د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
ښځه پولیس کیدل څنګه بولی؟
      jamila
      28.07.2011
    
په دې کې خو شک نشته چې د امنیت له پاره لکه څنګه سې نر ستونزې 
راولاړولای سی ښځه  هم کولی شې امنیت خراب کړې او په جرایمو کې 
لاس ولرې نو دامنیت د کسانو له پاره لکه څنګه چې د نارینه و تلاشې 
مهمه وې داراز باید هغوی د ښځو تلاشی هم وکړی او دا ضرورې ده اوس
پوښتنه داده چې دښخو تلاشی باید نر پولیس وکړې که ښخه پولیسه ؟
که وایی چی، ښځه.
بیا ښځه پولیس کیدل څنګه بولی؟
خزينه بوليس
      omar hamza
      29.07.2011
    
سلام عليكم دا صحيح خبره ده جي امنيت خزي هم لكه سري خبل وس مطابق خرابولى شي او ددي  د مخنيوي لباره تالاشي ته ضرورت دى، ليكن مشكل دلته دى جي آيا تالاشي به سوك كوي نارينه كه خزينه بوليس؟  جواب:
د اسلام له نظره خو امنيت نيولو لباره خزينه بوليس يا امنيتي مسؤوليني نا جائز ندي زكه عمر رضي الله عنه به بازار كي خزي مقرري كري وي جي به هغه خزينه سوداكرو باندي به كرزيدي جي بازار كي به يي سامان خرسوو - بيع شراء- نو لهذا جي د كومي لوي فتني يا فحاشي سبب نه كرزي نو خزينه بوليس يا امنيتي مسؤوليني نيول نا جائز نه دي. والله أعلم
      وزیري
      04.08.2011
    
السلام علیکم:
تنگنظری نه کوم خو سوال دا راته ولاړیږی چی اوس وخت کی د ښځی او نر په یوځای اوسیدلو او یا یو بل سره په کار لرو کی فحاشی نه رامنځ ته کیږی نو آیا دا به کوم وخت وی؟
زه خو وایم چی فتنه خپل پوره اوووووج ته رسیدلی نو فرض یی بولم چی د ښځی او نر بالکل مخه سره ونه شی (بغیر له اشد ضرورت نه)
ما په همدی خبره باندی د وړوکوالی د وخت له یو ملګری سره په زړه کی قطع رابطه کړیده چی له هغه نه په همداسی یو محیط کی ........ قصه یی عار بولم.
والسلام
      ۰
      04.08.2011
    
السلام علیکم
وزیري صیب ستاسو خبره صحیح ده خو کومه ښځه چي پولیسۍ ته وروځي نو 
ته څه فکر کوي چي هغه به څنګه وي؟ ایاد هغي به د نه پولیسه کیدو په صورت کي کومه 
دیني فایده وي او کنه شاید په یو بله وظیفه مؤظفه شي چي پولیسي به يي پرده وي ؟
مومندافغان
      پتوال
      04.08.2011
    
په اسلامي نظام او اسلامي آزاد هيواد کې  ښځه  پوليسه ،  قاضي ، معلمه ، د طب ډاکتره  او داسې   نور  ماموريتونه  کولی شي ، خو نه  
 د اشغال او اشغالګرو  په موجوديت کې  ،  نه د فاسدو رژيمونو په غيږ کې  او نه د CIA يا    ISI  د لاسپوڅو حکومتونو په وخت کې !
        
        
      jamal
      15.05.2012
    
بالکل شه کار ندي jamila صاحب داسلام مخالف عمل دي که تاسو يي نه مني اوغوره يي ګڼي هغه ستاسوخوښه ده 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اسلام دشځي پرده ضروري ګڼلي ده
      حمید هڅــاند
      16.05.2012
    
[quote:ef5f329a4b]قاضي[/quote:ef5f329a4b]
پتوال صیب؛ ولي؟
      پتوال
      26.05.2012
    
[quote:da4b7cc96c]پتوال صیب؛ ولي؟
[/quote:da4b7cc96c]
ولې ته خبر نه یې چې د اسلافو یا تابعینو په وخت کې ښځې قاضیانې هم موجودې وې که څه هم صرف ۱-۲ قاضیانې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
      حمید هڅــاند
      03.06.2012
    
مننه پتوال صیب؛
[quote:2104d1804f]ولې ته خبر نه یې چې د اسلافو یا تابعینو په وخت کې ښځې قاضیانې هم موجودې وې که څه هم صرف ۱-۲ قاضیانې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:2104d1804f]
نه یاره منې که خبر یم.
پتوال صیب، ما خو عموما اورېدلي چې د ښځینه وو قاضي توب ته اجازه نشته ځکه دوی زړه سواندې دي؛ دا لومړی ځل دی چې ستا نه مې واورېدل ځکه خو هیله لرم چې موضوع یوڅه نوره هم روښانه کړئ. 
درناوی
        
        
      jamal
      16.06.2012
    
ولې ته خبر نه یې چې د اسلافو یا تابعینو په وخت کې ښځې قاضیانې هم موجودې وي[img][color=red:e2d199ae17][/color:e2d199ae17]
دځان نه لګيايي[/img][/url]
        
        
      ع کريم حليمي
      08.09.2012
    
السلام علیکم و رحمة الله 
جمال صاحب ، زموږ امام صاحب په فتوا او مذهب کښي ښځي ته دا حق ور کړیدی چه قضاء وکړي ، لکه د تجارتي ............و غیره  
جزايي او جناياتو د قضاء منصب حق ئې ندی ورکړئ ( د الأموالو په باب د قضاء حق لري ، بدون القصاص والحدود)
درنښت
      paylituzu
      16.06.2017
    
په دې کې خو شک نشته چې د امنیت له پاره لکه څنګه سې نر ستونزې
[url=https://www.golden-slot.com][color=#D3BD94:c2bd0f3924]Goldenslot Casino Online[/color:c2bd0f3924][/url]
[url=http://www.ymt8282.com][color=#D3BD94:c2bd0f3924]Gclub Casino[/color:c2bd0f3924][/url]
[url=http://www.ymt3355.com][color=#D3BD94:c2bd0f3924]Gclub จีคลับ[/color:c2bd0f3924][/url]
 :roll:  :roll:  :roll:  :roll:  :roll:  :roll:  :roll:  :roll:  :roll:  :roll: