د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جولای د نیواک په هنداره کې

موفق افغان
03.08.2011

د۲۰۱۱ زیږیز کال دجولای میاشت نهم جولای دی چې صلیبی نیواکګر یې په افغانستان کې تیروي او دا میاشت تل دکال دنورو میاشتو په پرتله دتودو جګړو او ددښمن ددرندو تلفاتو او خساراتو شاهده ده.

دامریکایي او نورو صلیبي ځواکونو لخوا دنیواک په نه کاله تیریدو سره نور دښمن ونشوای کولای خپل تلفات او خسارې پټې کړې او ځان بریالی وښیي نو له همدې کبله په بیلابیلو پلمو او نومونو یې دپه شاتګ په لور ګامونه پورته کړل.

سره لدې چې په ظاهر کې ددښمن اعتراف شویو تلفاتو شمیره ددې میاشتې تر پایه ۲۶۱۶ تنو ته رسیږي چې څو څو ځله ترحقیقې هغې شمیرې کمه ده ولې دمجاهدینو کلکو کوزارونو دښمن له پښو وغورځاوه او مجبوریې کړ چې له کلو او بانډو څخه لویو ښارونو او له لویو ښارونو څخه غټو اډو ته راټول شي او خپل تیري او اشغال محدود کړي.

اګر چې دسږکال دجولای دمیاشتې دتلفاتو شمیرې دتیر کال لدې میاشت سره دپام وړ توپیر درلود اما په غیر مستقیمه توګه صلیبي نیواکګر دداسې خساراتو متحمل شول چې کیدای شی دتیرو نه کلونو په اوږدو کې داسې کم خسارات یې لیدلي وي.

په ۱۲ دجولای دحامد کرزي دورور احمد ولی کرزی وژل، ورپسې په ۱۳دجولای دکندهار دعلماوو په نوم دشوری درییس وژل، په ۱۷ دجولای دجان محمد خان او هاشم وطنوال وژل او بیا په ۲۷ دجولای دکندهار ښاروال غلام حیدر حمیدی وژنې په کابل کې دامریکایۍ ګوډاګۍ ادارې مشر کرزي دملا تیر ورمات کړ بلکه امریکا یې هم دافغانستان په جنوب کې دفرمان بردارو غلامانو له خدمت څخه محرومه کړه.

په حقیقت کې یاد شوي کسان دافغانستان په جنوب کې دکرزی او دامریکایانو له ځواکنو مټو څخه یادیدل او ددې کسانو په وژلو سره دکرزي او مریکا لپاره ډیره سخته ده چې ددوی ځای ناستي او ددوی په شان ورته مخلص کسان پیدا او یاهم وروزي.

دنوموړو کسانو وژل نشو کولای چې له لسګونو امریکایي سرتیرو سره مقایسه کړو بلکه ددوی وژنه دامریکایي بولندویانو دوژنې په شان داهمیت وړ دي.

په حقیقت کې دې پیښو دامریکا دبهرنیو چارو ویاند دې ته اړ کړ چې ددې خرڅو شویو مریو د وژل کیدو داظهار په وقت ووایي چې داسې کسانو له لاسه ورکول امریکا پدې هیواد کې له امنیتی مسایلو سره پر غبرګون نوره هم ټینګوي.

که ددښمن دتلفاتو اعتراف شویو شمیرو ته دجولای په میاشتو کې ځیر شو نو وینو چې د ۲۰۰۲ کال په جولای کې دښمن په هیڅ تلفاتو اعتراف نه وو کړي او د ۲۰۰۳، ۲۰۰۴، ۲۰۰۵ کلونو په جولای میاشتو کې یوازې دنیواکګرو په دوو دوو تنو وژل شویو اعتراف وشو. داشمیره د ۲۰۰۶ په جولای کې ۱۹ تنو ته او په ورپسې کال کې ۲۹ تنو ته ورسیده. د۲۰۰۸ کال دجولای میاشتې د ۳۰ تنو نیواکګرو ژوند واخیست اوداشمیرې کال په کال لوړې شوې او د ۲۰۰۹ کال په جولای کې ۷۶ تنو ته او د ۲۰۱۰ کال په جولای کې ۸۸ تنو ته وختې. د۲۰۱۰ کال جولای میاشت ددښمن لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت. دسږ کال دجولای میاشتې دتلفاتو ظاهري شمیره لږ ده چې یوازی ۵۴ تنه پکې ښودل شوي مګر لکه څرنګه چې یاد شول دښمن ته بې شمیرې تلفات او خسارې وراوښتې چې په مخکینیو کلونو او میاشتو کې یې نه وو لیدلي.

دسږ کال دجولای دمیاشتې دوژل شویو په اعتراف شوې شمیرې سره تر اوسه دصلیبیانو دوژل شویو ټوله شمیره په ۲۰۱۱ کال کې ۳۳۵ تنو ته رسیږي چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې ددښمن تر ټولو تلفاتو لوړه ده.

سربیره پر دې تلفاتو دسږ کال جولای میاشت ددوو چورلکو او یوې مال وړونکې طیارې دراغورځول کیدو شاهده هم وه. دجولای په ۶ مه نیټه دصلیبیانو یوه مال وړونکې طیاره دپروان په ولایت کې راوغورځیده چې پکې له اوو تنو څخه زیاته سورلۍ چې دآذربایجان اوسیدونکي وو خپل ژوند له لاسه ورکړ. لدې پیښې یوه ورځ وروسته ددښمن یوه چورلکه په همدې ولایت کې راوغورځیده اما له معمول سره سم هیڅ تلفات یې نه درلودل. او ورپسې په ۲۵ دجولای ددښمن یوه چورلکه په کنړ ولایت کې دمجاهدینو لخوا وویشتل شوه چې ددښمن دراپور په بنسټ هیڅ تلفات یې نه درلودل.

افغانستان ډیر ځله دداسې پیښو شاهد دی چې پکې ددښمن طیارو سقوط کړي ولې دپام وړ خبره داده چې دهغې امریکایې او انګلیسۍ سورلۍ روغې رمټې وتلې او پاتې نورې چې په نورو ملکونو پورې اړه لري ټولې هلاکې شوې وي. تیره میاشت هم په داسې یوې پیښه کې اووه تنه آذریان ووژل شول اما په هغې دوو نورو طیارو کې چې پکې امریکایي نیواکګر سواره وو هیڅ څوک ونه وژل شول.

دبهرنیو نیواکګرو په یادو شویو تلفاتو سربیره دلاسپوڅې ادارې ددفاع وزارت ویاند په ۲۷ دجولای خبرنګارانو ته وویل چې دا میاشت د ۱۰۹ تنو افغاني مزدورو سرتیرو دوژل کیدو شاهده هم وه.

دا هرڅه سربیره په هغه کمزوري اقتصادي حالت دی چې امریکا ورسره مخ ده او دافلاس په لور یې روانه کړې چې ان شا‌‎ء الله دا به دامریکا دټوټې کیدو په لور لومړی ګام وي. دامریکا حکومت له خپل کانګریس څخه غوښتي چې ورته اجازه ورکړي چې له پیش بیني شوې قرض څخه په لسګونو ځله لوړ قرض ترلاسه کړي کنه حکومت به له افلاس سره مخ شي. امید دی چې تاریخ یو ځل بیا راوګرځي او نړۍ دمجاهدین په لاس دسرې امپراطورۍ له نړیدو وروسته دعصر ددې فرعون دنړیدو شاهده هم واوسي. وما ذلک علی الله بعزیز.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more