نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طالبان اصلی جهاد !؟!
مساپر
27.07.2011
د کندوز وﻻيت د چاردرې په ولسوالۍ کې پر يوه کور باندې توغندی پريوتی، چې له امله يې د يوې کورنۍ پنځه غړي یو ځای شهیدان شوي دي.
د روهی د خبري شبکې په وینا دا توغندی تيره شپه د طالبانو لخوا ويشتل شوی دی. داسې ښکاري، چې طالبانو هلته نږدې د بهرنيو ځواکونو اډه په نښه کړې وه خو پر ځای يې زمونږ بیګناه ملکي خلک شهیدان شول.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په کندوز وﻻيت کې ازبک او چیچن طالبان هم ځای پر ځای شوي دي او کله ناکه په سيمه کې بريدونه تر سره کوي.
نصرت
27.07.2011
زړه مي ددي خبري داخشتو نه بیخي انكار كوي!!!
هغه زكه چي میلاوټي راته ښکاري،
Mujahid Islam/مجاهد
27.07.2011
داراپورده کفرۍ بخت ميډېاخکارۍ...
هره ورز بې شمېره ملکې وگړې ده کفارو په بمبار کې شهېدان کېژې، خو مېډېا ېه تحرېف وۍ
مساپر
28.07.2011
[quote:c01459c4ad="Mujahid Islam/مجاهد�"]داراپورده کفرۍ بخت ميډېاخکارۍ...
هره ورز بې شمېره ملکې وگړې ده کفارو په بمبار کې شهېدان کېژې، خو مېډېا ېه تحرېف وۍ[/quote:c01459c4ad]
السلام اعلیکم،
مجاهد وروره، زما ګیله چې دی زموږ د خپلو مسلمانو ورونو څخه دی چې دوي ولې د الله تعالی د مبارکو ارشاداتو ته په نظر نه نیسی او یا په صحیح توګه عمل نه کوي.
الله (ج) په قران مجید (سوره المایده: ۳۲)کې داسې فرمایلي دی:
(مَن قَتَلَ نَفسا بْغیر نَفسٍ او فسَادٍ فی الارض فكأنما قتل الناس جميعاً)
ترجمه:
هر څوک چې و وژنی یو نفس بی له عوض بل نفس نه له فساده په ځمکه کښی نو ګواکی وژلی دی خلق ټول،
تاسو د کفار په باره کې ویلی دی، خو زما په عقیده د کفار څخه ګیله او یا شکایتونه درسته نه دی ځکه چې دوي د الله (ج) په کلام نه پوهیږی. او بل دا چې د هغوي څخه ګیله کول هیڅ ګټه هم نه لری.
نو په دی خاطر د یو مسلمان په نامه دا زموږ فرض دی چې خپلو مسلمانو ورونو ته د اسلام د مبارکو ارشاداتو په باره کې ووایو، بس دا وو زما عرض او ګیله.
په درنښت،
مساپر