د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د رمضان روژه ، احکام او مسائل

وصيل پېروز
31.07.2011

[color=cyan:c46939ff8d]د روژې فضيلت : [/color:c46939ff8d]
* رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: کله چي د روژې مياشت را نوې شي د جنت ټولي دروازې خلاصې ، د دوزخ دروازې بندې او شيطانان زندانيان شي. ( بخاري او مسلم )
* د نبي کريم صلی الله عليه وسلم وينا ده چي په روژه کي عمره د الله جل جلاله په نظر له حج سره برابره ده. (مسلم)
* له ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت شوی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: مومن سړی روژه زما لپاره نيسي زه به يې جزا ورکوم ځکه روژه نيوونکی خپلې ټولي غوښتنې ، خوراک او څښاک زما لپاره پرېږدي. د روژه نيوونکي د خولې بوی الله جل جلاله ته د مشکو تر بوی هم ډېره غوره دی. (بخاري ومسلم)
[color=cyan:c46939ff8d] د روژې اهميت : [/color:c46939ff8d]
* د رسول الله صلی الله عليه وسلم وينا ده : چا چي له کوم عذر يا مرض پرته يوه روژه پرېښودله د ټول عمر روژې به يې هم کفاره ادا نه کړای شي. ( صحيح البخاري )
[color=cyan:c46939ff8d] د رمضان المبارک د روژو فرضيت : [/color:c46939ff8d]
* اې مومنانو! پر تاسو د رمضان المبارک روژې فرض شوې دي لکه تر تاسو پر وړاندينيو چي فرض شوې وې څو تاسو تقوی وکړئ. ( البقرة : ۱۸۳ )
* له عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلام پنځه ارکان بيان کړل چي روژه هم پکښې وه. ( بخاري او مسلم )
[color=cyan:c46939ff8d] مسائل او احکام: [/color:c46939ff8d]
* رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: د سپوږمۍ له ليدلو پرته د رمضان روژې مه پيلوئ او مه يې هم د سپوږمۍ له ليدلو پرته ماتوئ.
په ابوداؤد کي د عبدالله بن عمر رضی الله عنه له روايت سره سم چي د يو مومن مسلمان په شاهدي د رمضان روژه پيلېدای شي. ( بخاري او مسلم )
* د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له وينا سره سم د اعمالو دار او مدار پر نېت دی. د روژې نېت له زړه سره تړاو لري او نېت يې په خوله له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت نه دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: چا چي د سهار تر لمانځه وړاندي د روژې نېت ونه کړ نو روژه يې نه شته . ( ابوداؤد، ترمذي )
* پېشلمی کوئ ځکه په پېشلمي کي برکت دی. ( بخاري او مسلم )
* په صحيح مسلم کي د زيد بن ثابت رضی الله عنه له روايت څخه معلومېږي چي پېشلمی د سهار اذان مهال ته نژدې کېږي.
* خلک به تر هغو پر ښه حالت وي تر څو چي د روژې په ماتولو کي بيړه کوي يعني د لمر تر پرېوتلو سمدستي وروسته . ( بخاري ومسلم )
* د روژه ماتي پر مهال د روژه نيوونکي دعا نه ردېږي. ( ابن ماجه )
* په ابوداؤد او ترمذي کي ويل شوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په خورما روژه ماتوله .
* د روژه ماتې لاندينۍ دواړې دعاوې په صحیحو احاديثو ثابتې دي ، يوه او ياهم دواړې په يوه وار ويل کېدای شي. (ا بوداؤد کتاب الصيام)
اللهُمّ لکَ صُمتُ وعلی ر زقِکّ افطَرتُ
ذَهَبَ الظـّمّأ ُ وّابتّلّتِ العُرُوقُ وّثّبّتّ الاّجرُ اِن شاء اللهُ
* له عائشې رضی الله عنها څخه چي کله په روژه کي د رسول الله صلی الله عليه ومسلم د دشپې د لمانځه پوښتنه وشوه نو ويې ويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم په روژه کي د ماخوستن لمونځ او له روژې پرته د ماخوستن لمونځ تر يوولسو رکعتو نه زياتاوی. (صحيح البخاري )
* وتر درې رکعته هم کېدای شي او يوهم . ( بخاري او مسلم )
* د رسول الله صلی الله عليه وسلم له نظره دا ښه کار نه دی چي قرآن کريم تر درو شپو په کم وخت کي ختم کړای شي. ( سنن ابی داؤد)
* په سفر کي که غواړئ روژه ونيسئ او که نه غواړئ ويې خورئ. ( بخاري او مسلم )
* هغه ښځې چي په حيض يا نفاس کي وي روژې دي نه نيسي مګر تر روژې وروسته دي پاتي شوې روژې بيرته را وګرزوي. ( صحيح البخاري)
نور بيا ...


وصيل پېروز
31.07.2011

السلام عليکم
که کوم ورور غواړي چي د روژې احکام ځان ته معلوم کړي او غواړي يوه پوښتنه وکړي نو دلته دي مطرح کړي زه به ان شاء الله کوشش وکړم چي له خپلې وړتيا سره سم د قرآن او حديث په رڼا کي ځواب ورکړم ، البته دا يوازي په ما پوري اړه نه لري هر ورور که غواړي د صحيحو معلوماتو پر بنسټ پوښتنو ته ځواب ويلای شي مګر وروڼه که پوښتنه لري کولای شي چي دلته یې مطرح کړي څو يې ديني عالمان پوښتنې ځواب او ستونزې ختمې کړي.
ټولو مسلمانانو ته دروژې د مبارکې مياشتې مبارکي وايم او الله جل جلاله دي وکړي چي زموږ روژې په الهي دربار کي قبولي شي او په دې ډول وکړای شو چي د بديو پله مو سپکه او د نيکيو پله مو درنه کړو چي د بري او کاميابۍ يوازينۍ لاره ده.
په مينه او درنښت


pattang
31.07.2011

پېروز خانه سلام عليکم !
که يو سړی دناروغي له کبله روزه نشي نيولی او ناروغي يې هميشه وي نو پردې
صورت کې به دی څه کوي ? کوم شرعي احکام وجود لري ?
که څه هم زه کم او زيات په شرعي احکامو پو هيږم خو نه پر دې اندازه لکه دا او
سني نوي ځوانان ( الحمدالله )٠ نو که يې احکام راته وا ضح کړې منندوی به
دې شمه !


Kamil
31.07.2011

السلام علیکم
ډېر محترم وصیل پېروز صاحب
د میاشتې د لیدو په باره کی تاسو لیکلي چی د یو مسلمان ورور په شاهدۍ باندی روژه نېول کیداي شي. مطلب چی یو کس میاشت ولېدله نو ټولو خلکو ته د هغه لېدل کافي دي. په سعودي کی میاشت ولېدل شوه نو ټولو مسلمانانو ته لازم دي چی روژه ونیسي.
نن د دوشنبې ورځ په ټوله اسلامي نړۍ کی غېر د پاکستان نه د روژې اوله ورځ ده، پاکستانیان یی چی له نورو مسلمانانو سره یو ځاي روژه نه نیسي نو طبعا څه دلیل به لري نو د هغوي دلیل څه دی؟ او زمونږ دلیل څه دی؟
او کوم اقوی الدلیلین دی؟
او بله دا که په دی ورځ چا روژه له دی امله وخوړله چی میاشت یی نه ده لېدلې نو د ګناه مرتکب کیږي او کنه؟
ّد سوالونو په ځوابونو مو که رڼا واچوله منندوي به دی یم.


وصيل پېروز
01.08.2011

[quote:0e61b3c730="كامل"]
السلام علیکم
ډېر محترم وصیل پېروز صاحب
د میاشتې د لیدو په باره کی تاسو لیکلي چی د یو مسلمان ورور په شاهدۍ باندی روژه نېول کیداي شي. مطلب چی یو کس میاشت ولېدله نو ټولو خلکو ته د هغه لېدل کافي دي. په سعودي کی میاشت ولېدل شوه نو ټولو مسلمانانو ته لازم دي چی روژه ونیسي.
نن د دوشنبې ورځ په ټوله اسلامي نړۍ کی غېر د پاکستان نه د روژې اوله ورځ ده، پاکستانیان یی چی له نورو مسلمانانو سره یو ځاي روژه نه نیسي نو طبعا څه دلیل به لري نو د هغوي دلیل څه دی؟ او زمونږ دلیل څه دی؟
او کوم اقوی الدلیلین دی؟
[/quote:0e61b3c730]
دروند کامل صاحب ! سلام ته مو وعليکم السلام
له نبوي قانون سره سم که يو څوک ميا شت وويني نو شاهدي يې منل کېږي او په دې سره بايد ټول مسلمانان روژه ونیسي ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له فرمان سره سم د يو مسلمان ورور په شاهدي روژه نيول کېدای شي بېلګي يې په حديثو کي زياتې موندل کېدای شي .
په ابوداؤد ، کتاب العيدين ، باب فی شهادة الواحد علی رؤية هلال رمضان کي په صحيح سند يو حديث نقل شوې ابن عباس رضی الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو صحرايي سړی راغی ويې ويل: ما مياشت وليده . په يوه بل روايت کي دي چي د روژې مياشت. رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: ايا ته شاهدې ورکوې چي له الله پرته بل معبود نه شته؟. ده وويل: هو!. بيا يې وويل: ته شاهدې ورکوې چي محمد د الله رسول دی؟. ده وويل: هو!. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: اې بلاله! اعلان وکړه چي خلک سبا روژه ونيسي .
دلته موږ وينو چي يو سړی په داسي حال کي شاهدي ورکوي چي بل چا مياشت نه ده ليدلې او تر دې پلټنې وروسته چي ايا مسلمان دی که نه؟ د ده شاهدي ومنل شوه او خلکو روژه ونيوله همداراز که نن په اسلامي نړۍ کي يو څوک روژه ونيسي نو ټول مسلمانان بايد د خبر تر توثيق وروسته موافقه ورسره وکړي او ټول په ګډه روژه ونيسي.
د هغو کسانو دليل چي د دې خبرې مخالفت کوي د مسلم دا روايت دی:
د ابن عباس رضی الله عنه مرېيی او شاګرد کريب د امير معاويه رضی الله عنه د امارت پر مهال شام ته تللی وو ، روژه يې هلته ونيوله او په پای کي مدينې ته راغی. ابن عباس رضی الله عنه پوښتنه ترې وکړه چي تاسو په کومه ورځ روژه ونيوله؟. ده وويل: د جمعې په ورځ. ابن عباس رضی الله عنه وويل: موږ خو د هفتې په ورځ ونيوله او تر هغو به روژه نيسو چي يا دېرش پوره کړو او يا يې ووينو. ما ورته وويل: ته د معاويه ليدل کافي نه ګڼې؟. ده وويل: نه! موږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم همداسي امر کړی دی.
په دې روايت کي څو خبرې د يادونې وړ دي :
لومړی دا چي ابن عباس رضی الله عنه ته دروژې په سر کي خبر نه وو رسېدلی له همدې وجې ده مياشت په خپله ليدلې وه او په خپل دید يې اختر کاوی.
دويمه خبره داده چي ده وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته همداسي امر کړی دی له دې څخه د ده هدف دادی چي موږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل چي له ديد څخه يې نيسئ له ديد څخه يې خورئ څرنګه چي موږ په خپله ليدلې نو پر خپله ليدنه یې ماتوو. په حقيقت کي رسول الله صلی الله عليه وسلم د ا امر ټولو مسلمانانو ته عام دی هر څوک چي یې وويني د شاهدي په ورکولو يې نور مسلمانان مکلف دي ، په خپله د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کي هم څو ځله داسي شوي دي .
بله خبره دا ده چي که د مطالعو اختلاف ته اعتبار ورکول شي نو ايا په يوه هيواد کي به مطلع يو وي که مختلف؟ که یو وي نو لومړی بايد سپينه کړو چي د هيواد له ختيځه تر لوېديځه ، شمال او ترجنوبه ټول مطلعونه په يوه ډول دي او که نه؟ د ورځې د وختونو حالت ته په کتلو موږ ويلای شو چي په ټول هيواد کي د مياشتې د ختلو حالت يو ډول نه دی نو پر همدې بنا لازمه ده چي په يوه هيواد کي مختلف مطالع رامنځ ته شي او د هر مطلع خلک به ځان ته روژه نيسي چي نه څوک د دې قائل دی او نه دا کار د اسلام له روح سره مناسبت لري . پر همدې بنا لازمه ده چي په ټوله اسلامي نړۍ کي چي هر ځای مياشت وليدل شي د دقيق او کره خبر په رسېدلو يې ټول روژه او اختر کړي . همدا د ډېری فقهاوو مسلک دی مګر اوس چي کوم حالت روان دی په هغه کي تر ډېره د حکومتونو سياست دخل لري نه اسلامي څېړنه او تحقيق .
موږ په وارو – وارو ليدلي چي د پاکستان په پېښور او بلو چستان په ځينو سيمو کي اختر وي خو په نورو سيمو کي نه وي سره له دې چي دواړې د يوه هيواد برخې دي او شاهدان هم تېر شوي وي ، مګر د حکومت رسمي هلال کمېټۍ هغه نه وي منظور کړې ځکه نه رسمي روژه نيسي او نه اختر لمانځي .
[quote:0e61b3c730="كامل"]
او بله دا که په دی ورځ چا روژه له دی امله وخوړله چی میاشت یی نه ده لېدلې نو د ګناه مرتکب کیږي او کنه؟
ّد سوالونو په ځوابونو مو که رڼا واچوله منندوي به دی یم.
[/quote:0e61b3c730]
دلته بايد څو خبرو ته پام وکړو:
اول دا چي دې سړي له کومې وجې روژه خوړلې ده ؟ صرف له دې کبله چي ده نه ده ليدلې او که له دې امله چي دی د دلايلو له مخې د مطالعو اختلاف معتبر ګڼي څو چي يې په خپل مطلع کي نه وي ليدلې روژه نه نيسي؟. که د اخيري لامل پر بنا روژه وخوري ګناهکار نه دی ځکه په دې اړه هم سرسري دلايل شته خو که يې صرف له دې وجې وخوري چي ده په خپله شخصا نه ده ليدلې نورو که ليدلې وي او که نه همدارنګه د دلايلو له مخې يې هم دا موقف نه وي خپل کړی نو دا سړی ګناهکار دی ځکه الله جل جلاله وايي:
وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ ( الأسراء : ۳۶ )
ژباړه: په هغه څه مه پسې کېږه چي علم يې نه لرې .


