نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
وطن لیلامیږي
Kamil
24.07.2011
دراډیوګانو له قراره دا اوازه رښتیا ده ، چې له امریکا سره ستراتیژیک تړون امضاء کیږي ، پرون دکابل دارګ او پارلمان استازو ورځ په دې چنو پوچه کړه ، چې دوطن دلیلامۍ دا جمعه بازار به چیرته لګیږي ، دکټواز نادر او دبازارک منوس خان ویل چې بازار به که خیر وه ، دملت په هندوساخت کور !؟کې جوړوو ، خو جرمني دادفر په خبرو خبرو کې خپلې جرمنۍ کیږدۍ ته زور واهه .
له دې خبرو دانتیجه بود کیږي ، چې نور نو ، خر ختلی په لکۍ بند دی ، دوطن دلیلام مقدمات پوره شوي دي، یوازې خبره دځای پاته ده ، چې په کوم بازار کې به بولۍ ته وړاندې شي .
[color=red:a37f2b2547]ددنیا او افغانانو په کلتور کې وطن دمور مقام لري ، او خرڅول یې تقریبا دمور د ودولو مرادف بلل کیږي ،[/color:a37f2b2547] په کټواز او پنجشیر کې چې دکوم کلیوال لور ودیږي ، نو پلار یې دصحنې لیدلو ته دټینګې نه وي ، نوځکه په هغه ورځ کوم زیارت یابل دلیدو وړ ځای په خوله ورکړي او دماښام په خړه کې بیرته کلي ته راستنیږي ، خوراشه دکابل سیاسي پنډتانو ته چې هریویې هڅه کوي ، چې دوطن مور دده دوکالت او ولایت په سیوري کې واده شي ، اوخپله یې له نندارې خوند واخلي العیاذ بالله
دا خو دموضوع بګراونډ دی ، که راشو اصلي مسئلې ته ، زما په نظر خو داګونګوسې ، غوږواندي ، پس پسکي او بالاخره ډانګ پېیلې خبرې باید ساده ونه بلل شي ، کرزی وایي له امریکا سره ستراتیژیک تړون امضاء کوم ، ما چې د کرزي داخبره اوریدلې له هماغې ورځې مې دستراتیژیک تړون په معنی پسې تلاش پیل کړی ، له ګوګل نه ونیسه د داریوش آشوري ترسیاسي اصطلاحاتو پورې مې په هیڅ ځای کې دستراتيژیک تړون هغه معنی نه ده موندلې ، دکومې لپاره چې کرزي او امریکا خپله لوبه عملا پیل کړې ده .
ستراتيژیک تړون که دلته دامریکایانو ددایمي حضور په معنی واخلو ، نوبیا خوامریکایان راته ساده ښکاري ، چې له کرزي نه داسې کوم سند ترلاسه کوي ، که امریکایان په خپل شړپیدلي اقتصاد کې په رښتیا هم دومره متره ویني ، چې دتل لپاره دافغانستان ماموریت پرې وپاللی شي ، نو بیا یې کاغذي تړون ته څه اړتیا ده ، لکه لس کاله یې چې افغانستان په وچ زور ترخیټي لاندې ساتلی وه کولای شي همداسې ادامه ورکړي ، په معاصره ځنګلي نړۍ کې دګیدړې قبالې نه بلکې دپړانګ پنجې کارنده او معتبرې بلل کیږي .
نورې کیسې په خپل ځای ،خو ترټولو دافسوس وړ خبره داده ، چې ددې شومې لوبې په اړه دافغانستان لوستي قشر خصوصا مطبوعاتیانو هم خورا بل خېل دریځ نیولی دی ، ځینې دې واده ته چکچکې وهي ، ځیني هماغه دودیدونکي لور دپلارپه شان له درد او دوکه یوازې مخ پرته کوي ، او ځینې نور په ټیغو سترګو او منافقت یوازې دصحنې ننداره کوي ، چې په (هو) او ( نه ) یې څوک نه پوهیږي .
