د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

لمونخ

عابد
28.07.2011

لمونځ په دين کی يو ډېر مهم بدني عبادت دی نو ځکه د لمانځه په حصه کې زيات حديثونه راغلي چې دهغه را ټولول دلته ګران دی له هغه څخه ۴۰ حديثونه په لاندې ډول دي .


عابد
28.07.2011

۱ - نبی اکرم صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی چه الله جل جلاله زما په امت دټولو څيزو نه مخکې لمونځ فرض کړ او په قیامت کې به دټولو څيزونو نه مخکې دلمانځه حساب کېږي


عابد
28.07.2011

- دبنده او دشرک په منځ کې فرق کونکی يواځې لمونځ دی .

۳ - داسلام نښه لمونځ دی څوک چې زړه فارغ کړي او دوختونو او مستحباتو لحاظ ساتلو سره لمونځ وکړي هغه مؤمن دی


عابد
28.07.2011

- هېڅ يو شی دايمان او دلمانځه نه بهتر فرض کړ شوی نه دی که چېرې ددېنه بهتر بل شی فرض کړی شوى وای نو فرښتو ته به یې دهغه حکم ورکړی وای ،فرښتې شپه او ورځ څوک په رکوع کې او څوک په سجده کې دي .

۵- لمونځ ددين ستن ده .

۶- لمونځ دشيطان مخ توروي .

۷- لمونځ دمؤمن نور دی .

۸- لمونځ بهترين جهاد دی


عابد
28.07.2011

- کله چه بنده لمونځ شروع کړي نو الله تعالی د هغه طرف ته پوره توجه فرمایي او کله چې لمونځ نه لرې شي الله تعالی هم ترې لرې شي .

۱۰ - کله چې کوم آفت دآسمان نه نازلېږي نودجماعت له آبادونکونه لرې وي .

۱۱ - که چېرې لمونځ ګزار په څه وجه دوزخ ته ولاړ شي نو اور یې د سجدې ځایونه نه سوزوي .

۱۲ - الله تعالی د سجدc ځايونه په اور حرام کړي دي .

۱۳ - دټولو نه زيات خوښ عمل دالله تعالی په نزد لمونځ دی چې په وخت وشي .

۱۴ - الله تعالی ته دبنده په ټولو حالاتو کې دټولو نه زيات خوښ دا حالت دی چې هغه په سجده کې وويني چې تندی یې پر ځمکه وي


عابد
28.07.2011

- الله تعالی سره دبنده دټولو نه زيات نزدېکت په سجده کې وي .

۱۶- دجنت كنجيانې لمونځ دی .

۱۷- کله چې بنده د لمونځ لپاره ودرېږي نو د جنت دروازې ورته خلاصی شي او دالله تعالی او دغه لمونځ ګزار تر منځ پرده لرې شي تر څو چي توخي يا نور څه کې مشغول نه شي .

۱۸- د لمونځ درجه په دين کې داسې ده لکه دسر درجه په بدن کې .

۱۹ - لمونځ دزړه نور دی څوک چه زړه نورانې جوړول غواړي نو په لمانځه سره یې دې جوړ کړي .

۲۰- دځمکې په کومه برخه د لمونځ په زرېعه الله ياد شوی وی هغه برخه پر نورو حصو د ځمکې فخر کوي .

۲۱ - څوک چې دوه رکعته لمونځ وکړي دالله تعالی نه څه دعا وغواړي نو الله تعالی به دده دوعا قبولوي خو ژر وي يا د څه مصلحت له خاطره څه موده پس وي خو ضرور یې قبلوي .

۲۲ - څوک چې يواځې والي کې دوه رکعته لمونځ وکړي چې دالله تعالی او فرښتو نه بغير یې هېڅ څوک هم ونه ويني نو هغه ته به د دوزخ څخه دخلاصی اجازه نامه ورکړشي .

۲۳ - څوک چې يو فرض لمونځ ادا کړي دالله تعالی په نزد دهغه يوه دعا قبوله شوه.

۲۴- څوک چې د پنځه وخته لمانځه ساتنه کوي دهغه رکوع ،سجده ،اودس او نور په ښه شان آدا کوي جنت دهغه لپاره واجب شو او دوزخ په هغه حرام شو.


عابد
28.07.2011

۲۵ - لمونځ دهر پرهېز ګار قربانې ده .

۲۶ - مسلمان بنده کله چې د پنځو لمونځونو ساتنه وکړي شيطان د هغه نه وېرېږي او کله چې هغه په لمونځونو کې بې پروایې شروع کړي نو شيطان په هغه زړور شي د هغه په غلولو کې یې طمع پيدا شي .

۲۷- دټولو نه بهترين عمل په اول وخت کې لمونځ کول دي .

۲۸ - دالله تعالی په نزد دټولو لمونځونو نه زيات خوښ په اول وخت کې لمونځ کول دي .

۲۹- دماسپښين دلمانځه ړومبی دڅلورو رکعتو ثواب داسې دی لکه د تهجد دڅلورو رکعتو .

۳۰ - کله چې بنده لمانځه ته ودرېږې نو د الله تعالی رحمت هغه طرف ته متوجه شي .

۳۱ - دټولو نه بهترين لمونځ دنمې شپې دی خو ددې کونکي ډېر کم دي .

۳۲ - دآخري شپې دوه رکعته لمونځ دټولې دنيا نه بهتر دی که چېرې ماته د مشقت وېره نه وی نو په امت به مې فرض کړی وی .

۳۳- دتهجد لمونځ ضرور کوی چې تهجد دصالحانو طرېقه ده او دالله تعالی د نزدېکت سبب دی تهجد دګناهونو نه منع کوي او د خطاګانو د معاف کولو زرېعه ده ،په دسره بدن هم تندرست کېږي .

۳۴- دلمانځه په باره کې دالله تعالی نه ووېرېږئ، دلمانځه په باره کې دالله تعالی نه ووېرېږئ ، دلمانځه په باره کې دالله تعالی نه ووېرېږئ.

۳۵ - لمونځ ترک کول بنده کفر ته رسوي - يو بل ځای ارشاد دی چې دبنده او کفر وصل د لمانځ ترک دی – بل ځای ارشاد دی چې داېمان او کفر په منځ کې دلمونځ پرېښودل فرق دی .

۳۶ - څوک چې دوه لمونځونه بغير له کوم عذر په يوه وخت وکړي هغه د ګناهونو د دروازې يوې دروازې ته ورسېد.


عابد
28.07.2011

۸ - په اسلام کې دهغه کس هېڅ حصه نشته کوم چې لمونځ نه کوي ،او بې اودسه لمونځ نه کېږي لمونځ ددين لپاره داسې دى لکه دسړې لپاره چې سر دی .

۳۹- څوک چې څلوېښت ورځې په اخلاص داسې لمونځ وکړي چې تکبير اولی ترې فوت نه شي نودغه کس ته به دوې خلاصون نامې ورکړ شی چې يوه د دوزخ څخه دخلاصون او دوهمه د نفاق څخه د نجات کېدو .

0- دالله تعالی ارشاد دی چې ای دآدم اولاده ته دورځې په شروع کې دڅلورو رکعتو نه عاجز مه جوړېږه زه به ټوله ورځ ستا کارونه پوره کوم .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more