نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
...دبدراوحنين ديادونوحماسې انځوروي !
Mujahid Islam/مجاهد
26.07.2011
...دبدراوحنين ديادونوحماسې انځوروي !
دهجرت په دویم کال اودرمضان په ۱۲مه رسول الله صل الله واله وسلم دخپلو ۳۱۳ مقدسو او سپیڅلوملګرو په ملتیا (چې پکې ۶۰ مهاجرین اونور انصاروه )دمدینې منورې څخه ووت ، چې همدې کوچنۍ او کمزورې قافلې پخپلو وینو دنړۍ په تاریخ کې ځانته جلا دمیړانې اوقهرامانۍ نوی باب ولیکه!
دقریشو زرکسیز لښکر ( دهغه وخت په ډول ،ډول سازوسامان مجهز اووسائلوسمبال) لا له وړاندې دمدینې منورې څخه ۸۰ میله لرې دبدر سیمې ته رسیدلی و اوهم هلته یې اړولې وه
او هم یې دجنګې تاکتیک له پلوه ټولې مهمې نقطې ټینګې نیولې وې ،په تعقیب یې دبې وسومسلمانانو ډله هم هلته ورغله ،هلته په رسیدو ورته جوته شوه چې قریشې لښکر ټوله سیمه اشغال کړ ې او یواځې یوه چینه( چې لا ور ته قریش نه ورسیدلې یاترې دپا مه وتې وه )
په لاس ورغله د دې سربیره دخدای (ج) له لورې دمسلمانانوسره داغیبې مرسته وشوه چې عین په دې موقع اسمان کې وريځې راغلې اوپه شیبو، شیبوباران ووریده چې ورسره شاوخواه ټولې کندې اوچقوري د اوبو څخه ډک شو ل اود دمسلمانانو ټولې اړتیاوې پوره شوې ،په دې پسې شپه شوه رسول الله 0ټوله شپه په دعاګانوکې مصروفه تېره کړه،د سهار په راختوسره یې پخپلو مبارکو لاسونو دجنګیالیو صفونه وتړل ، بیا یې لاسونه پورته کړل او وې ویل :خدایه! که نن داڅوپه شمار (ستا دلارې سرښندونکې) مات شول بیابه ترقیامته څوک ستا نوم یاد نکړې !
دجنګ دپیلیدو څخه وړاندې دعربی دود سره سم ددواړو غاړو څخه مبارزین وغوښتل شول دکفارولخواه دهغوئ دپوځ دسرلښکر عتبه سره ولید ، اوشیبه بیرون شول دمسلمانانو لخواه حضرت حمزه ، حضرت علی ، اوحصرت ابوعیبده ووتل ، دریواړه وتلې کافران دجنګ په ډګر کې ووژل شول حضرت حمزه اوحضرت علی دواړه روغ رمټ ووتل البته یواځې حضرت ابوعبیده بن سعید څو ټپونه وخوړل چې بیا وروسته دهمدې ټپونو له امله شهید شو
په دې پسې جوخت عام جنګ پیل شو دانصارو څخه دوه ځوانانو معوذ اومعاذ په ابوجهل برید وکړ او ځای پر ځای یې و پرځاوه خو لا مړ شوی نه و دعبدالله بن مسعود نظرورباندې پرېوت هغه ژر پخپله توره ابو جهل قتل کړ په دې کې وه چې دمکې یوبل نومیالی سر دارامیه بن خلف هم ووژل شوددې په لیدودکفارو زړونه مات شواوپښې یې شلې اورادې یې ماتې شوي ،خپل اویا مړي یې ترشا ه په سپین میدان پریښودل اوپه شاه وتښتیدل
دې جنګ کې مسلمانان له هره پلوه دکفارو په مقابل کې کمزورې وه چې ورته په پام اومقایسه دغه سوبه هیڅکله دکومې سترې معجزې څخه کمه نه وه یواځې الهې نصرت ددې سوبې اوبري عمده لامل ودکوم پخلی چې عظیم الشان قران په څرګندو الفاظوسره کړی
