نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لښکرګاه افغان ځواکونو ته له سپارلو وروسته هم پنجاب برید وکړ
طالب ISI
31.07.2011
ما مخکې هم ویلي وو چې چې د پنجاب ارمان دا نه دی چې بهرنیان د له افغانستان څخه ووځي، ددوی هدف د افغانستان نیول دي.
ځکه دوی باید کوښښ وکړي، چې کوم ځای له بهرنیانو پاک شي، هلته حمله ونه کړي، تر څو د انتقال پروسه نوره هم تیزه شي، خو پنجاب له یوې خوا چون د افغانستان د جنګ دوام کې خپله ګټه ویني، او له بل طرفه تر څو چې افغانستان کې اور وي، نو ددوی ډوډی به هم پخییږي، او که دغه اور بند شو، نو دوی به بیا خامه ډوډی خوري، چې د نس دردی سبب کیږي!
نو ځکه خو یا باید د افغانستان ټول واک ددوی وي، او یا خو جنګ وي، پکې.
چې ددوی لپاره هغه ځوانان چې یا خو له کوره خفه دي، یا د غریبی زور نه لري، یا خو هم له بې ښځې توب (ښځه نه لرلو) څخه نور په تنګ دي، او د حورو په امید د پاکستان د پلانونو ښکار ګرځي .
ای،اس،ای نن د یوه کندهاري ځوان په وسیله ، په هلمند کې یوولس افغان پولیس ووژل، بم افغانی، ځانمرګی افغانی، قربانیان افغانان، تخریب شوی وطن افغان خو یواځې، تفکر پاکستانی!
ابیلس توب، ابوجهل توب، منافقت نور تور وي او که سپین؟
pattang
31.07.2011
او لېونيه !
که اشغالګر وزي ، لاسپوڅي زامن خو يې پاته کېږي ! ولې دومره بې عقل يې !
ملي اردو ته به څوک معاشونه ورکوي ? cia ، افغانستان کله ملي عايدات لري
چې حتا خپلو دولتي مامورينو ته معاش نشي ورکولی !
دغه ټول لاسپوڅي جنايتکاران بايد ورک شي او اسلامي دول له بل بنسټ
سره منځ ته راشي ، بله لار يې خيانت ګڼم٠
[quote:4354396fc4]
ځکه دوی باید کوښښ وکړي، چې کوم ځای له بهرنیانو پاک شي، هلته حمله ونه کړي، تر څو د انتقال پروسه نوره هم تیزه شي،.... [/quote:4354396fc4]
ع کريم حليمي
01.08.2011
[quote:bea1d0051d]که اشغالګر وزي ، لاسپوڅي زامن خو يې پاته کېږي ! ولې دومره بې عقل يې !
ملي اردو ته به څوک معاشونه ورکوي ? cia ، افغانستان کله ملي عايدات لري
چې حتا خپلو دولتي مامورينو ته معاش نشي ورکولی !
دغه ټول لاسپوڅي جنايتکاران بايد ورک شي او اسلامي دول له بل بنسټ
سره منځ ته راشي ، بله لار يې خيانت ګڼم[/quote:bea1d0051d]
محترم او مکرم پتنګ صاحب زما سلامونه او ښې هیلي ومنه
د نښان منځ دي ویشتلی !!
ما یوه ورځ لیکلي وه چه امریکا په ۷ زره کاله نه وځي
زما مطلب هم همدغه وو چه ۳۰۰۰۰ عسکر راته جوړ کړي زیربنا ئې امریکايي ، او صنعتي ، سیاسي او د ټولو مواصلاتو زیربنا مو امریکايي هم شي
نو تاسو وایاست چه دغه تاسیسات به ټول له منځه ځي ( ملک به یو وار بیا سپېره کوئ) نو تاسو ئې بیا له صفر څخه شروع کوئ ؟؟؟؟
ویښ
01.08.2011
پتنګه غولنه ته چي واي افغانستان دولت د دي وړتیا نلري خپل ملي فوځ له مالي لحاظه پر مخ بوزي بیا ستا میړه ملا عمر دا بودجه له کوم ځینه راوړي؟ زما خو ستا په هري خبري خندا راځي دا چي ته نن په معاش باندي په دي فورمونو کي لنډه غړي کوي ستا معاش څوک درکوي؟ واضح خبره ده چي د یوي خارجي سرچیني په اجنتي دلته ناست ي. زما پوښتنه ستا څخه دا ده چي دغه طالبان خپل مالي لګښت له چا څخه اخلي؟ دا راته اوس وه ناوي چي دا د عربي شیخانو د زکات پیسي دي، ځکه عربان او شیخان خپل زکات څه چي خپل د ژیړي خیره خو هم افغان ته نه ورکوي. هغوي یوه نوي اصطلاح خپل په عامه ژبي دیکشنری کي منځته راوړي ده او هغه دا دي چي افغان یعني احمق او که يي راسړه نه مني درته یی ثبوت وړاندي کړم. ملګرو که په رښتیا د افغانستان غمخوار یاست د ده غونډي لنډه غړو خبري مه مناست چون افغانستان ته همدا اوس یو طلاي چانس ور په برخه شوي. راځي چي د دغه فعلي دولت ملګرو پام مو وي ما دولت ویلي نه حکومت باید ملاتړ وکړو او دا ډول مکار انسانانو او د ای ایس ای اجنتانو په وړاندي داسي یو پاسون وکړو چي خپل د پنجاب لاره يي هم ورڅخه ورکه شي.
shokoor
01.08.2011
[quote:c7906adbc7="pattang"]او لېونيه !
که اشغالګر وزي ، لاسپوڅي زامن خو يې پاته کېږي ! ولې دومره بې عقل يې !
ملي اردو ته به څوک معاشونه ورکوي ? cia ، افغانستان کله ملي عايدات لري
چې حتا خپلو دولتي مامورينو ته معاش نشي ورکولی !
دغه ټول لاسپوڅي جنايتکاران بايد ورک شي او اسلامي دول له بل بنسټ
سره منځ ته راشي ، بله لار يې خيانت ګڼم٠
[/quote:c7906adbc7]
او هو هو ! هېواد ته د دغه سړي منطق او صداقت ته ګورﺉ:
- بهرني دې له افغانستانه ووځي
- ملی اردو دې لرې شی
- پولیس او نور امنیتی ځواکونه هم لرې شی
- د مامورینو معاشونه بهرنی ورکوی نو ځکه دوی دې هم لرې شی
- دا داردو ، پولیسو، امنیتی سرتېرو او ملکی مامورینو او کار کونکو کورنۍ او خپلوان چې نور د اعاشې لپاره به څه ونلري هم که بله پلمه و نه موندل شوه د کار کولو لپارهدې له دې هېواده ووځي.
- دا نور شرکتونه اوشخصی کار کونکی چې د لارو او نورو عام المنفعه کارونو کې بوخت دي لرې شي ځکه د دغو پروژو مصارف هم بهرنی ورکوی .
دا پورته ټول کارونه باید وشی تر څو هغه بل اسلامي ډوله دولت له بل بنسټ
سره منځ ته راشي چې خلکو یې یو وار تجربه کړې وه.
پتنګ صاحب تاته یواځې خوشې خبرې پاتې دي، خوا بدی کېږه مه آشنا والله تر خوټو پورې لیونی یې چې تداوي هم ناشونې ده!
عادل عادل
01.08.2011
السلام علیکم
[quote:f5a1e14ae2]نو تاسو ئې بیا له صفر څخه شروع کوئ [/quote:f5a1e14ae2]
مکرم حلیمي صاحب تر صفر پورې بېرته پرمختګ کلونه غواړي، تېر او روان اشغال زمونږ وطن په صفر کې ټکولی او اوس په منفي جهت کې ستړې سلګی وهي، خو مونږ چې د بصیرت سترګې نلرو، د خپل ویجاړ حالت "مطلقه" قیمت ارزوو، یانې د د حساب په منفي نښه یې سترګې پټوو.
