نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د هوښیارتوب معیار:
نړیوال
31.07.2011
که له لاندې خبرو یوه ېې درپکښې وي نو پوه شه چې هوښیار نه ېې:
۱- دا چې مسعود ته اتل ووايې.
۲- دا چې ملا عمر ته امیر ووايې.
۳- دا چې ظاهر ته بابا ووايې.
۴- دا چې نجیب ته شهید وواېې.
۵- دا چې کرزي ته غلام ونه واېې.
۶- دا چې پاکستان ته اسلامي ملک وواېې.
۷- دا چې افغانستان خپلواک وګڼې.
۸- دا چې مجددي منافق ونه ګڼې.
۹- دا چې په دې ټکو احساساتي غبرګون وښيي.
عادل عادل
31.07.2011
السلام علیکم
[quote:eeb8bb1456]دا چې پاکستان ته اسلامي ملک وواېې[/quote:eeb8bb1456]
زه خو ګومان کوم چې پاکستان به اسلامي ملک وي، او د هوښیاری په پاسنی پېشنهادي تله کې به د لیکوال مقصد د پاکستان د حکومت طرز وي.
که زما پورته ګومان سم وي، نو بیا خو لیکوال صاحب پخپله د همدې معیار لسمه ماده جوړوي.
نړیوال
31.07.2011
موږ خو پاکستان له اټک ورهاخوا بولو چې د اسلام څرک پکې نشته او
که تاسې ېې تر آمو پورې بولی هسې لکه ستاسې د کویټې شورا چې ېې
بولي نو بیا خو به ستاسو په اړه یوولسمه ماده هم ورزیاته کړو.
م . ق
31.07.2011
نه حزبیان او نه امارتیان بلکه د اخوان المسلمین په منهج او منشور روان غورځنګیان
عادل عادل
31.07.2011
السلام علیکم
نړیوال صاحب تاسو او ټولو لوستونکو ته د روژې مبارکې د رارسېدو په اړه مبارکي وایم.
[quote:956f58ce14]موږ خو پاکستان له اټک ورهاخوا بولو چې د اسلام څرک پکې نشته او
که تاسې ېې تر آمو پورې بولی هسې لکه ستاسې د کویټې شورا چې ېې
بولي نو بیا خو به ستاسو په اړه یوولسمه ماده هم ورزیاته کړو.[/quote:956f58ce14]
زه خو ستاسو په مطلب پوه نشوم، خو خپل مطلب به یو ځل بیا درته واضح کړم، زما نیوکه په دې کښې نه ده چې د پاکستان پولې کومې او تر کومه دي، زما مطلب دا دی چې پاکستان )هر څومره یې چې تاسو تسلیموی( یو اسلامي ملک دی.
خو د هوښیاری په اړه ستاسو د مخترعه 9 مادییز معیار د 6 مې مادې مطلب به کېدای شي دا وي چې حکومت، نظام او قانون ته یې اسلامي ویل د هوښیاری معیار نه ده؟ که څنګه !!
که زما نه منی نو راځه چې د درنو لوستونکو تر قضاوت پورې صبر وکړو.
نورې پوښتنې به بیا وروسته کوم .........
م . ق
31.07.2011
[quote:1e421dd5be="عادل عادل"]السلام علیکم
نړیوال صاحب تاسو او ټولو لوستونکو ته د روژې مبارکې د رارسېدو په اړه مبارکي وایم.[/quote:1e421dd5be]
عادل صاحب تاسو او نورو لوستونکو ته هم زه په خپل وار سره د روژې د مبارکې میاشتې مبارکی وایم.
[quote:1e421dd5be="عادل عادل"]زما مطلب دا دی چې پاکستان )هر څومره یې چې تاسو تسلیموی( یو اسلامي ملک دی.[/quote:1e421dd5be]
عادل صاحب بده به نه وي که لږه مو راته واضحه کړله چې دا اسلامي ملک څه ته وایې؟ او د اسلامي ملک معیار او تعریف څه شی دی؟
همدارنګه که دا مو هم راته روښانه کړه چې خپله دا ملک څه ته وایې یعنې لفظ د ملک په څه دلالت کوي؟؟ منندوي به مو وم.
