نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان اوس ددينی مدرسو د بندولو ګواښ هم وکړ
لاونګ
21.07.2011
تېره اونۍ طالبانو د چک په ولسوالۍ کې ددیني مدرسو د بندولو ګواښ کړیدی، اګر چې دا ګواښ د مسلمان او په دین مین ولس له خوا په کلکو ټکو رد شوي. موږ د طالبانو دغه غیر انساني، غیر افغاني، غیر دیني او غیر اسلامي ګواښ په کلکه غندو. دا د افغانستان د مسلمان ملت پر مخ د الله د معرفت پیژندنې د دروازو د تړلو په مانا ده.
ددیني مدرسو د بندلو په ګواښ سره وسله وال غله لاندې موخې لري:
۱:غواړي د افغان دیني مدرسو دروازې د افغانانو پرمخ و تړي او ددیني مدرسو طالبان مجبوره کړي، چي ددینی زده کړو لپاره چې د ولس یو له ضرورتونو څخه ده، د همسایه ملکونو مدرسو ته مخ کړي. ترڅو له یو طرفه د هېواد پالنې مېنه په کې ووژني او له بل طرفه له هغو جاسوسي شبکو سره چې دوۍ روزي اړیکو جوړولو ته وهڅوي.
۲. له دې لارې غواړي خپل صفونه په کوچنیو طالبانو عالمانو هغه چې بل ملک ته د تللو توان نلري، تقویه کړي.
طالبانو دولس ملاتړ په بشپړ ډول له لاسه ورکړیدی، د افغان امنیتي ارګانونو په وړاندې د مخامخ جګړې توان نلري، خپل مخونه ولس ته نشي ښودلای او تل یې پوزې تړلي وي، د مادي امکاناتو له سخت ګواښونو سره مخ دي نو مطلق اکثریت یې اوس قطاع الطریقی (لارو شکوونو)، غلا، شوکو، مخورو، علماوو او ملکي خلکو تهدیدولو، وژلو او پر زوره په خلکو د خپلو موخوتطبیقولو ته مخه کړې ده. د ښځو له چادرۍ (چې د افغان مېرمني د عفت سمبول دی)، له پټکي (چې د افغان ملت د تاریخ افتخار دی)، مسجد (چې د الله کور دی) څخه استفاده د دوۍ د مایوسۍ نخښې دي.
د ملګرو ملتونو اوسني ریپورټ چې ۸۰ فیصده ملکي وژني وسله والو ترسره کړیدي، پر ځای ریپورټ دی او هغه ۱۴ فیصده چې نړیوالو او افغان ځواکونو ته منسوبي شویدي، که ژور فکر ورته وشي، وسله وال یي مسوول دي، ځکه دوی د عامه او بې دفاع خلکو په کورونو کې په زوره ځان پټوي او په نتیجه کې د ملکي خلکو تلفات رامنځته کېږي. یوازې د وردګو په ولایت کې په تېرو ۴ میاشتو کې دوۍ ۳۰ کسه ملکي کسان وژلي او یا هم زخمیان کړیدي.
طالبان که ريښتیا په ولس کې محبوبیت لري او ملاتړ یې کوي، د ټاکنو له لارې د سیاسي واک ته ځان ورسوي، نه د زور او جبر او ددین د سپکولو له لارې. د میدان وردګو ولایت مسلمان او مجاهد او په علم مین ولس به د دوۍ ددې کرغېړن عمل په وړاندې چوپه خوله پاتې نشي
http://www.khabaryal.com/fullstory.php?id=15212
ویښ
21.07.2011
که د طالبانو اعمالو ته وګوړو نو دا راته جوته کیږي چي په دوي کي هیڅ ډول مذهبي عقیده نیشته بلګه یوازي د پاکستان غلامي قبوله کړي او په دیر بي ننګی سره خپل هیواد ویجاړه وي. زه خو وایم چي افغانان دي ټول یو مت شي او داسي یو دندان شکنه ځواب دي طالبانو او بیسوادانو ته ورکړي، چي بیاي یاد وي د هیواد د خرصولو هوس ونکړي.
pattang
21.07.2011
خير طالبان خوخپل خلک دي ، خبرې هم و ر سره کېږي اوس خو دافغان په ناموس
صليبي اس سپاره(سواره) اشغالګر سپاره دي ددي علاع به څه کوې ? ، که طالب
نوي نوشين سترګي به ډېر شي ، خو د ځينو خلکو لپاره بې ناموسي باک نلري،
تل دې وي امريکايې دالر او تل دې وي بې کاره خيراتخواره !
