د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په شا تګ که دامنیتی مسؤلیت انتقال

موفق افغان
29.07.2011

په دې وروستیو کې دامریکا او ددوی دلاسپوڅې ادارې ترمنځ دیوه تړون پر بنسټ دامنیتي مسؤلیت دانتقال په نوم یوه برنامه پیل شوی. ددې برنامې په لومړي پړاو کې به دپنځو ولایتونو او ښارونو امنیتي مسؤلیت له امریکایي نیواکګرو ځواکونو څخه افغاني مزدورو ځواکونو ته منتقل شي.
دامنیتی مسؤلیت لیږد داسې پلان ګذاري شوی وو چی په ظاهره داسې وښیي چې دا دتیرو لسو کلونو په اوږدو کې دامریکایي نیواکګرو دلاسته راوړنو پایلې دي چې دوی ورته ورسیدل، ګواکې نیواکګرو ځواکونو وکولای شول چې پخپلو بې شمیره سرښندنو سره دا نا امن ولایتونه دمجاهدینو له ولکې څخه خلاص کړي او په شپه او ورځ امنیت ټینګولو سره ددې ولایتونو خلک دخپل احسان پوروړي وګرځوي.
ولې که حقیقت ته ځیر شو نو داسې مسألې په سترګو کیږي چې هغه ټول دهغه څه منافی دي کوم چې په ظاهر کې ښودل کیږی او دهغې له جملې څخه کولای شو دې لاندې ټکو ته اشاره وکړو.
1- دامنیتی مسؤلیت لیږد یوه دخندا خبره ده، ځکه پدې ولایاتو کې له سره امنیت وجود نه درلود سربیره پر غلاوو، چور، لوټماری، وحشت او دنیواکګرو ځواکونو او دهغوی دمزدورانو لخوا دبی ګناه خلکو وژل، مجاهدین هم دپخوا په پرتله پدې ولایاتو کې ډیر ځواکمن شوي او پدې توانیږي چې په ډیره آسانه توګه غټو هدفونو ته ورسیړی، او دنیواکګرو لخوا هره ورځ دعامو خلکو وژنه او دمجاهدینو لخوا دکورنی او بهرنی نیواکګر دښمن په ځواکمنو مرکزونو بریدونه ددې ښه دلیل دي.
2- دمجاهدینو دځواک زور اخیستنه پدې وروستیو کې بهرنیو نیواکګرو او کورنیو مزدورو ځواکونو ته دبې شمیره مالي خسارو او ځاني تلفاتو لامل ګرځیدلې او دتلفاتو او خسارو دا شمیره دوخت په تیریدو سره نوره هم لوړیږي، داسې ورځ نشته چې نیواکګر صلیبي او مزدور ځواکونه دې تر برید لاندې نه راځی او یا دې هم دهغوی سرتیري نه هلاکیږي او یادې هم دهغوی په ټانکونو او موټرونو برید نه کیږي، او داسې هفته نه تیریږي چې ددوی یوه الوتکه نه پکې راپریوزي، او سره له دومره امنیتي تدابیرو ددوی مرکزونه خوندي ندي او څو څو ځله مجاهدین ورننوتي او کولای شو دبیلګې په توګه دکندهار دزندان ماتول، دکابل په کانتیننتال باندې برید او دجولای په ۷،۸ او ۲۵ نیټو دنیواکګر دښمن ددریو الوتکو راغورځول یاد کړو.
پداسې حالاتو کې دښمن ددې په لټه کې دی چې دځان لپاره ددې ډنډ څخه دوتلو لار ومومي، نو لدې کبله د امنیتي مسؤلیت له انتقال او لیږد څخه پرته بله لار ددوی لپاره نه وه او پدې پلمه یې وکولای شول چې خپل یوه ډله کسان خپلو ملکونو ته ولیږدوي او پاتې نور ـددوی په اند- لویو او مصئونو مرکزونو ته منتقل کړي.
