اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
یو ملا او سل سودا!
حلیم
21.07.2011
سلامونه،
نه پوهیږم دلته یې ولیکم که بل چیرې،
-------------------------------------------------------
د یو دیني عالم او د ننیو خروارونو مشکلاتو خبره مې کوله
هو، دین باید له دولت او سیاست څخه جلا نه وي
موږ باید د اسلام دین د ژوند په هره برخه کې پلی او خپل ورځنی ژوند پرې تیر کړو.
خو پوښتنه دلته راته پیداکیږي چې، نن ژوند او آن ټولې سیاسي، اقتصادي، کلتوري، نړیوالې اړیکې، ټولنیز کارونه او نورې ټولې برخې ډیرې دقیقې او نور خلک (کفري نړی) په هره برخه کې متخصصان او مسلکي خلک روزي او ګماري.
د اسلامي نړی چی نیمایي ئې ویده دي (لکه د خلیج عربان)، او نیمائي نور يې بیا د سیکیولریزم، دیموکراسۍ، غرب پولۍ، اخوانیت، وهابیت .... او نورو چیغې وهي.
آیا یوازې یو دیني عالم (ولو که دوکتورا هم ولري) ددې وړتیا او ظرفیت لري چې د ژوند دا ټول اړخونه او د هغې مفادات او عوارض موږ ته په ګوته کړي، او یا بې لدې چې په کومه علمي مؤسسه کې د یوې مشخصې برخې (لکه سیاست یا نور) په اړه تحصیل وکړي زموږ د سیاست، اقتصاد، ټولنیزو ارزښتونو او نړیوال موقف لپاره یوه پرځای او د ټولو مشکلاتو حلال تصمیم ونیسي او یا خپله دی ددې رهبریت وکړي؟
زما ځواب خو نه!، دی
زه نه غواړم داسې ووایم چې ملا دې په هره برخه کې خبرې نه کوي، بلکه هدف مې دادی چې موږ باید په هره برخه کې یوازې په ملاتوب بسیا ونکړو، بلکه مسکي کدر ته باید ډیر اهمیت ورکړو.
مثلاً:
اسلام د تجارت لپاره اصول لري خو دا پدی معنی نده چې یو ملا باید د تجارت وزارت پر مخ بوزي.
اسلام د سیاست لپاره شرایط اصول او خپل مشخص دریځ لري، خو دا پدې معنی نده چې یو ملا (ولو که په فقه حنفي کې یې ډاکټري اخیستې وي) دې د هیواد چارې په لاس کې واخلي او یا دې د کومې سیاسي وزارتخانې وزیر شي.
اسلام د ټولنیز ژوند لپاره ډیر ښه قوانین لري او د ټولنې د ښیرازی لپاره ډیر ښه ارشادات لري، خو دا پدې معنی نده چی یو دیني عالم دې د روغتیا وزیر، د کار او ټولنیزو چارو وزیر، او یا د اطلاعاتو او کلتور وزیر شي.
او ډیر داسې نور مثالونه هم شته - چې نن یې خلک داسې تعبیروي چې ګواکې دا « اسلام له سیاست څخه» بیلتون معنی لري.
----------------------------------
زه وایم: ملا کچیرې یوازې دیني (عقیدتي، فهقي، ...) علم لري باید یوازې په خپله اړونده برخه کې کار وکړي. او هغه ډاکټر چې د روغتیا او مدیریت په برخه کې لوړې زده کړې لري، باید د روغتیا وزارت وزیر یا کومه اړونده اداره کې فعال اوسي. او همدا راز کوم روان شناس چې لوړې زده کړې ولري باید چې د ټولنیزو چارو د پرمخ بیولو لپاره وګمارل شي.
هغه څه چې مهم دي هغه د دین او سیاست بیلتون دی چې باید زموږ په اسلامي ټولنه کې نه وي. او دا کار هله کیدای شي چې زموږ پورته ډاکټر، ملا، روانشناس او نور ګمارل شوي خلک خپلې تګلارې او موخې د اسلام د تګلارې سره عیارې کړي او دا هله کیدای شي چې زموږ خلک (ډاکټر، ملا، روانشناس ...) هم له دین (د خپل مسلک اړوند) او هم له خپل مسلک څخه پوره باخبره وي، او یا داچې د دوی لپاره د هغوی د اړوند مسلک په برخه کې مشخصه تګلاره د اسلام په چوکات کې د دیني او مسلکي عالمانو لخوا جوړه او دوی ته د عمل لپاره وسپارل شي.
یو ریښتینی اسلامي اساسي قانون درلودل هر چاته دا اجازه ورکوي چې یوازې او یوازې په خپل کار کې فکر وکړي او بس. د نورو په کارو او خبرو کې مداخله، او ټولنیز کشمکش له یو سره د خلکو له ذهنیت څخه وزي او باید ووزي.
پدې سره به نه یو ملا وي او نه يې هم سل سودا.
مننه