ع کريم حليمي
01.08.2011
[quote:ae7f86b734] زمونږ وطن په صفر کې ټکولی او اوس په منفي جهت کې ستړې سلګی وهي،[/quote:ae7f86b734]
محترم عادل صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله وبرکاته
دا منفي جهت ته څرنګه و لاړو ؟
ولي چه سړکان جوړ شول
مکتبونه جوړ شول او فعال سول
شفاخانې جوړي شوې ، او زړونو عملیات په کښي ممکن شول
پولیس او عسکري فرقې مو بیا منځته راغلې
هوايي میدانونه بیا له سره جوړ شول
او ولي چه بیا مو یو نصاب تعلیمي پیداکړ ؟
او په خورا تنګ او اصطرار حالت کښی مو د سنا د مجلس تعمیر بیا پیداکړ
تقریباً د هر مسجد ملا امام ته کمپیوټرونه پراته دي
ددغه پورته کارونو په سبب منفي جهت ته تللي یو ؟؟؟؟
زمونږ دیدګاه خو کوتاه ده !!!!، تاسو څه وینئ او څرنکه!!! ؟؟ تاسو غواړئ چه دا ټول تاسیسات دي اور واخلي او اور ور واچوئ او چه له منځه ئې يوسئ ، او دپست خانې تعمیرات او دا مراسلات لیکل او لېږل او دا دفاتر او دفاتر خلود ثبت به هم له منځه وړئ ؟؟؟ عکسونه به هم ممنوع ګړئ، او ........ (تلوېزون خبره نه کوم !! دومره بصیرت سیاسی، اخلاقي خو لرم
تلوېزون خو په هر کتاب ناروا د الشارقې شېخان ئې هم ناروا ګڼي )
نو بیا [color=green:ae7f86b734] د طرف مثبت نوم ورکوئ ؟؟؟ [/color:ae7f86b734]
رب العزت فرمايي چه : بسم تعالی ، ولا يحيق المكر السيئ إلا بأهله
درنښت
pattang
02.08.2011
محترم حليمي صيب !
هغه کار خوند کوي چې سړی يې په خپله وکړي ، بيا يې نوپه پالنه هم
ښه پوهيږي،اوس چې شوي دي اوکوم چې تاسو يادکړي له مکروبو څخه
خو ډک ندي! تاسو ولې ټولې خبرې بلې خواته اړوۍ !
اسلامي دولت خويو چنګيزي دولت نه وو او نه بشي چې ټول شوي کارونه بېرته
وران کړي او دچين په ډول يو کلتوري انقلاب وکړي٠ داخو ددوښمن پرو پاګنده ده
او بس٠ کارونه به ټول داسې روان وي خو محرقه قوه به يې بله وي او اقتصادي منبع
به يې بل شرائط ولري ٠
دويښ هلک ، شهير او شکور په پته :
هلکانو تاسې يواوارې خپلې پوزې پاکې کړۍ ، دخلقيانو په اولو اولو کې به
يې هم ماته داسې وېلي ، زما خبرې روغې راوختې ، دوی خدای پاک له خپلې
ايډيالوګي سره ورک کړل ٠
خوشې پلمې مکوۍ ، تاسو خو امريکايان غواړۍ !
نالت په لاسپوڅيو ، ژوندي دې وي طالبان !
باتور
02.08.2011
سلامونه
ايا تاسې په دې خبر ياست چې دا ډېره موده کېږي چې پښتانه او غير پښتانه طالبان له يو بل څخه په بېلېدو دي ؟
او دا چې پښتانه طالبان له امريکې او ناټو سره کرار کرار د کرزي له دولته پرته خپلې مستقيمې اړيکې ټينګوي ؟
او د دې پټو اړيکو شرط د لوی افغانستان جوړول يعنې د فرضي کرښې له مينځه وړل دي ؟
په دې کيسو خبر ياست او کنه ؟؟؟؟
په درنښت
pattang
02.08.2011
باتور خانه !
داخوب دې څه وخت وليد ، زه خو خبر نيم !
زمونږ په ځای کې خو کډ کار کوي او غير پښتانه طالبان خو ډېر ډېر کم دي .
که څه لرې را واضح يې کړه !
[quote:b6e4db1d7e="باتور"]سلامونه
ايا تاسې په دې خبر ياست چې دا ډېره موده کېږي چې پښتانه او غير پښتانه طالبان له يو بل څخه په بېلېدو دي ؟
او دا چې پښتانه طالبان له امريکې او ناټو سره کرار کرار د کرزي له دولته پرته خپلې مستقيمې اړيکې ټينګوي ؟
او د دې پټو اړيکو شرط د لوی افغانستان جوړول يعنې د فرضي کرښې له مينځه وړل دي ؟
په دې کيسو خبر ياست او کنه ؟؟؟؟
په درنښت[/quote:b6e4db1d7e]
باتور
02.08.2011
پتنګ خانه دا خوب خو مې هغه وخت چې له پښتنې مور او پښتانه پلاره پيدا شوم ولېد .
پاته شوه دا چې د تاسې په ځای او يا په يو څو نورو ځايونو کې به اوس هم لا هماغه لاس او هماغه اوږه يي .
ګرانه داسې ده چې
خیالونه او فکرونه لا له پخوا څخه مختلف او مخالف ول
او دا اوسنۍ نوې نخرې او تماشې چې له خيره سره ګورو به يې، دا موږ پښتنو ته تر هر بل څه مهمې او ګټورې دي .
په درنښت
pattang
02.08.2011
ياره ګله که دې دا خوب ريښتيا شه زه به ډېر ډېر خيراتونه او اتڼنونه وکړم٠
[quote:01c0095932="باتور"]پتنګ خانه دا خوب خو مې هغه وخت چې له پښتنې مور او پښتانه پلاره پيدا شوم ولېد .
پاته شوه دا چې د تاسې په ځای او يا په يو څو نورو ځايونو کې به اوس هم لا هماغه لاس او هماغه اوږه يي .
ګرانه داسې ده چې
خیالونه او فکرونه لا له پخوا څخه مختلف او مخالف ول
او دا اوسنۍ نوې نخرې او تماشې چې له خيره سره ګورو به يې، دا موږ پښتنو ته تر هر بل څه مهمې او ګټورې دي .
په درنښت[/quote:01c0095932]
ع کريم حليمي
03.08.2011
مکرم ، درند پتنګ صاحب ، درنو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله
[quote:a6a95d7be9] هغه کار خوند کوي چې سړی يې په خپله وکړي ، بيا يې نوپه پالنه هم ښه پوهيږي،اوس چې شوي دي اوکوم چې تاسو يادکړي له مکروبو څخه خو ډک ندي! تاسو ولې ټولې خبرې بلې خواته اړوۍ !
اسلامي دولت خويو چنګيزي دولت نه وو او نه بشي چې ټول شوي کارونه بېرته وران کړي او دچين په ډول يو کلتوري انقلاب وکړي٠ داخو ددوښمن پرو پاګنده ده او بس٠ [/quote:a6a95d7be9]
پتنک صاحب زه د آوازېٖ او پروپاګنډېٖ نه اچوم ، د طالبانو د تحرک
نوکر نه یم ، د اشغالګرو نوکري نه کوم
تاسو لیکلي وخ چه :
[quote:a6a95d7be9]ټول لاسپوڅي جنايتکاران بايد ورک شي او اسلامي دول له بل بنسټ سره منځ ته راشي ، بله لار يې خيانت ګڼم٠ [/quote:a6a95d7be9]
تاسو پخپله وایاست چه د بل [color=cyan:a6a95d7be9] بنسټ [/color:a6a95d7be9]سره منځ ته راشي
بنسټ خو هم دا معنی ده چه ټول به تغیر خوري ،
نوی بنسټ ، یا ستاسو په اصطلاح "بل بنسټ" ، دا د بل بنسټ تعریف راته و کړئ چه په خبره سره وپوهېږو
زموږ خواږه نبي دا ندی ویللي چه بنیاد او بنسټ ته تغیر ورکوم هغه ویلي
چه تکمیلېدوته راغلی یم هغه و قریشو ته راغلی او قریش اشد کفار وه
نن خو اشد کفار وجود نه لري
د اشد کفارو سره قتل اوقتال فرض عین دی
درنښت
طاهر مسافر
11.08.2011
حلیمی سیب سلامونه
دا ستا د تکمیل خبره او د پتنګ سیب د بنسټ خبره دواړی جنجالی دی.
زما سوال د لمړی لیکوال او بیا له حلیمی سیب نه دا ده:
دا د کرزی ملیشی خو د امریکایانو د باداری حکومت ټینکوی. که د دوی په مقابل کی مظاهره هم وکړی نو په توپک دی وژنی. نو بیا ولی د هغوی د ساتنی دفاع وشی.
ع کريم حليمي
13.08.2011
زموږ په وطن کښي یو هلک وو ، هغه ولد الزنا وو ، د دیٖ هلک کار دا وو چه
خلګ به ئې په خرابو او بدو القابو نازول
درنښت