نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د نړۍ کفري زبر ځواک ولي د شهيد اسامه مړی څرګند نه کړ؟
وصيل پېروز
27.07.2011
څه وخت وړاندي د يرغلګرو له لوري د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته څېرمه په ايبټ نومي سيمه کي د مسلمانانو اتل ، د روان جهاد سرلاری او د يرغلګرو د سترګو ازغی د هغو وحشي انسانانو له لوري د شهيدانو له کاروان سره ملګری شو چي د مظلومو انسانانو په وينو يې لاسونه سره دي ، د يوويشتمې پېړۍ په تاريخ کي يې د وحشت او بربريت داسي باب پرانيست چي انساني عقل يې له لوستلو عاجز دی ، د ظلم او ستم د داسي دروان ور يې پرانيست چي د مظلومو پرګنو پر خوله پکي پښه ايښودل کېږي او په دې سلطنت کي يوازي هغه څوک راج کولای شي چي په ظلم قسم وکړي او د ظلم ملا وتړي .
د همدې لارې لارويانو وکړای شول چي د مسلمانانو د غفلت له کبله د روان جهادي کاروان سالار شهيد اسامه رحمه الله په شهادت ورسوي . د ده تر شهادت وروسته خلکو ترې د ثبوت په توګه د مړي انځورونه يا وېډيو او يا هم مړی وغوښت مګر يرغلګرو انکار وکړ او ويې ويل چي مړی يې دومره خراب دی چي په ليدلو به یې مسلمانان وپارېږي او احساسات به يې ژوبل شي . مګر څرګنده خبره ده چي دا بانه د چا زړه نه شي منلای بلکي په زړه کي لا هم د يقين او باور څپو دا بربنډ دروغ نه دي منلي مګر راځئ وپوهېږو چي حقيقت څه وو او ولي يرغلګرو د شهيد اسامه رحمه الله مړی ښکاره نه کړ؟.
زه د ځينو رپوټونو پر بنسټ دا ادعا کولای شم چي يرغلګرو ته د شهيد اسامه رحمه الله مړی په لاس نه دی ورغلی ، کوم وخت چي يرغلګرو د ده پر کور بريد کړی هغه مهال نښته رامنځ ته شوې او ديوې درنې نښتې په پايله کي نوموړی شهيد په دې باوري شوی چي نور يې د ژوند وروستۍ شيبې دي او نه شي کولای چي د محاصرې دا کړۍ ماته کړي نو يې په دې خاطر چي امريکايانو ته ژوندی په لاس ورنه شي او نه يې هم مړی دوئ په نړۍ کي د خپلې بريا لپاره ښکاره کړي هغه مهال په ځان پوري تړلي مواد چولي چي کله امريکايان د ده د اوسېدو کوټې يا هم ده ته نژدې رسېدلي دي چي په ترڅ کي يې نوموړی له دې فاني نړۍ څخه رخصت او ديوه ابدي اطمنان لور ته وخوځېد. انا لله وانا اليه راجعون
روح دي ښاد او ياد دي تل وي
ستاسو په اند ايا دا خبر رښتيا کېدلای شي ؟
دا څومره امکان لري؟
ايا امريکايان نه غواړي چي د نوموړي دا وروستۍ مېړانه هم پټه کړي؟
که څرنګه؟
په مينه او درنښت