د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په شمالی وزیرستان کې ۳۵ بهرني وسله وال ووژل شو!
شاه ولي
28.07.2011
له شمالی وزيرستان نه خپاره شوي خبرونه وايي، د امريكا په بی پیلوټو الوتكو ۳۵ پاكستاني طالبان ووژل او له لسو نه ډېر يې ټپيان كړل.
په وژل شوو كې ۱۵ تنه د حافظ ګلبهادر، ۵ تنه د ملانذير او ۱۵ هم پنجابي طالبان دي. ټپيان د ميرانشاه په روغتون كې تر درملنې لاندې دي.
حافظ ګل بهادر او ملانذیر چې په شمالي وزيرستان كې مركزونه او واك لري، او د حقاني شبكې سره چې په افغانستان كې د ښوونځيو، روغتونو او عامه پرمختيايي كارونو سره مخالفه ده،ډیره نږدې اړیکې لري او د دې شبکې د ملاتړ لپاره افغانستان ته جنګيالي او ځانمرګي طالبان لېږي.