د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د روژې د مبارکې میاشتې ګټې!

مساپر
01.08.2011

السلام علیکم و رحمته الله و برکاته،
ټولو مسلمانو او دیندارو هیوادوالو ته د روژې د مبارکې میاشتې (د الله تعالی د رحمتونو میاشتې) د رسیدلو په ویاړ مبارکی وایم. او د الله (ج) له درګاه څخه غواړم چې ټولو مسلمانانو ته اجر او برکات عنایت کړی، آمین یا رب العالمین.
الله پاک پرمسلمانانوروژه ددی لپاره نه ده فرض کړی چی په هغوی یوازی لوږی اوتنده وزغمی ، ددی لپاره یی نه ده فرض کړی چی هغوی ته عذاب ورکړی اویایی وځوروی بلکی دروژی په فرضولوکی دلوی اوحکیم خدای بیشمیره نوری موخی دی چی ډیری یی موږته روښانه نه دی خوځینی یی کولای سووپوهوو.

روژه ډیری ګټی لری چی ځینی یی مانیزی دی ، ځینی یی ټولنیزی اوځینی نوری یی بیاجسمانی دی چی دروژه نیونکی په ښه ورځی .

دروژی څوګټی په لاندی ډول دی :

• دتقوی ترلاسه کول :
لوی خدای (جل جلاله ) فرمایی‏:‏ ‏{‏كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون‏}‏

ياني روِ‏ژه موددی لپاره فرض کړی چی تاسو پکښی تقوی ومومئ .

(‏البقرة‏:‏183‏)‏، لوي خداي تقوي دروژی شالوری ګرځولی اوروژه یی دتقوی دموندلوسبب بللی ده .‏

اوس پوښتنه داده چی تقوی روژاتی ته کله اوڅنګه په لاس ورځی ؟

تقوي : دالله پاک له عذابه څخه دځان ژغورلو، دهغه له قهراوغوصی څخه دځان ساتلو په ماناده اوداچی بنده دخپل ځان اودالله پاک دنافرمانیوترمنځ یوپوخ دیوال ، بنداویاکلکه پرده جوړه کړی .

اوپه دی کی شک نسته چی روژه دتقوی دترلاسه کولوله لاملونوڅخه یولوی لامل دی ، داځکه یوانسان چی کله دروژی نیولوپرمهال له حلالوشیانو لکه خوراک ، څښاک اوكوروالي څخه ډډه کوی نوهغه کارونه خوبیخی نه ترسره کوی چی نارواوی ، ځکه دروژاتی وجدان دااجازه نه ورکوی چی هغه دی له حلالوشیانوڅخه ځان وساتی خوحرام دی وکړی .

له همدی امله نوعلماؤویلی چی روژه دمباحوشیانوپه پریښوولوسره نه بشپړیږی بلکی روژه هغه مهال روژه ګرځی چی دمباحوشیانوترڅنګ له محرماتوڅخه هم ډډه وسی .

محرمات لكه ‏:‏سود، غلا، غصب ، په راکړه ورکړه کی غطایستل ، دبل حق خوړل ، غیبت ، بهتان ، ښکنځل ، بدردویل اودخلګوزړونه ازازول ، چی ددغوشیانوله کولوسره سره روژه هیڅ ماناهم نلری اوداسی بلل کیږی لکه چی دحیوان خوله وتړل سی اوترماښامه واښه وروانه چول سی .

امام احمدبن حمبل رحمه الله په خپل مسند کی‏[‏5/431‏] دعبیدرضی الله عنه څخه روایت کړی فرمایی : أن امرأتين صامتا فكادتا أن تموتا من العطش، فذكرتا للنبي صلى الله عليه وسلم، فأعرض عنهما، ثم ذكرتا له، فأعرض عنهما، ثم دعاهما فأمرهما أن يتقيئا فتقيئتا ملء قدح قيحاً ودماً وصديداً ولحماً عبيطاً‏!‏

فقال‏:‏ ‏(‏إن هاتين صامتا عما أحل الله، وأفطرتا على ما حرم الله عز وجل عليهما، جلست إحداهما إلى الأخرى فجعلتا يأكلان لحوم الناس‏)‏‏.‏

ژباړه : دووښځوروژی نیولی وی اونیږدی وه چی له تندی دی مړی سی ، پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته دهغوی په اړه وویل سول ، هغه صلی الله علیله وسلم ورڅخه مخ واړاوه ، بیایی ورته یادونه وسوه پیغمبرصلی الله علیه وسلم بیاورباندی باک ونه کړ، دریم ځل بیاداسلام پیغمبرته دهغوی په اړه وویل سول ، پیغمبرصلی الله علیه وسلم هغوی راوغوښتلی اوپه قی وهلویی وګمارلی ، هغوی یوه ډکه پیاله وینی ، ژړی اوبه اوغوښی قي کړی !

داسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : دغودووښځوله هغوشیانوڅخه روژه نیولی وه چی الله پاک حلال کړی خوهغه شیان یی بیانه دی پریئښی چی خدای ورباندی حرام کړی ، دوی دواړی له یوی بلی سره کښینستلی اودخلګوغوښی یی خوړلی دی (یانی : غیبتونه یی کړی ).

له همدی امله په حدیث شریف کی راځی چی پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی :‏ ‏(‏ليس الصيام من الطعام والشراب، إنما الصيام من اللغووالرفث‏)‏ ‏[‏أخرجه البيهقي في السنن الكبرى‏:‏ 4/270‏]‏‏.‏

ياني : روِژه دنه خوراک اوڅښاک په مانانه ده بلکی روژه هغه ده چی څوک له ښکنځولواوبدویلوڅخه ځان وساتی .

همدارازپیغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي‏:‏ ‏(‏رب صائم حظه من صيامه الجوع والعطش، ورب قائم حظه من قيامه السهر‏)‏‏‏ .

مطلب داچی : ډیرروژه نیونکی داسی وی چی له روژی څخه یی یوازی لوږی اوتنده په لاس راوړی وی ، اوډیرولمونځوکونکوته یوازی بیخابی په ګټه کی ورپاته وی ، یانی دروژی اولمانځه ثواب یی نه وی .

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more