د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پام وړ: یوه څرګندونه

م . ق
29.07.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

درنو افغانانو ورونو،

اصولا او معمولا بحث او مباحثه ددې لپاره وي چې دواړه خواوې یوې نتیجې او خپل مینځي تفاهم ته ورسي، خو کچیرته هدف یوې نتیجې او تفاهم ته رسیدل نه وي نو دا بیا منازعه او مجادله شوه.

زما په اند د لروبر لوی افغان د ازادۍ پاڅون خونه دې لپاره جوړه شوې چې مونږ ټول لروبر افغانان څنګه کولاﺉ شو په خپلو وړاندیزونو مشورو او مرکو سره ټولې هغه لارې چارې طرحې او نظریې وسنجوو چې لوي افغان د دې تاریخې غمیزې نه راوباسې او د خپلواکۍ او ازادۍ په لور یې ګامزن کړي.

مونږ به په خپل دې مرام کې هله بریالي یو چې خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو ته په پوره ژمنتیا سره خپلو اهدافو ته مخلص وفادار او رښتینې وسو.

تاریخ پدې ګواه دی چې هیڅ یو قوم خپل استقلال او ازادي ترهغه لاس ته نه ده راوړې ترڅو چې خپله یې پدې لړ کې نه ستړې کیدونکې هڅې، مبارزې او منډې ترړې نه وي کړي، د سید جمال الدین افغان وینا به درته په یاد وي چې وایي: ازادي او خپلواکي ورکول کیږي نه بلکه اغیستل کیږي.

زمونږ بدنیته او مکار ګاونډیان هیڅکله زمونږه دوستان کیدلاﺉ نشي د هغوي څخه د خیر طمع عبث ده، هغوي په افغانستان کې جنګ او جګړه ختمیدل نه غواړي.

نو راځئ چې مونږ افغانان د ورورۍ، خواخوږۍ، پښتونولۍ باهمي درنښت او اخلاص په فضاء کې په خپل مینځي صادقانه مرکو سره یو تفاهم ته د رسیدلو کوښښ وکړو.

مونږ باید خپل دین، وطن، خپل ولس او خپل کلتور ته وفادار او ژمن وسو، په همدې کې زمونږ د ټولو حیا، عزت، حیثیت او وقار خوندي دی او همدغه زمونږ د ازادۍ او استقلال یواځینی راز دی.

د خپلواکۍ او خودمختارۍ ساتلو لپاره مونږ اړ یو چې د هر بهرني لاس په خپلو چارو کې لنډ کړو، پرینږدو چې ګاونډیان او بهرني ښکیلاکګر زمونږ په داخلي چارو کې مداخله وکړي که هغه په هره نامه وي، که د دوستۍ په نامه وي که د ډیموکراسۍ په نامه وي که د مسلمانۍ او که د ترقۍ او همکارۍ په نامه وي.

که مونږ هوښیار او سنجیده یو نو پوهیږو چې د هیواد ګټه زما شخصي ګټه ده، زما د کورنۍ زما د بچو او زما د اینده ګټه ده، که هیواد مې هوسا، سوکاله او ارام وي نو زه، زما بچي زما کورنۍ او زما ټول اقارب او متعلقین به هوسا سوکاله او خوشحاله وي.
د دنیا هرګوټ ته چې ځم زما حیا عزت وقار حیثیت او ناموس به خوندي وي، ټول خلک به ما ته د یو مستقل قوم په حیث درنښت لري.

او که زما هیواد همداسې وي نو زه به په هرځای کې خوار، ذلیل او سپک یم، ما او زما خبرو ته به څوک اهمیت نه ورکوي، څوک به وایې دا ماجر دی او څوک به وایې دا اوغان خر دی لکه پاکستانیان او ایرانیان، څوک به راته د یا کلب او یا حمار خطاب کوي لکه عربان، څوک به راته د وطن او څوک به راته د ملت طعنې او پیغورونه راکوي.

که زما وطن وران وي، زما به کور او د سکونت ځای نه وي، زما د کارکولو او روزي ګټلو ځاي به نه وي، زما د بچو د تعلیم او روزنې حالت به خراب وي، زما او زما دکورنۍ او بچو درملنه به سمه نه کیږي، زما خپلوان به درپه در تیت او پرک وي.

هغه به ډیر کمعقل او بې وقوف انسان وي چاسره چې د خپلې کورنۍ، خپلو بچو او خپلې اینده غم او احساس نه وي، څوک چې خپلې شخصي ګټې نه پیژني او نه د خپلو شخصي ګټو ننګه کوي، داسې کس به تل محتاج ذلیل او خوار وي، که پیسې لري هغه به هم په ټیټو سترګو سره وي چې خودمختار او مستقل به نه وي.

نو که خپلو شخصي ګټو خپل عزت او وقار خپل حیثیت او شرافت ته ژمن یاست، نو د خپلو هیواد او ولس ګټو، ازادۍ او خپلواکۍ لپاره بې دریغه هلې ځلې او هڅې وکړﺉ، د هیواد د هوساینې او سوکالۍ لپاره په ډیر حرص او شوق سره لاسونه واچوﺉ، همدا به ستاسو خپلو بچو، خپلې کورنۍ او خپلوانو ته وفاداري او اخلاص وي.

زمونږه غټه بدبختي او ناکامي داده چې څوک مو اسلام او دین په وطن ورانونه او ملي ګټو سره په نفرت کې ګوري او څوک مو بیا ملتپالنه په دین او ملا دښمنۍ کې ګوري خو دا دواړه ډلې دې ته نه ګوري چې د سعودی، ایران او پاکستان ملایان او عوام ټول هم ملتپال دي او هم اسلامپال، هغوي په اسلامپالنه کې وطنپالنه ګوري او په وطنپالنه کې اسلامپالنه ګوري چې همدا یې د بریالیتوب او سرلوړۍ راز دی.
زمونږ دین او اسلام حتی د عربو څخه هم قوي دی خو تراوسه پورې مو ترینه ادنی فایده هم د خپل وطن او ولس لپاره نده اغیستې.
له بده مرغه چې مونږ ډیر کم خلک داسې لرو چې په هیڅ معنی د اغیارو پورې نه وي تړلي او یو خپلواک او مستقل فکر او نظریه ولري.
متاسفانه چې مونږ څوک د عربو، څوک د پاکستان، څوک د ایران څوک د روس څوک د امریکا او یورپ پورې تړلي یو پداسې حال کې به یو خپلواک، ازاد او خودمختار افغان څنګه پیدا شي.
سیاست نه همیشنی دوست لري او نه همیشنی دښمن خو زمونږ افغانانو بیا د تل لپاره ځانونه د اغیارو پورې نښلولي دي، خپل وطن، ملت او افغانیت ورته سپک ښکاري خو پدې نه پوهیږي چې افغانیت خو خپله زمونږ د لاسه سپک دی.

الکیس من دان نفسه وعمل لما بعده

معنی: هوښیار هغه دی چې څوک خپل ځان ته پخپله څه وکړي او د خپلې اینده لپاره کار وکړي (برابره خبره ده که اینده د دنیا وي او که د اخرت)

ومن الله التوفیق
ورور مو قرآني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more