د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

له منطق ګل څخه څو پوښتنې

مومن مهاجر
25.07.2011

په سر کي بايد غوښتنه وکړم چي دا موضوع مي يوازي په دې هدف پرانيستې چي زه او منطق ګل تر خپل منځ يوازي او يوازي خبرې وکړو له نورو لوستونکو هيله کوم چي د بحث په منځ کي د ځان له راګډولو ډډه وکړي ، کله چي زما او د نوموړي بحث نهايي شي اجازه ده چي دوئ هم خپل نظرونه پرې څرګند کړي .
دا چي په لومړي ځل منطق ګل له الله څخه د انکار موضوع مطرح کړه نو اړينه ده چي دی لاندينيو څو پوښتنو ته ځواب ووايي :
( ۱ ) د کايناتو دا پراخ نظام څرنګه وجود ته راغی هغه کوم عوامل او اسباب وو چي د موجوداتو دې پراخ او رنګارنګ نظام ته يې داسي مختلف وجودونه ورکړل؟.
( ۲ ) د کايناتو په غېږ کي دا خپور ور عالم چي اقسام يې تر ميلياردونو هم زيات دي څرنګه په دې وتوانېدل چي هر يو يې ځان ته بېل وجود ، بېل شکل ، بېل عادت ، بېله دنده او بېل - بېل ا ستعدادونه غوره کړي؟.
( ۳ ) کاينات چا دې ته مجبور کړل چي له دې اوسني نظم او نسق سره سم په منظم ډول داسي کار وکړي چي په منظم ډول بېل - بېل کارونه ترسره کړي؟.
( ۴ ) ولي ځيني کسان مري او ځيني نوي پيدا کېږي ، ځيني کسان خوار ، ځيني ماړه، ځيني رنځوران او ځيني جوړ پيدا کېږي؟.
د دې ټولو پوښتنو تر ځوابولو وروسته به ما او تا د الله د وجود په اړه معياري او تعاقلي بحث کوو ان شاء الله خو دې ته دي پام وي چي د مقدساتو له سپکاوي به په کلکه ډډه کوې ، ته بايد د يو پوښتونکي په توګه خپل دلايل وړاندي کړې نو ديو جارح او معترض په توګه همدارنګه به د بحث پر مهال ځان يوې بلې خوا ته نه کوې نېغ په نېغه به اړوندې موضوع ته ځوابونه وايې او په اړه به يې دلايل وړاندي کوې .
والسلام علی من اتبع الهدی


مومن مهاجر
26.07.2011

[quote:bf35e7fa37="منطق ګل"]
شاغلیه ته د فیل په غوږ کی ویده یی. که زه پوښتونکی وای ما په تا اعتراض نه کوو شاګردي مې درسره کوله. یو هوښیار سړی چی له چا سره بحث کوي خپل مقابل لوري ته نه وایی چې ته به پوښتونکي په توګه دلایل وایې. پوښتونکی دلایل نه وايي، پوښتنه کوي یا شاګردي کوي.
[/quote:bf35e7fa37]
منطقه ! همدا دي لومړنۍ جارحانه تګلاره ده له چا سره د بحث پر مهال هغه ته د غفلت خطاب کول هيڅکله د هوښيار سړي کار نه دی . ما چي ستا ليکنې ولوستلې په ټولو کي دي پوښتنې کړې وې له همدې کبله مي ته يو پوښتونکی وبللې ، ما تاته ويلي وو چي د بحث پر مهال به يوې او بلې خوا ته نه غورزوې له تا څخه زما تر ټولو لومړۍ غوښتنه داده چي زما وړاندي شوو پوښتنو ته نېغ په نېغه ځواب ووايه که دي ځواب ونه وايه نو پوه شه چي د بحث کولو توان نه لرې او مات يې .
[quote:bf35e7fa37="منطق ګل"]
ته لومړی ځان سره چورت ووهه چی ته بحث کوې که زما استاذ جوړیژې؟ څوک چې تا سره بحث کوي خامخا به هغه ځان له تا زیات پوه ګڼي ځکه درسره بحث کوي. زه چی له چا سره بحث کوم دا تمه ترې نه لرم چې زما په خبره به اعتراض یا جرحه نه کوي. ته لومړی باید د بحث اصول زده کړې، بیا یو چاته د بحث بلنه ورکړې.
[/quote:bf35e7fa37]
نه دلته د استادۍ مستادۍ خبرې نه شته تا پوښتنې کړې او لومړی دي ځان داسي معرفي کړی چي د کايناتو د سلسلې په اړه دي له هر چا نظر او مفکوره بېله ده ځکه مو نو تا ته پورتنۍ پوښتنې وړاندي کړې څو پوه شو چي ته يې څرنګه ارزوې او څه تحليل لرې؟ که ته رښتيا هم ځان پوه ګڼې نو د پورتنيو پوښتنو ځواب حتمي دی که دی ځواب ونه وايه بيا هم درته وايو چي د ځوابولو وس يې نه لرې او دا هم په بحث کي معقول اصول نه دي چي يو اړخ دي ځان تر بل پوه وګڼي ، زما او ستا پوهه يا نه پوهه به هغه وخت معلومېږي چي کله ته د کائناتو په اړه خپله نظريه تشرېح او څرګنده کړې. د اعتراض هدف مو دا نه دی چي ته د چا پر دليل نيوکه نه شې کولای هدف مو دادی چي د يو چا د شخصي سپکاوي او تقدساتو له توهين څخه لاس واخلي ، که ته رښتيا غواړې چي بحث پر سم لور ولاړ شي نو نېغ په نېغه لومړی پوښتنې ځواب کړه وروسته به سره ګورو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more