د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملا عمر په حق ورسید!

محمود سعيد
20.07.2011

داسې ګونګوسې دي چې طالب ویاند قاري یوسف په یوه پیغام کې څرګنده کړې چې ګواکي ملا عمر په حق رسیدلی دی. دا خبر تر کومه رښتیا دی؟
دا خو به د سولې په لار کې د هغه قرباني کیدل نه وي؟


محمود سعيد
20.07.2011

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه تليفوني تماس کي آزادۍ راډيو ته ويلي چي د دوى د مشر ملامحمدعمر د مړيني خبر سم نه دئ.
نوموړي ويلي هغه ژوندى دئ او زياتوي چي د دوى له تليفونونو او ايمېلونو څخه د تخنيکي ستونزي له امله تللي دي.
بايد وويل سي چي د طالبانو د رسمي ويبپاڼي الامارة له ايمېل ادرس څخه په پښتو او انګليسي ژبو يو اوږد ايمېل لېږل سوى چي وايي د دوى مشر ملامحمدعمر د سرطان پر شپږويشتمه د زړه د ناروغۍ له امله مړ سو، او پر ځاى يې ګل آغا د دوى د مشر په توګه ټاکل سوى دئ.
...له لر او بر څخه.
دا ولې؟
دا به د دوی تر منځ د یوه ژور درز د رامنځته کیدلو په معنی نه وي؟


عادل عادل
20.07.2011

السلام علیکم

جزاکم الله سعید صاحب

[quote:e0097603b1]
د زړه د ناروغۍ له امله مړ سو، ....[/quote:e0097603b1]

هېڅ مجاهد د زړه د ناروغی له کبله نه مري، دا خبر به خامخا د یاهوو ادرس داسې یو غله جوړ کړی وي، چې زړه یې چربي او وازدو لاندې کړی وي، نفساني ناروغ او بې نمازه وي، سټرېس لري، خوب یې تښی وي او داسې نور .....

مرګ خو حق دی، هر څوک به مري، خو په مختلفو بڼو،څوک په عزت کې څوک په ذلت کې، په یوه به خلک خوښی کوي خو په بل به ژاړي، یو به د تاریخ په زرینو پاڼو کې ځای نیسي، د بل به نوم د خاورو سره خاورې کیژي، یو به د خلکو ویاړ او بل شرم وي، ......... ژوندي مثالونه یې ښه ډېر دي. ....... مرحوم خالص بابا رحمه الله....... ترکی،کارمل،نجیب،مسعود،.......................................... جان محمد خان


عبد السلام
20.07.2011

یو دوه هفتې دمخه د فاکس نیوز (Fox News ) ویب ساید ته ځینې نامحرمه اویا غله (hackers )ور ننوتی وو او داوباماد مرګ خبر یې خپور کړی وو ، بیا دا دوه ورځې وړاندې د News International په ویب پاڼه هم همدا چل وشو ، خو د لته یې د Rupert Murdoch دمرګ خبر خپور کړ !!! ښايي داهم ورته خبر وي .


هوتک
20.07.2011

داهم دازادۍ راډیو تفصیلې رپوټ:

ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺩ ﻣﻼ ﻋﻤﺮ ﺩ ﻣړﯾﻨﯥ ﺧﺒﺮ
ﺭﺩ ﮐړﻩ:

ﻭﺳﻠﻮﺍﻟﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺩ ﺧﭙﻞﻣﺸﺮ ﻣﻼﻣﺤﻤﺪ ﻋﻤﺮ ﺩ ﻣړﯾﻨﯥ ﺩ ﺧﺒﺮ ﻟﻪﺧﭙﺮﯾﺪﻭ ﯾﻮ ﺳﺎﻋﺖ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩﻏﻪ
ﺧﺒﺮ ﺑﯥ ﺍﺳﺎﺳﻪ ﻭﺑﺎﻟﻪ.
ﻧﻦ ﺳﻬﺎﺭ ﺷﺎﻭﺧﻮﺍ ﺷﭙږ ﻧﯿﻤﯥﺑﺠﯥ ﺩ ﻫﻐﻪ ﺑﺮﯾښﻨﺎﻟﯿﮏ ﺍﻭ ﺩﻣﻮﺑﺎﯾﻞ ټﻠﯿﻔﻮﻥ ﺷﻤﯿﺮﯤ ﻟﻪ ﻻﺭﯤ
ﭼﯥ ﺩ ﻭﺳﻠﻮﺍﻟﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﯾﻮ ﻭﯾﺎﻧﺪﺫﺑﯿﺢ ﺍﻟﻠﻪ ﻣﺠﺎﻫﺪ ﯾﯥ ﮐﺎﺭﻭﻱ،ﭘﻪﻟﯿﮑﻠﻲ ﭘﯿﻐﺎﻡ ﮐﯥ ﺩ ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪﻋﻤﺮ ﺩ ﻣړﯾﻨﯥ ﺧﺒﺮ ﻭﺭﮐړﻝ ﺷﻮ.
ﭘﻪ ﭘﻴﻐﺎﻡ ﮐﯥ ﺭﺍﻏﻠﻲ،ﭼﯥ
ﻧﻮﻣﻮړﯼ ﺩ ﺗﯿﺮﯤ ﺟﻤﻌﯥ ﭘﻪ ﻭﺭځﺩ ﻭﺭ ﭘﯿښﯥ ﻧﺎﺭﻭﻏۍ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﻣړ
ﺷﻮﯼ.
ﺧﻮ ﺳﺎﻋﺖ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺫﺑﯿﺢ ﺍﻟﻠﻪﻣﺠﺎﻫﺪ ﻟﻪ ﻧﺎﻣﻌﻠﻮﻡ ځﺎﯼ ﻧﻪ ﭘﻪﺗﻠﯿﻔﻮﻥ ﺍﺯﺍﺩﻱ ﺭﺍډﯾﻮ ﺗﻪ ﺩﻏﻪ ﺧﺒﺮ
ﺭﺩ ﮐړ ﺍﻭ ﻭﯾﯥ ﻭﯾﻞ،ﭼﯥ ﺍﻓﻐﺎﻥﺣﮑﻮﻣﺖ ﺍﻭ ﺑﻬﺮﻧﻲ ځﻮﺍﮐﻮﻧﻪﺗﻮﺍﻧﯿﺪﻟﻲ ﭼﯥ ﺩ ﻧﻮﻣﻮړﻱ ﺩﺑﺮﯾښﻨﺎﻟﯿﮏ ﺍﻭ ﻣﻮﺑﺎﯾﻞ ټﻠﯿﻔﻮﻥ ﻟﻪ
ﻻﺭﯤ ﺩﻏﻪ ﺑﯥ ﺍﺳﺎﺳﻪ ﺧﺒﺮ ﺧﭙﻮﺭﮐړﻱ.
ﺩ ﻭﺳﻠﻮﺍﻟﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﯾﻮﻩ ﺑﻞ ﻭﯾﺎﻧﺪﻗﺎﺭﻱ ﯾﻮﺳﻒ ﺍﺣﻤﺪﻱ ﻫﻢ ﺩﻏﻪﺧﺒﺮ ﺭﺩ ﮐړ.
ﺗﺮﺍﻭﺳﻪ ﭘﻮﺭﯤ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﺣﮑﻮﻣﺖﺍﻭ ﺑﻬﺮﻧﯿﻮ ځﻮﺍﮐﻮﻧﻮ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﭘﻪﺩﯤ ﺍړﻩ څﻪ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﯾﻠﻲ.
څﻪ ﻣﻮﺩﻩ ﻣﺨﮑﯥ ﻫﻢ ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮﺩ ﻣﺸﺮ ﻣﻼﻣﺤﻤﺪ ﻋﻤﺮ ﺩ ﻣﺮګﺍﻭﺍﺯﻩ ﺧﻮﺭﻩ ﺷﻮﯤ ﻭﻩ.


larghonay laraway
20.07.2011

السلام عليکم!
ياره که طالبان د ملاعمر په مړينه د يو بې سیواد له مشرتابه خلاصېږي نو خدای دې د ملاعمر په مړينه کې خير واچوي !
کيدای شي طالبان يو ديني پوه، عالم او د وياړ وړ سړی ځانته رهبر وټاکي څو خلکو ته د دين په رڼا کې منطقي قناعت ورکړی شي.


