د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آیا طالبان د ترياكو عشر اخلي؟

لاونګ
25.07.2011

د هلمند د ملي امنيت چارواكي وايي چې وسله والو طالبانو سږكال له هلمند څخه ۴۱ زره كيلو ګرامه ترياك د عشر په نوم ټول کړي دي.

ياده سرچينه ادعا كوي چې وسله وال طالبان د هلمند په ترياكو وسلې او نور چاودېدونكي توكې اخلي چې په هلمند او نور ولايتونو كې بريدونه پرې وکړي.

د هلمند ولايت د ملي امنيت رئيس نظرعلي واحدي د يوې غونډې پرمهال چې د چنګاښ په ۲۱مه له كوكنارو سره د مبارزې په هدف جوړه شوې وه کلید ته وويل چې د هلمند له كروندګرو وسله والو طالبانو د عشر په نوم ۴۱ زره كيلو ګرامه ترياك ترلاسه كړي چې د كوټې د شورا له خوا د هلمند په نا امنۍ كې ترې ګټه اخيستل كېږي.

واحدي زياته كړه چې هلمند د وسله والو طالبانو د مالي غښتلتوب لپاره، غوره ولايت دى او هغوى هېڅ كله نه غواړي چې دغه ولايت له لاسه وركړي.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل ژمنه کوي چې د نشه يې توكو پر وړاندې به جدې مبارزه كوې، څو په دې برخه كې شته ستونزې اوارې شي.

ګلاب منګل وايي: (( له ټولو هغو سيمو د ناامنيو لمن ټوله شوې چې كوكنار په كې له منځه تللي دي او په هغو سيمو ګې لا اوس هم وسله وال مخالفين شته چې د دې بوټې كركيله په كې كېږي.))

د ګلاب منګل وايي، كه د ترياكو په راتلونكې فصل كې څوك كوكنار وكري، جريمه او سزا به ورته وركړل شي.

خو په هلمند ولايت كې د نشه يې توكو پر وړاندې د مبارزې رئيس سيد احمد ورور، په دغه ولايت كې د تېرو درېيو كلونو راهيسې د ترياكو په كركېله كې تر نيمايي د زيات كموالي خبره كوي.

ورور وايي: (( درې كاله وړاندې ۱۱۰ زره هكټاره ځمكه کې کوکنار و چې دا كچه لږتر لږه ۵۰ زره هكټاره ته راټيټه شوې او يوازې سږ كال د كمپاين په پايله كې ۲ زره هكتاره ځمكه له دې بوټې پاكه شوه ده.))

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدې وايي چې د دوى هېڅ كس له چا ترياك نه دي اخيستي او هغوى مستقل دي، يوازې د خلكو ملاتړ ورسره دى.

پاتې دې نه وي چې د دې ترڅنګ د هلمند امنيه قومندانۍ د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونمل عبدالقادر زهير وايي چې دوى ۳۳۶ ليټره هغه تيزاب کشف کړي چې د هيروينو او كريسټالو په جوړولو كې ترې كار اخيستل كېده.

http://tkg.af/pashto/report/political/4444-آیا-طالبان-د-ترياكو-عشر-اخلي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more