نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د منطق ګل په وړاندې مشترک اسلامي دریځ
م . ق
27.07.2011
ټولو مسلمانانو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
لکه څرنګه چې تاسو ولید منطق ګل نه سالم بحث ته تیار دی او نه مناظري ته، صرف دا غواړي چې د مسلمانانو په خبرو کې داسې څه پیدا کړي چې ده ته د اسلام خلاف د پوچو تبلیغاتو زمینه مساعده کړي، او په دې توګه د اسلام او مسلمانانو خلاف پلان شوی کمپاین جاري وساتي.
نو اوس مونږ هم مجبور یو چې پدې په فورم کې د هغه خلاف غبرګون وښایو او هغه پدې توګه چې د دفاعي حالت نه راووځو او په تعرض شروع وکړو، د تعرض لپاره زمونږ هدف باید د غرب، لیبرالیزم، امریکا، یهود او غربي حیواني تمدن او غیرانساني وحشي کړنې وي، همدارنګه د انسانیت په وړاندې د دوي تاریخي ظلمونه، د مظلومانو استحصال، استعمار او استثمار، جنګونه، وژنې او د مهلکو زهري اسلحو استعمال باندی تمرکز وشي.
نو زمونږ انتقامي ګزار دادی چې پورته مذکوره شیانو باندې پراخه لیکنې وکړو، پدې لړ کې ما مخکې هم دلته د شرف ستانکزي په نوم دوه لیکنې کړې وې چې ددوي د زغم وړ نه وې.
تاسو په دې کار سره زمونږ ایماني جذبه او اسلامي وینه په جوش کې راوستله اوس نو د حل یوه لاره داده چې د منطق غل اپلتې د ناندریو خونې ته انتقال شي ترڅو مونږ ورسره پراخې ناندرﺉ ووهو جدي بحث او مناظرې نه هغه ځان وباسي او د اسلامي خونې تقدس پیمالول مونږ نه غواړو، هغه ناندرﺉ وهي او مونږ هم باید ورسره ناندرﺉ ووهو خو د ناندریو ځاﺉ اسلامي خونه نه ده. او بله د حل لاره داده چې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د تبلیغاتو او کمپاین نه لاس واغیستل شي.
مننه او درنښت
زنده باد دې وي اسلامي غورځنګونه چې غوڅ کړي د کفارو نه لاسونه او سرونه، تاریخ کې راژوندي کړي قرآني انقلابونه.
تکبیر!!!! الله اکبر
رښتینی
27.07.2011
ښاغلی قرانی صاحب ستاسو موقف تایدوم دوی کوښښ کوې په اسلام
باندې له داسې لارو یرغل راوړې چې په هغه لاره سره خالی الذهنه او ساده
مسلمانان ودروهې کله چې منطق ګل بحٍ پیل کړ ما هغه مهال لا یوځای ولیکل
چې دا خلک هامه اذهان خرابول غواړې .
دوی په چالاکي او دګیدړو په چمونوکې تکړه دې او دا د استشراق دمکتب هوښیارې
ده چې ډېرو دقیقو موضوعاتو ته ځېروې زموږ دملګرو یوې نېمګړتیا ته پام را اړوم
هغه دا چې دیوچا اهانت یا یوچاته ښکنځل که څه هم هغه سل ځله دداسې اهانت
وړ وې په بحث کې ندې په کار او نه به دې سره داسلام دفاع تقویه کېدلی شی
بلکې په پوچه خوله سره دلیکوال قوی دلایل لږځواکه او کمزورې شې بناء له داسې
خلکوو سره د بحث پرمهال باید اسلامي اخلاق او درنښت په پام کې ونیول شې
نن په نړۍ کې رواني شخړې د لویدېځ دلوڅ او فاحش تمدن سرخیلانو رامنځته
کړې دې په هر ځای کې چې اورونه بل دې او جګړې روتني دې دا ددوي د ګټو له
پاره ترسره کیږې خو ددوی سپینسترګې پلویان او ګوډاګیان ددې شخړو لامل
څو تش لاسواو بی اسرې کسان بولې .
په هرصورت قرانی صاحب ستاسو موضوع جالبه او باید نور ملګري
هم دی لورته توجه وکړي
په مینه
باتور
28.07.2011
درنو وروڼو
دا موضوع د اسلام په خونه کې حل او فصل شوه
دلته يې د راوړلو لزوم او بيا د شخړې ميدان ورته پرانيستل ښه کار نه دی
واړه ماشومان شخړو ته تل لمن وهي او خوند ورکوي
لوی او په ځان پوه هوښياران څادر ټکوهي او په مخ ځي
په درنښت
باتور
28.07.2011
که د لر او بر د ازادۍ د پاڅون او د يووالې او پيوستون په اړه څه په کوپړه کې لرئ را دورې کړئ.
کنه له دې ځايه په منډه منډه هغو نورو خواوو ته چېري چې مو شپه ښه تېرېږي، او سپکو ورکو ته مو وار ښه برابرېږي، ور ځغلئ !!