قلموالو ! چې دوه لسیزې مو دملت په بودیجه او دهمدې وطن په عوائدو باندې زده کړې کولې ، آیا اوس یې حق یوازې همدا دی ، چې دخرڅلاو په مسئله کې یې بې پلوه پاته شو، حتما موږ او تاسو ددې درنې موضوع په ګټه او تاوان پوهیږو ، او خپل برداشت ترې لرو ، چې داسې ده نو ولې مو ګونګه روژه نیولې ، تیره ورځ دادفر سپنتا ددې کرغیړنې معاملې نه پرده لرې کړه ، خو دافغان مطبوعاتو او مطبوعاتیانو غبرګون ورته هیڅ وه .
دابیا بیله موضوع ده ، چې په افغانستان کې به دامریکا ددایمي حضور لیدلی خوب درښتیا کیدلو مخ وویني او کنه ، زما خو که مني نو امریکا ته ویلی شم چې ( مه یې کرئ نه به یې دروکړي ) دا وطن او اولس له دنیا څخه نوکی متمایز او متغایر دی ، څنګه چې دڅاه دسلواغې په رسۍ له ونې څخه سړۍ نه شو راکوزولای ، دغسې په افغانستان دنورې نړۍ فارمولې ازمایل هم په تاریخي لحاظ قیاس مع الفارق بلل شوي دي .
وایي فرانسس ویندرل په افغانستان کې دماموریت په مهال له دې هیواد سره دنړۍ دجنجال یوډیر مهم فکتور کشف کړی وه ، ده ویل چې افغانان یوشی لري چې نوره نړۍ یې نه لري ، چې همدا شی له نړۍ سره دافغانانو دجنجال بنسټ جوړوي ، دده په وینا داشی افغانان ( غیرت ) بولي ، چې په نوره نړۍ کې نه حس کیږي ، نو ددې لپاره چې جنجال ورک شوی وي ، افغانان باید یا داشی له ځانه لري کړي ، او یایي نړۍ ته وروپیژني ، مګر تاریخ ښیي چې افغانان دخپلې دې شي پریښودلو ته حاضر نه دي نوځکه په کار ده چې نړۍ داشی ورسره قبول کړي ، ترڅو جنجال یوطرفه شي .
داچې اوس امریکایان ددایمي حضور له لارې لاهم افغانان ددې شي ( غیرت ) په پریښودلو اړ کوي ، ماته خو دملایانو په اصطلاح ساذج تکرار ښکاري ، چې نتیجه به یې هم تکراري وي . وماذالک علی الله بعزیز
[color=brown:a37f2b2547]زموږ دمکتب دکتاب په وروستي مخ لیکل شوي وه ، چې (وطن دمور حیثیت لري ، او ځنګلونه زمونږ ددې مور ټیکری بلل کیږي ، راځئ دنیالګیو په کینولو سره دخپلې مور دپردې حق ادا کړو )[/color:a37f2b2547]
ليكوال: طالب جان
له الاماره نه په مننه
طالب ISI
24.07.2011
ټول د تاسو طالبانواو مجاهدینو له لاسه، خود کرده را نه درد است نه دوا.
۰
24.07.2011
السلام علیکم
شهیر صییب چي تاسو په مجاهدینو او طالبانو دواړو بد واي نو که لږ واضح کړي چي تاسو په کوم تشکیل کي يي ؟
که کوم ښه تشکیل وي نو چي تاید يي وکړو او که غلطي پکي وي نو چي غلطي يي په ډاګه کړو که لږ دي دا ټولګی راڅرګند کړ!!
په ډیره مینه او ادب
ستاسو افغان ورور مومندافغان
عادل عادل
24.07.2011
السلام علیکم
[quote:4e05f18cfa]که لږ دي دا ټولګی راڅرګند کړ!! [/quote:4e05f18cfa]
مومند صاحب یو ځل مو تود بحث روان کړی وو، پدې منځ کې یو ورور چې لوړ تحصیلات، اسلامي زده کړې، جهاندیده او ډالرچشیده دی، هم ناست وو، بحث نه چې ستړي شوو، نو همدې سړي ټولو ته خواست وکړ چې نور به بس وي راځی چې دوعا وکړو، ویل دا کافر امریکایان دې خدای ورک کړي، مجاهدینو ته دې هم خدای بری ورکړي، او دې ......... ځان ته یې ګوته ونیوه ....... مونږ شانته مذبذبو ته دې هم خدای هدایت وکړي، مونږ پسې آمین کړل خو دې اخرې خبرې ته مو ښه ډېر وخندل.