Lotfollah
20.07.2011

ښایی د داسې خبر خپرول د آی اس آی دسیسه وي چې د راتلونکی احتمالی پېښې لپاره د خلکو ذهنیتونه او غبرګونونه وآزمایی.


طالب ISI
20.07.2011

لاروی او لطلف الله دواړه ښه نظرونه ورکړي.
خو یوه خبره ده چې ملا عمر خو بیاه هم ځینو خلکو لیدلی، چې افغانی دی، او پخوا مجاهد وو. خو شاید ای،اس،ای داسې څوک وټاکې چې سم ، منظم پاکستانې جنرال ته به لونګی ور په سر کړي، بیا دچا پلار پته لګولی شي، چې اوس د طالبانو رهبر څوک دی.
چې شپږ کاله یې اسامه د یو ملیارد ډالر مقابل کې وساته نو د ملا عمر ډرامه خو یو شل کله چلولی شي.

د یوې خوا څخه د کرزي ملګري وژني، د بلې خوا په کنړ بمباري کوي، هلته خلک شهیدان کیږي، چې تر اوسه طالبانو حد اقل دغه کار غندلی هم نه دی، له بل طرفه زرداري کابل ته راځي، بس شیطان تور وي او که سپین؟

که نن ورځ د مځکې په مخ واقعي شیطان دی، خو همدغه پاکستان دی.

خو ما چې آوریدلي، ملا یو څه په زړه نرم سړی دی، عاجز انسان دی، هر کله به چې له ده سره قوماندانانو کتل نو به ورته توصیه کوله چې خلک به نه ځوروی، ظلم به نه کوی...

خو په چا یې منې!

نو اوس دا ضرور نه ده چې یواځې عالم شخص د ملا عمر په ځای راشي، ځکه علم، زیرکتیا، افغان وطن ته ژمنتیا، د پاکستان نه غلامي ټول ضروري دي.


larghonay laraway
20.07.2011

شهير خانه ما نه دي ويلي چې ملا عمر يا د ده پر ځای بل څوک دې د افغانستان د زعامت له پاره راشي!
ما د طالبانو د مشرتابه يا رهبريت په اړه خبره کړې ده چې د ملا عمر پر ځای کاشکې څوک دينپوه عالم خپل رهبر وټاکي.

ملاعمر خو د اسلامي تحريکونو، خوځښتونو او تنظيمونو نوم وشرماوه!
باور وکړه که په نړۍ کې چېرته چا اوريدلي وي چې د يو اسلامي تحريک مشر دې بې سواده وي!

شهيرخانه تاسو ليکلي چې پاکستان به يو بل چاته پګړۍ ووهي!
دا خو په تااو نورو افغانانو پورې اړه لري چې لومړی يو نفر وپېژنۍ او بيا ورپسې ليکه شئ!


هوتک
20.07.2011

خبره دملامحمدعمرمجاهد (حفظ الله) دمړینې وه تاسې بلې خواته لاړاس؟؟
په دوه تورې زده کړو غره لرغونی بیا بل ساز پکې وهې؟؟
چه ملاصیب تعلیم نلرې،
هلکه ستا علم به تر ملاصیب ډیر وې تادخپلو وطنوالو کوم درد ور دوا کړی دی؟
‏(واې یو کس پر بایسکل سپور وو چه بل نفر یې په وواهه:
هغه ورته وویل چه ولې وروره خودومره لوې بریتونه لرې:
بایسکل والا ورته وویل چه وروره خبره په بریتو کې نده خبره په بریکو کې ده)
الله ج دې درته هدایت وکړې؟


-
20.07.2011

لرغونیه کوم اسلامي تنظیمونه یادوې؟؟
که مهرباني وکړې نومونه یې سره د باسواده؟؟؟ مشرانو ذکر کړې!!
نو بیا به یې جواب هم درکړم.