مننه او درنښت
ورور مو قرآني
(شپون)
31.07.2011
زموږ د هیواد یو جهادی شخړییز مشر حکمتیار صاحب هم شاید په دې
اصولو پوره ونه خیږی ځکه د هغه استاد قاضی حسین احمد پاکستان
داسلام کلا بولي او ده هم ډیره موده پاکستان د اسلام کلا بللی دی خو
اوس یې ځینی سیاسې موخو له دې دریځ نه یواځې په مطبوعاتی ډګر کې
لرې کړی دی او دشمشتو په ماحول کې بیا خبره بل ډول ده
م . ق
31.07.2011
قل اللهم مالك الملك تؤتي الملك من تشاء وتنزع الملك ممن تشاء وتعز من تشاء وتذل من تشاء بيدك الخير إنك على كل شيء قدير. الایة
الله چې چاته عزت، شرافت، فضیلت، علم، فوقیت، شخصیت او حیثیت ورکړی وي، د پوچو خلو په سپکو سپورو، د عناد او حسد نه په ډکو خبرو د هغه هیڅ هم نشې کمولی بلکه ځان ته زیان رسوي ځکه چې:
الحسد کصداء الحدید لایزال به حتی یاکله یعنې حسد د اوسپنې د زنګ پشان دی چې د اوسپنې پورې ترهغې نښتې وي ترڅو ټوله اوسپنه وخوري، نو دا حسدیان، مرضیان او غرضیان نور څه نشې کولاﺉ صرف خپل ځان خوري.
سیاست همیشه دښمنې او دوستي نه پیژنې خو جاهلانو لره یې په سیاست څه، هغوي لکه د یو وفادار سپي غوندې همیشه خپل بادار ته لکۍ وهي.
م . ق
01.08.2011
نه حزبیان، نه کرزیان او نه امارتیان بلکه د اخوان المسلمین په منهج او منشور روان غورځنګیان.
-
01.08.2011
یاره غورځنګي صیب.................. یو درې کرښې خبرې مې درته لیکلې وې بیرته مې ړنګې کړې ځکه چې ما ویل روژه ده.
دا چې نړیوال صیب په پورتني نهه ماده ییز میثاق کې د ملامحمد عمر نوم د کرزي، نجیب، ظاهرشاه، او صبغت الله سره په یوه کتار کې لیکلی پخپله یې ثابته کړې چې عقل یې څومره معیاري دی؟؟
خو تاسو چې ځان همیشه د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق تږی راپیژندلی په دې ناروا باندې مو سترګې پټې کړي او برسیره مو لا تایید کړی هم دی. خو کله چې ښاغلي شپون صیب د حکمتیار صیب نوم په هغسې احترام څنګه چې کمایلیق بشانه، ندی یاد کړی نو د غوصې نه سور او شین خوټیدلی یې او خپل مرض، غرض، تعصب او حسد مو په اثبات رسولی دی.
نو غورځنګي صیب دا لاندې خبرې دې پخپله تا باندې ډیرې ښې تطبیقیږي او د شپون صیب لپاره غوره ځواب دا دی چې همدا ستا خپلې خبرې درته په ځواب کې رانقل کړي:
[color=blue:1bb66e5753]الله چې چاته عزت، شرافت، فضیلت، علم، فوقیت، شخصیت او حیثیت ورکړی وي، د پوچو خلو په سپکو سپورو، د عناد او حسد نه په ډکو خبرو د هغه هیڅ هم نشې کمولی بلکه ځان ته زیان رسوي ځکه چې:
الحسد کصداء الحدید لایزال به حتی یاکله یعنې حسد د اوسپنې د زنګ پشان دی چې د اوسپنې پورې ترهغې نښتې وي ترڅو ټوله اوسپنه وخوري، نو دا حسدیان، مرضیان او غرضیان نور څه نشې کولاﺉ صرف خپل ځان خوري.
سیاست همیشه دښمنې او دوستي نه پیژنې خو جاهلانو لره یې په سیاست څه، هغوي لکه د یو وفادار سپي غوندې همیشه خپل بادار ته لکۍ وهي.[/color:1bb66e5753]
نو هسې شپون صیب ملامتوې ستا تعصب، حسد، او دوه مخي خو دا دی ټولو په خپلو سترګو ولیده!!
