د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د روژې فضایل او برکات!

مساپر
28.07.2011

السلام اعلیکم و رحمته الله و برکاته،
له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی فرمايي چې حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل، کله چې د روژې مبارکه مياشت شروع شي نو د آسمان دروازې خلاصې کړل شي، په يوه بل ورايت کې راځي چې د جنت دروازې خلاصې کړل شي او د دوزخ دروازې بندې کړل شي او شيطانان قيد کړل شي، په بل روايت کې دي چې د رحمت دروازې خلاصې کړل شي ( بخاري – مسلم)

د آسمان دروازې خلاصې کړل شي، له دې نه دې خبرې طرف ته کنايه مقصود ده چې د دغې مقدسې مياشتې په شروع کيدلو سره د الله تعالی جل جلاله پرلپسي رحمتونه نازليږي او د بندګانو اعمال پرته له کوم مانع څخه پورته لور ته تګ کوي ( خيږي)، د جنت دروازې به خلاصې کړل شي، له دې نه دې خبرې طرفته کنايه مقصود ده چې بنده ګانو ته به د نيکو او ښو کارونو توفيق ورکړل شي کوم چې بيا سبب د دخول د جنت جوړيږي، د دوزخ دروازې به بندې کړل شي، له دې نه دې خبرې طرفته کنايه مقصود ده چې په روژه کې روژه دار له داسې کارونو څخه بچ وي کوم دوزخ ته د داخيلدلو سبب کيږي او دا خبره ډيره روښانه ده چې روژه دار انسان له کبيره ګناهونو نه محفوظ او مامون وي او د هغه چې کوم صغيره ګناهونه وي هغه ورته د روژې له برکته بښل کيږي.

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more