Kamil
01.08.2011

محترم مولوي صاحب وصیل پېروز
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له جامع او مانع ځواب ورکولو مو یوه نړۍ مننه.
اوس یوه بله پوښتنه:
حدیث شریف کی راغلي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ۸ رکعته تراوېح کولې او کله به یی په جمعه کولې او کله به یی بی جمعې چی بیا د حضرت عمر رضي الله عنه په خلافت کی ۲۰ رکعته ترواېح وشوې او عمر رضي الله عنه ورته بدعت حسنه وویله، په هغه وخت کی خلیفه امام و او صحابه یی مقتدیان خلیفه چی ۲۰ رکعته تروېح وکړې نو صحابه و په کی هېڅ ونه ویل او سکوت دلالت په رضا کوي نو دا اجماع د صحابه و شوه او اجماع د صحابه و د حدیث متواتر په شان دی او عمل پرې واحب دی.
اوس که یو کس په دی نیت چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ۲۰ رکعته تراوېح نه دي کړي او ۸ رکعته تراوېح کوي صحیح دي او کنه؟
او د ۳۶ رکعته تراوېح شته؟


وصيل پېروز
02.08.2011

[quote:e6440f7422="pattang"]
پېروز خانه سلام عليکم !
که يو سړی دناروغي له کبله روزه نشي نيولی او ناروغي يې هميشه وي نو پردې
صورت کې به دی څه کوي ? کوم شرعي احکام وجود لري ?
که څه هم زه کم او زيات په شرعي احکامو پو هيږم خو نه پر دې اندازه لکه دا او
سني نوي ځوانان ( الحمدالله )٠ نو که يې احکام راته وا ضح کړې منندوی به
دې شمه !
[/quote:e6440f7422]
د مريض په اړه قرآن کريم وايي:
((وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ )) ( البقرة : ۱۸۵ )
ژباړه: که څوک مريض او يا په سفر کي وي نو په نورو ورځو کي دي را وګرزوي.
مګر په ايت کي هغه مريض ته اشاره شوې چي وروسته يې د جوړېدلو امکان يا شونتيا وي او که جوړ نه شو له منځه ولاړی نو ولي يې کولای شي چي پر ده پاتي روژې ونيسي. ( صحيح مسلم )
او د ابدي مريض په اړه علماوو ويلي چي د هرې روژې فديه به ورکوي مګر له قرآن او حډيث څخه يې دليل نه دی وړاندي کړی ، له همدې کبله بشپړ باور پرې نه شي کېدلای .
د دې پوښتنې په اړه تر اوسه زما معلومات همدومره دي که مي په دې اړه نور جزيات تر لاسه کړل ان شاء الله درسره شريک به يې کړم .


