اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
فتنې اوجګړې (ابوداودکتاب الفتن والملاحم)
رښتینی
17.07.2011
أبوداود: كِتَاب الْفِتَنِ وَالْمَلَاحِمِ( دفتنواوجګړوبرخه)
فتنې اوجګړې
دحدیثو په شپږو کره کتابونوکې یو ابوداود دی چې ډېر معتمد اوباورې کتاب دی
موجوده حالاتو ته په لېدوسره ددې کتاب د فتنواوجګړوبرخه (کتاب الفتن والملاحم)
دلته را اخلم داخیرې زمانې په اړه درسول الله خبرې هغه غیب دې چې لوی
څښتن ده ته ورښوولې دې ، په دې نبوې لارښوونو کې زموږ له پاره دنجات او خلاصون
لارې چارې بیان شوې دې .
دحدیث له ژباړې وروسته به لنډه پښتو شرحه هم وې او دابه ددې کتاب له معتبرو شرحو
او نور شروحونه اخېستل شوې وې مسلمانان یې لوستلوته رابولم الله دې موږته دعمل
توفیق راپه برخه کړې
(۱)
عَنْ حُذَيْفَةَ قَالَ قَامَ فِينَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَائِمًا فَمَا تَرَكَ شَيْئًا يَكُونُ فِي مَقَامِهِ ذَلِكَ إِلَى قِيَامِ السَّاعَةِ إِلَّا حَدَّثَهُ حَفِظَهُ مَنْ حَفِظَهُ وَنَسِيَهُ مَنْ نَسِيَهُ قَدْ عَلِمَهُ أَصْحَابُهُ هَؤُلَاءِ وَإِنَّهُ لَيَكُونُ مِنْهُ الشَّيْءُ فَأَذْكُرُهُ كَمَا يَذْكُرُ الرَّجُلُ وَجْهَ الرَّجُلِ إِذَا غَابَ عَنْهُ ثُمَّ إِذَا رَآهُ عَرَفَهُ
ژباړه اوخلاصه :
حذیفه بن الیمان رضی الله عنه وایې :موږ صاحابه و ته رسول الله صلی الله علیه وسلم دخبرو
له پاره ودریدی له وخته نېولې دقیامت تر راتګ پورې یې هرڅه بیان کړل ، په صحابه و کې
چې چا دده خبر ې یاد کړې هغوی یاد لرلې او چې چا هېرې کړې دهغو هېرې وې هغو ملګروته یې داخبرې ور وښوولې ، اوله هغو خبرونه زما نه هم یوڅه هېرشوې دې خوداسې لکه یوڅوک چې یوسړی ووېنې او وروسته یې دهغه څېره هېره شې خو چې کله یې بیا ووېنې دهغه څېره بېرته ورته یاد شې .
شرحه :
الفتن دفتنه جمعه ده فتنه په اصل کې ازموینې او امتحان ته وایې لکه په قرانکریم کې دا
توری ډیر راغلی دی ولقدفتنا ......او هرې شرمندګي ، کړاړ ، عذاب او ګناه ته فتنه ویل کېږې
اوملاحم دملحمه جمعه ده ملحمه دجکړې میدان ته وایې ځکه هلته د بوختو لوریو غوښې
پرتې وې او داراز لحمه د رخت په سور کې غځېدلو تارونوته هم وایې او په اوږدوالې کې
اوبدلې تارونه یې سدا بولې نوداتارونه چې څه ډول په یوه بل اوښتې وې داراز په جګړه کې
هم خلک له یوه بل سره نښتې وې او دیوه بل پرشپوږمویې منګولې خښې کړې وې .
ځېنې بېلارې خلک په دې حدیث سره استدلال کوې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم
په غیبوخبر دی خو ددوی داخبره باطله اوغلطه ده ځکه قرانکریم وایې :عالم الغيب فلا يظهر
على غيبه أحدا إلا من ارتضى من رسول . یعنی الله په غیبو خبر دی دده غیب بل هیچا ته
نه دې یواځی هغه رسولان چې الله خوښ کړې دې هغوی ته محدود غیبی علم ورښودل
شوی دی څو دهغو له پاره معجزه شې .اوپه دې اړه نور هم پرېمانه ایتونه او روایتونه شته
چې له هغونه دا خبر ثابته شوې ده چې دغیبو علم یواځې له الله سره ده .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رښتینی
17.07.2011
(۲)
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ يَكُونُ فِي
هَذِهِ الْأُمَّةِ أَرْبَعُ فِتَنٍ فِي آخِرِهَا الْفَنَاءُ
ژباړه :
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلې دې :
په دې امت کې به ځلور فتنې وې او په اخر کې به یې فنا او له منځه تلل وې .
