د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

سنګسار

salou
05.08.2004

مامه سنګساروۍ
زه خوګناه کارنه يم
زه ديارپه پاکه مينه سوۍ يم
ماپرېږدۍ چې دمينی په درياب کې غوټې ؤوهم.
که دزړه بايلل خطا وي
اودمينی کړل ګناه وی
نو په تورو اوږدو زلفومې زيندۍ کړۍ جنتی به شم
خو مامه سنګساروۍ.
دې نازکوسترګوپساتونه پرماکړی دی
تورې اوږدې شپې ما دوی ديدن ته سباکړی دی
خپل برخه خوبونه ما و دوي ته ؤربخښلی دی
زه خو چېرې غل اوياقاتل نه يم
زه ديارپه پاکه مينه سوۍ يم
ماپرېږدۍ چې دمينی په درياب کې غوټې ؤوهم.
نه راکوۍ جام چې هرڅه هېرکړمه
خير دې زه به ئي يارله شونډو وڅښم
يوځل چې پری موړشم پروا نلرم
بيا مې په خوروزلفوزيندۍ کړۍ جنتي به شم
خومامه سنګساروۍ.
پرېږده محتسبه چې داښکلې سترګې ؤوينم
پرېږده چې دا خوږ زړګۍ پخپله يارته وسپړم
لږ شان خومې پرېږده چې داتورې زلفې وپالم
دومره صبروکړه چې داسرې شونډې ښې وزبيښم
يوځل چې د مينی تنده ماته کړم
بيامې په اوږدو زلفو زيندۍ کړۍ جنتی به شم
خيردې چې نه غل اونه قاتل يمه
زه دياردمينی ليونۍ يمه
زه خوڅه هوښيار نه يم
ماپرېږدۍ چې دمينی په درياب کې غوټې ؤوهم.
سالوخان


salou
08.08.2004

[color=green:f6b97294be]جدايمه له ياره سترګې سرې راسره ځی
دتړمو تړمو اوښکو قافلې راسره ځی
هر خواته چې نظر کړم هلته يار وی
فکرونه،ارمانونه اوګيلې راسره ځی
دا مينه ، خوښحالی اوکه غذاب دې
جوړه د يار يادونه،خاطرې راسره ځی
کارونه دتقديردی له بيلتون به څه ګيله کړم
چې پرهره لورې درومم غم دورې راسره ځی
راځه د مينی اوره ما ايرې کړه
سوزېږمه لوګۍ شوم سرې لمبې راسره ځی[/color:f6b97294be]


salou
08.08.2004

يادونه:
که موپورتنی شعرونه نه وی خوښ شوی
نوتاسوپرحق ياست اوزه بخښنه غواړم
ځکه چې زه شاعرنه يم،هسې چټی په دې
کارکې ګوتې وهم.
په درنښت
سالوخان



هيواد شېرزاد
09.08.2004

[quote:dd98926f9d="salou"][color=darkblue:dd98926f9d]جدايمه له ياره سترګې سرې راسره ځی
دتړمو تړمو اوښکو قافلې راسره ځی
هر خواته چې نظر کړم هلته يار وی
فکرونه،ارمانونه اوګيلې راسره ځی
دا مينه ، خوښحالی اوکه غذاب دې
جوړه د يار يادونه،خاطرې راسره ځی
کارونه دتقديردی له بيلتون به څه ګيله کړم
چې پرهره لورې درومم غم دورې راسره ځی
راځه د مينی اوره ما ايرې کړه
سوزېږمه لوګۍ شوم سرې لمبې راسره ځی[/color:dd98926f9d][/quote:dd98926f9d]

ګرانه وروره سالو خانه!
شعرونه دې ډېر ښکلي دي، خو د وروستي شعر دې په ځينو بيتونو کې قافيې کمې او زياتې شوي.
زه هم شاعر نه يم او ستا په شعر کې مې ګوتې ووهلې، هيله ده چې ومې بخښې :)

جدا يمه له ياره سترګې سرې راسره ځي
دتړمو، تړمو اوښکو قافلې راسره ځي
هر خواته چې نظر کړم هلته وينم د يار حسن
فکرونه، آرمانونه اوګيلې راسره ځي
دا مينه، خوشحالي او که غذاب دى نه پوهېږم؟
جوړه د يار يادونه، خاطرې راسره ځي
کارونه د تقدير دي له بېلتون به څه ګيله کړم
چې درومم پرهر لوري غم اورې راسره ځي
راځه د مينی اوره! ما ايرې کړه چې پناه شم
سوزېږمه لوګۍ شوم سرې لمبې راسره ځي


salou
09.08.2004

شېرزاده وروره په خيرراغلې اوهرکله راشې!
داچې زما ناچيزه شعرته موخپل پام رااړولۍ
ډېرخوشحاله شوم اوله اصلاح اوتشويق څخه
موډېره ډېره مننه.
نه پوهېږم چې لدې لرګې څخه به شپېلۍ جوړه
شي او که نه؟ ( مطلب مې خپل ځان دې ).
هيله لرم چې زما دزړه له کومی سلامونه ومنۍ.
په قلم موبرکت شه اودښمنان مو زره ترک شه!
په درناوی
ستاسوورورسالوخان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more