3- ددې تیرو لسو کلونو په اوږدو کې نیواکګرو صلیبی ځواکونو چې مشتمل په ۴۰ صلیبی ملکونو دی له زرګونو مزدورو سرتیرو او پولیسو سره یوځای پدې ونه توانیدل چی دولسمشرۍ ماڼۍ او دهغه دچاپیر امنیت ونیسي او مجاهدین توانیدلي دي چې دجمهوری ریاست ماڼۍ ۴۰۰ مترۍ ته ځان ورسوي او بریالي عملیات ترسره کړي. مجاهدین په کراتو دجمهوري ریاست دماڼۍ په ۴۰۰ مترۍ سیمه لکه په کابل-سرینا هوټل، عدلیې وزارت او دکابل فروشګاه ترخپلې ولکې لاندې راوستې او له هغه ځایه توانیدلی دښمن ته غټ مالی خسارې او ځاني تلفات ور واړوي. او دانترکانینتال وروستۍ پیښه ښیي چی مجاهدین نن هم ددې توانمندي لري چې داسې ځواکمن عملیات دامنیتي کمربندونو په دننه کې ترسره کړي.
4- مجاهدین نه یوازې پدې توانیدلي چې په ولایاتو کې دنیواکګرو او دهغوی دمزدورانو په کلکو محفوظو اډو بریالي بریدونه ترسره کړي بلکه دکابل په زړه کې هم پدې توانیدلي چې دا شان مرکزونه او اډې تر خپلو بریدونو لاندې راولي چې بیلګې یې داشتغال تر سیوري لاندې داستقلال په جشن باندې عملیات او دکابل په هوایي قول اردو حمله او عملیات دي.
5- له سږ کال (دامنیتی مسؤلیت دانتقال کال) څخه مخکې به مجاهدینو په دیر مشکل سره کولای شول چې مخامخ دامریکایی مزدورانو لوړپوړې څیرې تر خپل برید لاندې راولي او کله به یې که داسې عملیات ترسره کول هم نو له ډیرو مشکلاتو او لوړو مصارفو سره به مخامخ کیدل، مګر سږ کال ددوی په اند چې مزدوره اردو ددې جوګه شوې چې دخپل بادار له مرستې پرته امنیت تامین کړي، مجاهدین پدې توانیدلي پدې لار کې په دښمن درانه ګوزارونه وکړي چې دتیرو دریو میاشتو په بهیر کې یې ددښمن ډیر مشهور او ځواکمن کسان لکه سیدخیلي، جنرال داوود، احمد ولی کرزی، جان محمد خان او هاشم میوندوال په ډیره آسانه توګه تر خپل برید لاندې راوړی او ددوی دظلم او فساد ژوند ته یې دپای ټکی کیښدی چې دا ټول ددښمن په کمزوري توب او ددوی دامنیتي تدابیرو په شنډیدو دلالت کوي.
اوس که نیواکګر له ولایاتو څخه دوتو په لټه کې دي او وروسته به –ان شاء الله- له ټول افغانستان څخه وتو ته اړ شي نو کولای شو په تیرو لسو کلونو کې ددوی لاسته راوړنې په لاندې ډول راونغاړو:
1- دافغانستان په ښارونو، کلو او بانډو وحشي او ړانده بمباردونه او دزرګونو ماشومان، ښځو، سپین ږیرو او بې وزلو خلکو وژل او ټپیانول او دزرګونو کورونو، باغونو او جوماتونو او نورو ورانول.
2- دودونو په محفلونو، فاتحو او جشنونو باندې وحشیانه بمباردونه او دزرګونو خلکو په وینو تویولو سره دخوښۍ محفلونه په غم لړل.
