د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بې ياره محمد يار

لړمون خوړينی
03.08.2004

[color=green:d1d83fe6f5]ښاغلو ورونو اوپتمنو خويندو !
دبينوا فرهنګي ټولنې مشر ښاغلی محمد يار هغه سپيڅلې څيره ده چې تل يې دهر ظالم اوجابر پرخلاف خپل دافغاني غرور اومېړانې ډک قلم اوچت کړی . نن ورځ همدغه ځوان په دې جرم سترې محکمې ته غوښتل شوی چې ولې يې دحق غږ پورته کړی ، ولې دخپلې خاورې ، ولس اوژبې سره مينه لري ، ولې يې دغلو ، داړه مارانو ، قاتلانو ، وطن پلورونکو .... له عيبونو پردې پورته کړي .... دافغانستان دښنمان له ډېرې مودې راهيسې په دې لټه کې دي چې دهيواد اصيل بچيان په يوه اوبل نوم له صحنې لرې کړي ، ويې ځپي او ويې وژني . داوخت دکابل نه دخپرونو مارکيټ جوړ شوی دی په لسګونو ورځپاڼې ، اونيزې ... خپريږي ، چې زياتره يې په ښکاره زهرشيندي دافغانستان توهين اوسپکاوی کوي ، ملي مقدسات ، ملي اتلات باباګان ...په سپکو سپورو نومونو يادوي خوهيچا محکمې ته راکش نکړل اونه هم چا ووهل . خونه پوهيږوچې پښتنو ليکوالو څه جرم کړی چې دهيواد واکداران يې په روغه لاره نه پريږدي ...

داوطن بلبلو ستاسې په والله که دبل چاشي
خويوڅو سرونه مات کړئ دزندان په دروازوکې[/color:d1d83fe6f5]


دا حکومت زمونږ ندي

لونګين
03.08.2004

وروره ستا بابا او زما باباګان ملامت دي خداي پاک دی دوي په ګور کې په څلورو ودروي٠.
باباګانوملي هويت جوړ نکړو ددې نورو ژبه او کلتور ئي مخته بوت اواوس هغوي نه ما او تا
او نه زمونږ باباګان سيلان بولي او اودس هم نه را باندي وچوي٠
( تو چي داري کلش از ما ياد ګرفتي ) ٠. کرزي ګل د خپله لونګۍ او څادر غورځولي دي
په قره کلي او چپن کي د درويشانو اتڼ کوي اود فهيم ګل اوامريکايانوسازته ميده
بازي کوي.
ته يوواري غازي امان لله خان ته ګوره ( لمړۍ پاڼه سيمينار) چې دښځي ئي شپو کلاه په سر
او پښي ئي لوځي دي٠. دازمونږ باباګان بېسده نوه؟؟ پښتني ټکري اوپښتني پرتوګ
او لباس نوه ؟؟ هنده وه چې هر چيرته ځي خپله ساړي اغوندي او ښه درنه هم مالوميږي نو
وروره زما اوستا د بابا ګانو ښځې له هندۍ نه هم کښته وي.
داحکومت دپښتنو ندي ددي حکومت سره کار کول خيانت دي ، پريږده چې تاجک او دانور
مزدوران له امريکايانو سره ګډ حکومت وکړي .مونږ او تاسو اوس بايد بل رول ولوبوه
ياني د پښتنو کلک يو والي بيا ئي ته ګوره چې څه کيږي٠
بس ده پردی کلتور او پردۍ غلامي ، يواځي دپښتنو يووالي او بيداري زمونږ پرابلمونه
حله ولي شي او نور هيڅ شئ په درد نخوري٠
وروره پښتون او مسلمان اوسه نور په چا چرت مه خرابه وه٠
ستا ورور
لونګين



Adil watanmal
04.08.2004

د عزت وړ ورورنو غريبانه سلامونه مي قبول كړي
لړمون خوړين وروره كه مونږ د افغانستان تاريخ وګورو نو څومره پښتانه پاچاهان چي تير شويدي يو هم خپل وطن او ژبي ته خدمت نه دي كړي بلكي د پردو په اشاره ئي خپل قوم ټكولي دي او څومره خدمت چي ئي كړي پردي ژبي او پردي وطن ته ئي كړي دي او اوس همدا حال دي كه كرزي پښتون دي خو حق دوست خلق ئي په زړه كي ځاي نلري.او همدارنګه هغه ورورڼه چي ځان د هر ظالم د سترګو اغزي ګرځوي نو په دي حكومت كي كوم ځاي نلري ځكه د حكومت واګي ټول د ظالمانو په لاس كي دي او تر اوسه ئي لاسونه د مظلومو افغانانانو په وينو رنګ دي نو دوي چيرته د حق د اوريدل تحمل كولي شي. نو الله پاك دي محمديار ورور ته اجر وركړي چي دي د حق په ويلو باندي محكمي ته غوښتل شويدي او سړي نه پوهيږي چي ګيله د چانه وكړي ځكه اوس په افغانستان كي استعماري قوتونه پراته دي او د حكومت واګي ئي سګشويانو او پاټك سالارانو ته په لاس كي وركړي دي نو چي ددي دواړو ډلو په خلاف سه وائي نو ضرور به محكمي ته غوښتل كيږي.او همدارنګه كه د پښتون قوم او ژبي نه دي دفاع وكړه هم به محكمي ته غوښتل كيږي .

د ازاد اسلامي افغانستان په اميد

عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more