خو لطفا ته لږ ترلږه د یو ۱۰ اسلامي تنظیمونو د رهبرانو نومونه که ولیکې...
ډیر به خوښاله شم

تربیا
[quote:2fa6430b6b]ملاعمر خو د اسلامي تحريکونو، خوځښتونو او تنظيمونو نوم وشرماوه!
باور وکړه که په نړۍ کې چېرته چا اوريدلي وي چې د يو اسلامي تحريک مشر دې بې سواده وي![/quote:2fa6430b6b]


طاهر مسافر
20.07.2011

څلور میاشتی مخته زما د ملګری، چه ګواکی په هسپانیه کی یی چا اسناد او پیسی غلا کړیوي، له ادرسه رانه د څو امرکایی دالرو د کمک غوښتنه شوي وه چه خدای سته د څو شیبو لپاره ئي چورتي کړم چه څومره او څنګه به ورلیږم. ناڅاپی می دا فکر ته راغله چه یاره پریږده یاري خو تپوس وکړه. د ملګري د نوي تیلفون نمره می نه لرله. کورته می چه تلفون وکړ نو معلومه سوه چه کوم غله دده ادرس غلا کړی او له هغه نه ورسته د هغه په زریعه نور دوکه کوی او غلا ځنی کوی.
داسی معلومیږی چه دا غلا د پیسو غلو نه ده کړی بلکه سیاسی غلو کړی. کیدای سی په یو نه یو ډول یوه بی پیسو غلا په بله ګټوره غلا واړه وی. نور نو د سی آی ای اخیستلسوی او خدایی خدمتګارانو ته به ټینګ سو چه په دی هکله به څنګه ګلان وشیندی.

لاروی، شهیر او لطفاالله سیبانو ته
یارانو تاسو مو دا خپل شوده ګان پوه کړی نور به خدای خیر کړی. هغه د یوه مشهور مسلمان فیلسوف خبره ده هغه چه ناپوه وی او وایی چه پوه یم نو له هغو نه لیری ګرځه. دغو ناپوهه پوهانو خو دا پنځس کاله کیږی چه د افغانستان په بربادی پسی راخیستی.
لاروۍ سیب هسی ګړیږی. هغه مسلمان چه اصول یی اسلامی وی او هغه تنظیم چه سوچه اسلام غواړی هغه به هیڅکله هم په ملا عمر ونه شرمیږی. بلی هغه مسلمان لکه کرزی او د هغه کاسه خواره ملتپالان او یا په نامه اسلامی تنظیم لکه جمعیت او اتحاد به و خپلو بادرانو ته شرمیدلی وی. پاته سوه زه او ته. دا خو لا د خوښی ځای دی چه یوه انپړ پښتون د دنیا ۴۳ هوشیار دولتونه ژړا ته راوستلی. دی انپړ پښتون اسلام خپله لار بللی او پښتونولی یی هغه له سستی او ستومانی راګرځولی. له دینه لویه د  افتخار خبره به چیری وی. وای د کرزیانو او سرخپوشانو په سر کوه چه نه یی دین سو نه یی دنیا. په چهان کی هغه د شرمونو کاسه کرزی دی. ازادیخواهان او د ازادۍ دشمنان ټول پری شرمیږی. نو وروره چه ستاسی پوه داسی سی نو ستاسی له پوهانو توبه.


-
20.07.2011

لارویه اوس سیاف صیب عالم دی او که نه؟
او یو اسلامي تنظیم رهبري کولي شي که نه؟ :)

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=7524

تا چې د سیاف ددې تقریر اوریدلو څخه مخکې فکر کاوه چې ګواکې نوموړی عالم دی، آیا راته ویلی شې چې د کوم معیار په اساس درته سیاف عالم ښکارید؟؟؟ 8)


larghonay laraway
20.07.2011

کليوال صيب بحثونه مه لړه. دسياف بحث په اسلامي برخه کې روان دی.
زه نه د سياف پلوی يم او نه يې هم په تنظيم کې يم. خو دومره درته ويلی شم چې له مصر څخه فارغ دی، د کابل پوهنتون استاد ؤ او په عربستان کې يې هم څه ناڅه زده کړې کړې دي.
د رهبرۍ لپاره بېخي مناسب او تر ملاعمر وړ دی خو ډالردوسته دی او د ټلوالې سرسخت پلوي دی چې له پښتنو سره منافقت کوي!
نور بحث که د سياف په اړه کوې نو هيله ده چې په خپل ځای کې يې وکړې او دلته نه.
ما د سياف په وړتيا او رهبرۍ خبرې نه دي کړي، بلکې د هغه د يوې شپې په ترجمه او تفسير غږيدلی يم.


