د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ورځ

pashton
30.07.2004

ورځ
روح او تن مې وير کړي تل زړګي ته مې ژړا راشي
دغو تالي څټو باندې کله به وبا راشي
لاس ئې په سرو وينو د افغان د بچو سور دی نن
ربه راته وايه دې ناسور ته به دوا راشي ؟
دوئ په ميدان ګډ دي د هر چا ساز ته نڅا کوي
څه به ئې کړم سقاو دی د ده چا نه به حيا راشي
خرڅ ئې اثرونه ودانۍ ئې ټولې ورانې کړې
اوس په غوره ناست دی غږ د حق کړي بيا خندا راشي
چا چې ظلم کړی اخر ئې کاسه نسکوره ده
کړنې د ظالم ته نن سبا به انتها راشي
سر به ټکوي توبې به کړي خو وار به ئې تير وي بيا
دې پردو بچو باندې به ورځ بيا د قضا راشي
پسرلی پښتون


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more