نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عبدالرحمن بابا
عابد
28.07.2011
رحمان بابا د پیښور په هزار خانی کې دبهادر خان په یوه علم پروره کورني کې نړۍ ته سترګې غړولي دی .
رحمان بابا دژوند او دزیږیدو دنیټي په هکله پوهان او محقیقین به یوه نظر نه دی خو مختلفو افکارو سره یعنی دپټی خزانې څخه ددی صوفي شاعر دژوند زمان زیږیدو نیټه د (۱۰۴۲) ه کال ښودلی دی خو ددی نظر سره قلندر مومند هم نظر نه دی او د هغه ژوند (۱۰۱۸) کال ښودلی دی .
عابد
28.07.2011
په هر حال د رحمان بابا د ژوند زمانه دخوشحال ، ارزاني ، دولت لواڼی ،میرزاخان انصاری سره ښودل شوي دي .
او دهغیو هم عصره ګڼل شوېدی ځکه د پخپله په یو بیت کې ددغه شاعران ذکر کړی دی لکه چې وایې :
دمیرزا د ارزانی دعوه به پرې کا
قدر دان دشاعرانو رحمان راغی
یا په بل بیت کې وایی :
خوشحالان او دولتان مې غلامان دي
زه رحمان په پښتو ژبه عا لمګیر یم
خو د قلندر صاحب د نظر سره پو هان یو څه اختلاف څرګندوي او داسې وایې چې که رحمان بابا په (۱۰۱۸) کې زیږیدلی وی نو بیا یې ولې د دغو شاعرانو نه علاوه د مصری خان ګګیاڼي ،معذ والله خان ، کامکار خټک او ځینی نورو شاعرانو ذکر ندی
کړي بل دا چې اشرف خان هجری وایې چې رحمان بابا د (۱۱۰۰) نه تر (۱۱۰۴)
پوری یو پوخ او سنجیده شاعر وو لکه چې وایي
درحمان په ویل ځای د لقب نشته
چې یې ما شعر منظور کړ معتبر دی
درحمان بابا ژوند په اړوند خو دقلندر صاحب نظر دپوهانو لخوا زیات دتایید وړ ونه ګرځید لو او په اثبات باندې رسیدلي چې دقلندر نه مخکې زیږیدلي دی رحمان بابا دشخصیت به باب ویلې شو چې دی یو فقیر طبع ملنګ او صوفي شاعر وو دارایي نه دلوده بلکه یو غریب او درویش صفته انسان تیر شوی دی لکه چې پخپله وایي :
څوک راکاندې قسم په کردګار
که درهم لرم په کورکې یا دینار
زه درهم او دینارنه لرم په کور کې
ولې ټول خلک مې بولي دنیاردار
او یا لکه چې وایې :
که زردار دزردارانو اشنایان وي
د رحمان داشنایانو تکیه خدای دی
خو دی له یوی خوا غریب وو خو له بلې خو ا هم یو خودداره انسان وه وایي :
هم په دا چې نه له ځایه چیرته خوځم
نه د هیڅ دیوه مخلوق یم منت بار
رحمان بابا په خپل عمر کې خورا ښه اشعار ویلې دي او پښتو ادبیات پر ی غني کړې دي خو دداشعارو ځینی موږ ته فقط یو دیوان را پاتي دی او دنورو اشعارو په باب یې احوال نه دی ورکړل شوې لکه څنګه چې دده دزیږیدو په باب اختلاف موجود وو همدا رنګه یې دمړینی په هکله یې هم نارستې لیکنې شوې دي .
دپټی خزانې مولف محمد هوتګ ابن داود د رحمان بابا دوفات کال (۱۱۱۸)
ښودلي دی خوداسې ویل کیږي چې دا لیکنه به دقیقه نه وی رحمان بابا په خپلو اشعارو کې دشاه عالم یادونه کړی ده چې دا سړی (۱۱۱۹–۱۱۲۴) ژوندې وو
لکه چې وایی :
اوس نوبت دشاه علم دی
دورتیر شو
خدازده څه بار ی شي پینبه
عا شور راشی که اختر
بل دا چې په خپلو اشعارو کې دګل خان او جمال خان ددور او واقعیو یادونه کړي ده چې تر (۱۱۲۳) پوری ژوند یقیني دی ددغی دلایلو دڅرګندولو نه وروسته داثابیتیږي چې رحمان بابا ژوند تر ۱۱۲۸ پورې ښودل شوې دي