شرحه :
له دې څلورو فتنو نه مراد څلور سترې پېښې دې لکه په کنز العمال کې چې د حذیفه
رضی الله عنه په روایت کې راځې : زما په امت کې به څلور فتنې وې او په څلرمه کې به یې فنا او له منځه تلل وې ،اود عمران ابن الحصین رضی الله عنه په روایت کې راغلې دې : څلورفتني به راځې : په لومړۍ کې به وینې بهول حلال او روا وګرځول شې ، په دویمه کې به مال ،شتمنې او وېنې بهول حلال ورګرځول شې ،په دریمه کې به وېنې شتمنې او ناموس حلال وګرځول شې اوپه څلرمه کې به دجال وې .
رښتینی
17.07.2011
(3)
عَنْ عُمَيْرِ بْنِ هَانِئٍ الْعَنْسِيِّ قَالَ سَمِعْتُ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ يَقُولُ كُنَّا قُعُودًا عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ فَذَكَرَ الْفِتَنَ فَأَكْثَرَ فِي ذِكْرِهَا حَتَّى ذَكَرَ فِتْنَةَ الْأَحْلَاسِ فَقَالَ قَائِلٌ يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا فِتْنَةُ الْأَحْلَاسِ قَالَ هِيَ هَرَبٌ وَحَرْبٌ ثُمَّ فِتْنَةُ السَّرَّاءِ دَخَنُهَا مِنْ تَحْتِ قَدَمَيْ رَجُلٍ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي يَزْعُمُ أَنَّهُ مِنِّي وَلَيْسَ مِنِّي وَإِنَّمَا أَوْلِيَائِي الْمُتَّقُونَ ثُمَّ يَصْطَلِحُ النَّاسُ عَلَى رَجُلٍ كَوَرِكٍ عَلَى ضِلَعٍ ثُمَّ فِتْنَةُ الدُّهَيْمَاءِ لَا تَدَعُ أَحَدًا مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ إِلَّا لَطَمَتْهُ لَطْمَةً فَإِذَا قِيلَ انْقَضَتْ تَمَادَتْ يُصْبِحُ الرَّجُلُ فِيهَا مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا حَتَّى يَصِيرَ النَّاسُ إِلَى فُسْطَاطَيْنِ فُسْطَاطِ إِيمَانٍ لَا نِفَاقَ فِيهِ وَفُسْطَاطِ نِفَاقٍ لَا إِيمَانَ فِيهِ فَإِذَا كَانَ ذَاكُمْ فَانْتَظِرُوا الدَّجَّالَ مِنْ يَوْمِهِ أَوْ مِنْ غَدِهِ .
ژباړه اوخلاصه :
عمیربن هانی وایې ما له عبدالله بن عمر نه اورېدلې دې هغه ویل : موږ له سول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، ده د فتنو یادونه وکړه او دفتنو په اړه یې خبرې اوږدې کړې تردې دې پورې چې د احلاس فتنه یې هم یاده کړه ، یوچا ورته وویل : یارسول الله ! داحلاص فتنه څه ډول ده ؟(داوښ له کتې لاندې یوه ټوټه وې هغې ته حلس وایې یعنی دافتنی به هم ضرورې اواوږده وې )رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : په دې فتنه کې به خلک دفتنواو دښمنیوله کبله له یوه بل نه منډې وهې اودخلکو مالونه به لوټل کېږې .بیا به د خوشالې او خوندونو فتنه رامنځته شې یعنی خلک به اباد او په نعمتونوماړه شې او له دې کبله به ګناهونه اومعصیتونه زیات شې دافتنه به دیوه داسی سړي له پښو راپورته شې چې هغه به زما له کورنی نه وې دا کس به په دې فکر وې چې دی زما دوست او ولي دی خو دا
زما دوست او لي ندی زما دوستان او ولیان متقیان خلک دې .
