د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د سولي له پروسي سره يو ځاى سوى طالب والي ،ريس وټاکل سو

لاونګ
21.07.2011

د کندهار ولايت چارواکي وايې چې ددي ولايت د ملي امنيت له لوري د دولت د سولي له پروسي سره يو ځاى سوى طالب قومندان د وسله والو طالبانو د کندز ولايت والي مولوي نور العزيز د کندهار د حج او اوقافو ريس ټاکل سوى دى.

مولوي نور العزيز موده وړاندي له پنځوسو تنو نورو وسله والو سره د دولت سره يو ځاى سو او د سولي په پروسه کې يې ګډون وکړ.

د نوموړي سره ژمنه سوي چې د حج او اوقافو رياست ته به يې وټاکي ولي دا پروسه څه ځنډيديلي ول او وروسته پر دي مقام وټاکل سو.

شنونکي وايې چې د يو ځاى سويو طالبانو او نورو هغه کسانو لپاره کوم چې غواړي د سولي له پروسي سره يو ځاى سي يو ښه خبر دى ولي دا چاره څه وځنډيده.

چارواکې وايې چې د سولي د پروسي سره د يو ځاى سويو کسانو د امنيت تر څنګ به په يو شمېر نورو چارو کې به ورسره مرسته کوي.

تر دي مهاله په کندهار کې څلور وسله والي ډلي د دزلتن سره يو ځاى سوي دي او مخامخ يې د جګړي څخه لاس اخيستى دى.

http://www.khabaryal.com/fullstory.php?id=15386&CatID=59


طالب ISI
21.07.2011

ډیر نیک ګام دی، ښه کار وشو، وایم د کندهار، نمیمروز، کندز، ارزګان، غزني، کنړ، لغمان.....او ډیر نور والیان د هم طالبان وټاکي، طالبانو د بیا خلکوته ښه خدمات وکړي، چې څوک بیا د پروژې څخه غلا ونه کړي، امنیت تامین کړي، چې ټک او ټوک بند شو، امریکایانو ته د ووایې چې دوه زره څوارلس ته ضرور نه ده چې معطل شی، دوه زره دولس کې ووځی.

که دغه مولوي صاحب ښه کار وکړي، او والیان هم طالبان مقرر شي، بله ورځ به ګورې چې مزار کې مظاهرې پیل شي، چې مونږ ته هم طالب والي مقرر کړی، ځکه هغه امنیت راولي، غلا نه کوي، قانون تطبیقوي، د خلکو په ناموس څوک حمله نه کوي.... پدې توګه به ورورو دې حد ته خبره ورسیږي چې تر کلونو، کلونو به د چا پلار نه د ښاروالی، نه د ریاست جمهوری، نه د پارلمان ټوټاکنې څوک له طالبانو وګټي.

چې پاکستان خو حیران شي، چې هر څومره مې د طالب ذهن بدلولو، خو بیا هم دغه خانه خرابي له خپل وطن سره مینه لري.

بس بیا به د چینایې کلبونو ، او همدرانګه فحاشی په بندولو،سره عام خلک نه خفه کیږي، او په یو نیم اتڼ به یا تلویزیون کې د ناشناس بدله باندې طالبانو سختي نه کوي، او غوږونه د کاڼه پرې اچوي.

پدې شکل به عامي، دیموکرات، ملا، طالب ټول سره ګذاره کوو.
د ښځو د تحصیل، تعیلم، کار اجازه خو به ان شالله اوس طالبانو ته حل وي.
خو زه دا ویریږم چې اوس به ای،اس،ای د وقته د ملا عبد عزیز د مرګ پلان جوړ کړي وي.
خو دوه داسې ځوانان خو کم نه دي، چې له دوه ساعته وعظ وروسته ملا عبد عزیز ورته کافر ښکاره کړي، او واسکټ ور واغوندې تر څو ملاعبد عزیز دوزخ ته او دوی جنت ته لاړ شي، الاماره ویب پاڼه کې به خبر خپور شي، چې نن مو یو اوښتی جعلي ملا مړ کړ. وسلام!

د ملا عبد عزیز خبرې:
http://www.youtube.com/watch?v=INTXo69fwCM&feature=related


لاونګ
22.07.2011

وروره، سلامونه او نیکې هیلې.

