نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د يووالی او همغږۍ موجب!
      مساپر
      22.07.2011
    
سلامونه،
اسلام یو داسې دين دي چې د ټولې نړۍ د وجوداتو هر اړخيزه او جامع تفسير وړاندي کوي ، او د کایینات په  لوي خالق پوري تړاو او ارتباط په واضحه توګه تشريح کوي ، همدا راز د ټولو انسانانو مقصد په ګوته کوي . او د هغه تړاو او ارتباط سالم نوعيت په ګوته کوي چي د انساني وجود مقصد حاصلوي ، د انساني وجود مرکز او حيثيت پدې کون کې او هغه وسائل چې پدې کون کې د ده لپاره مسخر شوي په ګوته کوي ، او هغې لارې په ګوته کوي چې دی پر هغه خپلو اعلی مقاصدو ته رسیدی شي  او د الله تعالی د رضامندۍ موجب ګرځي او ده ته د کامیابۍ یقین او باور ورکوي ، دا ټول شیان په یوه داسې نظام سره حاصلیدلی شي ، چې واحد او مضبوط نظام وي ، د برخې برخې کیدو امکان ئې نه وي ، او نه هم دا نظام انسان په نفسیاتی ناروغیو آخته کوي . بلکې اسلام مونږ ټولو ته له هر راز ناروغیو او بدبختیو څخه ساتي ، او دا راز ئې د داسې تکرونو او جنګونو څخه ژغوري ، کوم چې د ده د فطرت او د کایناتو د فطرت په منځ کې واقع کیدای شي ! .
نو لدې ځايه د الله تعالی له لوري  چې هر يو دغسې ارشادات راغلي دی موخه ئې دا ده  چې انسانانو ته داسې بنيادي اعتقادي تصور  وړاندي کوي ،  چې  د انسان د  عملي ژوند ټول نظام پري ولاړ وي  : د دې لپاره راغلی دي ترڅو بشريت د الله تعالی لوری ته راوګرځوي ، او دژوندانه نظام يې هغه بې نظيره پروګرام  ته راواړوي ، چې د دوي د وجدان اوعملي ژوندانه ترمنځ او د دوي او د ټولو نړۍ د مخلوقاتو تر منځ  د يووالی او همغږۍ موجب ګرځي. 
والسلام،