خو مخکې تردې چې ستا ځواب واورم مسبقا درته وایم: إني صائم..
م . ق
01.08.2011
مسلمانانو افغانانو ورونو،
دغه خلک چې لکه د پړې شلوونکو ځناورو غوندې په هر بحث او موضوع کې خپله چټلتیا کوي او نه پریږدي چې بحث په علمی توګه په استدلال باندې پایې ته ورسیږي نو نه شي زغملاﺉ چې خپله سیاسي او علمي ماتې بیا وګوري.
تاسو پورته ګورﺉ چې ما علمي او تحقیقي سوالونه کړیوو چې د ځواب او په ځان باندې د اعتماد نه لرلو په وجه یې په یو کس باندی شخصي تعرض شروع کړو اوس نو څرګنده خبره ده چې مرضیان، غرضیان او د کینې او جهل ګوډي څوک دي.
ورونو دغه خلک چې د مختلفو سوړو څخه یې خلې وازې نیولي دي څوک یې په سعودي څوک یې په دوبۍ او څوک یې په پاکستان کې اوسیږي، او همدغه ملکونو ورته بې شمیره مالي امکانات او امتیازات ورکړي دي، دوي دلته د یو واقعي مسلمان او افغان په حیث نه غږیږي بلکه د هماغه ملک د سیاسي او اقتصادي ګټو او پالیسۍ په تناظر کې د هغوي د ګټو لپاره غږیږي.
تاسو پدې پوهیږﺉ چې د سعودي پاکستان او دوبۍ ملکونه د خپلو سیاسي ګټو لپاره د طالبانو څخه حمایت کولو او کوي یې ځکه نو د دغې ملي غدارانو خبرې هم ددغه ملکونو د سیاسي ګټو لپاره دي، ځکه چې دوي د هغوي په اخور یوه لپه وربشې خوري.
تاسو ته بهتره معلومه ده چې د سعودي په مقدسه ځمکه کې چې هلته حرمین شریفین واقع دي او د اسلام منبع ده، د صلیبیانو لخوا څخه حرمین شریفین محاصرشوې دي، د عرب په خلیج کې هم صلیبي بیړۍ ولاړې دي، دننه په سعودي کې هم د امریکایانو او صلیبیانو اډې دي، خو دې منافقانو هیڅکله د یو مسلمان په حیث د هغې یادونه قدرې هم ونه کړه، غندنه او تقبیح خو یې لا څه کوې بلکه د صلیبیانو د وجود څخه کلکه ننګه او دفاع کوي ځکه چې په همدغې کار سعودیانو چې اصلا د امریکا او انګلیس غلامان دي ګمارلي دي.
بل غټ منافقت او شیطانت یې دادې چې د سعودي حکومت همیشه د خلافت کلک دښمن دی او د خپل ناجایزه ملوکیت د دوام لپاره همیشه د خلافت غوښتونکي د خوارجو او تکفیریانو په نوم ځپي ځکه چې همدغه سعودي بادشاهان هغه څوک وو چې د ترکي عثماني خلافت یې د انګریز په لمسونه ړنګ کړو او په مسلمانانو کې یې د عربو او عجمو تبعیض پیدا کړو، دې سعودیانو عجمو مسلمانانو ته په ډیره سپکه کتل او ګوري او خپل ځان پرې ډیر بالاتر ګڼي ځکه یې د هغوي خلافت او واک نه شو زغملاي.
پدې لړ کې د طالبانو او سعودي پالیسي یوه ده ځکه نو د یو بل څخه حمایت کوي، طالبانو کې د سعودي غټ خیټي فارمي سلفیان بې شمیره دي او تراوسه ورته د سعودي بې شمیره ریالونه راروان دي.