3- دفحاشۍ، بربنډتوب او دفساد نشرول دنیواکګرو دنورو لاسته راونو له جملې څخه دی چې کله په بربنډه توګه په خپله او کله هم دمؤسساتو او خپلو داخلي مزدورانو له لارې دهغې دپیاوړي توب لپاره کار کوي او لدې ټولو څخه دبشر دحقوقو دحمایت ترنامه لاندې دهغې ملاتړ هم کوي او کولای شو دایدز مرض نشریدل او له محارمو سره دزنا دپیښو زیاتوالی لدې لاسته راوړنو څخه یاد کړو.
4- غلا، چور او چپاول، او دافغانستان دتاریخي آثارو او شتمنیو لوټول او خارجی او داخلی لوټمارانو ته ددې کارونو دسرته رسولو زمینه برابرول.
5- دکورونو تلاشي کول، دخلکو دمالونو لوټول او دهغوی په آبرو او عزت تیری کول او همدارنګه جیلونو ته دځوانانو، ښځو او حتی سپین ږیرو اچول او په هغه وحشیانه توګه دهغوی تعذیبول چې له تصور څخه لري دي چې لدې جملې څخه کولای شو دمخفی زندانونو، په بریښنا تعذیبول، بربنډول او په بندیانو جنسي تیري څخه یادونه وکړو.
6- په افغانستان باندې کاپیتولاسیون تپل، او داچې نیواکګر سرتیری په افغانستان کې ترهیڅ شرایطو لاندې دافغانانو لخوا نشي محاکمه کیدای بلکه خپل اړوند هیواد ته ورلیږل کیږي او داسې شواهد شته چې کله عمدي قاتلان خپلو اړوندو ملکونو ته ورسپارل شوي په یوه یا دوو میاشتو بند محکوم شوي او له خلاصیدو وروسته بیرته په پوځ کې خپلو دندو ته ورګرځیدلي چې نورې وژنې او وحشت هم ترسره کړي.
7- له فساده دیوه ډک بې صلاحیته حکومت بنسټ ایښودل. ددې بې صلاحیته حکومت مشر نشی کولای دخپلو نیواکګرو بادارانو له اجازې پرته وزیران مقرر او یاهم لرې کړي، دولسمشر ویاندویان دبل چا لخوا مقرریږي او خپله جمهور رییس وروسته له مقررۍ ورباندې خبریږي. دا بې صلاحیته او مفسد حکومت ددې لسو کلونو په اږدو کې ندی توانیدلی خپل واک له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه ښار ته وغزوي بلکه ولسمشر پخپله ماڼۍ کې هم واک نلري.
په ملیونونو ډالر راوبهیدل ولې دې لاسپوڅې ادارې ونشوای کولای چې دهیواد په آبادۍ کې کوم رول ولوبوی او پدې لړ کې لدې پیسو څخه مناسبه ګټه پورته کړي. ددوه ګونی تابعیت لرونکي وزیران او نور چارواکي راغلل دارایۍ یې لوټ کړې او بې له حساب او کتاب څخه خپلو ملکونو ته وګرځیدل او یاهم روان دي.
په انتخاباتو او تقلبي لویو جرګو په ملیونونه ډالر مصرف شول اوپه نتیجه کې وتوانیدل چې یو مزدور بې صلاحیته پارلمان جوړ کړي چې له ویښته شکولو، کنځل کولو او په بوتلونو ویشتلو پرته بل کار نلري او نه یې هم دکولو وس لري.
