اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
زموږ ټولنه ، انتقاد او منتقدين
مومن مهاجر
28.07.2011
په (عجيبه حديث شريف را ورسېد !!! ) کي د عنوان برخلاف موضوع بل لورته اوښتې او وروستۍ خبرې يې ماته هم په زړه پوري وې ، له همدې کبله مي دا موضوع په جلا ډول مطرح کړه او په دې اړه لاندينۍ ليکنه د ويلو وړ برېښي :
لیکوال:طیب کوثر
انتقاد (criticism) د نړۍ په ټولو پرګنو کښي هغه منل شوی اصل دی چي اهميت ، ارزښت او سالم استعمال ته يې ټول د قدر او درنښت په سترګو ګوري .
په کومه ټولنه کښي چي د انتقاد او تنقيد مخه ډب شوې ګواکي د پرمختګ او ترقۍ مخه يې نيولې او په لوی لاس يې خپل قام او ولس د پر شاتګ په کندو کي پرځولی دی .
د تاريخ سپينې پاڼې موږ ته د زمانې هغه تور دورونه را په ګوته کوي چي د ډبي په زور يې د خلکو پر خولو مهرونه لګولي وو او غوښتل يې خپل ناوړه اعمال خلکو ته په ښو او بد يې په نېکو تعبير کړي ، زموږ د اسلامي تاريخ په مطالعه موږ ددې حقيقت ژورو ته کښته کېدای شو ، موږ د هغو خلکو برخليک ليدلای شو چي پر وړاندي يې د سالم تنقيد مخه نيولې وه ، غوښتل يې په دې ډول خپل راج او سرپرستۍ ته دوام ورکړي هغه چي د زمانې تور دورونه بلل کېدای شي .
د انتقاد او تنقيد پلويانو تل د داسي ظالم راج او حکومت په وړاندي هغه دریځ خپل کړی چي مناسب وو ، معنا دا چي منتقدينو د تنقيد د ژوندي کولو لپاره هڅې کړې غوښتل يې په ټولنه کښي خپرې شوې توري تيارې د سالم انتقاد په وسله ووژني ، زموږ اسلامي تاريخ د داسي صحنو شاهد دی .
نن ته که د پرون په هنداره کښي وکتل شي نو په نن کښي تر ډېره د پرون انځورګري کېږي ، دا حالت نه يوازي چي زموږ تر ټولنې پوري ځانګړی نه دی بلکي په ډېری اسلامي هيوادونو کي د سالم انتقاد دروازه تړل شوې او د مظلومو پرګنو پر خولو د ظالمو حکمرانانو له لوري مهرونه وهل شوي .
د ژوندۍ بېلګي لپاره زموږ د ټولنې د ديني استبدادانو له لوري رامنځ ته شوی حالت يو غوره او څرګند مثال کېدای شي ، هغه چي پر ټولنه د دين په نوم راج چلوي ، ځان د ټولنې ديني رهبران ګڼي يا په بل عبارت ځانونه يې خلکو ته د ديني روحانينو په نوم ور پېژندلي دي .
که حقيقت ته د حقيقت بڼه ورکړو يا حقيقت د حقيقت په تله کي وتلو پایله يې دا راوتلای شي چي دې په نوم روحانينو نه په ټولنه کي داسي کوم کردار ترسره کړی چي د دوئ پر خطاوو د جبران پټۍ ولګوي او نه يې خلک د ورکړل شوي الهي مسئوليت په پام کښي نيولو سره د دين له اصولو او احکامو خبر کړي چي د جزا او حساب په ورځ د هغوئ لپاره د ژغورنې او ساتنې يوه مناسبه لاره شي ، دا په نوم ديني رهبران چي ځانونه د الله مقرب بندګان ګڼي په قصدي ډول غواړي چي ټولنه په همداسي يوه حالت کي پاتي شي د دې خبرې د اثبات او ثبوت لپاره د دې په نوم ديني پوهانو له لوري هغه ورکړل شوې فتواوې بس دي چي د عصري تعليم د نارواوالي او تکفير پر خلاف يې خپرولې او خپروي.
ګواکي په لنډو دومره ويلای شو چي دې ديني استبدادانو د هغو خلکو پر پلونو پل ايښی چي په ټولنه کي یې د سالم انتقاد مخه نيولې وه ، دوئ غواړي په ټولنه کي د هغو څېرو پر خلاف چي د دوئ سمو ته د سمو او غلطو ته د غلطۍ په سترګه ګوري په يو او بل نوم داسي حالت را ولاړ کړي چي هغوئ ته پکښي ژوندون ستونزمن اوو اهميت يې کم شي ، دا هرڅه د خپل کرغېړن راج د پرمخ بېونې لپاره ترسره کوي چي نه پکي د ديني احساس کوم څرک ليدل کېږي او نه له خلکو سره خواخوږي !!! .
منتقدين ...
منتقدين هم د بېلابېلو رايو او اندونو پر بنسټ سره وېشل شوي . څوک مطلقاً پر ټولنه د ديني واک او حکومت پر خلاف دي مګر بل اړخ بيا د يو شمېر بدلونونو او اوښتونونو غوښتونکي دي چي ټولنې او افرادو ته يې د ديني اساساتو په رڼا کښي د ازادۍ پلويان دي .
د وروستۍ ډلې دريځ د يو شمېر دلائلو او براهينو په رڼا کښي د حق لورته مائل ښکاري :
(۱) بدلون هغسي بدلون چي د دين اساسات يې دکولو او پرېښودلو امر کوي .
(۲) په ټولنه کښي د سالم انتقاد دروازه پرانيستل چي د حق پر لور د نژدې کېدلو غوره وسيله او له بطلان څخه د انکار او لرې والي ښه اله ده .
(۳) د ژوند په ديني چارو کښي يوازي د الله او رسول پيروي کول چي متأسفانه دا تريخ حقيقت بايد په ډاګه ومنل شي چي دا اصل نن تر ډېره تر پښو لاندي شوی او دجګړې و تنازع اصلي محور همدادی .
زموږ د ټولنې په ديني چاپېريال کي د تنقيد او انتقادا اصل څېره همداده ، زموږ د ټولنې پر ديني چاپېريال انتقاد کوونکي منتقدين يوازي د همدې اصولو پيروي غواړي ، زموږ په ټولنه کي د انتقاد او تنقيد پر خلاف د په نوم ديني روحانينو له لوري يو داسي دور پيل شوی چي ان د سالم استعمال پر ضد يې هم له کرکې او تعصب ډک تخم کرل کېږي .
وما علينا الا البلاغ المبين
http://www.hariwa.com/index.php?option=com_content&view=article&id=128:2011-05-22-06-02-23&catid=2:2010-10-09-03-06-20&Itemid=3
طاهر مسافر
06.08.2011
سلام مومن سیب
کشکی دی د سرمایداری، کمونستی، او عیسوی او نورو استبدادی ایدیالوژیکی سانسورونو نه هم څه ویلی وای.
مومن مهاجر
06.08.2011
طاهرمساپرصاحب سلامونه اونیک احساسات ! هیله ده روژه دي په خیر او برکت وي . پورتنۍ لیکنه زمانه بلکه دطیب کوثر په نوم یو بل چا کړې چي ما له لوستونکو سره دشریکولو په موخه راکاپي او دلته په ټول افغان کي مي ځای پرځای کړه .