اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
عدالت او انتقام د اسلام له نظره!
مساپر
30.07.2011
طالبان ولې په جګړې دومره ډیر تاکید کوي؟ دوی څه غواړي؟
اکثراً طالبان دا وایي: چې له مونږ (طالبانو) سره ظلم وشو. د اوسني حکومت په لومړیو کلونو کې په اورزګان کې چارواکو طالبان ان د لوڅولو او بربنډولو تر حده بې عزته او تحقیر کړل. ویل یې، چې په زابل او کندهار او هلمند کې هم له ډیرو طالبانو سره ډیر تریخ چلند وشو او همدا وجه ده، چې د [size=24:1a290322e2][color=red:1a290322e2]انتقام جذبه[/color:1a290322e2][/size:1a290322e2] یې ډیره شدیده ده.
خو سوال دا دی چې ایا انتقام ښه شی دی او توجیه کیدای شي؟
د انتقام د ماهیت په اړه غواړم چې له خپلو لوستونکو سره شریکه کړم. انتقام څه شی دی، منبع یې کومه ده او له عدالته یې توپیر په څه کې دی؟
طالبان ممکن استدلال وکړي چې دوی د خپل هیواد په عدلي نظام باور نه لري او بلکې د خپلو مخالفانو د لاس نظام یې ګڼي نو ځکه مجبور دي چې خپل انتقام پخپله واخلي.
خو لا اساسي سوال دا دی چې انتقام له عدالته څه توپیر لري؟ عدالت د درېیمګړي په لاس تامینیږي، یعنې هغه څوک چې مجرم او تیریګر ته سزا ورکوي د هغه ورسره شخصا هیڅ لانجه نه وي. حال دا چې انتقام د هغه چا له خوا اخیستل کیږي چې پخپله د قضیې یو طرف دی او [color=orange:1a290322e2][size=18:1a290322e2]شخصي احساسات [/size:1a290322e2][/color:1a290322e2]لري. کله چې یو څوک په یوه قضیه کې شخصي منافع او تمایلات ولري، طبعا بې طرفه نه شي پاتیدای او زیاتی ورنه کیږي. له بلې خوا د عدالت مقصد دا دی چې په ټولنه کې امن و عدالت وساتل شي خو د انتقام اصلي مقصد دا دی چې د یوه فرد په زړه کې په بل شوي اور، اوبه تویې شي. یعنې د عدالت مقصد اجتماعی او د انتقام فردي دی. درېیم لوی فرق یې دا دی چې عدالت د یوه قانون او شریعت په اساس وي خو انتقام په خپله خوښه اخیستل کیږي.
انتقام نه یوازې له عدالته توپیر لري بلکې په اکثرو مواردو کې د عدالت خلاف دی او همدا وجه ده چې په اسلام کې په عدالت باندې زیات تاکید کیږي.
د حضرت علي کرم الله وجه دا کیسه ډیره مشهوره ده چې یو دښمن یې راڅملاوه چې د هغه مبارک د وژلو هڅه یې کوله. دښمن چې نور څه نه شوای کولای، هغه مبارک ته یې ناړې ور تو کړې او دغه وخت حضرت علي صاحب د دښمن له ټټره راپاڅيد، هغه ته له جزا ورکولو منصرف شو. دښمن تعجب څرګند کړ او حضرت علي صاحب ورته وویل چې تر اوسه مې غوښتل چې د عدالت په اساس جزا درکړم خو اوس چې دې راوتوکل نو زما شخصي احساسات دې راوپارول او د انتقام احساس دې راپیدا کړ، خو زه نه غواړم چې د انتقام د جذبې تر تاثیر لاندې جزا درکړم.
دغه کیسه د [color=red:1a290322e2][size=24:1a290322e2]انتقام د غیراسلامي او غیر عادلانه [/size:1a290322e2][/color:1a290322e2]ماهیت په اړه ډیر څه را ښودلای شي. د انتقام او عدالت په اړه د اسلام د مبارک دین دریځ په دې کیسه او ګڼو نورو ارشاداتو او پیښو کې لیدلای شو.
دا د افسوس خبره ده چې زموږ په هیواد کې هره ورځ د انتقام لپاره وینې بهیږي او دې قتال ته د اسلام نوم هم ورکول کیږي.
او لا تریخ واقعیت خو دا دی چې د انتقام په نوم معمولا هغه کسان وژل کیږي چې په ټول عمر کې به یې د چا خبره مرغۍ هم نه وي وژلې. منظور دا دی چې که په افغانستان کې روانه جګړه د انتقام جګړه وبولو نو د انتقام په انواعو کې هم دا بیا تر ګردو غیرعادلانه او ظالمانه چلند دی چې مثلا په اورزګان کې د یوه طالب د ځورولو او حتی وژلو د انتقام لپاره دې په لاره کې یو ماین کیښودل شي او د لارې مسافر، ښځې او تیخوري ماشومان دې په کې شهیدان شي.
طاهر مسافر
06.08.2011
مسافر سیب
ویده یی او که دی څه خوړلی. خبر یی چه افغانستان ته کافران راغلی؟