نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
یوه پوښتنه لرم
سمسور خان
25.07.2011
درنو او محترمو خوندو او وړونو السلام عليکم و رحمه الله و برکاته
زه د ستاسو یو نوی ملګری یم او د ټولو نه مخ کښې په پښتنه مینه سلامونه ټولو ګرانو پښتنو ته وړاندې کوم. الله پاک مو ټول سلامت او بریالي ولري، امین.
زه یوه پوښتنه لرم چې ځواب ته یې اړتیا لرم. زړه مې یو ځواب راکړی خو د اسلام او شرعه له خوا په ځواب احوال نه لرم. پوښتنه مې دا ده چې د جهاد په وخت کې یو مسلمان په قران شریف کې مواد مخدر او یا کومه وسله پټولۍ شي؟ اسلام دا کار روا او یا ناروا بولي؟
په درنښت
-
25.07.2011
پوښتنه دې ډیره بل رنګه ده. اول دې د جهاد نوم راوړی چې ډیر بې ربطه دې ذکر کړی نه پوهیږم اصلي هدف دې څه شی دی؟ او بیا دې د مخدره موادو د پټولو پوښتنه کړې.
مداري غوندې راته معلومیږې.
۰
25.07.2011
سم سورخانه مقصد دي څه دي؟ دا پوښتنه خو دي پوښتنه نه بلکي د کوم غلط او بیکاره بحث پیل ښکاري والله اعلم بالصواب .
هوتک
25.07.2011
هههههه
یره کلیواله ته هم سړی له واره تر خوږ ګوته نسې،
پریږده غریب میلمه دی،
سمسوره صیب
که دې اول یو ښه پوښتنه کړیوای څومره به ښه وه ، چه که یوکافر دمسلمانانو په هیواد کې دقرآن کریم بې عزتې وکړې نو مسلمانان یې دفاع کولی شې اوکنه،اعنې داحق لرې چه دهغه کافر ماغزه ور تار او نارکړې،
خو ستا پوښتنه برعکس ده،دفورم نور په دې علم کې پوهان به ځواب درکړې، خفه نشې؟
لاونګ
25.07.2011
وړونو، سلامونه او نیکې هېلې...د روژې مبارکه او درحمتونو میاشت رانیږدې شوه. د یوې اونې نه هم لږ وخت پاتې شو. هر مسلمان دې کوښښ وکړي چې ځان په اسلام پوه کړي...د هرې خوا، او په هر ډول چې کولاۍ شي. ښه خبر به دا وي چې مونږ په ځواب پسې وګرځو له هغې نه مخ کې چې سمسور او یا بل چا ته په شکمنو سترګو وګورو.