د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دانش خپرندويه ټولنه ولوټل شوه

مظلوم
02.08.2004

دانش خپرندويه ټولنه، چې د ګران هېواد د اصيل فرهنګ او علم پالنې لپاره يې د هجرت په دوران كې نږدې درې لسيزې نه ستړې كېدونكې او نه هېرېدونكې هلې ځلې كړي دي، كار يې د هېواد له هېڅ فرهنګپال او علم پال څخه پټ نه دى. په سوونو او نږدې په ز

رګونو ديني، علمي، ادبي، سياسي، ټولنيز او... كتابونه يې هېوادوالو ته وړاندې كړي دي او پردې سربېره دانش كتابتون د هېواد د فرهنګياليو د بنډار او د دمې ځاى هم و، په دې وروستيو كې د علم و فرهنګ په جامه كې د يوه پټ ماهر غله له خوا ولوټل شوه او (درې نيم لكه كلدارې) يې ترې په بډه ووهلې. همدا لامل و، چې په دې وروستيو كې د دانش خپرندويې ټولنې خپرنى بهير هم لږ ټكنى شو.

دانش خپرندويه ټولنه له ښاغليو فرهنګپالو سره كيسه داسې شريكوي:

[size=24:48f66ead05][color=green:48f66ead05]لطيف بابى، [/color:48f66ead05][/size:48f66ead05]چې ښايي له نامه سره به يې نږدې تاسې ټول اشنا ياست، د دانش خپرندويې ټولنې له پخوانيوو نږدې او باوري خواخوږو څخه شمېرل كېده. دانش خپرندويې ټولنې يې د 1_افغاني هندوان او سكهان، 2_په خپل شكل څرګندېږم،3_زيركې ويناوې،4_د اساسي قانون لنډه تاريخچه،5_ پښتو پښتو قاموس، 6_د صالح محمد صالح ژباړه،7_سندارا او سندرې كتابونه چاپ كړل او هم مو د پېښور چاپ كتابونه، د لارې كرايه او نور… ورواستول. بابي صيب په لومړيو وختونو كې د دې لپاره، چې خپل اعتبار پوخ كړي، د لومړيو څلورو _ پېنځوو كتابونو، چې له دې دمخه چاپ شوي وو، د چاپ لګښت راولېږه او ددې ترڅنګ يې نور هم ټټر وټپاوه، چې د نورو پښتنو ليكوالانو د علمي_ادبي كتابونو د چاپ لګښت ته به هم اوږه وركوي. دا اعلانونه يې ان په ځينو پښتو مجلو كې هم خپاره شوي دي.

بابى صيب، چې د ځينو كتابونو د چاپ د لګښت له امله د دانش خپرندويې ټولنې پوروړى شوى و، څو ځله يې د پور د رالېږلو د نن سبا ژمنې وكړې او دا به يې ورسره ويل، چې تاسې ډاډه اوسئ، خو زه په دې ورځو كې لږ مجبور يم نو... او بله دا چې تر يوولسم سپتمبر وروسته دلته حواله جات هم بند دي. په دې ډول ډېر وخت په هاغه او دا تېر شو، خو يو وخت چې يو ملګري له (نيوياركه) افغانستان ته راته، نو موږ ورته وويل، چې كه بابي صيب څه دركړل، هغه به ورسره راوړې. كله چې ملګرى راغى، نو د بابي صيب د خولې ځواب دا وو، چې ماته د دانش هېڅ پور نه شته او ما ټولې خلاصې كړي او ورلېږلي دي.

بيا موږ پخپله له بابي صيب سره اړيكه ټينګه كړه، چې وروره تا د چا په لاس رالېږلي؟ موږ ته خو لږ تر لږه هغه كس وښايه، خو لنډه دا چې بابي صيب اشنا سترګې نااشنا، د فرهنګ پالنې او ادب پالنې جذبات او باټې تر پښو لاندې، پښتنواله يې كچه او د دانش خپرندويې ټولنې په (درې نيم لكه كلدارو) يې خوله پاكه كړه او دا غږ يې هم وكړ، چې خداى دې نه كړي زه ترې بېخي خبر هم نه يم!!.

دانش خپرندويې ټولنې خپلو ځينو ښاغليو او مشرانو ملګرو دوستانو ته له بابي صيب سره د خبرواترو او د هغه د دليل اورېدلو لپاره وويل، خو د ځينو ښاغليو او منلو پوهانو او ليكوالو (پوهاند صيب رشاد، ښاغلى غريبيار، عبدالغفار فراهي، شهرت ننګيال، محمد امين واكمن، ښاغلى رحمت ربي زيرك يار، عبدالمجيد بابى، نور احمد قرانمل، ښاغلى زرين انځور، مطيع الله عابد، په كاناډا كې د افغان رسالې مسوول مدير احمد شاه هوتكي، په كابل كې د عبدالحى حبيبي كتابتون مسوول، د صحاف نشراتي موسسې مشر حمدالله صحاف، تورنپال بابى او نور...) منځګړتوب او جرګه هم څه ځانګړې ګټه ونه كړه.

دا لنډ داستان مو له تاسو سره ځكه شريك كړ، چې خداى مه كړه سبا تاسو درانه زموږ په څېر د بابي صيب په دام كې ګېر نه شئ.