بیا به خلک په یوداسې کس باندې سوله وکړې او رایوځای به شې چې هغه به دېر کمزوری وې بیا به یوه داسې بدمرغه توره فتنه را شې چې ددې امت فرد فرد به په څپېره ووهې اوهیڅوک به یې له شر نه خوندې نشې پاتې کله چې وویل شې دا فتنه ختمه شوه هغه به
نوره هم اوږده شې .سهار مهال به یوکس مسلمان وې او ماښام ته به کافرشوی وې . تردې پورې چې خلک به په دووډلو ووېشل شې : یوه به د ایمان ډله وې او هیح نفاق به نه وې پکې او بله به دنفاق ډله وې هیڅ ایمان به نه وې پکې کله چې دا حالت ر ا ورسېږې نوپه هماغه ورځ یا په سبا یې د دجال انتظارکوئ
شرحه :
الاحلاس د حلس جمعه ده او حلس هغې ټوټې ته ویل کېږې چې داوښ له کتې مخکې هغه داوښ پرشا باندې اچول کېږې یعنی دا ټوټه له اوښ سره نږدې اولازمه وې نودې فتنې ته هم ځکه دا نوم ورکړل شو چې هغه به هم خامخا راتلونکې وې اووپه دې فتنه کې به هرب اوحرب وې ددې دوو توروپه اړه دابوداود شارحین وایې :هرب د دښمنیو اوجګړو له کبله له یووبل نه تښتېدل او دخلکو مالونه لوټل په دې روایت کې د فتنه السراء یادونه هم شوې ده او السراء ډېرونعمتونه ته ویل کېږې اوپه نعمتونوسره خلک خوشاله وې ددې فتني په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې :دَخَنُهَا مِنْ تَحْتِ قَدَمَيْ رَجُلٍ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي یعنی دا فتنه به زما د کورنې د یوه کس له لاسه ولاړېږې !!
ډېره شونې ده چې په دې فتنه کې په عربوکې د نفطو پیداکیدلوته اشاره وې نن عرب دنفطوپه سر په خورا ډېرو نعمتونواو مستیو کې دې خو که ځېر شو دهمدي نعمتونو او خوشالیو له کبله په عربو کې بېخې زیاتې بداخلاقی او بېلارې رامنځته شوې دې !
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وینا سره سم فتنه السراء به دده دکورنۍ دیوه فرد
له لاسه راولاړېږې هغه به دا فکر کوې چې دی سید او اغادی او له همدې کبله دسول الله دوست او ولې دی خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: ېما دوستان متقیان دې .
په دې سره دسیدانو او دهغوی د پلویانو داخبره هم باطله شوه چې دوی وایې نسب ښمر رسوې نسب هیڅ ښةر نه رسوې بلکې دنسب څښتنان لا زیات مکلفیت لرې .
په حدیث کې راغلې دې چې بیا به خلک به یوه کمزورې سړې زایوځای شې : کورک علی ضلع . ورک په عربی کې له ورانه برې برخې ته وایې او علی ضلع یعنې په پوښتۍ باندې دا دعربې ژبی یو متل دی عرب وایې :کف علی ساعد یعنی لاس په مړوند پورې دا دواړه متلونه په ترتیب سره د کمزوري او بیاوړتیا له پاره کارول کېږې پوښتۍ یوکمزورۍ شی
دی په هغه باندې ورک نشې تم کېدلی نودا متل د کمزوري له باره کارول کېږې .
به حدیث کې دفتنه الدهیماء یادونه شوې ده یعنی سپېره او تکه توره فتنه ددې فتنې صفتونه داسې بیان شوې دې : لَا تَدَعُ أَحَدًا مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ إِلَّا لَطَمَتْهُ لَطْمَةً فَإِذَا قِيلَ انْقَضَتْ تَمَادَتْ يُصْبِحُ الرَّجُلُ فِيهَا مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا حَتَّى يَصِيرَ النَّاسُ إِلَى فُسْطَاطَيْنِ فُسْطَاطِ إِيمَانٍ لَا نِفَاقَ فِيهِ وَفُسْطَاطِ نِفَاقٍ لَا إِيمَانَ فِيهِ فَإِذَا كَانَ ذَاكُمْ فَانْتَظِرُوا الدَّجَّالَ مِنْ يَوْمِهِ
أَوْ مِنْ غَدِهِ
(۱) ددې امت هر فرد په دې فتنه اخته کېدل .
(۲) خلک به فکر کوې فتنه ختمه شوه هغه به نوره هم اوږدېږې .
(۳) یوکس به سهار مسلمان بېګاته به کافر شوی وې .
(۴)په دوه ډلو به خلک ووېشل شز نګه مسلمان اونګه منافقان .