اوس به وګورو چې "مذبذبین بین ذلک" ته به شهیر صاحب څه ډول یوه مترقي اصطلاح وکاروي :)
۰
24.07.2011
السلام علیکم
نه عادل صیب ستاسو د احساساتو احترام کوو او نیکو افکارو نه مو ښه متأثر یم خو داسي خبره دي هم سمه نده که د ټوکو خونه واي نو بیا خیر وو خو دا جدي موضوع ګانو خونه ده اودي کي باید هره خبره جدي وي.
نو پریږده چي شهیر صیب څه ځواب واي زه خو باور لرم چي ځواب به يي ښه وي ، د هرچا ټولي خبري سمي هم نه وي ځیني يي ناسمي وي خوبیاد یو چا ټولي خبري ناسمي هم نه وي ځیني يي سمي هم وي .
که سترګي پټي نه کړو نو د شهیر صیب بیا ډیري خبري ښي دي او زه ورسره موافق هم یم لکه د ملایانو نه ګیله او اعتراض خو بیا د ځینو سره يي مخالف یم نو اوس پریږده چي څه ځواب واي که رښتیا هم ځواب يي ستاسو په اند همداسي وو نو چي بیا ورسره همداسي تعامل هم وکړو او که ځواب يي سم وو او باور لرم چي سم به وي نو بیا خو زمونږ ورور دی .
اوس د شهیر صیب د ځواب په انتظار!!!
مومندافغان
طالب ISI
25.07.2011
عادل او مومند صاحب سلامونه،
هدف مې دادی چې اول خو خلقیانو بد وکړل چې کودتاه یې وکړه، چې هره مرداره نظریه یې درلوده، خو داودخان خو اجازه ورکړې وه، تللي به وو، خلک ته به یې ویلي، ووچې داسې یو نظریه ده، ده تاسې له غریبی وباسو، ورته کمونیزم وایې.....
بیا به ملانو خپل استدال خلکو ته کړی وو، که کمونستان بیا کامباب وی، نو دوی پوه شه او کار یې...خو دوی کم عقلانو کودته وکړه.
بیا مجاهدین لاړل پاکستان ته، بدون له دې چې د افغانستان او پاکستان دښمنی ته وګوري، هر څه به چې هغه ورته ویل دوی به هغه کول، چې په پای کې یې کمونستان ورخطا کړل، دوی روسان را وغوښتل....
مجاهدینو بیا خپل منځ کې جګړه پیل کړه، د طالب د راتګ باعث شول، طالبانو بیا د شمالي ټلوالې سره په جنګ باندې د دوام استدال کاوه، چې اسامه هم ورسره مل شو، امریکایان راغلل، مطلب که اسامه نه وی، او له مسعود سره یې صلحه کړې وی، امریکایان به له کومه کیدل؟
خبره د ستراتیژیک تړون راغله، ددې هدف دادی جې افغانستان کې به دوی دوه دری نظامې اډې لري، او نور به داسې حال وي، لکه سعودي کې، که چا افغانستان حمله کوله، دوی به مرسته کوي، خو تر ټولو مهمه ګټه یې داده چې کله دلته د امریکایانو اډې وي، خارجي کمپنی دلته زړه ښه کوي، ځکه یو ډاډ ګیرته ورته پیدا کیږي، چې پانګونه یې نه ظایع کیږي، چې بیا خلکو ته کار او روزګار پیدا کیږي.، غربت ورک کیږي......
پاکستان خپله له امریکا سره ځینې تړونونه لري، خو اوس کوښښ کوي،چې عین تړون له امریکا سره وکړي، خو بیا وایې افغانستا باید داسې کوم تړون ونه کړي ، ولې؟ ځکه نه غواړي افغانستان په منطقه کې ستراتیژیک اهمیت پيدا کړي.
ګوری د طالبانو دور کې ما پنځه کاله رادیو ته غوږ نیوه چې یوه ورځ به داسې خبر واورم چې ووایې نن ورځ امریکا، اورپا، ملل متحد د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژانده، بیا به اقتصاد ښه شي، فقر او بې کاري به ورکه شي، خو پاکستان په طالبانو داسې کارونه کول چې هیڅ کله هم ددې جوګه نه شي، چې په رسمیت وپیژندل شي، په نړیواله سطحه.
