نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اسلامي سیاست(د خلکو خدمت)
شاه ولي
20.07.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
سياست يوه وياړلي لوبه نه ده چي ځاني ګټو دپاره دهغه لوبه كيږي بلكى دا يو وياړلي او مقدس هدف مخه میشن دي چي دخلکو دخدمت او چوپړ دپاره كيږي. د اسلامي لارښوني سره سم په دين او سياست كښې يو ډول توپيرنشته او دا سياست د دين يوه برخه ده او دا د لوئى څښتن (ج) دلارښودنى سره سمه هغه اعمال ده چې مونږ ټولو ته فرض شوی دي.
او زما په عقیده سیاست هغه نه شو چې د خپل مقصد او مطلب لپاره نور مسلمانان وژنو او یایي استعمال کړو، دا خو یو ابلیسانه او طاغوتي عقاید دي چې په اوسنی نړۍ د بنی نوع انسان لپاره اورونه لګوي.
حقیقی سیاستمداران د رسول الله صلی الله علیه وسلم څلور یاران بللی شي.
والسلام،
Kamil
21.07.2011
[quote:799eef6914]بسم الله الرحمن الرحیم
زما په نظر سیاست دا نه دی چی د خپل مطلب لپاره نور خلک استعمال شي، بلکی دا هغه شیطنت او طاغوتي فکر دی چی نن سبا یی بشریت ته اور لګولې،بلکی سیاست دخيرخوهۍ او حقیقت پرورۍ په لاره دځان، مال او هر څه نه تېرېدلو ته وايي او حقیقی سیاستمداران د رسول الله صلی الله علیه وسلم څلور یاران بللی شي. ما په راډیو کی کی تفاسیر لوستي په اخبارو او مجلو کی می مقالی
او شعرونه خپاره شوي، د پیام حق مجله او د وړانګې جریده "ورځپاڼه" می چلولې، په دارالعلوم او نورو ښونځیو کی مې معلمي کړېده.
خو چېرې هم داسی نه دي شوي، چی پرون یو رنګ او نن بل رنګ وم. ته می شاهي رژیم تأیید کړی او نه می د داؤدي ظالمانه نظام ستاينه كړې او نه مې د سرمایه دارۍ او کمونستي نظامونو د غندنې څخه خوله نېولې ده.
زه باور لرم چی د افغانستان ملت مسلمان دی او دلته به سپیڅلې اسلامي قدرت دوام کوي او بس. زه خو داسی خلکو ته حیران یم چی پرون د اسلام مدعیان وه او بیا د کفر ګوډاګي شول، چی په لېنن (بوش) یی درود ویلو نن څرنګه داسلامي ملک د وزیران په حیث منلې شي او یا هغه خلک چی تراوسه یی خلک الحاد او کفر ته بلل او الله اکبر پر ځای یی د کفر شعار یعنی "هورا" چېغه کوله څرنګه خپل امیران بللې شي عام خلک لا څه چی زه هغه عسکرو ته وایم کوم چی اسلحه یی ترلاسه کړې تاسو که په منظمه توګه قیام نشد کولای نو اقلا اسلحه راواخلۍ او اسلامي ډلې ته تسلیم شۍ، ځکه د کفر ملاتړ پخپله کفر دی.[/quote:799eef6914]
دا ټولې د خالص بابا رح وناوې دي چی د سياست په باره کې يی کړيدي.