نیواکګرو په کراتو په ماشومانو او بې وزلو بې ګناه خلکو بمبارد وکړ او یایې هم په ګولیو وویشتل او ددې ادارې بې واکه مشر بې له دروغجنو اوښکو تویولو بل هیڅ هم ونشوای کړل. پدې وروستیو کې یې دخپلو بادارانو ته یو ګواښ هم ورکړ ولې له کلک عکس العمل سره مخامخ شو او له ګواښ وروسته یې بیا هم خپل بادار ته دزارۍ اوښکې تویې کړې ولې ګټه یې ونه کړه.
پورتني ټکې دنیواکګرو دلاسته راوړنو نمونې دي او ټولې لاسته راونې یې نشو کولای په صفحو کې راونغاړو بلکه دکتابونو لیکلو ته اړتیا لري.
لدې هر څه سره هیله لرو چې دامنیتي مسؤلیت له انتقال سره له وحشت او بربریت څخه هم لاس واخلي. پدې معنی چې که نیواکګر لدې وروسته پدې ولایاتو کې مداخله او لاسوهنه ونه کړي ددې ښارونو او ولایاتو سیمې نورې بمبارد نکړي او ښځې او ماشومان نور په وینو ونه لړي او پریږدي چې ددوی په اند دا ځواکمنه اردو او پولیس له مجاهدینو سره مقابله وکړي. مګر مونږ پدې یقین لرو چې هیڅ کله به هم لدې وحشت او بربریت څخه لاس وانخلي، ځکه چې له یوې خوا نیواکګر بې وژنې اوقتل نشي کولای ژوند وکړي او دا په اسلامی هیوادونو کې ددوی له هدفونو څخه دی او له بلې خوا دوی پوهیږي چې ددوی ځواکمنه مزدوره اردو!! ددوی له ټانک او الوتکو پرته څو ساعته هم له مجاهدینو سره مقاومت نشي کولای او هرومرو به خپل بادار ته دمرستې غږ کوي.
[color=darkblue:63c3c4c10c]همدارنګه دا هیله هم کوو چې دا دامنیت دانتقال ډرامه جمهوری ریاست ماڼۍ ته هم وغزول شي او ددې مزدورې ادارې امنیتي چارې هم افغاني مزدورانو ته وسپارل شي [/color:63c3c4c10c]ځکه چې ددې ماڼۍ ساتونکي اوس هم په امریکایي کمپنیو پورې اړه لري او دهغوی لخوا یې افراد اختیار، تربیه او په دنده ګومارل کیږي. ولې دا هم ممکنه نده ځکه چې تراوسه دارګ امنیت تامین شوی ندې او هره شیبه ددې امکان شته چې دمجاهدینو تر برید لاندې راشي او له بلې خوا دوی پوهیږي چې دافغاني مزدورانو له جملې څخه حتما داسې یو ځوان را پیدا کیږي چې یوه ورځ دا بې ننګه کرزی په ټنډه وولی او لکه ورور یې احمد ولی دخپلو اعمال په سزا ورسوي، نو ځکه هغوی نه غواړي چې داسې یو تربیه شوی مزدور په آسانۍ سره له لاسه ورکړي او پدې سره هیڅکله هم دې ته نه چمتو کیږي چې دارګ امنیت خپلو افغاني مزدورانو ته وسپاري.
خلاصه کولای شو ووایو چې سره لدې چې دامنیتی مسؤولیت انتقال له یوې خوا دپه شاتګ لوري ته یو ګام دی ولې له ډرامې او تبلیغاتو هم خالی ندي. پدې سره دښمن له یوې خوا غواړي دنړیوالو په سترګو کې خاورې وشیندي او خپل بریالیتوب وښیي او له بلې خوا پدې پوهیږي چې ددې ولایاتو دامنیتي مسؤلیت له انتقال وروسته هم داسې یوه مرجع وجود نلري چې دوی پدې ولایاتو کې دبمبارد او وحشت مخه ونیسي نو لدې ولایاتو څخه ددوی وتل پدې معنی ده چې دوی یوازې مصئونو او محفوظو غارونو ته تیښته کړې.