وصيل پېروز
02.08.2011

[quote:2968259bc4="كامل"]
حدیث شریف کی راغلي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ۸ رکعته تراوېح کولې او کله به یی په جمعه کولې او کله به یی بی جمعې چی بیا د حضرت عمر رضي الله عنه په خلافت کی ۲۰ رکعته ترواېح وشوې او عمر رضي الله عنه ورته بدعت حسنه وویله، په هغه وخت کی خلیفه امام و او صحابه یی مقتدیان خلیفه چی ۲۰ رکعته تروېح وکړې نو صحابه و په کی هېڅ ونه ویل او سکوت دلالت په رضا کوي نو دا اجماع د صحابه و شوه او اجماع د صحابه و د حدیث متواتر په شان دی او عمل پرې واحب دی.
اوس که یو کس په دی نیت چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ۲۰ رکعته تراوېح نه دي کړي او ۸ رکعته تراوېح کوي صحیح دي او کنه؟
[/quote:2968259bc4]
وعليکم السلام
په حديثو کي تراوېح په قيام الليل يادېږي او په صحيح البخاري کي حديث دی عائشه رضی الله عنها وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په روژه او نه روژه کي تر يوولسو رکعاتو زيات لمونځ نه کاوی ، اوس که يو سړی وغواړي چي زيات عبادت وکړي نو زما په فکر کومه پروا نه لري که څه هم پنځوس وکړي مګر غوره او افضله هغه شمېره ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم کړې وه. اوس که څوک شل کوي او که اته کوي هیڅ پروا نه لري.
[quote:2968259bc4="كامل"]
او د ۳۶ رکعته تراوېح شته؟
[/quote:2968259bc4]
سنت طريقه داده چي صرف پر يوولسو رکعتونو اکتفا وشي هغه هم داسي چي پر دويم – دويم رکعت سلام وګرزوي له عايشې رضی الله عنها پوښتنه وشوه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په روژه کي څرنګه لمونځ کاوی؟. دې وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم په روژه او نه روژه کي تر يوولسو رکعتو زيات نه کاوی. (متفق عليه)
غوره همداده چي د سنت طريقې اتباع وشي ، که څوک زيادتی پکي کوي نو کومه پروا نه لري ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي:
هغه دوه – دوه رکعته کېږي او که تاسو د سهار وېره لرئ نو يو رکعت وکړئ هغه به ستاسو د لمانځه وتر شي. (بخاري و مسلم)


Kamil
06.08.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترم مولانا وصیل پېروز صیب
که څوک په روژه کی په وترو کی دعاء قنوت ونه وایی يعنی تری یاده ووځي باید څه وکړي؟
سجده سهوه وکړي او که لمونځ یی همداسی بی له دعاء قنوته صحیح کیږي؟


وصيل پېروز
07.08.2011

السلام عليکم
ښاغلی کامل صاحب ! ستاسو د پوښتنې په ځواب کي بايد زياته کړم :
په وترو کي دعاء قنوت ويل يوه ديني او عباداتي مسئله ده ، په عباداتو کي کلي قاعده داده چي داسي مسائل توقيفي دي يعني له شارع څخه په کره سند ثبوت غواړي ، اوس که د همدې اصل په رڼا کي ستاسو مطرح کړې موضوع ته ځير شو نو وبه وايو چي لومړی بايد له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په صحيح سند سره په وترو کي دعاء قنوت ثابت شي ، هر وخت چي دې مسئلې ته له پوره ثابتوالي سره د پای ټکی کېښودل شي له هغه وروسته به پر دې خبره کېږي چي ايا پرېښودل یې سجده سهوه لازموي او که نه؟.
تر کومه ځايه چي زه پوهېږم نو دا عمل له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په صحيح سند نه دی ثابت البته ځيني اثار پکي شته چي د دين په دايره کي ورته اړتيا نه ليدل کېږي مګر بيا هم د هغو نوعيت داسي نه دی لکه زموږ په ټولنه کي چي رواج دی .


