نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د چرسیانو جهاد
ویښ
29.07.2011
نالت دي وي په دي چرسیانو چي زموږ د ګړان هیواد مندي او بچیان شپه او روځ ژړه وي.
په هلمند کې د ماین په چاودنه کې ۱۹ تنه مسافر ووژل شول
له هلمند څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د یوه مني بس په لاره کې د وسله والو طالبانو له لوري د اېښوول شوي ماین په چاودنه کې نولس تنه ملکیان وژل شوي.دا پېښه یوه ورځ وروسته له دې وشوه چې پرون د وسله والو طالبانو په حمله کې د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د دیارلس ماشومانو په شمول شاو خوا شل تنه ووژل شول او نژدې څلوېښت نور ژوبل شول.
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ د امنیې قومندان ګل محمد رویټرز خبري اژانس ته وویل چې بم د وسله والو طالبانو له لوري اېښوول شوی وو.
د ملګروملتو له وروستي راپور سره سم سږکال په تېرو لسو کلونو کې د ملکیانو د تلفاتو د شمېر له نظره بې ساری کال دی.د دې موسسې د راپورونو اوتحقیقاتو پراساس په سلو کې اتیا ملکیان د وسله والو طالبانو په ځانمرګو بریدونو، د سړک د غاړې په بمي حملو او ماینونو کې وژل کېږي.
م.م. تېر کال په سلو کې د ۷۵ ملکیانو مسوولیت د طالبانو په غاړه اچولی و خو سږکال یې طالبان د اتیا فیصدو ملکیانو د مرګ ژوبلو مسوول بللي دي.
طالبانو تراوسه پوري د نهرسراج د پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو د ترینکوټ د خونړۍ حملې په باب یې ادعا کړې چې د دوی د شپږو ځانمرګو له لوري وشوه او ګڼ کورني او بهرني پوځیان یې ووژل.
خو له ترینکوټه راپورونه وايي چې په دې پېښه کې دیارلس ماشومان(د پنځو او دیارلس کلونو ترمنځ)، دوې ښځې، دوه پولیس او نور عام خلک وژل شوي دي.
د هلمند د امنیې قومندان مرستیال کمال الدین شېرزي د نهرسراج
ولسوالۍ د ماین د چاودنې د تلفاتو شمېر اتلس تنه وښود خو ویې ویل چې ماین دومره زورور و چې مني بس یې یومخ ویجاړ کړی.
د ښاغلي شېرزي په وینا په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي خو نه شي ویلی چې شمېر یې څو دی.
صادق افغان
30.07.2011
د ترینکوټ د پیښې جزیات:
د اروزګان په نننيو(پنج شنبه) بريدونو کې څلور پنځوس تنو ته مرګ ژوبله اوښتي
د اروزګان ولايت د عامي روغتيا ريس ډاکتر خان آغا مياخيل وايې چې د نننيو بريدونو څخه روغتون ته یوویشت (۲۱) تنه وژل سوي او اووه دېرش تنه نور ژوبل کسان ور وړل سوي دي.
دده په وينا چې په دي وژل سويو کې ۲ښځي، ۵ تنه غټان او ۱۲ کوچنيان چې عمرونه یې تر ۱۲ کلونو پوري دي هم ګډون لري ولي ۳ پوليس هم پکښې شامل دى.
مياخيل وويل چې اميد خپلواک د خبريال ويبپاڼي او بې بې سي خبريال هم په دي وژل سويو کې ګډون لري.
په همدي ترڅ کې وايې چې په اووه دېرشو (۳۷) ژوبل سويو کسانو کې يو پوليس دى پاتي نور ولسي وګړي دي.
همدغه راز د اروزګان والې محمد عمر شیرزاد له اروزګان غږ راډیو سره په یوه ټلیفونې اړیکه کې وویل چې په دې پیښه ۲۱ کسان وژل شوي چې په کې ۱۲ ماشومان، ۲ ښځې، ۵ لویان او ۳ د پولیسو امنیتي سرتیري شامل دي. او همدغه راز د ملي اردو ۴، او ملي پولیسو ۳ سرتیریو په شمول ۳۷ تنه ټپیان شوي هم دي.
دغه بريدونه اوس مهال پاى ته رسيدلي دي او وسله والو طالبانو يې پړه په غاړه اخيستي او ويلي يې وو چې ګڼو کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولي ده.
اروزګان غږ راډیو ته په رارسیدلیو راپورونو کې دا هم ویل شوي چې د دي بریدونو پرمهال د ملي اردو سرتیریو ۳ ځان وژونکي چې غوښتل یې بریدونه تر سره کړي ژوندي نیولې. والې محمد عمد شیرزاد وویل چې له دوی سره ډیر مهم اسناد هم په لاس ورغلي. دغه بریدګر ۲ تنه پاکستاني او ۱ تن افغان دی.
د یادولو وړ ده چې له دي بریدونو یوه ورځ وړاندي هم یو تن ځانمرګی برید کوونکی چې د کوهاټ اوسیدونکی وو امنیتي ځواکونو ژوندی نیولی وو. نوموړي ویلې وو چې له کوره مرورو شوی وو او پاکستانیو ملایانو تیر ایستلی وو. د لا زیاتو معلوماتو لپاره که څوک فیس بوک ولری کولای شي دلته یې وګوري.
www.facebook.com/voiceofuruzgan