[quote:11bc4a67f1="ویښ"]که د طالبانو اعمالو ته وګوړو نو دا راته جوته کیږي چي په دوي کي هیڅ ډول مذهبي عقیده نیشته بلګه یوازي د پاکستان غلامي قبوله کړي او په دیر بي ننګی سره خپل هیواد ویجاړه وي. زه خو وایم چي افغانان دي ټول یو مت شي او داسي یو دندان شکنه ځواب دي طالبانو او بیسوادانو ته ورکړي، چي بیاي یاد وي د هیواد د خرصولو هوس ونکړي.[/quote:11bc4a67f1]
لاونګ
22.07.2011
[quote:973ee804ab="ویښ"]که د طالبانو اعمالو ته وګوړو نو دا راته جوته کیږي چي په دوي کي هیڅ ډول مذهبي عقیده نیشته بلګه یوازي د پاکستان غلامي قبوله کړي او په دیر بي ننګی سره خپل هیواد ویجاړه وي. زه خو وایم چي افغانان دي ټول یو مت شي او داسي یو دندان شکنه ځواب دي طالبانو او بیسوادانو ته ورکړي، چي بیاي یاد وي د هیواد د خرصولو هوس ونکړي.[/quote:973ee804ab]
خبره دې ښه خبره ده چې مونږ ټول افغانان یو شو...خو وروه خبرې اسانې وي مګر کار یې سخت وي. څنګه به یو مټ شو دې چا په مشری؟ هغه به څوک وي؟ مونږ څه خبر چې زړه پاکه انسان به وي او که نه؟
Kamil
22.07.2011
[quote:8bcd3e8079="لاونګ"]
څنګه به یو مټ شو دې چا په مشری؟ هغه به څوک وي؟ [/quote:8bcd3e8079]
له امریکایانو سره لاس یو کړۍ او د نورزي جهاني په مشرۍ خپل تحریک شروع کړۍ ځکه چی غیر د کمونستانو نه نور هیڅوک هم درسره نه ودریږي.
۰
22.07.2011
کامل صیب کټ مټ زما دخولي نه دي خبره اخستي آفرین شه
بله کومه لار نه لري خو یا به یو څوک مسلمان وي او یا کافر بله درجه خو منځ کي نشته چي اسلامي امارت نه مني نو بیا خو امریکایان غواړي .
طاهر مسافر
22.07.2011
لاونګ سیب
په چک کی خو د حزب کسان دی. نو لیږ د خدای لپاره ووایه چه په څه مو سره دعوه ده.
فکر کوم د حزب کس یی. که نه یی نو به ښه یی ځکه د اسلام دښمنان همیش د درځونو د فراخوالی هڅه کوی.
او که د حزب کس یی نو لوی خدای دی درته هدایت وکړی. دا ستا لیکنی می باور وکه ډیر ویروی. تیر ځل د غرنی بزغالی سره او اوس خو به ځان و طالبانو ته نه اماده کوۍ؟
کوشش وکړه د افغانستان او اسلام لپاره د یووالی، تفاهم او ایثار او خودګزری خبری وکړی.
Kamil
22.07.2011
[quote:973d70ee47="مومندافغان"]کامل صیب کټ مټ زما دخولي نه دي خبره اخستي آفرین شه[/quote:973d70ee47]
د زړه نه زړه ته لار وي.
زه له دی ټولو نه یوه پوښتنه کوم چی د روسان او د امریکایانو د اشغال تر منځ څه فرق دی؟
که ځواب مو هو وي نو ولی یی په خلاف بدني، قلمي، لساني، مالي او سیاسي جهاد نکوۍ.
او که نه وي نو بیا ولی ټول ملت د روسانو او کمونستانو په ضد پاڅون کړی و؟
د روسانو سره به چی چا کار کولو کمونست و.
خو که اوس څوک امرسکایانو سره کار کوي مسلمان دی.
دی دواړو تر منځ فرق څه دی؟؟؟؟
Re: طالبان اوس ددينی مدرسو د بندولو ګواښ هم وکړ
هوتک
22.07.2011
[quote:d9e3c04780="لاونګ"]
طالبانو دولس ملاتړ په بشپړ ډول له لاسه ورکړیدی، د افغان امنیتي ارګانونو په وړاندې د مخامخ جګړې توان نلري، [/quote:d9e3c04780]دفیل په غوږ کې اوده یې؟؟
طالبان چه څومره داولس ملاتړ دځان سره لرې؟
دکرزی ټوله اداره ورسره دوستان یې دخپلو ټولو ډالرو سره داولس سلمه برخه ملاتړهم نلرې؟
اول دمجاهدینو ملګری الله جل جلاله دی، دوهم یې خپل غیرتمن اولس دی، چه دمجاهدینو سره اوږه پر اوږه دصلیبې لښکرو پرضد جنګیږې،
هغه دپښتو متل دی وایې(سل یې مړه کړه لایې بدې نه بولې)
لاونګ جانه ته یې په داغه
شکنه پورې کوه چه طالبان اولس ملاتړنلرې؟؟؟؟؟