داحالات نن شته او نن مسلمان امت فردفرد په دې فتنه کې را ګېردی خلک فکر کوې دا حالات به سم شې خو حالات هره ورخ مخ برخوړ روان دې پرېمانه داسې خلک لېدل کېږې سهار مسلمان ماښام دکفر په کتار کې ولاړ وې او په دوو ډلو د خلکو د ویش په اړه زه څه نشم ویلی او دا هغه حالت ده چې له دې وروسته به د دجال انتظار کوو الله مو دې په دې
فتنو کې خوندې وساتې او الله مو دې پر ایمان ثابت لرې .
---------------------------------------------------------------------
رښتینی
17.07.2011
(4)
عَنْ قَبِيصَةَ بْنِ ذُؤَيْبٍ قَالَ قَالَ حُذَيْفَةُ بْنُ الْيَمَانِ وَاللَّهِ مَا أَدْرِي أَنَسِيَ أَصْحَابِي
أَمْ تَنَاسَوْا وَاللَّهِ مَا تَرَكَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ قَائِدِ فِتْنَةٍ إِلَى أَنْ
تَنْقَضِيَ الدُّنْيَا يَبْلُغُ مَنْ مَعَهُ ثَلَاثَ مِائَةٍ فَصَاعِدًا إِلَّا قَدْ سَمَّاهُ لَنَا بِاسْمِهِ وَاسْمِ
أَبِيهِ وَاسْمِ قَبِيلَتِهِ .
ژباړه :
قبیصه بن ذؤیب وایې : حذیفه بن الیمان رضی الله عنه ویلې دې : په الله قسم زه نه
پوهېږم چې زمو صحابه و په رښتیا هېر کړی دی او که هسې دکوم مصلحت له پا
ره یې دا خبرې هېرې بللې دې په خدای قسم رسول الله صلی الله علیه وسلم د دنیا
ترپایه پورې راتلونکی هیڅ فتنه ګر ندی پرې اېښی هغه فتنه ګر چې دملګرو شمېر
یې دری سوه ته رسېږې دهغوټولو دهر یوه فتنه ګر نوم هم رسول الله صلی الله علیه
وسلم موږ ته اخېستی و دپلار نوم یې هم او دقوم نوم یې هم .
شرحه :
دحدیث موخه داده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کراموته ترقیامته پورې دراتلونکوټولو فتنه ګرو نومونه ، دپلرونو نومونه او دقومونو نومونه ټول ښوولې دې څو امت له دې فتنه اچوونکو نه خبر او وژغورل شې .او دکومو فتنه ګرو د اتباعو شمېر چې له دری سوه نه کم وې هغه ندې ورته ښوول شوې په دې حدیث کې درسول الله صلی الله علیه وسلم دخبرو اعجاز په ښکاره توګه څرګند دی
اوبل دا چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دخپل امت څومره غم و او له خپل امت سره یې دېره مینه لرله .
ملا علی القاري رحمه الله وایې : له (قائد فتنه) نه مراد هر هغه فتنه ګر دی چی خلک بېلاري ، ګمراهي او بدعت ته رابولې او دمسلمانانو په منځ کې جګړې او شخړې رامنځته کوې .
رښتینی
17.07.2011
(5)
عَنْ سُبَيْعِ بْنِ خَالِدٍ قَالَ أَتَيْتُ الْكُوفَةَ فِي زَمَنِ فُتِحَتْ تُسْتَرُ أَجْلُبُ مِنْهَا بِغَالًا فَدَخَلْتُ الْمَسْجِدَ فَإِذَا صَدْعٌ مِنْ الرِّجَالِ وَإِذَا رَجُلٌ جَالِسٌ تَعْرِفُ إِذَا رَأَيْتَهُ أَنَّهُ مِنْ رِجَالِ أَهْلِ الْحِجَازِ قَالَ قُلْتُ مَنْ هَذَا فَتَجَهَّمَنِي الْقَوْمُ وَقَالُوا أَمَا تَعْرِفُ هَذَا هَذَا حُذَيْفَةُ بْنُ الْيَمَانِ صَاحِبُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ حُذَيْفَةُ إِنَّ النَّاسَ كَانُوا يَسْأَلُونَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ الْخَيْرِ وَكُنْتُ أَسْأَلُهُ عَنْ الشَّرِّ فَأَحْدَقَهُ الْقَوْمُ بِأَبْصَارِهِمْ فَقَالَ إِنِّي أَرَى الَّذِي تُنْكِرُونَ إِنِّي قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَرَأَيْتَ هَذَا الْخَيْرَ الَّذِي أَعْطَانَا اللَّهُ أَيَكُونُ بَعْدَهُ شَرٌّ كَمَا كَانَ قَبْلَهُ قَالَ نَعَمْ قُلْتُ فَمَا الْعِصْمَةُ مِنْ ذَلِكَ قَالَ السَّيْفُ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ ثُمَّ مَاذَا يَكُونُ قَالَ إِنْ كَانَ لِلَّهِ خَلِيفَةٌ فِي الْأَرْضِ فَضَرَبَ ظَهْرَكَ وَأَخَذَ مَالَكَ فَأَطِعْهُ وَإِلَّا فَمُتْ وَأَنْتَ عَاضٌّ بِجِذْلِ شَجَرَةٍ قُلْتُ ثُمَّ مَاذَا قَالَ ثُمَّ يَخْرُجُ الدَّجَّالُ مَعَهُ نَهْرٌ وَنَارٌ فَمَنْ وَقَعَ فِي نَارِهِ وَجَبَ أَجْرُهُ وَحُطَّ وِزْرُهُ وَمَنْ وَقَعَ فِي نَهْرِهِ وَجَبَ وِزْرُهُ وَحُطَّ أَجْرُهُ قَالَ قُلْتُ ثُمَّ مَاذَا قَالَ ثُمَّ هِيَ قِيَامُ السَّاعَةِ - حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يَحْيَى بْنِ فَارِسٍ حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّزَّاقِ عَنْ مَعْمَرٍ عَنْ قَتَادَةَ عَنْ نَصْرِ بْنِ عَاصِمٍ عَنْ خَالِدِ بْنِ خَالِدٍ الْيَشْكُرِيِّ بِهَذَا الْحَدِيثِ قَالَ قُلْتُ بَعْدَ السَّيْفِ قَالَ بَقِيَّةٌ عَلَى أَقْذَاءٍ وَهُدْنَةٌ عَلَى دَخَنٍ ثُمَّ سَاقَ الْحَدِيثَ قَالَ وَكَانَ قَتَادَةُ يَضَعُهُ عَلَى الرِّدَّةِ الَّتِي فِي زَمَنِ أَبِي بَكْرٍ عَلَى أَقْذَاءٍ يَقُولُ قَذًى وَهُدْنَةٌ يَقُولُ صُلْحٌ عَلَى دَخَنٍ عَلَى ضَغَائِنَ حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ الْقَعْنَبِيُّ حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ يَعْنِي ابْنَ الْمُغِيرَةِ عَنْ حُمَيْدٍ عَنْ نَصْرِ بْنِ عَاصِمٍ اللَّيْثِيِّ قَالَ أَتَيْنَا الْيَشْكُرِيَّ فِي رَهْطٍ مِنْ بَنِي لَيْثٍ فَقَالَ مَنْ الْقَوْمُ قُلْنَا بَنُو لَيْثٍ أَتَيْنَاكَ نَسْأَلُكَ عَنْ حَدِيثِ حُذَيْفَةَ فَذَكَرَ الْحَدِيثَ قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ هَلْ بَعْدَ هَذَا الْخَيْرِ شَرٌّ قَالَ فِتْنَةٌ وَشَرٌّ قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ هَلْ بَعْدَ هَذَا الشَّرِّ خَيْرٌ قَالَ يَا حُذَيْفَةُ تَعَلَّمْ كِتَابَ اللَّهِ وَاتَّبِعْ مَا فِيهِ ثَلَاثَ مِرَارٍ قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ هَلْ بَعْدَ هَذَا الشَّرِّ خَيْرٌ قَالَ هُدْنَةٌ عَلَى دَخَنٍ وَجَمَاعَةٌ عَلَى أَقْذَاءٍ فِيهَا أَوْ فِيهِمْ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ الْهُدْنَةُ عَلَى الدَّخَنِ مَا هِيَ قَالَ لَا تَرْجِعُ قُلُوبُ أَقْوَامٍ عَلَى الَّذِي كَانَتْ عَلَيْهِ قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَبَعْدَ هَذَا الْخَيْرِ شَرٌّ قَالَ فِتْنَةٌ عَمْيَاءُ صَمَّاءُ عَلَيْهَا دُعَاةٌ عَلَى أَبْوَابِ النَّارِ فَإِنْ تَمُتْ يَا حُذَيْفَةُ وَأَنْتَ عَاضٌّ عَلَى جِذْلٍ خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ تَتَّبِعَ أَحَدًا مِنْهُمْ حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ حَدَّثَنَا عَبْدُ الْوَارِثِ حَدَّثَنَا أَبُو التَّيَّاحِ عَنْ صَخْرِ بْنِ بَدْرِ الْعِجْلِيِّ عَنْ سُبَيْعِ بْنِ خَالِدٍ بِهَذَا الْحَدِيثِ عَنْ حُذَيْفَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ فَإِنْ لَمْ تَجِدْ يَوْمَئِذٍ خَلِيفَةً فَاهْرُبْ حَتَّى تَمُوتَ فَإِنْ تَمُتْ وَأَنْتَ عَاضٌّ وَقَالَ فِي آخِرِهِ قَالَ قُلْتُ فَمَا يَكُونُ بَعْدَ ذَلِكَ قَالَ لَوْ أَنَّ رَجُلًا نَتَجَ فَرَسًا لَمْ تُنْتَجْ حَتَّى تَقُومَ السَّاعَةُ
ژباړه :
سبیع بن خالد وایې زه د تستر د فتحی په شپو کې کوفی ته راغلم له دې ځایه به مې کچرې بیولې ، جومات ته ننوتلم چې کتل مې یو ښایسته ځوا ناست ودایو داسې سړۍ و چې ورته کتلی دې داسې برېشېدی لکه د حجاز دسېمې چې وې ، دی وایې ما پوښتنه وکړه چې داڅوک دی ؟ خو خلک راته په غوسه شول او راته ویې ویل : داته نه پېژنې ؟! دا حذیقه بن الیمان درسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرۍ دی نو حذیفه وویل : خلکو به له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دخیر پوښتنې کولې او مابه د شر (فتنو اوجګړو) پوښتنې کولې ، دده په دې خبره سره خلک د هغه لورته متوجه شول او په ځېرځېر یې ورته لېدل ،ده وویل : تاسو چې له کوم شي نه کرکه کوئ هغه زه وینم ، ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل : یارسول الله کوم خیر (اسلام ) چې موږ ته الله جل جلاله راکړی دی ایا له دې وروسته به هم شر (فتنی اوجاهلیت ) راځې لکه له دې خیر نه مخکې چې و ؟ ده راته وویل :
هوکې له دې وروسته به هم شر وې . ما ورته وویل له هغه شر نه به په څه ډول ځانونه ژغورو ؟ ده راته وویل : په توره سره .
ما ورته وویل : له دې وروسته به بیا څه وې ؟
ده راته وویل : که چېرته پرځکه دالله خلیفه و ، او ته یې په ملاباندې په ناحقه وهلې اوپه ناروایې مال درنه اخېست بیایې هم پیروې وکړه اوکه خلیفه نه و نو مړ شه ! یعنی کوم ځای غلی شه ! په داسې حال کې چې د ونې په بیخ دې خوله لګولې وې .
ما ورته وویل : له د ې وروسته به بیا څه وې ؟
ده راته وویل بیا به دجال راځې له هغه سره به د اوبو نهر او داور خندق وې
څوک یې چې مخالفت وکړې هغه به دی اور ته اچوې اوڅوک چې د دجال په اور کې ولوېږې هغه ته به خامخا ثواب او اجر وې او ګناهونه به یې ورته بښل کېږې او څو ک یې چې ملګریتیا وکړې هغه به داوبو نهر ته غورځول کېږې او په دې سره به هغه ګناه ګار ګرځې او مخکې نیک عمل به یې له منځه ځې .
حذیفه وایې ما ورته وویل بیا به له دې وروسته څه وې ؟
ده وویل له دې وروسته به قیامت درېږې .
دیوه بل سند له لارې د خالدبن خالد الیشکرې په روایت کې راځې حذیفه وایې ما ورته وویل له تورې وروسته به څه وې ده راته وویل : دخلکو زړونه به خچن او خېرن شې یعنی په ښکاره به صالح معلومېږې خو په زړونوکې به هغسې نه وې او دخلکو په منځ کې به مخلصانه جوړې نه کېږې یعنی په خوله به جوړه کوې په زړه کی به یې نه وې .له دې وروسته یې پاته حدیث بیان کړ . قتاده به ویل چې له دې فتنې نه د ابوبکر رضی الله عنه دوخت د اهل الرده فتنه مراد ده اوبیا یې د اقذاء اوهدنه معنی کړې ده .