وصيل پېروز
07.08.2011

په تېر پسي
[color=cyan:e9bba483ef]د پېشلمي فضيلت :- [/color:e9bba483ef]
ځيني کسان فکر کوي چي پېشلمی کوم ارزښت نه لري او په ټيټ نظر ورته ګوي ، دوئ ماخوستن تر خوراک څښاک وروسته او يا هم په نيمه شپه کي تر خوراک وروسته ويدېږي او پېشلمی له پامه غور ځوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي :
( فصل ما بين صيا منا وصيام اهل الکتاب ، اکله السحر ) ( صحيح مسلم ، الصيام ، باب فضل السحور )
ژباړه : زموږ او د اهل کتابو د روژې تر منځ توپير د پېشلمي په خوراک دی .
مطلب دا چي اهل کتابو له پېشلمي پرته روژه نيوله مګر مسلمانان یې د پېشلمي په کولو نيسي ، له همدې کبله د پېشلمي کول ضروري برېښي که څه هم په يوه خورما او يا يو څو غوړپه اوبو سره وي . په دې کي که له يوې خوا برکت پروت دی نو بل خوا بيا بدني قوت هم پکي پټ دی ، له همدې وجې رسول الله صلی الله عليه وسلم پېشلمی برکتمن سهار بللی دی . ( سنن ابی داؤد ، کتاب الصيام ، باب من سمی السحور غداء )
د رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت دا وو چي تر سهار لږ څه وړاندي يعني په اخيري وخت کي به یې پېشلمی کاوی . د روژتيانو لپاره د دې نبوي طريقې په خپلولو کي ډېري ګټې دي د مثال په توګه د سهار په لمانځه کي سستي نه وي ځکه تر خوراک وروسته سمدستي د سهار وخت داخلېږي ، په اساني سره د جماعت په لمانځه کي برخه اخيستلای شي ، د روژې د ابتداء او انتهاء تر منځ وخت لږېږي چي له امله يې روژه اسانه کېږي او نور. له همدې کبله رسول الله r د پر له پسې روژو له نيولو چي تر منځ يې خوراک او څښاک نه وي منعه کړې ده . ( صحيح البخاري ، کتاب الصيام ، باب الوصال / صحيح مسلم ، کتاب الصيام ، باب النهی عن الوصال )
[color=cyan:e9bba483ef] په روژه ماتي کي تلوار کول :- [/color:e9bba483ef]
د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو بل سنت دا هم وو چي د روژې په ماتولو کي یې له ځنډ څخه کار نه اخیست بلکي تلوار یې کاوی . د تلوار مطلب دا نه دی چي د لمر تر لوېدلو وړاندي به يې روژه ماتوله بلکي کله چي به لمر ولوېد نو له کومې وقفې او ځنډ پرته يې روژه ماتی کاوی مګر ځيني خلک دومره تيارې ته انتظار کوي چي ستوري پر ښکارېدو شي ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کي دا چاره د يهودو او نصاراوو له لوري ترسره کېدله پر همدې بنا رسول الله صلی الله عليه وسلم مسلمانانو ته امر وکړ چي تاسو د دوئ بر خلاف د لمر په لوېدلو سمدستي روژه ماته کړئ!.
رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل :
( لايزال الناس بخير ما عجلوا الفطر ) ( صحيح البخاري ، کتاب الصوم ، باب تعجيل الافطار / صحيح مسلم ، کتاب الصيام ، باب فضل السحور )
ژباړه : خلک به تر هغو پر خير وي چي په روژه ماتولو کي بيړه کوي .
نور بيا ...


