نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ځان پیژنده، خدای پیژندنه ده!
قادر خان
21.07.2011
ټولو درنو هیوادوالو ته سلامونه او نیکي هیلي،
لكه ويل كيږى چې تاريخ د يوه قام هنداره وي او هر قام خپل تيروختونه اوسني حالات او سباون پكښې ګوري او د تاريخ په رڼا كښې خپل سباون ټاكى نو ژبه ددي هر څه ارزښتونو لاري او سمتونه ورته څرګندوي د قومونو دود او رواجونه ورته په ګوته كوي. د ژبى په زور موږ خپل ذوق او شوق خپل چاپيريال او خپلو نيكونو كلتورونه و مخ ته وړو او و نورو قامونو ته ور په ګوته كوو او داسي د نورو ښه ښه دودونه او رواجو باندى هم ددي لاري موږ ځان خبروي او د بهير د زراو زراو كلو څخه را روان دي او تر هغه وخته به روان وي چي دا نړۍ پاته وي.
پوهان وائي كه يو بشپړه قوم د مينځ وړل وي نو د هغه تاريخ ځيني واخله او ددي د څنګه ې ژبه هم ځيني واخله او داسي اواره او څربداله كړه چې نه يواځي د خپلي خاوري څخه ې اړيكي وښكيږى بلكى خپله ژبه او خپل تاريخ سره ې هم اړيكي وښكيږى ځكه چې يو بشپړه قوم په داسې جنجالو كښې په نړۍ واله كچه راګير شې نو ډېر ګران وي چې هغه خپل ځان ژوندي وساتي د تيري يوه نيمي او دوه پړيو څخه چې څه د پښتون افغان خاوري ژبى او تاريخ سره روان دي په ځانګړي ډول د تيرو پنځه ديرش كلو څخه چې څه ورسره وشو كه د ټولي نړۍ د يوه بل قام سره داسي شوي وي نو ډېره ګرانه وه چي هغه به ځان ورته ټينګ كړي وي خو پښتون افغان چې د غرو او درو اوسيدونكي قام دي هم د غره واروي ځان ورته ټينګ كړي دي. څنګه چې ځان ورته ټينګ كړي دي په دي هکله به خبري كوو خو دا يوه خبره په ياد ساتل ضروري ده چي دتاريخ په اوږدو كښې پښتون افغان ودي ته نه دي پريښودل شوي چي دي په كراره ژوند وكړي. كه يوه خواته په دي خاوره يرغلنو كړي دي و بلې خواته هم په موږ پښتون افغان كښې داسې لاس پوځي ژيژولي دي چي زموږ په جامو كښې وراني كړي دي او اوس یې هم كوي چې په يوه نه يوه ډول ودي سپيڅلي ولس ته زيان ورسوي، او زموږ پياوړي ولس په بيلو بيلو نومو باندي تكي تكي كړى د سر سړى یې ورو وژنى دود او دستورې ورختم كړي ژبه او تاريخ ې ځيني واخلي او داسې ورګډوډ كړي چي پخپله یې پيژندګلوي نه شې كولي. د زده كړو او تعليم څخه ې ليري وساتي د زده كړو لار ور باندى وتړي اقتصادي ور وران كړي په خپله خاوره یې بې واكه كړي او د خپل هر څه څخه ې بيګانه كړي د خپل وطن څخه یې بې وطنه او آواره كړي او هم په خپله خاوره او هم د خاوري څخه د باندي د نورو په مخ كښې د كركي وړ وګرځوي مشران یې د ښه ژوند په بدل كښې د قام په مشكلاتو پټه خوله كړي په خاوره او وطن مين وګړي یې تر داسې عتاب لاندي راولي چې و خبرى ته څوك غوږونه نيسي او قام دومره بې حسه كړي كه د ورځي سل وګړي پكښې وژل كيږى خو دي باك نه پكښې وه دا دی تر ټولو لوئى ناوره چې ولس دړي وړي كوي اقتصادي پخپل لاس كښې ځيني واخلي چي په ډېره لويه بيه وګړي ودي ته اړكړي چې دواړه لاسونه ورته په سر كړى.
داسې نه چې دا هر څه پخپله روان دي بلكي د دهغه لوئى لوبى يوه برخه ده چې يو نيم دوه سوه كاله انګريزانو زموږ په ضد پيل كړي وه چي په يوه نه يوه ډول يا په يوه او بل تر سره كيږى او د عقل خاوند په دي پوهيږي كه نه نو ولي به انګريزانو چي په هند كښې حكمرانان وو نور ټول په ځان راټول كړو او يواځي پښتون افغان یې په نخښه كړي كوم كوم چې یې ددي قام سره ونه كړي چې په دي پوه شو چې ددي لاري د را روان وخت ګټي نه شوي ترلاسه كولي.
خو دلته كه دا پوښتنه وشې چي هغه كوم ننګيالي دي چي و ميدان ته راودانګي او ولس په ځان راوغونډ كړي زموږ ولس كه هر څو دښمن ځپلي دى خو د خپلې خاوري څخه مينه دلاسه نه د وركړي اوس هم چي موږ ګورو ولس په وارو وارو سر راپورته كړي او پاڅون ې كړي دي خو د مشر د نشتوالي د كبله هغه بيرته شاته تللي دي ددي سره سره چي پښتون افغان د هيچا په ضد نه دي خو يواځي يوه غوښتنه لري چي زه سوله او كراري غواړم زه په خپله خاوره د باندنيانو انډو خرنه غواړم چي زما هر څه پكښې وران شوي او نورو رانيږى كه يو قام يا د هغه مشر دهغه د سولي كراري چغه نه شې پورته كوله نو نه و داسې قام ته نه یې مشر ته دا وياړ وركول كيدي شې چې دي دخپلې خاوري او خپل ملت دعوی یي وكړى.
په درتښت،
ستاسو ورور قادر خان