په درنښت
۰
28.07.2011
بي توري باتوره هلته څه بلا وهلي وي چي د یو مسلمان په حیث دي لږترلږه یو ځواب منطق ګل ته لیکلی واي چي اوس دلته دي تندی تروش کړی؟ او بیا په تا يي څه زور دی که درباندي بد لګیږي نو مه يي ګوره بل چا سره کار مه لره
قرااااااااااااااااااااار کینه .
لاحول ولاقوة الا بالله العلي العظیم
م . ق
28.07.2011
[quote:4b70a17e3c="باتور"]درنو وروڼو
دا موضوع د اسلام په خونه کې حل او فصل شوه
دلته يې د راوړلو لزوم او بيا د شخړې ميدان ورته پرانيستل ښه کار نه دی
واړه ماشومان شخړو ته تل لمن وهي او خوند ورکوي
لوی او په ځان پوه هوښياران څادر ټکوهي او په مخ ځي
په درنښت[/quote:4b70a17e3c]
باتورخانه، دا زمونږ ځوابي غبرګون وو، موضوع که حل او فصل شوه نو هغه زمونږ د دې غبرګون نه وروسته حل او فصل شوې ده ځکه نو زمونږ نه دا ګیله چې ولې مو دا عکس العمل کړی بې ځایه ده، ځکه بیګا تر یوې بجې پورې چې ما دې کار ته امادګي او تصمیم ونیولو ترهغې موضوع نوره هم ورانه شوې وه، او کوښښ شوي وو چې د تکامل په نوم بیا ډزې شروع کړي.
اوس چې د منطق غل ټولې اپلتې ړنګې شوې او خلې ته یې قیضه ورواچول شوه نو مونږ هم بیرته نارمل حالت ته ستنیږو، زمونږ د عکس العمل هدف هم همدغه وو، مونږ خپل هدف حاصل کړو او په خپل مرام کې کامیاب شو ولله الحمد.
خو د محترم مومند صیب خبره تا د خپلې مسلمانۍ حق هم ادا نه کړو خو برعکس د اسلام د مدافعینو په خلاف دې خله پرانیستله، ایا همدا هغه یوون او پیوستون دی چې ته یې دعوی کوی؟
کچیرته دا سایټ د ټول افغانیت دعوی کوي نو ټول افغانان مسلمانان دي، او د افغانانو د دین او عقایدو سپکاوی د ټول افغانیت سپکاوی دی ځکه نو ته دا حق نه لرې چې مسلمانانو ته ووایې چې کچیرته تاسو د خپل دین دفاع کوﺉ نو دلته مه راځئ او که د دین نه بغیر نورې خبرې کوﺉ نو بیا راځئ، ته خپله سوچ وکړه ایا د یو افغان سره داسې خبره ښایې؟
باقي د کوپړو نووښت او ابتکار خو دې ولید چې څنګه کولی شي عملي سیاست ولوبوي.
د لراو بر یوون پیوستون او ازادي ټوله په اسلام کې ده، اسلام د لروبرو د یوون يواځینۍ عملي او موثره لار ده خو که ستاسې غیرفعالې کوپړﺉ پرې کار وکړي، ایران او پاکستان یې ښه مثال دی چې څرنګه ترینه زرینه فایده اخلي خو ستاسې روڼ اندې کوپړﺉ د داسې سیاستونو څخه عاجزې دي ځکه تاسو پښتنونپالنه د اسلام او ملا سره په دښمنۍ کې ګورﺉ چې همدا مو غټه ناکامي ده.
د لروبر د یوون لپاره ما د (لروبر لوي افغان اسلامي امارت) تجویز همدلته کړیوو، ته وایه چې ته پدې هکله په کوپړۍ کې کومه عملي لاره لرې؟؟؟
مننه او درنښت
قرآني
ډاکتر وطنمل
29.07.2011
درنو او خوږو اسلامپالونکو ورونو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
پرون ماښام د ټول افغان ملي - اسلامي بوڼپاڼې د يو اسلام دوښمنه افغان په سر باندې چې ځان يې ښکاره ملحد معرفي کاوه او داځل يې د منطق ګل
په نامه ليکنې پيل کړې وې يو خوله ماتونکی ګوزار ورکړ او له دې ملې او اسلامي وېبباڼې څخه يې دتل له پاره وشاړۀ .
دا دې هرچاته عبرت وي ، څو دلته هېڅکله بيا څوک د الله (ج) د سپېڅلي دين اسلام سره پنج پنج ونکړي !
الله تعالی په دې راضي دی چې اسلام يې زمونږ دين ګرځولی ( و رَضِيتُ لکُم الاسلام َدينا) او مونږ له الله سبحانه وتعالی څخه په دې راضي يو
چې اسلام زمونږ دين دي ، الله ژمنه کړې چې د اسلام ساتنه به کوي نوشکر يې کاږو چې زمونږ په زړونو کې يې د اسلام دفاع ځای په ځای کړې ده !
[color=darkblue:7e8d1a06db]اللهم لک الحمد حمداً کثيرا [/color:7e8d1a06db]