عادل عادل
20.07.2011

السلام علیکم

محترم لاروی صاحب

د سیاف په دوه څیزونو به پوره پوره یقین کوې.

1- ښه عالم دی
2- لوی منافق دی

ستاسو د لیکنو له مخې داسې فهمیژي چې یوازې علم د مشری معیار کېدای شي، خو داسې نه ده، که په علمیت وای نو ابلیس خو تر ټولو ملایکو ښه عالم وو.

دا چې اوسني شیطاني موقف یې خوله تړلې ده، نو خود به د قران کریم ایاتونه شماري، نور به نو څه ووایي، د نساء, انفال او توبي سورتونه خو تر ټولو لومړی دده څېره بیانوي.

ددعوت په پوهنتون کې یو څو د مصري ازهر استادان په داوطلبانه توګه درس ورکوي، هر یو یې په مختلفو قراني علومو کې دکتوراوې لري، د لومړي ځل لپاره چې نوموړو استادانو له سیاف سره وکتل نو ډېر ترې متاثر شول، او د لیدنې نه وروسته د حیرت له مخې دې یوه استاد و دې بل ته ویل چې ..... والله العظیم .... چې سیاف د خپلو ټولو خبرو په ترځ کې یوه فتحه، کسره او ضمه هم خطا نکړه!
-----------------------------
لاروی صیب په خدای چې کلیوال صاحب په مناسب ډول راګیر کړی یې :)

هوښ کړه چې رباني ته عالم ونه وایې :) :) چې مونږ به ګنهکار کړې :)

او

محمود سعید صاحب د مشر ملاصاحب خبر خو هسې هم درواغ شو، نو که دا سرلیک د استاد سیاف نامه ته واړوې ممنون به دې شو :)


محمود سعيد
21.07.2011

یو ځل بیا سلامونه!
که ملا صیب وفات شوی وای نو له خدایه به مو ورته د بښنې غوښتنه کوله، خو اوس چې ژوندی دی په اړه ېې ماته هم پوښتنې راولاړیږي. هیله ده ملګري په سړه سینه ځواب راکړي:
۱- ملاصیب د کومې روحاني، علمي، جسمي، ټبریزې، شهرت او یا بلې کومې ځانګړتیا له مخې د تحریک مشر وټاکل شو او په دې ټاکنه کې چا وڼډه درلوده؟
۲- آیا ملاصیب دا دنده خپل میراث بولي چې ان د ناروغۍ پر مهال ېې هم پریښودلو ته تیار نه وو؟
۳- د طالبانو په ټول تحریک کې له نوموړي پرته د مشرتوب لپاره وړ کس شته او که نه. که وي نو بیا ټول وخت د ده پر مشرۍ ټینګار ولې؟
۴- مشر ملا صیب په عملي ډول په جهاد او جګړه کې برخه اخلي او که نه؟، د واکمنۍ پر مهال خو له کوره ډیر بیرون نه ووت.


larghonay laraway
21.07.2011

سعيد صيب سعادت دې په برخه شه!
ښې پوښتنې دې مطرح کړي. د سياف په اړه د فورم په اسلامي څانګه کې بحث روان دی ځکه يې دلته ځواب نه وايم . خو د ملاعمر په اړه بايد د هغه مدافع وکيلان يا پلويان پوره معلومات ورکړي!
زه خو چې خبر يم په (الف ب) هم نه پوهېږي او بيا د اسلامي امارت دعوه کوي چې په خدای د شرم خبره ده!
ځکه امارت د ټولې اسلامي نړۍ لپاره وي نو که ټوله اسلامي نړۍ همداسې ړنده او بې سواده وي بياخو خبره د انديښنې وړ ده!