د طالبانو په وخت کې تاسو په وطن کې وۍ؟

که ځواب مو هو دی، بیا پوښتنه مې دا ده چې دې طالبانو حکمت لاندې د خلکو ژوند څنګه وا؟ خلک خوشاله وو او که نه؟ دې ارامۍ سره ابادۍ وې که نه؟

که ځواب مو نه دی، نو بیا پوښتنه مې دا ده چې که تاسې هلته وی دې طالبانو حکمت به مو منلۍ ول که نه او ولې؟


طالب ISI
22.07.2011

لاونګ صاحب هلته وم، ما ګیره د طالبانو څخه مخکې درلوده، سوچه ګیره، نو ځکه مې کوم مشکل نه درلود، د اوږدو ویښتو سره مې جوړه نه وه، مونځ مې تر مخ کاوه، یو څو سپارې قران مې هم یاد وو، داسې به هم کیده چې طالبانو ته به مې جماعت ورکولو، البته بعضې ځایو کې به تصادف همداسې پیښه شوه، د موسسو لوړ معاش، کله کله د خارج مرسته ددې باعث وه چې ښه مو خوړل ، ښه مو اغوستل....
نو داسې کوم خاص مشکل مې نه درلود، دولت کې مې کار زر خلاصیده...طالبانو د افغان بیسیم شرکت ته هم د کار اجازه ورکړل، ښه امنیت وو، خو مشکل څه وو؟

ډیرو خلکو کار نه درلود، د خارج مرسته ، موسسه هر چا ته نه وه مساعده، خلک ‌‌زیات غریب وو، کار نه وو ورته، که به چا لږ ګیره کمه کړې وه، بس د عزب سړی به د یو طالب را ونیو او وهلو به یې، تلویزیون نه وو، بس افغانانو په ټوله نړی کې یوه بې،بې سي، او بل شریعت غږ رادیو پیژندله، چې دوبی ته به څوک لاړ، د خلکو شوندې به له حیرانیتا تڼانکې شوې، چې دا خوشبخت وګوره، اګر چې ده بیچاره به هلته چیرته شربت هم خرڅول (مطلب له نړی سره اړیکې دومره محمدوده وې)، په الوتکو ترپالونه کش وو، په ځای ددې چې طالبان د بهرنیانو بانې ختمې کړې ،چې د ښځو ښونځې، ته اجازه ورکړي، کار ته یې اجازه ورکړي، دوی به بس بوتان ماتول، له قهره به یې د امر بامعروف ریاست به وزارت بدلاوه.

نور یو بل دا کار وو چې اطراف کې یې دیکتاتوري چلوله، ولسوال داسې وو لکه نغوذ بالله خدای، چا ته یې د شکایت، استدلال حق نه ورکاوه، بس چې ولسوال سره به د خبره واړوه، نو وهلو ته به پیل وکړ.

داسې یو ډول چنګیزي، دکتاتوري سیاست موجود وو.

که کوم چا به کوم واده کې کوم اتڼ وکړ، نو د یو سپیره طالب به راغی، د واده دیګونه به یې چپه کړل، چې ولې خلکو اتن کړی، هیچا دا جرت نه درلود چې ولې ووایې.

خلاصه افغانستان داسې وو، لکه یوه بندې خانه، امنیت پکې وو، خو نور وهل، بې عزتي، وه پکې ټول خلک یو ډول خفه وو، موسکا نه وه، په آخر کې طالبانو هم دوه او دری ودونو ته پیل وکړ، خلاصه دا چې هغه غوندې طالبانو دې بیا خدای نه حاکم کوي، د اپډیت شویو سره بیا هم ګذاره کیدای شي.


عادل عادل
23.07.2011

السلام علیکم

شهیر صاحب تاسو چې دلته وی، نو ایا کله مو د کومې په کور ناستې ښځینه ډاکټرې څخه پوښتنه کړې چې طالبانو تاسو څرنګه له کار څخه منعه کړي واست، طالبانو په تش لاس ټولو په کور ناستو ښځینه مامورینو ته تنخاګانې ورکولې، دا د څه لپاره؟ ددې مانا کله هم دا کیدای شي چې دوی به دایما غوښتل چې ښخې له کار څخه منع کړي؟؟

ستاسو مرحومه ګیره به هغه وخت پوره وه، خو د ډېرو د اوس په شان لنډې وې، په واده کې مو اتڼ څه چې داسې ډولونه لیدلي چې نږدې ولسوالی به یې هم اواز اورېده،،،،،، اساسي خبره دا وه چې د ګیرې مسله د بل جرم په صورت کې Plus پلس جزا درلوده، کنه یوازې په ګیره یې نه څوک وهل او نه یې هم بندي کول، زمونږ د کلي پاټکیان یې داسې وډبول لکه د حربي ښوونځی د تعلیم ډول، خو دوی کله هم داسې نه ویل چې دا وهل په دې خاطر وو چې مونږ پاټکیان وو، دوی به ویل چې دا طالبان د پخوانیو مجاهدینو سره حساسیت لري، مونږ یې ځکه ووهلو چې جهاد مو کړی، روسان مو شړلي او داسې نور، ........ زمونږ ګناه جهاد دی، په داسې حال کې چې اصلي ګناه یې پاټک وو.

یو ډاکټر صاحب چې لنډی ګیره او هغه وخت د طب د پوهنځی زده کړیال وو، کیسه کوله چې:-

"یوه ورځ سهار وختي د پېښور څخه په داسې توګه راروان شوم چې د اطاق انډیولان مې لا ویده وو، د میز له سره مې د ټیپ څخه خپل هغه یو کېسټ هم راواخیست چې د شیخ منشاوي په غږ تلاوت پکې ثبت وو، تر څو یې د لارې پر سر په ټکسي کې واورم، ....... له تورخم نه چې راواوښتم چې ګورم یو پنډ طالب د لارې پر سر ناست او د یو یو مسا فر بکسونه پلټي، ټیپ یې څنګ ته ایښی، زما د زړه ضربان زیات شو، دا ځکه چې د میز په سر د انډیوالانو د خوښې نور کیسټونه هم خواره واره پراته وو، ما ویل که دا کیسټ بدل وي او د منشاوي پر ځای نغمه وخیژي، نو دا لنډه ګیره به مې بل غم شي او دا درې شپې زندان به دلته څنګه تیروم، خلاصه نوبت مې راغی، د بیک یا بکس منظم کالي مې یې ټول را ته وشیندل، کیسټ یې پیدا او ټیپ ته وردننه کړ، د خدای فضل وو چې زما خپل کیسټ وو، د تلاوت په اورېدو سره مسکی شو، ما چې د نورو مسافرو په شان خپل بکس او شیندلو کالیو ته لاس کړ، نو اجازه یې رانکړه، ویل ما شیندلي او زه به یې سموم، کالي یې پخپل لاس راته بیرته داسې منظم کیښېودل لکه مور به مې چې راته سمول، یوه ټوکه یې هم راسره وکړه او وېل دا چې تاسو مو ناوخته او تم کړی، نو وبښی، او خپه نه شی."


طالب ISI
23.07.2011

عادل صاحب ، پاټکیان خو یې ښه کول چې ډبول یې.

خو که چیرې، د لکهاو ښځو د ښونځیو په هکله او همدارنګه د فقر په هکله معلومات ورکړی، چې طالبانو څه نیمګړتیا درلوده، او څه یې وکړل.


