د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خيبر ټى وى


Shponkay
03.08.2004

[code:1:427442e0fb]خيبر ټى وى
ليک:فيروزاپريدے
دهوا په چپو په سيندونو راپورې وتو په غوږونو کې وشړنګيدو په سترګو کې وځليدو اوپه مخونو مودفخر او وياړ يوه ملکوتى مسکا خوره شوه. دا دخيبر ټى وى زيري وو اونن مو په خپلو سترګو دهغه خوب تعبير وليدو کوم چې هر پښتون وګړى دقوم او ملت دشعور اواګاهۍ دپاره ليدلى وو . دخيبر ټى وى په باره کې مونږ دڅو مياشتو راهسې په اخبارونومجلو کې لوستى وو يوه يره هم راسره وه چې دابه څنګه کيږى؟ او څوک بۀ ئې کوى دصوبې اوپښتونخوا هر وګړي ددې په طمع وو ډيرو خلقو په بهرنۍ دنيا کې ميشته پښتنو ته سترګې نيولې وې چې ګنى دوى کې به څوک راوړاندې شى اوداکار به پيل کړى خولکه څنګه چې مانه هم به يوه معرکه کې تپوس شوي ؤ اوماورته خپله خدشه ظاهره کړې وه چې دادپښتون اولس دپاره يوه نوې او ميګا پراجيکټ دي او ماسره دايره ده چې داکار به څوک بل کس غير پښتون شروع کوى . هم هغه زماخبره رښتيا شوه خيبر ټى وى راغلواوپښتون سرمايه دار پکې نه وو . ددې منصوبې شروع کولو سره څه نومونه راغلل چې واضح نه وو چاوئيل چې دمردان يومسلم ليګي ئې شروع کول غواړى او ورسره داسلام اباد څه لوړ رتبه طاقت هم شامل دي مونږ چې سوچ وکړو نو په دې نتيجه ورسيدو چې داکسان او ددې مشرانو خوټول عمر دپښتون قوم استحصال کړي دي او هيڅ کله ئې دپښتون اولس خدمت نه دي کړي بلکې دنورو طاقتونو لپاره ئې دايجنټانو کار کړي دي هغوى سره دا درد له کومې پيدا شو ؟ چې دپښتونخوا دژبې، کلتور او ادب روزنه وکړى ؟ دوى خو ټول عمر پښتانه لتاړ کړى دى او ددوى په سرئې داغيارو نه پيسې خوړلى دى دا اجرتى قصابان دپښتون وګړى خدمت هيڅ کله هم نشى کولي . اوس سوال دا پيدا کيږى چې دپښتونخوا تاجر خو لاتراوسه درواياتى چوکاټ نه بهر نه دى راوتلى انډسټرى کارخانې، او دلوئې پيمانې ايکسپورټ ايمپورټ هم نشته او بندر هم نه لرو انډسټريل ذون هم نشته دقدرتى معدنياتو فائده هم دپنجاب تاجر وړى . په داسې حال کې به ديوې ژبې چينل څه فائده وکړى ؟ ځکه چې اشتهار به چرته پيدا کوى ؟ ظاهره خبره ده چې دا يو پرائيويټ چينل دي او هيڅوک ليونى نه دى چې خپلې پيسې په اوبو کې ډوبې کړى پاتې شوه دژبې او ادب خبره نوددې خبرې خونه دحکومت څه پرواه شته اونه به ئې هيڅکله وغواړى چې د اردو په مقابله کې دې يوه علاقائى (بقول ددوى ) ژبه وده ومومى اونه بل څوک داجرات کولي شى چې دژبې دپاره خپله سرمايه ډوبه کړى اوهغه هم يوغير پښتون وګړى ياکه داسې څوک پښتون هم وى چې دپښتون وينې او غوښې ئې خوړلى دى خو څه ئې ورکړى نه دى . نو بيا هغه کوم وجوهات دى چې دومره لويه منصوبه ئې په ظاهره بغير دڅه کوټلى مقصدونو يا اهدافو لپاره شروع کړې ده ؟ په دې خبره خواوس هر پښتون خبر دي چې ددې شاته دتجارتى اغراضو نه پرته سياسى مذهبى معاشرتى اوعسکرى اعراض او مقاصدهم شته . دزرګونو کالو راهسې اباد پښتون قوم د خپلو رواياتو او جغرافيائى محل وقوع په سبب لا تراوسه بدل نه شو ماهرين وائى چې دافغان تهذيب سره راولاړ تهذيبونه نن داثار قديمه په کنډراتو کې دتحقيق لاندې دى يوپښتون داسې نسل دي چې لاتراوسه دخپل تهذيب او کلتور سره ژوندي دي نور قومونه او تهذيبونه په يوبل کې ضم شول خپل شناخت او پيژندګلو ئې ورکه شوه.