ګوری ، ما تر اوسه یوه داسې لیکنه نه ده کړې، چې ووایم طالب د ورک شي، یا طالب بیخي بد دی، زه غواړم طالب ددغه حکومت یوه ډیره برخه جوړه کړي، خو طالب آزاد وي، او که ټول حکومت ددوی کیږي، نو د ټولټاکنو له لارې، د دغه مرحلې ته ځان ورسوي، او د زاړه امارت ځینې کارونه د یا نه تکراروي، یا یې د په لږ شدت تکراروي. فرض کړه د ګیرې په ځای د عیت سخت ګیري، په ښونځیو کې وکړي. د کسټونو د ماتولو په ځای د ، دافغانانو درد، فقر، غم د میډیا له لارې نړیوالو ته ورسوي، د کیبل په ځای د د دلیل، استدلال او نقدې جریمې کلتور رواج کړي. شاید ډیر طالبانو همدا کارونه وغواړي، خو پاکستان یې نه پریږدي.
یو ولسوال د پدې سوچ کې وي، چې زما ولسوالی کې څومره بې سوادان دي، څومره غریب دي، ددوی اقتصاد او تعلیم څنګه ښه کړم....د طالبانو وقت کې به ولسوال سم ځان ته فرعون ویلي، د خلکو شرعي قبالې به یې شکولي، وهل او ټکول، بې عزتي، ...
خبره اوږده شوه، که ستراتیژیک تړون امضا کیږي، باید امریکایان داسې حال کې وي، لکه سعودي، او اماراتو کې. مطلب داسې نه چې بې ځاینه نیونې، وژنې، وکړي.
عادل صاحب که کوم ځای کې ستاسې یوه نمره ځمکه وي، یو قیمت لري،خو که سړک یې تر څنګ تیر شي، بل قیمت پیدا کوي، نن امریکا هم داسې ده، که مو ښه ایشي که بد ، د نړی لومړی قوي اقتصاد دی، چیرته چې امریکایانو وي، همغه ځای اهمیت ورسره پيدا کوي. ځکه دا نوره اروپا او عرب ټول دوی پسې روان دي.
که داسې نه وي، نو طالبانو وقت کې خو یو ټک هم نه وو، ډیرو ځایو کې خو اروپایانو ولې طالبان په رسمیت نه پیژندل؟ اسامه خو هلته څه نه وو کړي.
نو د امریکایانو نظامي اډې هم همدغه فایده لري، چې په افغانستان به د نړیوالو اعتماد، باور زیات شي، دلته به پانګونه وشي، .....همسایه ګان به تر یوه حده، حیا هم کوي.
محمود سعيد
25.07.2011
شهیر صیب لیکي:
[quote:a7ec88089f]نو د امریکایانو نظامي اډې هم همدغه فایده لري، چې په افغانستان به د نړیوالو اعتماد، باور زیات شي، دلته به پانګونه وشي، .....همسایه ګان به تر یوه حده، حیا هم کوي.
[/quote:a7ec88089f]
شهیر صیب له تاسې مې د داسې لیکنې او الفاظو تمه نه وه...تاسې خپله فکر وکړئ چې امریکایان به د خپلو هډو د لګښت لپاره له افغانستان څومره معنوي لګښت تر لاسه کړي؟
آیا دوی دلته د افغانستان د ګټو لپاره پاته کیږي؟
دلته به پانګونه د سوډان، برازیل او یا لبنان په شان نه وي؟
دوی به د خپلو هډو لپاره په افغانستان کې خپلواکي تر پوښتنې لاندې رانه ولي؟
ګاونډیان به له افغانستان حیا وکړي او که د رقابت او پټې جګړې په اور کې به زموږ ځمکه او اولس لا لولپه نه شي؟
۰
25.07.2011
السلام علیکم
شهیر صیب زما پوښتنه کومه مي چي له تاسو کړي وه حل نشوه اوپرځاي يي هسي نوري خبري ولیکل شوي او ټولي دي راباندي په غیر ارادي توګه ولوستلي پدي اند چي ګوندي زما د پوښتني ځواب به پکي وي خو بیا هم زما پوښتنه بي ځوابه پاتي شوه .
اوکه دي لیکني نه پس دي هم زما پوښتنه په لنډو کلیماتو کي را ځواب نکړه نو بیا به د عادل صیب لیکنه زما دپوښتني ځواب وي .
مومندافغان