Mujahid Islam/مجاهد
21.07.2011

[quote="larghonay laraway"
زه خو چې خبر يم په (الف ب) هم نه پوهېږي او بيا د اسلامي امارت دعوه کوي چې په خدای د شرم خبره ده!
[/quote]

السلام ا علېکم ورحمته الله وبرکاته.
دا لاندې لېنک وگوره،

http://www.youtube.com/watch?v=ssIXn_AoHE0
آېا دا ستر عالم ستا په اند هم ده ISI ملگرې دئ؟؟


نړیوال
21.07.2011

د بامیان بتان او د ملا عمر دلایل:

د ۲۰۰۱ کال مارچ په میاشت کې د طالبانو دولت تصمیم ونیو چې په افغانستان کې ټوله هغه بوتان له منځه یوسی چې د انسان په څیر جوړ شوي دي.

د بامیان لوی بوتان په سیمه کې د بودیستانو د مذهب خپریدو سره په ۲-۵ زیږد کال کې توږل شوی وه. یوه بت ۵۳ متر او بل یې ۳۸ متر ارتفاع درلوده. د بتانو مخونه نورو اسلامی مشرانو ویجاړ کړی وه خو د هغوی بڼی روغی وی. نړیوالو ټولنو او هیوادونو د بتانو د ویجاړولو پر وړاندی زیاته خواشینی ښکاره او سخته غبرګونونه یې وښودل- که څه هم په افغانستان کې د ملکی وګړو د ټول وژنو پر وړاندی داسی غبرګونونه د کوم هیواد له خوا نه وه ښودل شوی.

د موزیمونو ساتونکو او د نورو هیوادونو ویاندویانو وړاندیزونه وکړل چې د بتانو د ویجاړولو مخنیوی وشی. ملا عمر حیران وو، هغه وویل: « موږ والله که پوهیږو چې ټوله ولی دومره وارخطا دی، موږ خو صرف ډبری ورانوو.»

په آسیا کې شتمن بودیست هیوادونو - چې د پاکستان مالی مرستندویان وه - پر پرویز مشرف فشار راوړ چې مخکې له دی نه چې خبره تر خبری تیره وی هغه باید په دی اړه منځکړتوب وکړی. جنرال (مشرف) د منیرالدین حیدر (د پاکستان د کورنیو چارو وزیر) څخه وغوښتل چې کندهار ته ولاړ شی او د ملا عمر سره پدی هکله دلایل ووایی. حیدر په چټکۍ سره د اسلامی علماوو سره مشوره وکړه چې داسی اسلامی دلیلونه ور وښیی چې طالبان یې ومنی. هغه د زیات شمیر ژباړونکو، کاتبینو او اسلامی علماوو سره کندهار ته والوت او د کندهار د هوایی ډګر څخه د ملا عمر میلمستون خوا ته رهی شو.

ملا عمر وویل « موږ د شپږ میاشتو مشورو وروسته دی پایلی ته ورسیدو چې باید هغوی (بتان) ویجاړ کړو.»

حیدر د قرآن څو ایتونه ورته وویل، چې وایی: مسلمانان باید د نورو مذهبونو خدایان و نه غندی. الله به د قیامت په ورځ تصمیم ونیسی چې څوک ښایسته او مقتدره دی.

هغه (حیدر) نورو تاریخی قضیو ته هم اشاره وکړه، په ځانګړی توګه - په مصر کې چې مسلمانانو د نورو مذهبونو د خدایانو او هنر ساتنه کړی ده. په افغانستان کې د بودا (بتان) تر اسلام هم لرغونی دی. پیړی راهیسی چې په زرهاوو اسلامی لښکری د افغانستان څخه د هند په لور تللی دی خو یوه ته یې هم دا احساس پیدا نه شو چې دا بتان ویجاړ کړی. « پنځلس سوه کلونه راهیسی هغه مسلمانان چې له دی سیمی څخه تیر شوی دی دغو بتانو ته کوم تاوان و نه رسوی، ته بیا څنګه له دوی سره په مسلمانی کې دومره توپیر لری؟»

ملا عمر په دلیل کې وویل « هغوی به د بتانو د ویجاړلو لپاره ټکنالوژی نه درلوده.»