خو مونږ اعني غورځنګیان بیا د اخوان المسلمین د نړیوالې اسلامي مفکوري په تناظر کې د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو ځمکې او ملکونه د صلیبیانو څخه پاکول غواړي، دوي په ټوله اسلامي نړۍ کې د صلیبانو خلاف د اسلامي جهاد او دعوت پیشواهان دي چې د اسلامي نړۍ خپلواکي او ازادي غواړي او د ټولو مسلمانانو وحدت او اخوت غواړي، همدا وجه ده چې حزب د سعودیانو او پاکستانیانو لخوانه ټکول کیږي ځکه سعودي او پاکستان دواړه د برطانیې زیږول شوې بچي دي.
دا ټول هغه حقایق دي چې مونږ ټول افغانان او مسلمانان یې باید ادراک کړو او ځان پرې پوه کړو چې ولې په سعودي او پاکستان کې میشت ملي او اسلامي خاینان او غداران د خپلې خیټې پاړسي وایي.
مننه
نړیوال
02.08.2011
داسې مالومیږي چې له نهو مادو نه له اوو سره ټول توافق لري او له دوو سره ېې توافق نشته چې هغه د ملاعمر او پاکستان په اړه دي؟؟؟
سوال دا دی چې د ددوی دواړو تر منځ تړاو څه دی؟
ملاعمر د پاکستان هیواد اسلامي بولي که نه؟
که ېې بولي نو بیا خو خامخا د شجاع پاشاه کومه نانځکه ده! ځکه له پخوا
ېې له هغوی سره خپله خواخوږي ښودلې او کیدای شي همدا اوس هم په
راولپنډۍ کې په سنټرال آفیس کې د عادل عادل او یا کلیوال تر نوم لاندې لیکنې کوي.
ډاکتر څپاند
02.08.2011
سلامونه،
زه به هم دقدر من غورځنګي صيب له پښتنو علاوه خاصتا چې اسلامي ملک څه ته وائي؟ وپوښتم چې شهيد څه ته وائي؟ که يو شخص، حتی کافر له
محبس نه په جبر سره بهر او بې محکمې اعدام کړی شي ،دې عمل ته څه او
مجري ته ئي څه ويل کييږي؟
کله چې پاکستانی،دISI افسر او دې صليبيانو غلام،ستا په خاوره کابل کې څوک اعدام کړي دی عمل ته څه او دې معدوم ته څه نوم ورکوئ؟
ظاهر شاه چې دې افغانستان په تاريخ کې ئي دلمړي ځل لپاره د بيان ازادي
او داحزابو قانونيت عملي کړ،چې بابا نه نو څه ئي بولې؟
پاکستانيان د انګريز ستر بچي،علي جناح ته "قايد اعظم وائي" پر افغان ولس
څه بلا لګېدلې چه څلويښت کلن پاچا ته بابا نشي ويلی؟
څوک چې دروس په مقابل کې دافغان مقاومت درهبرۍ غلو(سياف،رباني،قسيم،محمدي،خالص او ورته داړه ماران) ته "جهادي شخصيتونه
وائي،دهغو "علمي"درجه څنګه تول ترازو کوئ؟
عادل عادل
02.08.2011
السلام علیکم
محترم نړیوال صاحب
دا چې په تورونو دې لاس پورې کړی، همدا ستا عجز ښیي، له ځانه فرضیې او بیا د هغه په بنا وړاندې ځې او د ځان د خوښولو لپاره د خپلې ګېډې قضاوتونه کوې؟
چې ډانګپېلې یې درته ووایم، ستاسو 9 مادییز د هوښیاری معیار په خپل ذات کې له هوښیاری سره واټن لري، هغه به کوم هوښیار وي چې ستاسو د هوښیاری په دې سطحي معیار کې د هرې مادې و تل ته درسره کوز شي؟؟
ستا ددې معیار په اړه ماته لاندینی کیسه رایاده سوه:-
څه موده وړاندې یوه ایراني ماته یو کتاب رالیږلی وو، کتاب داسې وو چې د ایران د فرهنګ له وزارت څخه د چاپ اجازه نه وه ورکړل سوې، د کتاب نوم وو ))) بې شعوري((( په پي-ډی-اف فارمټ کې په روانه پاړسی او ښکلي ډیزاین لیکل شوی وو، ما په ډېر ځغلند نظر خال خال ولوست، او دې نتېجې ته ورسیدم چې هیڅ داسې انساني قشر ترې نه وو پاته چې په مستقیم، غیرمستقیم یا قسمي ډول یې بې شعوره نه وو بللي، نو مې څه وکړل، په ځوابي برېښنالیک کې مې په لاندې ټکو ورته ولیکل چې:
لومړی درجه بې شعوره:- ....... پخپله د کتاب مولف
دوهمه درجه بې شعوره:- ......... د کتاب ایرانی ژباړن
او دریمه درجه بې شعوره:- ...... هم احتمالا هغه کسان چې دا کتاب خوښوي!
