نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کرزی او نور لاسپوڅي يې صليبيان اشغالګر نه بولي !
pattang
02.08.2011
الهي له داسې بې نا موسي مسلمانان وساته .
د بهرنيانو په بمبار کي ٦ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کندهار )
ليک : لراوبر
نېټه : ١١ / ٥ / ١٣٩٠ | 2011-08-02
د نورستان والي جمال الدين بدر وايي چي بهرنيانو د ملي پوليسو پر يوه پوسته د شپې له اړخه بمبار کړى، څلور پوليس يې وژلي، دوه يې ژوبل کړي او دوولس نور يې د ځان سره بېولي . بدر په ياد عمل خواشيني ښودلې او وايي چي دا کار يوه نه بخښوونکى کار دئ .
د نوموړي په وينا چي په کومه سيمه کي د بهرنيانو له لوري بمبار سوى هلته د وسله والو هيڅ څرک هم نه و او نوموړى وايي چي پوليسو د خپلي پوستې پر سر د افغانستان بېرغ او هم خپله يې رسمي جامې په تن وې .
افغان ولسمشر حامد کرزي بهرنيانو ته خبردارى ورکړى و چي دشپې له لوري دي [color=brown:1ea9047e54]عمليات بند سي او که بند نه سي نو بهرنيان به د اشغالګرو په نامه ونومول سي خو د[/color:1ea9047e54] نوموړي د دې ډول څرګندونو وروسته د افغانستان دننه او دباندي اړونده بهرنيانو دا يوه نه پرېښودونکى عمل وباله او وې ويل چي په دې کي ډېري لاسته راوړني لري.
د حکومت د دې ادعا په اړه تر اوسه بهرنيانو څه نه دي ويلي .
[color=brown:1ea9047e54]داهم د اشغالګرو دعساکرو اخلاق په افغانستان کې او زمونږ دين او کلچر: [/color:1ea9047e54]
[img:1ea9047e54]http://www.welt.de/multimedia/archive/01410/mcz_bundeswehr_BM__1410544p.jpg[/img:1ea9047e54]
محمود سعيد
03.08.2011
ښاغلی پتنګ صیب!
دا چې یرغلګر څوک دي او څه کول غواړي ټولو ته معلومه ده، او په دې هم ټول پوهیږي چې هغه څه ډول ځناور دي او زموږ په عام اولس ېې څه نادودې نه دي ترسره کړې. د هغوی د اخلاقي ارزونې لپاره ډیرې بیلګې شته چې دلته په راوړلو ېې ښايي د هر مسلمان زړه اور واخلي، خو دا چې دلته ېې تاسې یو داسې بربنډ انځور وړاندې کړی او هغه هم د روژې په مبارکه میاشت کې؟
هیله ده لرې ېې کړئ.
۰
06.08.2011
السلام علیکم
د بی بی سي د پښتو خپروني څخه په اقتباس:-
هلمند: د ایساف بمبارۍ اته ولسي وګړي ووژل
ایساف هوايي برید منلی، خو د ملکي تلفاتو په اړه یې بې خبري ښودلې.
د افغانستان سوېلي ولایت هلمند د نادعلي ولسوالۍ سیمه ییز خلک وايي ایساف ځواکونو پر یوه کور بمبار کړی، چې د یوې کورنۍ اته کسان پکې وژل شوي.
ایساف وايي، د نادعلي ولسوالۍ پر ۳۱ غربي سیمه یې وروسته تر هغه هوايي برید وکړ، چې په سیمه کې له یوه کوره ددوی پر پلی سرتېرو وسله والو ډزې وکړې او یو سرتېري یې وواژه.
د هلمند د والي ویاند داود احمدي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د برید پخلی وکړ، خو د وژل شوو ولسي وګړو شمېره یې د اتو او لسو ترمنځ وښوده.
سیمه ییز خلک وايي، ایساف د یوه ملا امام پر کور بمبار وکړ، چې د یوې کورنۍ اته غړي پکې ووژل شول.
ایساف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هوايي برید یې د اورپکو د ډزو په غبرګون کې وکړ، خو د ملکي تلفاتو په اړه مالومات نه لري.
وسله والو طالبانو ویلي، چې د ایساف پر پلی ګزمې ددوی کسانو ډزې کړې، پنځه سرتېري یې وژلي او پنځه نور ټپیان دي.
د هلمند امنیه قومندان وايي، وسله والو په ښار صفا کې د ناټو اووه اکمالاتي ګاډي سوځولي.
بل خوا، تېره شپه د زابل ولایت د ښار صفا ولسوالۍ د 'اسحق زي مانده' په سیمه کې د وسله والو ناټو ځواکونو اووه اکمالاتي ګاډي سوځولي.
د بی بی سی پښتو خپرونه څخه
مومندافغان