عمر وویل چې هغه له دی نه ویریږی چې د قیامت په روځ به الله ته څه ځواب وکړی. « الله به زما څخه وپوښتی: عمره تا د نړۍ ستر قوت چې شوروی نومیده چپه کړ، خو تا و نه شوای کولای چې دوه بتان مات کړی؟ ملا عمر به څه ځواب ورکړی؟»

د خپل یوی سترګی په کاږه کتو سره د طالبانو مشر خپل خبرو ته ادامه ورکړه. « د قیامت په ورځ دا ټوله غرونه خاوری او په هوا کې به باد شی. که چیری دغه دوه بتان په همدی شکل د الله مخ ته ودریږی، نو بیا ملا عمر کوم مخ خدای ته ښکاره کړی.»

نوټ: پدی خبر نه یم چې طالبان د بتانو ویجاړولو لپاره له کوم لوری له خوا هڅول شوی وه او که خپله یې ورته پام ګرځیدلی وو او د پاکستان دریځ په دی اړه څومره ریښتینی وو. خو د ملا صیب محمد عمر داسی دلایل د یوه هیواد د مشر په صفت راته په زړه پوری ښکاره شول نو ځکه می دا څو پاراګرافه د سټیو کول د کتاب (د پیریانو جګړی) څخه وژباړل.
مامون چخانسوری


larghonay laraway
21.07.2011

مجاهده اسلامه وعليکم السلام
زه يوټوب نه شم کتلی خو په دې ښه خبر يم چې ملاعمر ، ملا نه دی!
حتی لمونځ يې هم سهي نه دی او کنه دا ګز او دا ميدان يو غږيز کليپ يې راوړه چې لمونځ يې په کې قرأت کړی وي.


Mujahid Islam/مجاهد
21.07.2011

طالبان: د دښمن هکرانو د یوه منظم پروګرام له مخي زمونږ پاڼه هک کړه
چارشنبه, 20 جولای 2011 18:27 نن ټکی آسیا + 2+ 0
ددښمن دوروستي شرمیدلي اقدام په اړه داسلامي امارت دفرهنګي چارو دکمیسیون اعلامیه

نن سهار وختي زمونږ ددین او خاورې ډارن دښمن چي په سرکې امریکا اوپه خاص ډول دهغوی جاسوسي اداره (سی ای اې ) ده په یوه فریبکارانه عمل سره هڅه وکړه ، دلنډې مودې لپاره زمونږ ګرانو وطنوالو ته تشویش ورواچوي ، او په دې توګه خپلو لړزانده زړونو ته دروغجن ډاډ او اطمینان ورکړي .

دتیرې شپې په وروستیو ساعتونو کې ددښمن شیطاني هکرانو دیوه منظم پروګرام له مخې داسلامي امارت رسمي ویب پاڼه alemara1.com هک کړه ، او داسلامي امارت دزعیم عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد ( حفظه الله ورعاه ) دوفات په اړه یې یوه دروغجنه اعلامیه چې په پښتو ، انګلیسي او عربي ژبو ترتیب شوې وه پرې نشر کړه .

دغه راز دښمن داسلامي امارت ددوو تنو رسمي ویاندویانو ښاغلي ذبیح الله مجاهد او قاري محمدیوسف احمدي له ایمیل ادرسونو( zabihullahmujahid@gmail.com ) ( qya.ahmadi@yahoo.com) څخه هم ورته بي بنسټه اعلامیې یوشمیر کورنیو او بهرنیو رسنیو ته ولیږلې ، په دې سربیره داسلامي امارت دویاندویانو له ګرځنده تیلفوني شمیرو ( چې دافغانستان دروشن او افغان بي سیم له کمپنیو سره تړاو لري ) څخه هم یوشمیر ژورنالیستانو او درسنیو استازوته یاده اعلامیه لیږل شوې وه ، چې له بیلابیلو لارو دا فریبکارانه عمل دشپې ناوخته داسې مهال ترسره شوی وه ، چې دمعمول له مخې داسلامي امارت دویاندویانو ټیلفونونه بند وي ، چې په دې توګه دښمن هڅه کوله په رسنیو کې یودروغجنه اوازه خپره کړي .

دافغانستان اسلامي امارت ترهرڅه وړاندې ددښمن له خوا خپره شوې بي بنسټه اوازه په کلکه ردوي ، او ټول مسلمان امت او خپل ځوریدلي ملت ته ډاډ ورکوي ، چې عالیقدر امیر المؤمنین لله الحمد ژوندی دی او هیڅ مشکل ورته نه دی پیښ شوی .