وصيل پېروز
11.08.2011

په تېر پسي
روژه بايد په څه شي ما ته شي؟ :
د رسول الله صلی الله عليه وسلم معمول دا وو چي روژه به يې په خورما ماتوله ، که به يې تازه او نوې خورما ونه موندله نو په زړه به يې ماته کړه او که به يې دا هم پيدا نه کړه د اوبو په يو څو غوړپونو به يې روژه ماته کړه . ( سنن ابی داؤ، کتاب الصيام ، باب ما يفطر عليه)
موږ وينو چي زموږ په ټولنه کي د دې برخلاف عمل کېږي ، زموږ په ټولنه کي د روژه ماتولو پر وخت مختلفې مېوې او داسي شيان وي چي معدې ته ترې زيان هم رسېږي ، موږ بايد د دې تکليفونو پر ځای نبوي سادګي غوره کړو چي اخروي او دنيوي برياليتوب پکي نغښتی دی .
د روژې د قبلېدلو غوره وخت :-
يو مومن چي کله ټوله ورځ لوږه او تنده پر ځان تېره کړي ، خپل خواهشات یې تر کنټرول لاندي راوستلي وې نو د خپلو ټولو دنيوي هيلو د وژلو له کبله په الهي دربار کي ځانګړی مقام تر لاسه کوي ، له همدې کبله د روژې ماتولو پر وخت د دعا د قبلېدلو شونتيا هم زياته ده ، رسول الله صلی الله عليه وايي :
د روژې ماتولو پر وخت د روژه نيوونکي دعا نه ردېږي . ( ابن ماجه ، کتاب الصيام ، باب فی الصائم لا ترد دعوته )
روژه نيوونکی بايد له لاندينيو چارو ډډه وکړي :-
* له دروغو :-
د الله جل جلاله رسول وايي :
که کوم څوک دروغ ويل او پرې عمل کول پرې نه ږدي نو الله د ده خوراک او څښاک پرېښودلو ته هيڅ اړتيا نه لري يعني د الله جل جلاله په نزد د ده د روژې هيڅ اهميت نه شته .
( صحيح البخاري ، کتاب الصوم ، باب من لم يدع قول الزور والعمل به فی الصوم )
* له لغو او رفث :-
رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي :
روژه صرف د خوراک او څښاک پرېښودلو نوم نه دی بلکي روژه له لغو او رفث څخه د ځان ساتنې نوم دی له همدې کبله که څوک درته ښکنځل وکړي او يا بې ځايه چلند درسره وکړي نو ورته ووايه چي زما روژه ده . ( صحيح ابن خزيمه ۳ / ۲۴۲ ، ح : ۱۹۹۶ ، مط : المکتبة الاسلامي )
* لغو :-
هر بې ګټې او بې فايدې کار ته لغو ويل کېږي د مثال په توګه د ټي وي او رېډيو داسي پروګرامونه کتل او اورېدل چي کومه ګټه پرې مرتبه نه وي ، شطرنج ، چکه او داسي نوري بې ځايه لوبي همدا راز په دې کتار کي لنډې کيسې ، فحش ناولونه او افسانې راځي چي له ګټې خالي دي . له دوستانو او ملګرو سره بې ځايه حرکات او غير ادبي ټوکي هم لغو چارې بلل کېدای شي .
* د رفث مطلب :-
پر جنسي خواهشاتو ولاړې خبرې او حرکتونه دي . په روژه کي له لغو او رفث څخه په ځانګړي ډول د منعې امر شوی دی له همدې کبله بايد ټولي عبث چارې خوشي کړل شي .
له همدې کبله که څوک د شورماشو جوړولو هڅه کوي ، بدې – ردې وايي نو روژه نيوونکی بايد له صبر ، تحمل او برداشت څخه کار واخلي ، ورسره په څنګ کي مقابل لوري ته نصيحت وکړي او ويې پوهوي چي په روژه کي بايد له صبر او زغم څخه کار واخلي په ځانګړي ډول بيا بايد په روژه کي له هر راز جګړې او جنجاله ډډه وشي .
دروغ او پر دروغو له عمل کولو څخه د منعې مطلب دادی چي په روژه کي نه د دروغو خبره وشي او نه هم پر جنجال او چل ولاړ حرکت ، د مثال په توګه په پلورنځي کي په کښېنستلو د خپل ګټې په خاطر دروغ ويل او را نيوونکو ته د چل ورکولو کوشش کول مګر متأسفانه موږ داسي کسان وينو چي د داسي ناروا کارونو مرتکبين شوي خو د روژې په نيولو سره بيا هم داسي چارو ته لاس اچول يوه ستره سپين سترګي او غفلت دی !!! . زموږ په بازارونو کي ډېری وخت داسي هم پېښېږي چي د اړتيا پر مهال هغه شيان چي ډېر مصرفېږي ، هغه پټېږي او کوم وخت چي ورته خلک ډېره اړتيا ولري او په هره بيه يې اخيستلو ته تيار وي په هماغه وخت کي په ګرانه بيه او لږ پيمانه بازار ته وړاندي کېږي چي دا له مخلوق سره يو ستر ظلم دی او دا کسان بايد د اخروي پوښتنې هغه ډګر ورياد کړي چي د هرې دنيوي پيسې جلا – جلا پوښتنه کېږي ، له کومه شوې ، څرنګه تر لاسه شوې او چيري مصرف شوې؟. دا کسان بايد لا اوس دې پوښتنو ته د ځواب لپار لېڅي را ونغاړي او له هر ډول ، ظلم ، تېري او چل ول څخه ډډه وکړي .
د همداسي کسانو په اړه نبوي فرمان دی :
( کم من صائم ليس له من صيامه الا الظمأ وکم من قائم ليس له من قيامه الا السهر ) ( مسند احمد ۲ / ۴۴۱ ، سنن دارمي ، الرقائق ، باب فی المحافظة علی الصوم ، ح : ۲۷۱۶ وقال الألباني اسناده جيد ، مشکوة للالباني ۱ / ۶۲۶ )
ژباړه : څومره روژه نيوونکي دي چي له تندې پرته هيڅ نه شي تر لاسه کولای او څومره د شپې بيدارېدونکي دي چي له بې خوبۍ پرته هيڅ نه شي تر لاسه کولای !! .
نور بيا ...


عادل عادل
11.08.2011

السلام علیکم

محترم وصیل پېروز صاحب

تاسو ته دې خدای ج اجرونه درکړي چې مونږ ته مو د پوښتنو موقع راکړی.

زما پوښتنه دا ده چې د افطار دوعا له افطار نه مخکې او که وروسته ویل کیژي،له بلې خوا د خوړو نه وروسته دوعا شته کنه، هغه چې معموله ده، ځنې پرې دوام کول بدعت؟ ګڼي، نو د دوام په توګه د شکر په نیت کومه دوعا مسنونه ده؟ ددې پر ځای بله ورځنی اړینه دوعا کول څنګه دي؟


وصيل پېروز
13.08.2011

ښاغلی عادل صاحب ! سلامونو ته مو وعليکم السلام
د پوښتنو ځوابونه مو په لاندي ډول دي :
[quote:4e6d10e6e0="عادل عادل"]