خودغه قوم تراوسه دخپل افغانى اوپښتنې چوکاټ نه بهر راونه وتۀ په دې سبب په دې قوم نسل کې بې حده زياته خودسرى او حريت پسندى پيدا شوه تاريخ ګواه دي چې ډير لږو کسانو په هند او اطرافو دخپل طبعيت له خاطره قابض شول او په مودو مودو ئې حکومتونه وکړل . نن داليکټرانک اوايټمى دور په دې ترقى يافته دور کې دځينى طاقتونو سره دا يره پيدا شوه چې دا خارج او حريت پسند نسل به څنګه بدل کړو که وکتي شى نو لږه موده وړاندې ددنيا په دې ګلوب کې فقط پښتون داسې قوم دي چې دسپرطاقت امريکې پرواه ئې هم نه کوله په تش لاس ئې جنګ ته غاړه کيښوده سرونه ئې وشيندل خو چاته ټيټ نه شول . په ظاهرى جنګ بيلودو خومورچه ئې پرينښودله اونن هم دسپرطاقتونو نه پرته څه نورو خلقوته هم د يرې او خوف بيمارى ولګيده او لو يو لويو دماغونو ،مشاورو اوتهينک ټينک په دې باندې غور اوسوچ شروع کړو چې دا خلق څنګه بدل کړو. ددوى په فکر کې داخبره راغله چې که مونږ يوپښتون وګړي هرڅومره بدعمله جوارګر، لوفر، ډاکو ،بې تعليمه او په نورو حرابو معاشرتى خرابيو باندې اموخته اوعادت کړو ټوله ورځ بهر په غلطيو او نارواه کارونو کې بوخت هم وى خو چې ماښام کورته راشى نو خپله مور، خور او ښحه په څادر کې پټه ووينى هغه ټوله حيا اوغيرت ئې بيا په شعور کې راجمع شى او چې سحر دکوره وځى نو يوځل بيا يوسوچه اوغيرت مند پښتون ترې جوړوى . ددې دپاره دوى داسوچ وکړو چې دپښتون نه به دپښتنوالۍ غيرت او حيا اوناموس داخصلت څنکه لرى شى ؟ ددوى په فکر هرکله چې داحياداره پښتنۀ زنانه، ماډرن، تعليم يافته اودزمانې په رنګ کې رنګ شى نو دابدلون به زر ترزره راشى ددې مقصد دپاره څه دپاسه سل اين جى او دمغربى هيوادونه له خوا زمونږ واکدارانو په مرسته خپل کار شروع کړو . بله او غټه وجه دجنوبى وسطى ايشيا دپاره دامريکې روډ ميپ دپاره لاره هوارول دى په دې لاره کې غټ بنديزونه ددې خاورې دسخت ګيرو اسلامى بنياد پرستو پښتنو خلاف اولس راولاړول او ترقى غوښتونکى روشن فکره او دامريکې دپاره کار کوونکى ايجنټانو دپاره درائې عامه جوړول دى ترڅو پورې چې طالبان يادهغوى همخيال نور اسلام پرسته طبقه يا روايت خوښوونکى بنياد ګر پښتانه په دې خاوره موجود وى نودسپر طاقت مفاداتو ته به خطره وى. په مطبوعاتى طريقه داکار ډيروخت غواړى ځکه چې اولس خواندګى نه لرى نواسانه او خوندوره طريقه ئې اليکټرانک ميډيا يعنى ټى وى او ريډيو دي چې دهرچاپه کورکې شته يا ورته رسائى لرى ټى وى نن زمونږ بيډروم ته راننوتلي دي اوډير په اسانه دماشومانو او ښځو ذهن بدلولي شى . ددې خبرې ثبوت دپاکستان او هندوستان لوئى ښارونو کې دهلکانو اوجينکو سټائيلونه هرکس کتلي شى دلاهور،اسلام اباد او کراچۍ ښارونو کې دهلکانو او جينکو تنګ جينز پتلون ټى شرټ او په غاړه کې دسرو لويو کړو زنځيرونه او ډسکو اوپاپ بې هنګم موسيقۍ سره ډانسونه زمونږ مخې ته دى . کيدي شى چې زمونږ پښتون نوى کول هم داغواړى خودڅه رواياتو ياسخت ګير مشرانو له کبله په ظاهره په نظر نه راځى اوکيدي شى چې ډير زر زمونږ دخپل ټى وى په سکرين دمهذبه او مغرب زده پيشکوونکى په وسيله دامنظرونه هم مونږ ووينو[/code:1:427442e0fb]
[color=darkblue:427442e0fb]ټولو دوستانو ته سلامونه او نيکې هيلې!!!
دا څو مىاشتي کيږى چې د خلکود خولې او خبري رسنيو څخه اورم چې ىو نوي پښتو چېنل په کار شروع کړې ،که څه هم ما تر اوسه په خپلو سترګو ليدلې نه دي ،خو په زړه کې ورته ډىر خوښ وم چې مونږ هم اوس ىو پښتو چېنال لرو چې باىد ورباندې وياړ او فخر وکړو .
داخو يو روښانه واقيعت دي چې رادىو ،تلوىزون ،سينما او نوري خبري رسنې د يو مليت په ژبه ،کلتور او نورو ټولواړخونو ىو څرګند تاثىر اچوي او د ژوند د کچې په لوړوالې کې عمده او مهم رول لوبوي.
نن مې لکه د نورو ورځو په څىر د معلوماتو د حاصلولو لپاره د وحدت ورځپاڼې ويب سايټ ته سر وښکاره کړ او هلته مې پاسنې لىک ولوسته چې د لوستلو نه يې دې نتيجى ته ورسيدلم:
پښتانه باىد د تلويزون او رادىو نه لاسونه پرىمنځې ځکه دا عمل به ىې افغانيت او اسلاميت ته غټ زىان ورسوى، او داسې نور ډىرډىر سوالونه مې ذهن کې وګرځيدل خو زه يې دلته د ليکولو نه ډډه کوم ځکه ممکن زه ددې ليکوال په ليکنه سم پوه شوي نه ىم ،هىلمند تاسو دوستان دا لىکنه ولولې او خپله رڼا په واچوي ترڅو زما او زما غوندې د نورو دوستانو ته سر په خلاص شى
په ډىره پښتنه او افغاني مىنه
ستاسو د غرونو شپونکى[/color:427442e0fb]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more