دغلیم ددې بزدلانه عمل په اړه باید ووایو چې دښمن وړاندې هم داډول هڅې کړې دي ، او داسلامي امارت ویب پاڼې ته یې په بیابیا مشکلات جوړ کړي او غلط مطالب یې پرې نشر کړي دي ، دښمن له تیرو څوکلونو راهیسي هڅه کوي ، داسلامي امارت دویب پاڼې دبندولو له لارې دافغان اولس دبرحق جهاد غږ خاموشه کړي ، خو دمتعال خدای شکر ادا کوو چې تراوسه یې داډول ټولې هڅې ناکامي شوي ، او اسلامي امارت دویب پاڼې دبرخې مسئولينو ددښمن هڅې ډیر زر شنډې کړي دي .

داځل هم وروسته له دې چې ددښمن هکرانو ویب پاڼه په لاس کې واخیسته ، زموږ دویب سایت دبرخې تخنیکي مسؤلینو ډیر زر دویب پاڼې واک بیرته په لاس کې واخیست ، اود لنډې مودې لپاره یې دویب پاڼې خپرونې معطله کړې چې ان شاءالله ډیرزر به بیرته پرلیکه شي .

باید ووایو چې په تخنیکي نړۍ کې دا ډول ناوړه استفادې او جعل کارۍ کوم غیر معمولي عمل نه بلل کیږي ، له دې وړاندې دامریکا دجمهور رئیس د ټویټر داکاونټ په شمول په مختلفو نړیوالو ویب پاڼو کې غلچکي مداخلې شوې دي ، اوښایي بیا هم ترسره شي ، خو دمعمول خلاف داده چې داځل دعمل دیوه معلوم لوري له خوا په حکومتي کچه ترسره کیږي ، چې دا بې له شکه یوشرموونکی او غیرعادي حرکت بللی شو .

زمونږ ډارنو دښمنانو، چې ځان دبیان دازادۍ او بشري حقوقو سرلاري بولي ، په دې عمل سره وښوده چې دوی دخپلو شیطاني اهدافو لپاره په هیڅ نړیوالو اصولو او اساساتو باور نه لري او نه ورته احترام کوي ، دوی دخپلوسیاسي او تبلیغاتي موخو لپاره دنړیوالو انټرنیټي شرکتونو او تیلفوني شبکو حریم ماتوي ، او ناوړه استفاده ترې کوي ، موږ دwww.google.com او www.yahoo.com انټرنیټي کمپنیو په شمول دافغان بیسیم او روشن افغاني تیلفوني کمپنیو نه هم غوښتنه لرو چې ددښمن ددې بې ځایه مداخلې او شیطاني عمل په وړاندې بې تفاوته پاته نه شي ، دوی باید داعتراض غږ اوچت کړي ، چې ولي یې په حریم تیری کیږي ، اوله خدماتو څخه یي بده استفاده کیږي .

دغه راز هغه ژورنالیستان او رسنۍ چې ددښمن په دې دروغجنه اعلامیه باندې تیرایستل شوي دي ، باید دامسئله جدي ونیسي ، ځکه دا واقعا ددوی له فن سره لوبي کول دي ، دښمن په دې فریبکارانه عمل سره دنړۍ او هیواد په سطحه دګڼو ژورنالیستانو او خبري ادارو اعتبار ته سخت زیان اړولی ، چې دغه ادارې یې باید په اړه عکس العمل وښیي .

په پای کې باید ووایو چې ددښمن دې ناځوانمردانه عمل څرګنده کړه ، چې دوی په افغانستان کې ترکومه حده له ناکامۍ او بیوسۍ سره مخامخ دي ، موږ په زغرده وایو چې غربي اشغالګر همدا اوس په افغانستان کې له څرګند شکست سره مخامخ دي ، او اوس یوازې همدا ډول عملیات ورپاته دي ، چې خپل له جګړې ستړي عسکر او بې وسه اجیرانوته پري روحیه ور کړي .

دافغانستان داسلامي امارت دفرهنګي چاروکمیسیون

۱۴۳۲/۰۸/۱۹ هـــق

۲۰۱۱/۰۷/۲۰ م


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more