د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دصليبيان ځي لاسپوڅي ګلونه ورکوي !:

pattang
23.07.2011

[img:14e88a6eaf]http://images.zeit.de/politik/ausland/2011-07/afghanistan-nato/afghanistan-nato-540x304.jpg[/img:14e88a6eaf]

دکرزي سلا کار وزير احمدزی د عطا قاتل له څنګه :

[img:14e88a6eaf]http://www.welt.de/multimedia/archive/01424/fls_westerwelle_2__1424830p.jpg[/img:14e88a6eaf]


طالب ISI
24.07.2011

پتنګ صاحب، ګلونه ورکول خو به دومره بد کار نه وي، ځکه زداري چې راشي، هم ماشومان ګلان ورکوي.
او زما په اند د صلیبیت موضوع دلته نوره زه شوي، مطلب نن ورځ اقتصادي ګټه ، امنیت او ژوند مهم دی، نن ورځ زیات شمیر اورپایان اتیست دي، عیسویت هسې یو رواج غوندې پالي.
که کوم عسکر افغانستان ته ځي، هغه د یو لوړ معاش یا خو د خپلې وظیفي په خاطر ځي، نه ددې لپاره چې عیسویت ته خدمت وکړي،

ځکه د فرانسې له انقلاب څخه وروسته کلیسا نور خپل اهمیت له لاسه ورکړ، خلک پوه شول چې کشیشان او پادشاهي نظامونو د خلکو مالونو، عزتونو، ته چلونه جوړ کړي، پدې پوه شول چې کشیشان هسې په دورغو ځانونه د خدای نماینده ګان بولي، یا خو ارتباط ورکونکي.

البته که کوم عیسوی په ریښتیا له مذهب سره مینه لري، هغه مسلمان کیږي، ځکه د اسلام له مطالعې څخه وروسته ورته د اسلام حقانیت معلومیږي.

خو په پاکستان او افغانستان کې تر اوسه پورې، زمونږ کشیشان د اسلام په نامه تجارت کوی، د اسلام په ذریعه د خلکو مالونه خوري، عزتونه لوټوي.

چې ددغه کشیشانومرکز پاکستان دی، هلته یې وروسته د پاکستان له جوړید، د اسلام او کشمیر په نامه تر نن ورځي پورې ټول ملت وخوړ چې پدې کې د پاکستان پوځ او زیاتر ملان چې له سیاست سره اړه لري، مخکش رول لري.

خو نن ورځ تر ډیره حده پورې خلک ددغه ملانو په چلونو پوه شوي، او په څو نور کالو کې به ددوی منتر نور تاثیر ونه کړي.

عیسویت هم په حق دین وو، حق پیغبر یې لاره ، خو همدغه کشیشانو د خپلو نفساني ګټو لپاره داسې یو څه ترې جوړ کړل چې یواځي ددوی ګټې خوندي وي.

او په اسلامي نړی ، خصوصا په افغانستان، پاکستان، بنګال، هند کې ددغه علماو کمی نه شته.


shokoor
24.07.2011

پتنګ صاحب عجیب سړی یې! که صلیبیان په افغانستان دي چیغې وهې چې صلیبیانو هېواد یې اشغال کړی دی دا کوی او هغه کوی . او اوس چې بهرنیان ورو ورو امنیتي چارې افغانانو ته سپاري او له هېواده وځي بیا هم راځي نه یې. پرېږده چې ګېډۍ ګېډۍ ګلان دوی ته ورکړي مقصد دا چې دوی له هېواده ووځي!


wiesa
25.07.2011

سلامونه او نیکې هیلې ومنی
(وايی روږدی ښه دی که میراتخور)
د روږدو تر میراتې پورې صبر نه کیږي

د اباد او سوکاله اسلامي افغانستان په هیله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more