عادل عادل
30.07.2011

السلام علیکم

د موفق افغان ورور د خبرو په تایید، لکه څنګه چې یرغلګرو زمونږ د ګران هېواد افغانستان په اشغال کې هېڅ ډول انساني، اخلاقي او حقوقي معیارونو ته ونه کتل، نو په داسې مهال کې به څنګه افغانانو ته مخلص یا د مسوولیت احساس وکړي چې په خپله خوښه نه بلکه په زور سره وتلو ته اړوتي دي؟

د کمونستانو څخه په میراث پاته اردو او پولیس د امریکایي یرغلګرو څخه رامیراثېدونکې تش په نوم ملي اردو او پلیسو سره زښت ډېر توپیر لري.

زه هم د ښاغلي قراني ورور په شان هیله من یم چې په یوه ورځ کې دا ټول افغانان سره وروڼه وروڼه شي، تېر په هېر او یو بل سره وبښي او په تلپاتې ملي وحدت سره سوکاله او خپلواک افغانستان رامنځ ته کړي، خو دا زمونږ یوه هیله کېدای شي چې له موجودو افغان دښمنه ډلګیو څخه یې توقع محض خوشباوري ده او بس.

یرغلګرو امریکایانو د اشغال په لومړي سر کې د ټولو تر مخه د افغانستان تاریخي یوازینی حربي پوهنتون منحل او د تل لپاره وتاړه، عجیبه هم دا چې تر ننه خو نه چا پرې اعتراض وکړ او نه یې دا عمل محکوم کړ،،،،، دا چې نن خپل وردغاړې شرم،،، یانې شکست او وتل،،، تش په نوم ملي اردو او پلیسو ته انتقالوي، نو پوښتنه داده چې نوموړې ملي اردو کومې معیاري نظامي زده کړې؟ په کوم تعلیمي مرکز؟ د څومره مودې لپاره؟؟ د کوم خپلواکه افغاني سرپرستی/کلتور/ منهج تر سیوري لاندې؟ سر ته ورسولې؟؟

دا چې د خپلواکی پر سر سوداکوونکو ملي خاینینو او بشري قاتلینو ملیشې یې په فوځي وردی/یونیفورم کې منظم کړل، دا کله هم ددې معنی نلري چې دوی به د وطن په ناسور زخمونو ټپی شي، له بلې خوایې د اشغال په کلونو کې تش په نوم ملي اردو او پلیس داسې عادت کړي دي چې عام ولس ورته مباح الدم او اوبو راوړی ښکاري.

که د موجوده تش په نوم ملي اردو او پلیسو څخه د خیر او فلاح توقع کیدلای، چې نه کیژي، نو بیا خو مونږ او تاسو څه موده وړاندې، د جنرال داوود ))))خدای ج دې يې دا نور ملګري هم ورپسې کړي، آمین (((په مړینې سره یو نه جبرانېدونکې خساره کړې ده.


عادل عادل
01.08.2011

السلام علیکم

محترم مهران صیب

هیله ده چې خپه شوی به نه یاست، او نه هم خدای مکړه له ټول افغان څخه پښه ونیسی،،،، فرقاني صیب دلته د منطک-ګل په شړلو/رټلو کې د قدر وړ رول ادا کړ، خدای دې اجرونه ورکړي، امین


pattang
05.08.2011

هی درنډۍ زويه تمامه ورځ غول خورې دروزې په مياشت کې هم ستا سې صليبي سپي دشپې چاپې اچوي ، تېره ورځ يې هم زمونږ له خپلوان څخه دوه نفره ووژل او درې يې له ځان سره بوولي دي٠ ملا محمد عمر مجاهد ديوو فرمان په اساس په روژه کې جنګ منعه کړی خو ستا صليبي سپي دروژې په مياشت کې هم خلک وژني ٠
دتروريزم تر شعار لاندې په اسلامي مملکتو حملې کوۍ او يهودو ته لارې برابره وۍ . د افغانستان ددې مذدور دولت په سر مو څوک کېنولي دي?
- کرزی خپل اجنټ
- قاتل فهيم
- قاتل محقق
- قاتل عطا
- قاتل دوستم
لکه څرنګه چې ستاسو تاريخ جنايتکاره دی، هغسې مو سياست هم دبشريت
ضد دی٠
خدای پاک مو په نس وګي که او نالت په څلرمه صليبي حمله ٠

[quote:a71c39e723="noorzaiJahani"]لس کاله مخکي کله چي امریکا د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ننه شول دغه طالبان نه وه چي ناري وهل او داي ویل چي امریکا افغانستان ته د افغانستان د اشغال په خاطر راغلي دﺉ؟ آیا دغه طالبانو په زرګونه مسلمانان په دي بهانه ونه وژل چي موږ د بهرنیانو سره جګړه کوو؟ دوستانو کله چي طالبان د قدرت او توانايي خبري کوي، د هغوي هدف له بدمرغه بل شي نه دي بلکه د بیګناه انسانانو وژل دی. د ملګرو ملتونو نوي راپور دا ښکاره کوي چي تیر کال طالبان د وژل شوو ملکیان ۸۲فیصده پره لري. رښتیا هیره مو نشی دوستانو، تیر کال یوناما د اسنادو له مخه دا ښکاره کړ چي طالبانو تر ۲۳۰۰ زیاتره بیګناه انسانان په یو کال کي وژلي دي. د دغه ملکي وګړو د ښمیر په مقایسه د امریکاي ځواکونو تلفات هیڅ هم نه دی، حقیقت ته په کتو سره آیا طالبان دغه ته قدرت واي؟
http://unama.unmissions.org/Portals/UNAMA/SG%20Reports/110623%20SG%20report%20June%202011.pdf

