اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
له دینې عالمانو نه پوښتنه!
هوتک
28.07.2011
ټولو محترمو دینپوهانو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
له ډیره وخته مې داپوښتنه په ذهن کې وه چه یې دادی له تاسې درنو سره شریکوم؟
پوښتنه:
ایا دافغانستان پولیسو یا اوردو ملې ته سلام اچول په شریعت کې جواز لرې اوکنه؟
که خپل معلومات راسره شریک کړۍ خوشحاله به سم؟
مننه
شبيراحمد
29.07.2011
هوتک صاحب تاسومي هم متقابلاسلامونه اوښې هيلي ومنئ
پوښتنه موډېېېېېېېېېېېېېېېېره عجيبه پوښتنه کړي.
پوليسواوملي اردوته سلام اچول څه باک ځکه نه لري چې مسلمان دی
خوکه يې سړی له دې امله وروانه چوي چې له کفاروسره اوږه په اږه دوطن اودين په له منځه
وړلولګيادي نوزماپه ګمان چې سنت به يې نه وي پرېښي البته داسلامي اسياست په بنا.
نوردين پوهان دي خپل معلومات وړاندي کړي.
ع کريم حليمي
29.07.2011
[quote:c4116d6fc3]ایا دافغانستان پولیسو یا اوردو ملې ته سلام اچول په شریعت کې جواز لرې اوکنه؟
که خپل معلومات راسره شریک کړۍ خوشحاله به سم؟ [/quote:c4116d6fc3]
بسم الله : لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ
ژباړه : نـــــــــــــه منع کوي تاســــــي (اېٖ مؤمنانو) الله له (دوستۍ د ) هغو کسانو چه نه دی کړی جنګ له تاسو سره په (کار د ) دین کښي او نه ئې ایستلي تاسي له کورونو خپلو څخه ( له دیٖ نه ) چه نیکي کوئ تاسي له دوی ســــــــــــــــــــره او چه عدل او انصاف کوئ تاسي له هغوی سره بې شکه چه الـــــــــــلَّـــــــــــــله خوښوي دوست لري انصاف عدل کوونکي
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
مکرم ورور هوتک صاحب ډېره محرک هم جالب سوء آل:lol: تاسو کړېده
اما ساده او څرګنده پوښتنه نه ده لږ تفصیل ته اړتیا لري ، هر کله چه ستاسو په پوښتنه پوه شولو ، که رب غوښتي وي جواب به درته ولیکو
هوتک
30.07.2011
شبیراحمدصیب،اوحلیمي صیب ستاسو دواړو نه يو جهان مننه كوم،
داچه ملا نه یم، نو دا سوال ماته ځکه پیداشو چه مخکې مې اوریدلې وو چه کافر ته سلام نه کیږې ؟
نو هغه ورځ زما دیو ملګري سره دقرآن الکریم پښتو تفسیر پروت وو ماچه څنګه خلاص کړ لومړی مې پر دې لآندې آیت شریف سترګې روڼې شوې!
بسم الله الرحمن الرحيم،
یاأيهاالذين أمنوا لاتتخذوا اليهود والنصرى
اولياء بعضهم
اولياء بعض
ومن يتولهم منكم فإنه منهم إن الله لايهدى القوم الظلمين،
[المائده ايت نمبر ٥٠]
ترجمة:
ای مؤمنانو تاسو مه نسۍ یهود او نصاری دوستان، دوی یو دبل دوستان دې، او چاچه ددوی سره دوستې وکړه نو یقینآ دهغوی د ډلې څخه سو، بې شکه خدای تعالی لاره سمه نه ښیې قوم د ظالمانو ته؟
________________________
اوس افغانی اردو ملی او پولیس دا راغلې یهود او نصاری ټول دځان دوستان ښائې؟زه چه یو ځای ته ځم اکثر وخت پولیس په مخکې ولاړ وې له خلکو تالاشې اخلې، زه چه وروسیږم یو ښه غوړ سلام ورته ووایم نو ماته هم ددې آیت په لیدو پوښتنه پیداشوه چه دوې ته به سلام کول جواز لرې اوکنه، ځکه نو داپوښتنه مې ستاسې شریکه کړه،
الله تعالی دې وکړې چه تاسې راته یو ډاډمن جواب راپیداکړۍ؟؟
-
30.07.2011
السلام علیکم
د سلام د حکمتونو څخه یو دا هم دی چې د طرفینو ترمنځ د مینې او الفت پُل غځیږي، مقابل لوری د ډاډ او اطمنان احساس کوي، او فکر کوي چې زما شخص یا شخصیت ته په زړه کې احترام لري نو ځکه یې په سلام ونازولم، او داسې نور..
دهوتک صیب پوښتنه ډیره پرځای ده، اوسني ملي پولیس/اردو په عمل کې امریکايي اشغالګرو سره هیڅ توپیر نلري، مونږ باید ترخپلې وسې هڅه وکړو ترڅو دوی ته دا انطباع ورکړو چې تاسو چې په کوم حالت کې قرار لرئ ډیر سپک حالت دی او په دومره منحط موقف کې قرار لرئ چې حتی په یو مسنون سلام هم نه ارزئ!
هو! ځینې استثنايي حالات داسې وي چې پرته له سلامه بله چاره نه وي او که دې د سلام څخه ډډه وکړه هسې نه چې تر ګټې یې تاوان زیات وي. نو د اضطرار حکم ته په کتلو یې باک نشته.
نو حالات تر حالاتو، او شرایطو تر شرایطو فرق لري.
والله اعلم بالصواب
هوتک
30.07.2011
[quote:67c5b52b77="كليوال"]
هو! ځینې استثنايي حالات داسې وي چې پرته له سلامه بله چاره نه وي او که دې د سلام څخه ډډه وکړه هسې نه چې تر ګټې یې تاوان زیات وي. نو د اضطرار حکم ته په کتلو یې باک نشته.
[/quote:67c5b52b77]آفرین ما هم داسې غوښتل، زه خپله هم داسې ځایو کې را حساریږم، چه له سلامه ډډه وکړم نو وایم نه بایده چه داسې الفاظ ځنې وانه ورم چه په هغه زما طبیعت خرابیږې؟؟
مننه کلیواله