د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

غورځنګیان د روښانیانو په پل

م . ق
02.08.2011

بسم الله الرحمن الرحیم،

هیله ده چې روژه مبارکه به مو ښه تیریږي.

که د لروبر پښتنو تاریخ ته ځیر شو مونږ ډیر د خپلواکۍ او ازادۍ داسې تحریکونه او غورځنګونه ګورو چې یا په خپل مرام کې پوره بریالي شوې او یا یې نسبي بریا ترلاسه کړیده، پدې لړ کې د پیر بایزید روښان په مشرۍ د روښانیانو تحریک د یادولو وړ دی، پیربایزید روښان یو روحاني شخصیت وو چې د علم او فضل ترڅنګ یې د پښتنو د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره نه هیریدونکې مبارزه کړیده چې د تاریخ په پاڼو کې په ډیرو روښانو ټکو درج او ثبت ده.

همدا رنګه د انګریزانو خلاف په جهاد کې زمونږ روحاني او دیني مشرانو لکه هریو نجم الدین هډې صیب، صوفي صاحب عالم ګل، ملامشک عالم، حاجي صاحب ترنګزۍ او داسې نورو ډیرو عالمانو ،روحانیانو او مشایخو د شین بیرغ لاندې د غازیانو رهبري کوله.
پدغه تاریخي مبارزو کې به تل لروبر ټول پښتانه په یوه غږ سره د خپلو مشایخو او روحانیانو په مشرۍ په هر ډګر کې شرکت کولو، د انګریزانو سره په ټولو غزاګانو کې اګرچې ډیورڼډ لاین موجود وو خو غازیانو دغه لاین په عملي توګه مات کړی وو او د خپلو روحانیانو په مشرۍ یې هم په لره او هم په بره پښتونخواه کې په شریکه غزا کوله.

اوس هم چې هماغه حالت دی، پښتانه داسې یو روحاني دیني مشر یا شیخ ته ضرورت لري چې ټول لراوبر پښتانه د هغه سره یا د طریقت او یا د شریعت د لارې نه په روحانی عقیدې یوځاي شي او بیا هماغسې د شین بیرغ لاندې د روښانیانو په ځاي د خپلواکۍ د غورځنګیانو داسې روحاني غورځنګ رهبري کړي چې لروبر پکې د فرق بوي هم محسوس نه کړي، او د روحاني غورځنګیانو شین بیرغ په لره او هم په بره کې ورپوي.

الله دې په پښتنو کې بیا یو داسې روحاني لارښود راپیدا کړي چې زمونږ پرې د بایزید غوندې مشایخو تنده ماته شي. آمین

مننه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more