۰
23.07.2011

السلام علیکم
ورونو زه هم یو ځل له پیښوره تر فراه پوري په سفر تلی وم اګر که سفر مي د یوي اسلامي مؤسسي لخوا وو خو موټر مو شخصي کرایه کړي وو اوکوم نښه هم راسره نه وه خو ترفراه اوبیا بیرته تر پیښوره او یو څو شپي مو په کندهار ښار کي هم وکړي خو هچا راسره کوم بد چلند ونکړ د کابل کندهار لار بیخي خرابه وه خامه وه اوشه ِغټي غټي کندي پکي وي نو موټر به ډیر په قراره تلل خو هڅ ځاي کي مو کوم خطر محسوس نه کړ که مونو په کوم بل ښه پرمختللي هیواد کي واي نو هم به دشپي په تیارو کي او بیا دکابل کندهار په شان لاره کي د خطر سره مخ وو خو د طالبانو په امارت کي ډیر مطمين وو او ډیر ښه سفر مو وکړ په لاره کي راته ټایر پنچر شو د زابل کوم ځاي وو طالبان هلته نه ښکاریدل او بل چا راسره مرسته نه کوله بیا یو وردګ ټریلر راغی او موټر يي خپل ودراوه او د پنچری ساما يي تري راکوز کړ زمونږ دواړه ټایرونه يي راته پنچري ونیوله او بیا يي دهوا نه ډک هم کړل اوبیا نو روان شو د هاغي ورځي نه مي وردګو سره ډیره مینه پیدا شویده او ډیر ښه راباندي لګیږي ډیره ځواني يي راسره کړي وه ترمرګه مي نه هیریږي په ډیره شاړه کي يي مرسته راسره وکړه.
نو خبره د طالبانو وه نو امارت او امنیت به يي مني او پاتي شوه د خارجي مؤسسو خبره د اصولو مطابق يي وسره هڅ بد چلند نه کاوه او دا چي خودسری ته يي نه پریښودل او نظر يي پري لاره نو دا ډییییییییییر ښه اقدام وواو دا کاريي دقدر وړ وو که چا دانسانیت په نیت خیګڼه کوله هڅ تکلیف او پابندي ورته نه وه ځکه زه هم د یو مؤسسي لخوا تلي وم او په کندهار کي يي راته لوي لاری هم مفتي راکړي ترڅو پکي خپل خوراکي مواد قحطۍ ځپلو ته ورسوو .
خو چي مؤسسو خودسري غوښته او هغوي يي خودسرۍ ته نه پریښودل نو مرستي يي بندي کړي اوخپلي مؤسسي یي وتړلي او بیا دکرزي په دولت کي يي څه کارونه وکړل ټولو ولیدل .
په ننګرهار کي یوه مؤسسه وه دالشفاء په نوم او خلکو[فقط معتبرو خلکو ،دولتي لوړ رتبه مامورینو ،ولسوالانو ،او ملکانو] ته يي غواګاني ورکولي خو په څنګ کي يي ورسره عیسویت ته تبلیغ هم کاوه او انجیل یوحنا او انجیل متی پښتو او دري ترجمه چي په یو وړوکي بڼه چاپ وي او پنج کتاب په اندازه وي توزیع کولي لوي مرکز يي په چپرهار بهمارو کي وه او اوس هم شته خو دطالبانو په امارت کي يي دا ټول کتابونه ورسره ونیول خو د چاپي په وخت کي اصل سړی يه ځاي نه وو ونه نیول شو او کتابو نه يي ورنه ولسوالۍ او بیا جلال اباد ته یوړل او مؤسسه يي وربنده کړه.
نو اوس تاسو ووایاست چي داسي مؤسسه يي نه واي بنده کړاي؟
پدي کي اوس طالبان مجرمان شوه چي ولي يي داسي خودسره مؤسسي بندولي؟ که انصاف وکړی!
او هو دشهیر صیب خبري هم صحیح دي پاټکیان يي لیري نکړل بلکي بدل شول پکول په پګړی بدل شو او هماغسي بدل چلند به يي دخلکو سره په ږیږو کاوه چي دخپلي ښځي په مخ کي به يي ډباوه دا ښه کار نه وو او باید د دوباره فتحي نه بعد بیا تکرار نشي.
خو یو مشکل مونږ افغانانو کي دا دی چي که یو چا کي عیب وي نو هغه عیب ته يي نه ګورو او نه دومره ازښت ورکوو او کوم چي ښه کار وي خو زمونږ دمزاج سره سم نه وي نو وایو چي ګوره داسي ناروا يي کوله دا نو هم بیاانصاف ندی.
الله دي اول مونږ اصلاح کړي او مونږ ته دي د توبي ایستلو همت راکړي او چي مونږ سم شو نو دولت پخپله سمیږي اول سمون د خپل ځان نه پیل کول پکار دي او بیا د کور او کلي او همداسي د یو هیواد.
نوربیا ان شاءالله

مومندافغان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more