اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د نیکواعمالو حکوتونه
شاه ولي
02.08.2011
ټولو هیوادوالو ته خپل سلامونه او احترامات وړاندی کوم،
لکه څنګه چې سید المرسلین حضرت محمد (ص) د خپل تبلیغاتو د حکمتونو په اساس د مسلمانانو زړونه خپل لاس ته راوړل او د صحابه کرام د تعلیم، تربیې، ښوونې او روزنې په بنسټ یي خپل داخلي محاذ ټینګ کړ، نو په همدې اساس یي د خپل ځان او د خپل صحابو د لوړو اخلاقو او غوره کړنې او اعمالو په واسطه د خپلې ډلې هڅکوالې د هر چا په مخکې ثابت کړ، نو د لیدونکې او بیطرفه مبصر لپاره دا بلکل آسانه وو چې هغه دې د دواړو خواوو اخلاقی او ټولنیزی کړنی وګوري او صالحه او مفسده ډله دې یوه له بل څخه جلا وو پیژنی.
د مسلمانانو اخلاق او کړنې او اعمالو دومره والا او ښکاره حیثیت درلوده چې کفارو او مشریکینو به هم هغوي په ښه ډول پیژندل او احساسول به یي. هغه خلک چې د کفارو او مشریکینو څخه جلا شوي وو او د رسول اکرم صلی الله علیه و سلم په نوي اسلامی تحریک پورې تړل شوي وو نو هغوي د دې ټولنی د خیر اصحاب ګڼل کیده، هغوي د خپلې ټولنی نیک خلک وو، د هغوي شرافت او دیانت، سخاوت او خدمت باندې ټولو خلکو ګواهي ورکوله، ښايي چې د دي ټولنی د سعید فطرت خاوندان او پیژندل شوي د شریف طبیعت لرونکې خلک په خپله دې نوي تحریک کې د شمولیت لپاره راتلل، هغه چې د الله (ج) د یو والې او د آخرت د ورځې د ځواب ورکولو په اصولو راپورته شوي وو او دعوت یي همدا وو چې په نړۍ کې شریفانه، د الله (ج) د ویری او د مسولیت نه ډک ژوند تیر کړی. تر څو د آخرت په ورځ د الله تعالی په مخکې بهترینه عمل نامه وړاندې کړی، هغه خلک چې د دې تعلیماتو په پایلو کې دي تحریک پورې تړلې وو د هغوي شرافت ورځ په ورځ زیاتیده او د نیکي دایره یي پراخیده، په دي تحریک کې د شمولیت وروسته هغوي دومره نیک، دیانت لرونکې، پرهیزګاره، ریښتیا ویونکې او د پاکو اخلاقو انسانان وګرځیدل چې هر لیدونکې انسان د دې تحریک له یوه پلوه په خپل ځان کې د ټولنی غوره عناصر را ټولول او دایې ثابتوله چې دا د بهترینو خلکو ځاې دې، او د بله پلوه د پاکوالی، طهارت او شرافت معیار یي عروج ته ورساوه او دا یي ثابته کړه چې د دې تحریک په داخل کې دا ښیګڼه او قوتونه هم وو چې پاکوالې او شرافت ته یي وده ورکړې او قوي کړې یي دې.
والسلام،