داداسلامې تاریخ لومړی جنګ دی خو وروسته په هره زمانه او هره دوره کې د مسلمانانو ترمنځو یې دمثالي جنګ ویاړ موندلی اوتل پرې داسلام تاریخ ویاړلي ! او تر ننه یې دبرې حماسې مسلمانوپرګنوته دځواکمن کفر په مقابل کې دمیړانې اوقربانۍ تاندې ولولې بښې ، اودتاریخ هغه یواځینۍ ستر ویاړلۍ ګټاټ دی چې مسلمان لاڅه چې اغیاروهم پرې ویاړلې او په ستر توب یې اعتراف کړی دبېلګې په توګه برتانوي انسائکلو پيډیا( دایرة المعارف ) لېکې : دبدر جنګ نه یواځې داسلامې تاریخ ترټولو لویه کارنامه ده بلکې دټولې نړۍ ستره تاریخې پېښه ده ! اوواقعا په بدر کې دباطل سترهزیمت اوشکست دنړیوالو پیښو لوری داسې بدل کړ چې یوه لورته ددې سترې سوبې له امله دکفر په ظلمت کدو کې دویر،اه،اوفغان شور ګډشو او بل لورته دتل لپاره دحق دین (اسلام ) دشاندار قصر لومړۍ بنسټ کيښود ل شو
په څرګنده داسې بریښيده چې دقریشې لښکر په مقابل کې دمسلمانانو کوچنی لښکر د برې چانس نه درلود له دې وجې ځینې مسلمانان اندیښمن ول ، اودجنګ دمیدان په لور کوچ کول ګویا دمرګ په لورتلل و یا لکه چې هغوئ مرګ کوت ( قران پاک )
خوالله (ج)مسلمانانوته په کفارو ستربری نصیب کړ، چې داداسلام دريښتنولۍ یو څرګنده نمونه ده اودهمدې وجې خدای (ج) دغه ورځ په یوم الفرقان سره یاده کړې اوپه دې سره دمسلمانانو ایمان او باور په دي نورهم پوخ شو که هم داسې تل دوئ دخدای (ج) اودهغه درسول ( صلی الله علیه وسلم ) اطاعت خپل شعار وکرځوې نو ګام په کام به دبریاوو زیرې ددوئ د پښو پلونه ښکلوې
ددې جنګ اهمیت ددې څخه هم څرګند معلومیږې چې په عظیم الشان قران کې یې ذکر په ښه تفصیل سره راغلی اوګډونوالوته دازیرۍ ورکړل شوی چې دوئ (بدری صحابه) ته دمسلمانانو ترمنځ ددرناوې یو داسې تل پاتې فضیلت په برخه دی چې دمسلمانانو وروستنې به په دوئ باندې ویاړې
په بد ر کې دشکست وروسته دقریشو ټول رعب اودبدبه لاړه خاورېخاوري شوه، ټول اهل الرآیه مشران یې ووژل شول، په مکه کې هیڅ یو کورداسې نه و پاتې چې تري یوتن په بدرکې نه ووژل شوی له دې وجې دمکې هرکور دویر اوماتم په ټغرکینا ست !!
اوبل دجزیرة العرب په نورو عربې قبایلو داسلام رعب اواثر پریوت هغوئ ته څرګنده شوه چې اسلام دیوه نوی ځواک په توګه را پورته شوی ،په مدینه منوره کې میشت قبایل هم دبدر وروسته اړشول چې دمدینې منورې دپولو دننه داسلامې حکومت واک منلوته غاړه کېږدې ، لنډه داچې دبدر سوبه داسلامې عروج اواقبال لومړۍ پاڼه وه ...
په وروسته نورو اسلامې پېړیو او دتاریخ په بیلا بیلو دورو کې دبدر دسرښندنو اوقربانیو دیادلمانځلو بهیر په مسلمانو پرګنوکې دمیړاني اوقربانۍ تسلسل ژوندی ساتلی اوپکې نورې حماسې یې پنځولې چې دادی نن بیا دازمائښتونوپه یوه نازک پړاو کې افغان شاه زلمي پخپلو وینو دبدر اوحنین دیادونو حماسې انځوروې !!