په دې اړه به په راتلونكيو ګڼو، بېلابيلو مجلواو راډيوګانو له لارې بشپړ معلومات دركړاى شي.

په درنښت
ددانش خپرندوېې ټولنې اداره


زلمی
02.08.2004

دروند مظلوم صيب !
ته خو د بابي صيب د ظلم نه سر ټکوی ، خدای دې د اسد دانش د ظلم نه وساته . پخوانيو ويلي چې يوه بلا بلې ته وايي چې ام خورم دې ، که ته د اسد ظلمونو نه خبر شې توبې به وباسې . اسد تل د پښتنوليکوالو د پاکو احساساتو نه بده استفاده کړې او په لکونو روپې يې د مداريانو غوندې د خولې په چالاکۍ او د لاس په صفايې تر لاسه کړي دي . باور وکړې چې دومره فراډ او دوکې يې کړي که ورنه خبر شې حيران به پاتې شې . که غواړې يې زه به يې يوه يوه درته بيان کړم . خو خير دا به وساتم بل وخت ته . پاتې شوه د بابي صيب خبره . اوس تاسو پخپله قضاوت وکړی چې ددې لانجې په حل کې ستاسو په قول څومره سترو شخصيتونو برخه اخيستې خو بيا هم ستاسو په قول لانجه نه ده خلاصه شوې . د ډير افسوس ځاې دی چې تاسو د يوه چالاکه او فراډ کتاب پلورونکي په پلوی د دومره لويو شخصيتونونومونه ياد کړي دي . کيدای شي په تاسو يې هم د چشم بندی دم اچولی وي ، اسد ستا غوندې ډير ليکوالان تر سينده بيولي او بيرته يې تږي راوستي دي . زه خو وايم د ټول افغان غوندې پاڼه بايد د فراډانو په ګيلو ډکه نه شي
د موضوع د وضاحت له پاره به زه يو ساده مثال درته وليکم : همدا اووه کتابونه چې تا يې نومونه اخيستي اسد هر يو تر 2000 ټوکو نه کم نه دی چاپ کړی په داسې حال کې چې نه يې خوارکي ليکوال ته حق الزحمه ورکړي او نه يې په چاپ پيسې لګيدلي . ځکه پيسې خو يې له بابي نه غواړي چې تا راته ويلي چاپ يې کړه . په بدل کې يې بابي ته 15-20 کتابونه ليږلي اونور يې ټول په بازار کې خرڅ کړي دي اوس محاسبه وکړی د هر کتاب قيمت که حد اقل 80 کلدارې ونيسو نو د 14000 ټوکو قيمت 14000* 80 = 1120000يو ميلون ويوسلوشل زره کلدارې کيږي نو اوس تاسو ووايي چې څوک چا لوټ کړی دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟ زه بابي صيب نه پيژم خو اسد په ټوله معنی ښه پيژنم دغه ډول دوکې يې د هر ليکوال سره کړي دي . د ليکوال نه يې د کتاب د چاپ پيسې اخيستي او هغه يې بيا په پټه د ځان له پاره په زرګونو ټوکه چاپ کړی . د ليکوال خوارکي کتابونه په ځای پاتې شي او دې يې په ارزانه بيه په ټول هيواد کې وويشي . داسې ډير نور مثالونه هم شته خو نه غواړم چې اوس يې ووايم


دمرګ او شرم ځای دي

لونګين
02.08.2004

بياخلک ليوني شول پښتانه او پښتو ئي وشرموله زه په دي عقيده يم چې دپښتنو
ځني ميرا سي خواص ډير خراپه دي او بايد اصلاح شي،خوزه نوره حوصله کوم اودومره
وايم چې دا ځاي محکمه ندی او نه دا ځاي ددعوو او فيصلودي ٠دا ددي هم ندي چې
يوسړي بل سړي رسوا کړي او انساني کرامت ته ئي نقص ورسوي ٠
خو ډير د افسوس ځاي دي چې ځني خلک له نوروهم څه نه زدکوي ٠ ورشه دنورو پاڼو
ته لاړ شه چه هلته خلک څه ليکي٠او دغه عمل د انټرنيت د ټولو هيوادو په قانون
بند دی او جنا يت دي څکه چي په شخصيتوګه ديوه فرد حيسيت ټکول کيږي٠

زه د دي پا ڼي له واک لرونکو نه هيله کوم چې داسي يو کر غيړن مضمون له دي
پاڼي څخه لري کړي او داسي مزخرفاتو ته نور ځاي ور نکړي .

په درناوي
لونګين


خاټول
03.08.2004

زه په خپل وار دگران ورور لونگين خان ليكنه تايده وم،اوپه كلكه له گران ورور وطنمل صيب
څخه هيله كوم چي دا ليكنه چي ديوه معزز مشر سپكاوي پكي شوي هرومرو ړنګه کړي ،او اجازه
ورنکړي چي دټول افغان درنه پاڼه دځاني عقدو دتبليغ ډګر وګرزي ، که ښاغلي اسدصيب له ښاغلي
بابي صيب سره کومه ستونزه لري نو محكمي ته دي رجوع وکړي ،دلته ياپه نورو نشراتي ارگانونو كي ليكل خو يواځي (بليك ميلنگ) بلل كيږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more