د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له طالبانو سره خبرې

تيمور
25.07.2011

د سولې عالي شورا وايي، چې په نږدې ورځو کې به د دولت له وسله والو مخالفينو (طالبان) سره خبرې اترې پيل شي. په سوله شورا کې يو تن مسوول کس عطاالله لودين خبري رسنيو ته ويلي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو اړوند خبرې شوې او په دې هکله ښه پرمختګ شوی دی.
نوموړي پر دې هم اعتراف کړی، چې تر اوسه پر دې نه دي توانيدلي، چې د طالبانو له مشر ملامحمد عمر او د اسلامي حزب له مشر ګلبدين حکمتيار سره مسقيمې خبرې وکړي.
د سولې عالي شورا تير کال رامنځته شوه او له اويا تنو جوړه شوې، چې مشري يې د برهان الدين رباني د جمعيت اسلامي د مشر پر غاړه ده. برهان الدين رباني ته د افغانستان خلک په خپله د جګړې د يوه عامل په توګه ورته ګوري.
د افغانستان په ځينو وﻻيتو کې اوس امنيتي چارې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته سپارل کيږي. د دغو سيمو واک اوس ځينې خاصو سياسي کړيو ته په ﻻس ورغلی او دوی به دا هڅه وکړي، چې د طالبانو سره د سولې خبرې مخنيوی، چې په هره طريقه کيږي وکړي. تيره ورځ د مزارشريف امنيتي چارې شمال ټلوالې ته وروسپارل شوې او په شمال کې دغه ټلواله نه غواړي، چې د دوی له ډلې پرته کوم چارواکی دې په دندې وګمارل شي، چې دغو ټولو دسيسې له بدمرغه د يوې بلې کورنۍ جګړې لپاره ﻻره هوارلی شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more