په یو ه بل روایت کې نصربن عاصم اللیثی وایې : موږ دبنولیث په پلاوې کې الیشکري ته ورغلو هغه راته وویل تاسو څوک یئ موږ ورته وویل موږ بنو لیث یو تاته ددې له پاره راغلې یوچې دحذیف حدیث راته بیان کړې نو هغه حدیث بیان کړچې حذیفه وویل ما رسول الله ته وویل :ایا له دې خیر نه وروسته به شر راځې ؟ ده وویل : فتنه اوشربه وې ماورته وویل : یارسول الله له هغه شر وروسته به خیر وې ؟
ده راه وویل : ای حذیفه ! دخدای کتاب زده کړه ! او په هغه کې چې څه دې دهغه پیروې کوه حذیفه وایې داخبره رسول الله صلی الله علیه وسم دری ځله راته تکرار کړه
دی وایې ما ورته وویل : یارسول الله له دې شر نه وروسته به خیر وې ؟
ده وویل : دمنافقت جوړې به وې او خلک به په مختلفو نفسی غوښتنو رایوځای کېږې یا خو به خلک په مختلفو عیبونو سره یوځای کېږې .
حذیفه وایې ما ورته وویل : دمنافقت جوړې ( الهدنه علی الدخن)
څه شی ده ؟ده راته وویل ددې دا معنی داده چې دخلکو زړونه به په هغه پخواني حالت نشي پاتې
ما بیا ورته وویل : یارسول الله ! ایا له دې خیر نه وروسته به شر وې ؟
ده راته وویل : ړنده اوکڼه فتنه به وې یعنی په دې فتنه کې به خلک په حق باندې ړانده وې او داراز دحق خبروته به کاڼه وې نه به یې اورې
داسی خلک به وې چې دې فتنی ته به دعوت چلوې او خلک به ورته رابولي داخلک د اور لورته بلونکې دې او داور په دروازو ولاړ دې .
یا حذیفه که داسی پېښه شوه چې ته له هرچا ګوښۍ پاتې شي نو ددې خلکو له ملګرتیانه دا ګوښې پاته کېدل ډېر درته ښه دې او که مرې هم ددې خلکو پیروی مکوه !
دسبیع په یوه بل روایت کې له حذیفه نه داسی راغلې دې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : یا حذیفه !که په دې وخت کې دې کوم خلیفه ونه موند نو ترهغو پورې منډې وهه او ګوښه اوسه څو مرګ درته راشي
حذیفه وایې ما بیا ورته وویل : له دې وروسته به بیا څه وې ؟
ده راته وویل :له دې وروسته به سمدستي قیامت راځې او دومره وخت به هم نه وې چې که یوڅوک وغواړې خپله اسپه یې بچۍ ورته وزېږوې نو ددې وخت به هم نه وې .
شرحه :
ددې روایت راوې حذیفه دیمان زوی دی ابوعبدالله یې کنیت ده او په صاحب سر رسول الله سره یادېږې یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم ده ته ډېر داسې رازونه ویلې و چې په هغو نور صحابه نه و خبر په ځانګړې توګه دمنافقینو په اړه یې ډېرڅه ورته وېلې و آن چې دمنافقینو نومونه یې هم ورته ښوولې و . دی او پلار یې مدینی ته په لاره وو چې مشرکینو
ونیول او ورته ویل یې : تاسو محمد ته ورځئ دوی ورته وویل نه موږ مدینی ته ځو له هغه سره کار نلرو . مشرکینو ورته وویل ښه له موږ سره وعده وکړي چې زموږ پر خلاف په جګړه کې به دهغه ملګرتیا نه کوئ دوی دا وعده ورسره وکړه او هغوی پرېښودل دبدر دغزا په مهال دوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل موږ له مشرکینو سره وعده کړې ده
چې ستا پرخلاف به په جګړه کی برخه نه اخلو ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :انصرفا نفي لهم بعهدهم، ونستعين الله عليهم [مسلم]. یعنی تاسو وګرځئ موږ له دوی سره په وعده وفا کوو او له الله نه مرسته غواړو .
داحد په غزا کې دده پلار یمان نورو صحابه و په خطایی سره وواژه له هغوی نه یې ده ته دده دپلار دیت واخیست او ده بیرته په مسلمانانو ووېشه . داحزاب یا خندق په غزا کې رسول الله صحابه و ته وویل: داسې کس به پیدا شی چې د کفارو حال راوړې زه به دهغه په باره کې الله ته سوال وکړم چې په جنت کې یې زما ملګرۍ کړي په ټولو صحابه و کې داسې څوک نشوپیدا ځکه ډېره زیاته وېره ، سخت یخ او سخته لوږه وه اخر یې حذیفه ته وویل . او ده دا سخت کار سرته ورساوه عمربن الخطاب رضی الله عنه به ویل : کاشش زما کور د ابوعبیده بن الجراح ، معاذبن جبل او حذیفه بن الیمان په څېر له انسانانو ډک وی .