زما پوښتنه دا ده چې د افطار دوعا له افطار نه مخکې او که وروسته ویل کیژي .
[/quote:4e6d10e6e0]
د افطار دعا بايد تر افطار وروسته وويل شي ځکه د ابوداؤد په حديث کي داسي راځي :
عن ابن عمر رضی الله عنهما قال : کان النبی صلی الله عليه وسلم اذا افطر قال " ذهب الظمأ وابتلت العروق وثبت الاجر ان شاء الله " . ( رواه ابوداؤد ، حديث حسن )
ژباړه : له عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چي کله به رسول الله صلی الله عليه وسلم روژه ما ته کړه وبه یې ويل : تنده ولاړه ، رګونه لانده شول او اجر ثابت شو ان شاء الله .
په دې حديث کي د ( اذا افطر ) الفاظ دا ښيي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم به د روژې تر ماتولو وروسته دا دعا کوله ، همدا راز يې د دعا له الفاظو هم تائيد کېدای شي .
[quote:4e6d10e6e0="عادل عادل"]
له بلې خوا د خوړو نه وروسته دوعا شته کنه، هغه چې معموله ده، ځنې پرې دوام کول بدعت؟ ګڼي، نو د دوام په توګه د شکر په نیت کومه دوعا مسنونه ده؟ ددې پر ځای بله ورځنی اړینه دوعا کول څنګه دي؟
[/quote:4e6d10e6e0]
هو ! رسول الله صلی الله عليه وسلم تر خوړلو وروسته دا دعا کوله :
الْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ، غَيْرَ مَكْفِيٍّ، وَلاَ مُوَدَّعٍ وَلاَ مُسْتَغْنًى عَنْهُ، رَبَّنَا .
( صحيح البخاري ، کتاب الأطعمة ، باب ما يقول ا ذا فرغ من طعامه )
همداراز په دې اړه نوري دعاوې هم نقل شوې دي خو يوه ترې ويل کفايت کوي .
ستاسو د وروستۍ پوښتنې په اړه بايد زياته کړم چي دا کار يو خو ثابت نه دی او په دين کي په نا ثابت شي عمل کول ښه نه دي او بله خبره داده چي په دې اړه موږ ثابتې دعاوې لرو نو ضرورت نه شته چي پر ځای يې له نورو ورځنيو دعاوو څخه بل څه استعمال کړو.
ځيني کسان چي دا دعا بدعت ګڼي ښايي د هغوئ به مراد بل څه وي اعنی هغوئ به د دعا د کيفيت په اړه بحث کوي زموږ په سيمه کي خو رواج داسي دی چي کله دسترخوان ټول شي نو اکثره وخت ملاصاحب په اجتماعي ډول د دعا مشرتوب کوي چي دا کار له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت نه دی او همدا ډول دعاوو ته بدعت ويل کېږي ځکه چي دا په دين کي يوه اضافي چاره ده او دا چارې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په امر بدعت او په دين کي نوي کارونه ګڼل شوي دي .(صحيح البخاري )
د همدې ځينو خلکو به مرا د زما په فکر مراد همدا ځاوی او که مطلقا تر خوراک وروسته له دعا انکار کوي نو تر خوراک وروسته د دعا ويل له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په صحيح ډول ثابت دي ، پورتنۍ حواله یې څرګند ثبوت دی .


پښتون یار
13.08.2011

محترم وصیل صاحب د مینې ډک سلامونه مې ومني
محترمه که څوک بې نیته روژه ونیسي روژه صحیح کیږی که نه مطلب مې داده چې په خوله نیت نه یي کړی ولې په زړه کې کړی وي؟\


وصيل پېروز
13.08.2011

[quote:2e782f8426="پښتون یار"]محترم وصیل صاحب د مینې ډک سلامونه مې ومني
محترمه که څوک بې نیته روژه ونیسي روژه صحیح کیږی که نه مطلب مې داده چې په خوله نیت نه یي کړی ولې په زړه کې کړی وي؟\[/quote:2e782f8426]
ښاغلی پښتون يار صاحب ! سلامونوته مو وعليکم السلام
ستاسو د پوښتنې په ځواب کي بايد زياته کړم چي لومړی خو د روژې نيولو لپاره هيڅ ډول د خولې نېت ته ضرورت نه شته په عمومي ډول هر نېک عمل له وړاندي نېت غواړي خو نېت بيا د زړه ارادې او تکل ته وايي په خوله نه په روژه او نه په نورو اعمالو کي د نېت ويلو اړتيا شته او همداراز له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د روژې په اړه د خولې د نېت په باره کي هيڅ هم ثابت نه دي ، نو کوم کار چي رسول الله صلی الله عليه وسلم نه وي کړی موږ د دې واک نه لرو چي په دين کي یې له ځانه را منځ ته کړو.
په مينه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more