لس کاله وړاندي کله چي نړیوال ځواکونو په یو غږ سره د تروریزم په خلاف مبارزه اعلان کړ. په عین حال کي افغانانو ته يي ژمنه وکړه چي د افغانستان ملي فوځ او مسلکي پولیس به جوړه وي. چي له نیکه مرغه په کي تر دیره حده پوري پرمختګ شوي دی، نن افغانستان د دوه سوه زره څخه زیاتره مسلکي فوځ لري. موږ د افغانستان سره د اوږد مهال همکاري ژمنه لرو، افغانانو ته زموږ تر ټولو مهمه ژمنه دا ده چي افغانستان به بیا هیڅکله د نړیوال تروریزم په ځالي بدل نشي. افغان یو ویاړلي ولس دی او موږ د افغانانو دي ارزښت ته په کلکه درناوی کوو. قدرمنو لوستونکو، تر هرڅه مهمه دا ده چي نن افغانان په خپله پوه شوي چي خپل د هیواد او سیمي امنیت په خپله په غاړه واخلي. که تاسو لاندي ویدیو ته نظر واچوي د ګیذاب اوسیدونکو په خپله اوچت شوي او د طالبانو په وړاندي خپل په سیمه کي پاسون کړي. http://bit.ly/iRKRDu‏
بیا خو دوستانو انسانان کولاي شي د ښه او بد تفکیک وکړي. قدرمنو لاندي سو جملي ولولي او راته دا و وایست چي افغان ولس له چا څخه ملاتړ وکړي طالبان که د افغانستان فعلي مشروع او مقتدره حکومت؟
افغانان نن د ښه اقتصاد او بشری حقوق څخه د تاریخ په کچه په یو بی ساری ډول برخه مند دي. خپلواکه رسني د هري ورځ په تیریدو سره پرمختګ کوي تر شپارلس څخه زیات شخصي تلویزیونونه، ۹۰ د رادیوګانو استیشنونه او تر شپږ سوه څخه زیاتره چاپی خپرونی په تیر لس کال کی تاسیس شوي دي. تر ۹۰ څخه زیاتره د قضا ودانی رغول شوي او تر ۹۰۰ څخه زیاتره قاضیان روزل شوي دي، هغه شپي او ورځي تیر شوي چی طالبانو افغان ښځي په عامه واټو کي وهل او ورته سپکاوی کیدل. افغانستان په کال ۲۰۰۴ کي د سیمي په سطحه تر ټولو غوړه اساسی قانون نصویب کړ، د ښځو حقوق په کي خوندي شوی دی. د روزني په څانګه کي، تر دوه زره څخه زیاتره ښوونځي یا خو نوي او یا هم بیا رغول شوي دي. نن تر دیارلس څخه زیات شخصی او اته دولتی پوهنتونونه تاسیس شوي دي.
http://www.childinfo.org/files/ROSA_Afghanistan.pdf
په کال ۲۰۱۰ د مارچ په ۲۲ نوی تعلیمی کال په شروع کیدو سره د زده کونکو شمیر ۶.۴ میلیونه زده کونکو ته رسیدل، تر۴۸۰۰۰ څخه زیات ښوونکي روزل شوي د هغه شمیر څخه ۴۰ فیصده ښځینه ښوونکي دي. که ښوونه او روزنه د طالبانو د ریژیم سره مقایسه شي یوازي یو میلیون نارینه زده کونکي د د طالبانو په ریژیم کی ښوونځی ته تلل او ښځی د زده کړی حق څخه محروم ول.
تر ۲۳۰۰۰ کیلیو متر څخه زیاتره واتونه او لوي لاری پاخه او اساسی ډول جوړ شوي دي.
اته میلیونه د ګرځنده موبایلونو مشترکین، د سفر څخه په ۲۰۰۱ کال کی ته رسیدلی.
http://mskiran.wordpress.com/2010/03/25/mobile-phone-users-in-afghanistan-and-the-taliban/[/quote:a71c39e723]


pattang
06.08.2011

مهران خانه !
ځه نن اتڼ کوه د ورګو په تنګي کې يې ٣١ کسان او٧ لاسپوڅي په يو ځل سره
دجنګ په منځ کې مردار کړي دي٠ دا بې ناموسان په روژه کې هم په مونږ پسې
راځي او مونږ وژني٠
هرڅوک چې له صليبي اشغالګرو څخه پيسې او معاش اخلي پيسې يې حرامي دي
اوکار کول ورسره لويه جزا لري .