نو وروره هېڅوک به هم ستا معیار ته د خرید په سترګه ونه ګوري ځکه چې د هوښیاری په فقر کې به له تاسو وروسته په دریمه درجه کې خامخا راځي!!
ما هسې د اسلامي او غیر اسلامي ملک په اړه درنه پوښتلي وو، خو ستا د ځواب درک نه شو رامعلوم، زما سوال دا دی چې ایا هر هغه هېواد ته چې اکثریت وګړي یې مسلمانان وي، اسلامی ملک ویلای شو او کنه نشو ورته ویلای؟؟؟
مثال:،،، بنګلدېش یو اسلامي ملک دی، مصر یو اسلامي ملک دی، پاکستان یو اسلامي ملک دی،،افغانستان یو اسلامي ملک دی، او داسې نور،،،،...... زه غواړم په دې ټکي کې ستاسو تېروتنه سمه کړم، او که تېروتي نه یاست، کم تر کمه خو به دومره څه نوي زده کړو چې اسلامي ملکونه و کوم ډول هېوادونو ته ویلای شو؟
زما مطلب پاکستان څخه ملاتړ ندی، زما مطلب دا دی چې په ټوله کې اسلامي ملکونه کومو ملکونو ته ویلای شو، د فرقاني صیب په قول د ملک لغوي او اصطلاحي مانا څه ده، ایا دا یوه شهرت ته رسېدلې غلطه اصطلاح ده که څنګه؟
دا نور لوستونکي دې هم په دې اړه لطفا مرسته وکړي.
۰
04.08.2011
السلام علیکم
قال رسول صلى الله عليه وسلم: "من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة أن يدع طعامه وشرابه" رواه البخاري والترمذي وأبو داود وابن ماجه وأحمد.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي څوک درواغ خبري او په هغه باندي عمل کول نه پریږدي نو الله ته ددي حاجت نشته چي خوراک اوڅښاک پریږدي .
نو ورونو نورکله هم ښه کار ندی چي یو څوک دي درواغ وواي خو په روژه کي ورباندي روژي ته زیان رسیږي او دیرش ورځي خوراک څښاک خو به بند کړي خو هسي لکه د نه خوړلو احتساب چي مو کړی وي نوره کومه فایده به ونلري نو راځي دا درواغ ویل لږ ترلږه په روژه کي پریږدۍ او خپلي روژي مه خرابوۍ.
دالله جل جلاله نه ځان او تاسو ټولو ته پدي حدیث دعمل کولو توفیق او د ګناهونو بخښنه غواړم.
اللهم اغفرلنا ذنوبنا کلها ماقدمنا ومااخرنا وما اعلنا وما اسررنا وما تعلم به منا .
ستاسومومندافغان
طاهر مسافر
08.08.2011
سلامونه
اسلامی ملک: خلک یی مسلمان وی او اسلامی شرع عملی کوی . په عامی اصطلاح کی دا لاند ملک ته هم ویل کیږی.
مسلمان ملک: خلک مسلمان وی خو شاید اسلامی شرع نه عملی کوی.
حلیم
20.08.2011
نړیوال صیب معیارونه دې د بیخي محدودې جغرافیا لپاره وضع کړیدي.
هغه څوک چې لدې محدودې بهر یا چیرې لرې اوسیږي هغوی به څنګه ارزوئ؟
ستاسو پورته یاد معیارونه له تبعیض او غرض څخه سرچینه اخلي، کیدای شي زه هم د یادو شخصیتونو سره جوړ نه وم خو دا پدې مانانده چې هغوی د بل چا لپاره د هوښیاری معیارونه وبولم