمني ده چې هر افغان یې مخالفت کوي، ځکه نو اوس خپلو افغان دښمنه کړنو ته د نظر مخالفت رنګ مه ورکوه.
ته د ای اس ای جاسوس ځکه یې چې هغه بره خبرې چې ما اقتباس کړي دی تا لیکلې دي او اوس هم په هماغه نهج روان یې او دا کار هیڅ افغان نه کوي، د ای اس ای او د پاکستان د فوځ څخه کلکه ننګه او په افغانانو تورونه او پیغورونه صرف د یو جاسوس کار دی.
د اسلامي غورځنګونو په خونه کې د اسلامي امارت که اسلامي دارالخلافه د موضوع لاندې هیچا ستا لیکنې نه دي قینچي کړي بلکه تا خپله تغیر کړي دي، دا لاندې یې ثبوت دی:
[quote:d38b2d1ae8]وروستی ځل بدلون عبدالله خان په ٤ شنبه اګست 03, 2011 8:05 pm ورکړی دی , د بدلون شمېره 1[/quote:d38b2d1ae8]
او دا زما لپاره ثبوت دی چې دا ټوله ډرامه تا خپله کړې ده، تا د خپلو دعوو لپاره تر اوسه هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړي ځکه چې دا کار دې پخپله کړی دی، خو ما ددې لپاره چې دا کار تا کړی ډیر ثبوتونه وړاندې کړي دي چې هر عاقل او بالغ پرې پوهیږي، د فورم یو مدیر ښاغلي رښتینی صاحب هم ددې خبرې واضح تاید کړی دی چې هیڅ مدیر نشی کولاي د بل چا په نوم لیکنې وکړي. دا د تا لپاره غټ شرم دی خو که په تاکې شرم وی، واقعا چې جاسوسان په هیڅ هم نه شرمیږي او په سپینو سترګو د هرشي څخه انکار کوي.
ستا لیکنې ما مخکې ولی نه قینچي کولی چې اوس مې قینچي کړې، کچیرته ماسره ستا د خبرو ځواب نه وایې او د بحث څخه عاجز واي نو ما به دا کار کړی وو خو د بحث څخه خو زه نه بلکه ته تښتیدلې او سوالونه ماکړي وو چې تاسره یې ځواب نه وو نو پداسې حال کې چې زه برلاسی وم دې ته مې څه اړتیا وه چې ستا لیکنې قینچي کړم.
د دې کار کولو خو په هغه صورت کې امکان وو چې تا ماڅخه سوالونه کړي واي او ما سره یې ځواب نه واي او یا داچې زه ستا د بحث څخه عاجز واي.
تا د اسلامي غورځنګونو په خونه کې هیڅ احتجاج نه دی کړی، تا چې هلته دومره ډیرې لیکنې کړي دي او احتجاج دې نه لیکلو نو غرض دې پکې همدا وو چې د خپل بهتان لپاره توجیه پیدا کړې، تاسره پدې څه ثبوت دی چې هلته تا احتجاج کړی وو، د هغې خونې خو یواځې زه مدیر نه یم، نور مدیران هم شته، او دلته نور بې شمیره لیکوآلان او لوستونکې شته چا ستا احتجاج هلته لیدلاي دی؟؟؟ دا دې ډیره منافقانه او شیطاني توجیه ده چې هیڅ امکان او ثبوت نه لري.
[color=white:d38b2d1ae8]ما که ستا لیکنې تغیرولاي نو ولې یې پدې خونه کې همدا اوس نه تغیروم؟؟ ځکه اوس هم زه ددې خونې د پخوا پشان مدیر یم.[/color:d38b2d1ae8]
اسلامي خلافت او د پاکستان فوځ د اسلامي خلافت لپاره زینه ده، دا ستا خبرې دي چې مخکې دې هم کړي دي او ما دا د اسلامي غورځنګونو د خوني په سر عنوان کې (جنرال حمید ګل : افغانستان کې باید طالبان ایتلافي حکومت ونه مني) او هم د (اسلامي خلافت) د عنوان لاندې ستا د خبرو څخه په اقتباس دا ثابته کړې چې داسې خبرې یواځې ته عبدالله ملتوال کوې چې داسې خبرې د هیڅ افغان د خلې څخه نشي راوتلې.
د ښکنځلو په بهانو ځان مه خلاصوه، زما د ټولو خبرو او ثبوتونو صحیح او مدلل ځواب وکړه. نیغ د خلکو په سترګو کې مه ورننوځه، دومره بې شرمي او سپین سترګي ولاکه هیڅ افغان کړي وي البته په پاکستانیانو کې دا کار ما لیدلی دی.