او باورلرو چې کوم خدا(ج) په بدراوحنین کې د حیرانوونکو نصرتونو کومې محیرالعقول بېلګې څرګندې کړي ( لیزدادوایمانا مع ایمانهم ولله جنود السموات ولارض ) هغه خدای نن هم په هغسې محیر العقول مرستو قادراوتوانا دی ، هغه دهغه خدای په څېر نه فنا کېږې کوم چې فلا طوس دروم په محکمه کې مصلوب کړ هغه ( والله لااله الا هوالحی القیوم ) دی نن هم د بغداد ، طرابلس اوافغانستان په ډګرونوکې دخپل غوره اوسپیڅلې دین(اسلام ) لښکروسره دمرستو کولو څخه عاجز ندی
زمونږ په هیواد کې دکفری لښکرو په مقابل کې دمجاهدینو اوسنې څرګند بریالیتوبونه اوپه اشغالګرود دبې وسلې مجاهدینو برلاسې په حقیقت کې دحق اوریښتنولۍ دهغه مافوق الفطرة ځواکو نو د نصرت پایله ده کوم چې په قرانې اصطلاح کې په پټ (مخفی جنود) لښکر سره تعبیر شوی ( وانزل جنودا لم تروها وعذب الذین کفرو(۹۱-۲۷ )
دتیرو لسو کلو راهیسې امریکا دخپل ټول سیاسې ، اقتصادې او جنګې ځواک سربیره دنړۍ ۴۷ هیوادوڅخه د جوړ صلیبې ائتلاف په هراړخیز پو ځې او لوژستیکې ملاتړ ناکامه اونامراده ده په مقابل کې یې دافغان ولس له منځه څوزره کمزوريو اوبې وسلې طالبانو بری موندلی چې دادی نن د ډیر شرم اوخجالت دلاسه له امریکایې سیاستوالو اوپالیسئ جوړونکو څخه دامریکا دراتلونکې نجات لار ورکه ده اوهریوچې ګورې هغه دې نتیجې اوپایلې ته رسیدلی چې افغانستان کې داوسنې جنګ داوم ددوې په ګټه ندی اوکه نور وغځول شو نولرې نده چې دوئ په یوه ډیربد ناورین کې ښکېل شې دامریکا په کانګرس کې دټکساس دایالت استازې په وازکومې اعتراف وکړ چې له افغانستانه ژر دامریکایې عسکرو وتل دامریکا لپاره په حیاتې بڼه ارزښت لرې اګرکه افغانستان کې دناټو اوامریکا عمومې قومندان پیټراييس افغانستان کې په درواغو خپل یوشمېربریالیتوبونه یادو ې خو اوس په امریکا اواروپا دواړو کې خلک یې په دعو باورنه کوې ورباندې دخلکو دباورسلنه صفر ته راغلې تردې چې څوورزې وړاندې دبرتانیې مشهور دیپلومات ( سرشرډ) وویل : جنرال پیټراییس ته خجالت ایستل پکار دې چې مسلسل یې دطالبانودزیانونو اوتلفاتو په اړه دوئ ته دافسوس تر حده هم زیات درواغ ویلې اوهم دډیرو په اند دامریکایانو اوسنې درواغ دویت نام دجګړې دقومندانانو درواغو ته ورته دې
لنډه داچې هیوادکې د اسلامې امارت دمشرتابه داعلان سره سم دنویو پسرلنیو عملیاتو طو پانې پیل دیرغلګرو ځواکونو مورالونه دومره مات کړل چې دوئ په سونوځله ښه مجهز اود عصرپه ټولو پرمختللو وسلو سمبال او دبې شمېره اسانتیاوو څخه برخمن ځواکونه دډار له امله دخپل ژوند څخه نهیلې شوې
په مقابل کې که دطالبانو په ټینګ پولادې عزم کلک استقامت نظر واچول شې نوهغوئ په ډیره حیرانونکې زړورتیا اوقهرانانې سره مرګ ته ورغاړیوزې چې دهغوئ اوسنئ دمیړانې پېښې دانسانې زړورتیا اوشهامت نهایې حددی ! چې د بېلګو دوړاندې کولو څخه یې دنړۍ دنوروقومونو دازادۍ دسرښندنواوجهودو تاریخ عاجزدی هو! البته یواځې داسلامې تاریخ په پاڼو کې دداسې لامثالا جهودو داستانونو اوپیښو څخه ډکې دې
که خبره دمادې توکیو اوسائلو دپرتلنې شې نوښکارده چې اشغالګر ځواکونه برلاسې دې اودطالبانو دځواک سره یې توپیر دزمکې اواسمان دی! لیکن په اغیز او پایله کې دبیرته پاتې اوزوړ تخنیک اغېزدومره لړزونکۍ دی چې نن په افغانستان کې میشتو یرغلګر ځواکونه ژړه ته راوستې
اودهمدې روان جنګ دستروزیانونو له امله امریکا دې حد ته رسیدلې چې دراتلونکې اګست ددوه یمې نیټې پورې په سود باندې داخیستوپیسودبیرته ورکولو توان ورسره نشته اونه دنورو پورونو داخیستو لپاره په قانون کې ګنجایش لرېچې له امله یې دامریکاسیال هیواد چین ورته په څرګندو الفاظو کې خبرداری ورکړ که ترټاکلې مودې اخیستې پورونه ادانکړای شول نود نړۍ ټول اقتصادې نظام به ړنګ بنګ شې دادافغان ولس دسرښندنوپه برکت او دهغه خدای مرسته اونصرت دی کوم خدای چې په بدرکې یوه ډیره کمزورې ډله یوه ډیره لویه مغروره ډله وځپله اودتلپاتې حق دین (اسلام ) تلپاتې شان اولورینې دې چې ددومره بې حسابه جنګې وسائلو او محیرالعقول اسانتیاوو سربیره دباطل اوکفرې ځواکونه شکست خورې اوهغه دنړۍ دنیولو په هوس مست او مغرور امریکایې چارواکې نن پر پسې لالهاند او سرګردان دې چې څنګه خپله بیړۍ ددې ژورګرداب دڅپو څخه بیرون کړي ؟ اوپه کومه ترې ووځې ؟