[quote:2c6d1c543e="مهران"]غورځنګی
الحمد لله چی پدی دی اعتراف کړ چی کله غواړی ښکنځلی کړی نو خپل نوم بدلوی، ځکه چی تا ورونو سره وعده کړی وه چی آینده کښی به دی اسلامی اخلاقو او لیکلو عفت په نظر ونیسی خو داسی ښکاری چی دی لپاره دی کوم تاویل پیدا کړی او کله چی زور دی ونه رسید او خبره د اخلاق ددایری نه باهر ووت نو نوم بدلوی.
دویمه خبره دا ده چی که ځواب ویلی شی نو ولی زما لیکنه ړنګوی؟
دریمه دا چی ما ځکه نورزی باندی رد ونه لیکل ځکه چی د تا او دهغه تر منځ کوم فرق نشته، هغه مجاهدینو ته بد او رد وایی او صلیبیان تاییدوی او ته یواځی مجاهدین او ددین مدافعینو ته بد او رد وایی او صلیبیان نه تاییدوی. مجاهدین ته سپکاوی په غیر مستقیم توګه د صلیبیانو سره همکاری ده. اوس لیونی هم ددی حقیقت نه سترګه نشی پتولای چی د اسلامی امارت مجاهدین د امریکایانو او دهغوی د اتحاد کمر مات کړی او که چرته نن امریکا د امنیت انتقال په پلمه درامی جوړوی او د وتلو لپاره لاره جوړه دا ټول د اسلامی امارت د مجاهدین زور دی نه د اخوانیانو دسیسی او د نفاق نه ډک سیاست.
باور ورکړه چی ما تا او نورزی داوړه باندی رد لیکلی وو خو د تیرولو په وخت کښی (ارر) راغی او تیر نشو او بیا ما پریښود ما ویل چی ان شا الله پدی کښی خیر وی.
په هغه لیکنه ما په تفصیل دا هم درته لیکلی وو چی ته ځان قرآنی وایی لیکن اعمال دی د قرآن مطابق ندی. مجاهدینو ته بد او رد مه وایه او ځان اصلاح کړه. او دی سره سره دا هم می درته د احادیثو په رڼا کښی لیکلی وو چی شهنشاه ویل په شرع کښی منع ده او یو مسلمان ته جایز ندی چی چاته شهنشاه ووایی. شهنشاه چی په عربی کښی ورته ملک الملوک وایی د الله تعالی صفت دی او مخلوق ته شهنشاه ویل (اوس حکم ته ووایی مفتی صاحب که زه درته ووایم بیا به ښکنځلو شروع کړی)[/quote:2c6d1c543e]


۰
06.08.2011

پتنګ صیب لیکي
[quote]هرڅوک چې له صليبي اشغالګرو څخه پيسې او معاش اخلي پيسې يې حرامي دي
اوکار کول ورسره لويه جزا لري . [/quote]
هو د پتنګ صیب دا خبره بیخي په شرعي اصولو بنا ده پدي کي باید څوک څه ونه واي او هرڅوک چي یرغلګرو سره کار کوي نو دا یرغلګر امریکایان او اروپایان ډیر بخیل خلک دي او هڅ په هڅه هچاته پیسي نه ورکوي حتما د ۱۰۰ ډالرو په مقابل کي د ۱۰۰۰۰ ډالرو کار تري اخلي او دا چي یرغلګر د افغانستان او مؤمنو افغانانو د سر ، مال ، او حتی ناموس متجاوزین دي نوکار وړسره په هڅ صورت کي جایز ندی.
البته که یو سړی ددي لپاره چي په منځ کي يي ورننوځي او بیا ښه غزا پکي وکړي او هغه هم د خپل امیر په مشوره او خبرتیا نو صحیح ده او که یو سړ ی واي چي زه مجبور یم نو هڅ مجبوري نشته که یو سړی ډیر مجبور شي نو هجرت دی وکړي اسلامي هیوادونه ډیر زیات دي که پاکستان سره يي نه وي جوړه نو نور هیوادونه هم شته او حتی کفري هیواد ته چي په جنګ کي ورسره نه وي ښکیل هم هجرت کولی شي نو بیا ولي د یرغلګرو سره کار کوي.
بله خبره داده چي دا دومره افغانان ټول له ولږي مړه شوه کوم چي خپل ازاد کار کوي چي دا به له ولږي مړ شي او مجبور دی د یرغلګروسره کار وکړي
او باخبر هرڅوک چي د یرغلګرو سره هرقسم کار کوي نودا تعاون دي او مرګ يي په هرځاي کي داسي روا دي لکه بني قریظه یهود چي د مکي دمشرکینو سره فقط په استخبارتي کارو کي شریک وو او رسول الله صلی الله علیه وسلم د احزاب یا خندق د جنګ نه پس امر وکړ چي لایصلین احدکم الا في بني قریظه
یعني چي د نمازدیګر لمونځ به بني قریظه ته رسوۍ او بیا په څو ساعتو کي پوه پنا وو او ټول يي تغریب کړل او مالونه يي غنیمت.
نوربیا
مومندافغان


