نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ولې یوازې روهي وایي چې بې پیلوټه الوتکې عام خلک وژني؟
لاونګ
01.08.2011
ولې یوازې محمد صدیق روهي وایي چې په خیبر پښتونخوا کې بې پیلوټه الوتکې عام خلک وژني؟ نورې اخباري ویب پاڼې وايي چې اکثره کسان وسله والان وژل کیږي خو د روهي ویب پاڼه وايي چې اکثره کسان عام وګړي دي.
حقیقت به چرته وي؟ یوازې روهي ریښتیا وايي او که خبر بله ده؟
-
01.08.2011
زه د صدیق روهي په اړه څه نشم ویلی او که رښتیا ووايم صحیح یې پیژنم هم نه..
خو په عام ډول ستا په ځواب کې ویلی شم چې هو کیدی شي روهي رښتیا وايي دروغ او رښتیا خو د ویونکو په تعداد او شمیر پورې اړه نلري!
(وإن تطع أكثر من في الأرض يضلوك عن سبيل الله) یعنې که په ځمکه کې د میشتو خلکو په اکثریت پسې لاړ شې نو د خدای د لارې څخه به دې ګمراه کړي.
نو خبره په اکثریت او اقلیت کې نه ده او دې ته به نه ګورې چې ډیر خلک څه وايي هغه به صحیح وي..
بلکې زه خو لا وایم چې (دعادل صیب خبره) د نن سبا په ککړه میډیا کې به د اقلیت خبره تر اکثریت ډیره ثقه او د منلو وړ وي.
-
01.08.2011
[quote:ae66f458e5]وروستی ځل بدلون لاونګ په ٢ شنبه اګست 01, 2011 2:32 pm ورکړی دی , د بدلون شمېره 1[/quote:ae66f458e5]
فکر کوم د پوښتنې صیغه دې لږ څه اصلاح کړې ده. :)
مننه کوم.