د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ازادۍ او پاڅون په لړ کې د ښاغلي مطیع الله تراب نوي ولوله انګیز شعرونه

م . ق
31.07.2011

[url]http://www.youtube.com/watch?v=q3Tbui6avGA[/url]

یو څو بیتونه په طور د مشت نمونه خروار:

دوي وینې زمونږ بقا لپاره نه تویوي
زمونږه بهبود اود فلا لپاره نه تويوي
دوي خپلې موخې ستراتژیانې و هدفونه لري
دلته دوه مخي او څلورمخي سیاستونه لري
دوي خپل روزلي ایجنټان او ایجنسیانې لري
د خپل هدف لاس ته راوړلو پالیسیانې لري
د نړۍ د جنګ ډګر زمونږ په خاوره جوړ دی
د مرګ سامان دمرګ دفترزمونږ په خاوره جوړ دی
هرڅوک چې نوی او وژونکی لابراتوار جوړ کړي
نو استعمال ته یې زمونږ خاوره کې بازار جوړ کړي
اوس د نړۍ د اقتصاد فاینل ته چین وتلی
لوبی ته بیاهم هغه تور او هغه سپین وتلی
پرون چې څوک وو نن هم لوبه د هغوي ترمنځ ده
اوسنۍ لوبه د سي ایې ای او اي اس اي ترمنځ ده
پاکستان دا وارې یو بل اســـــــلام اباد جوړوي
هغوي درګرد دی زمونږ په وینو اقتصاد جوړوي
هغوي کابل کې د پښتون د حق غوښتنه کوي
خو خپل پښتون بیا د خپل منګي اوبه نه ورکوي
هغه په وینو کې لت پت به پت کې څوک پروت دی
هغه په تخت باندې بې پته پت کې څوک پروت دی
د ازادۍ په جل وهلي مورچل ګل غاټوله
ځه کنه خیژه تر پټکي او تر کاکل غاټوله
شوکماردشرق وي که دغرب داړه یې په مونږ پرته وي
جنګ چې دهرچاترمنځ وي خو پړه یې په مونږ پرته وي
ددې جنګ ګټه به د چا وي ننګ له چاسره دی
صلح د چا سره کوﺉ او جنګ له چاسره دی
دې صلح ساتو د خپل ځانه سره جنګ راوړی
امن یې هم زمونږ په وینو باندې رنګ راوړی
وژني موهم او هم مو پهې په پرهر لګوي
زخم په پخه دی او پټۍ راته په سرلګوي
زه په خپل کړي بغاوت باندې پښیمانه نه یم
لاره که هرڅومره اوږده ده خوستومانه نه یم
د قافلې سالار که نشې لیدی ورک هم نه دی
اوس غوړیدلی لمردغرونو په سرڅرک هم نه دی
جانانه اوس دې په لیدو مازیګري مخور
بنډارښه ګرم دی څوک ځي اوڅوک راځي مخور
یاره راځه په انتظار درته سپرلي ولاړ دي
ګلونه هم لاس په نامه درته ازغي ولاړ دي
لباس کلتور او تمدن مو په بدلون واوښتو
سترعورت مو په پڼدیو او زنګون واوښتو

نور هم ډیر جالب او خوندور بیتونه دي په ځانګړي توګه د ټلوالې په باره کې، تراخره یې وګورﺉ.
مننه او درنښت


حلیم
12.09.2011

سلام،
دا شعر د لوبې دواړه خواو ته ویلی کیدی شي.
خو،
زما غوندې خلک به کوم ته ښه او کوم ته بد ووایي.


م . ق
24.09.2011

[quote:a6a0545e1d="حلیم"]سلام،
دا شعر د لوبې دواړه خواو ته ویلی کیدی شي.[/quote:a6a0545e1d]

[color=cyan:a6a0545e1d]السلام علیکم ورحمة الله،

(دواړه خواو ته ویل کیدلاي شي): پدې معنی چې دواړه خواوې پکې مخاطبې دي او دواړه خواوې پکې محکومې شوې دي، یعنې دا چې حقانیت او حقیقت په یو طرف کې هم نه دی واقع، بلکه هغه څه چې حقانیت دی نو ددې دواړو څخه ماوراء دی.[/color:a6a0545e1d][quote:a6a0545e1d="حلیم"]زما غوندې خلک به کوم ته ښه او کوم ته بد ووایي. [/quote:a6a0545e1d]
[color=cyan:a6a0545e1d]ستاسو غوندې خلک یعنې څه؟؟ ښه پکې یو هم نشته ټول بد دي، هغه څوک چې ښه دي نو پدې یو کې هم نه دي.

من فهم فهم ومن جهل جهل

مننه،
مبارز قرآني[/color:a6a0545e1d]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more