م . ق
06.08.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

پدې کې هیڅ شک نشته چې د صلیبي یرغلګرو مستعمرینو او مستثمرینو سره کار کول حرام دي، پیسې یې هم حرامې دي او مرګ یې روا دی ځکه دا د صلیبیانو سره تعاون دی خو که دغه تعاون په هره توګه وي که د هغوي د پلانونو او پالیسیانو د تطبیق تعاون وي که هغوي ته د زمینې مساعدولو تعاون وي که د هغوي د اهدافو سرته رسیدلو کې تعاون وي، او که پیسې ورڅخه په غیر مستقیم توګه د بل ملک پواسطه اغیستل وي، پدې ټولو صورتونو کې چې هرڅوک دا کار کوي که په سپین لباس کې وي او که په برګه دریشۍ کې وژل یې روا دي، دا د اسلام او مسلمانانو سره غټ خیانت دی د جهاد او اسلام بدنامول دي، ټول کارونه یې حرام دي، په هغه پیسو چې دوي رزق خوري نه یې لمونځ کیږي او نه یې روژه قبلیږي، توبه دې وباسي او د یرغلګرو د تعاون نه دې لاس واخلي او د خپل ولس په څنګ کې دې د خپلو ملي مشرانو د قوماندې لاندې حقیقي اسلامي جهاد شروع کړي او د هغه حقیقي مجاهدینو سره دې یوځاي شي چې صرف یرغلګر د مستقیم برید لاندې نیسي، درانه ځاني او مالي تلفات وراړوي او په څنګ کې خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمن دي.

مرګ په لاسپوڅو ګوډاګیانو چې په هر لباس کې وي.


۰
06.08.2011

هو مبارز صیب ښه خبره مو لیکلي همداسي ده
هرهغه څوک چي افغانستان ته او اسلام ته مخلص نه وي او د افغانستان او اسلام دښمنانو سره په هرځاي ، په هره توګه او هره نوعه او هره جامه کي
مرسته کوي ځمونږ دښمن دی او مرګ يي غواړو مړه دي وي .
نوټ:
مبارزقرآني صیب!
ما د پتنګ صیب را اقتباس کړي متن چي ښاغلي مهران ستاسو لیکل شوي متن رانقل کړی وو نه وو لیدلی فقط د پتنګ صیب دا روستۍ کرښه مي لیدلي وه
نو تبصیره مي پري وکړه اوس مي پشپړه ولیده نو بخښنه غواړم.
ستاسو ورور مومندافغان


پتوال
07.08.2011

د ډيره ژور تحليل نتيجه مبارز قرآني صيب په دې يوه جمله کې ځای کړې ده چې :
د امارت جوړیدل او بیا ړنګیدل دواړه د پاکستان، امریکا سعودي او برطانیه پلان وو([color=yellow:4c67c53f14] او وي به [/color:4c67c53f14]) ،پدې کار کې تاسو ته هیڅ کریډټ نه دی حاصل .
زه پرې هېڅ نه ورزياتوم ، صرف په قوس کې مې د راتليزې له پاره پرې يوه کلمه ور زياته کړه چې : [color=blue:4c67c53f14]او وي به ! [/color:4c67c53f14]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more