دی په 36هــ کې وفات شوی دی رضی الله تعالی عنه
له دې روایت نه دا خبره هم معلومیږی چی د وخت دواکمن مخالفت حرام اوناروا دی دا خبره فقهی په تفصیل سره بیان کړی ده او بل د امت د سترو او لومړنیو فقهاو او محدثینو دفقهی او حدیثو د تدوین په زمانه کې په بنو امیه او عباسی خلفاو کې ځینی داسی خلیفه ګان وو چې هغوی په غنا شرابو لمونځ ناوخته کولو اوځینی نورو سیاسی او دینی بدعتونو بوخت وو خو دوخت دې سترو فقهاء یې په خلاف ندې راپورته شوې .
شاید ددې حکمت به هم داوې چې دیوه نظام اوحکومت جوړول لکه خلک چې فکر کوې دومره اسانه کار نده بلکې خورا سخت اوپیچلی کار دی او ډیرو خولو تویولو ، وخت لګولو او د دما غ ستومانی ته اړتیا لرې نو کله چې دومره ستر کار ترسره شوی وې
شریعت وایې چې د یوه بیلارې واکمن واکمنی ته دې د تسلیمی سرونه ټیټ کړل شې او ددې جوړ کار پر خلاف دې بغاوت نه کېږې په یوه روایت کې را ځې چې د وخت له واکمنه مو ترڅو ښکاره کفر نه وې لېدلی مخالفت یې مکوئ
په روایت کې راغلې دې چې له دجال سره به اور او اوبه وې اور د تعذیب او ورانې
نښه ده او اوبه د خیر او ښېرازي سمبول بلل کېږې یعنی دجال به خپل مخالفین کړوې او تعذیبوې او ملګرې به تموېلوې او نازوې ځېنې معاصر علماء وایې چې د دجال موضوع
په حدیثو کې په تمثیلی ډول بیان شوې ده او له دجال نه مراد موجوده لوېدیځوال نظام ده
یهودو چې کله موسوی دین تغیر او تحریف کړ نو دهغه دین د اصلاح له پاره الله عیسی علیه السلام راولېږه او هغه بیرته هغه دین اصلاح او سم کړ او درسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیثو کې چې د عیسی د راتګ یادونه شوی ده هغه هم په تمثیلی توګه شوی ده یعنی په اخر وخت کې به په محمدی امت کې داسی خلک پیدا کېږې چې هغه
به د عیسی علیه السلام رول ترسره کوې او د دجال مقابله به کوې .
په موجوده وخت کې د الله د لارې رښتونی داعیان او مجاهدین هم له لوېدیځوال تهذیب سره په ډغرو بوخت دې او هغوی هم دکلش سیویلایزیشن یاد تمدونو د ټکر په اصطلاح سره دا خبره تاید کړې ده او واقعی حال به یو ه الله ته معلوم وې
ددې فتنو دبیان په ترڅ کې رسول الله صلی الله علیه وسلم حذیفه رضی الله عنه ته له فتنونه دخلاصون له پاره
یوه ډیره مهمه خبره کړې ده او هغه نبوې لارښونه په فتنو کې انسان له هرډول فتنو نه ژغورلی شې او هغه دا
جمله ده : (تَعَلَّمْ كِتَابَ اللَّهِ وَاتَّبِعْ مَا فِيهِ ) یعنی قران زده کړه او په هغه کې چې څه دې دهغه پیروې وکړه په دې
خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر تاکید کړی دی او دا خبره یې هغه ته دری خله تکرار کړې ده .
له بده مرغه دفتنو په دې تورو تروږمیو کې نن قران کریم له څنګه چې په کار ده هغومره توجه نشته لویه څښتنه !
له قرانکریم سره زموږ مینه زیاته کړې .
رښتینی
18.07.2011
(6)
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو أَنَّ - النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ بَايَعَ إِمَامًا فَأَعْطَاهُ
صَفْقَةَ يَدِهِ وَثَمَرَةَ قَلْبِهِ فَلْيُطِعْهُ مَا اسْتَطَاعَ فَإِنْ جَاءَ آخَرُ يُنَازِعُهُ فَاضْرِبُوا رَقَبَةَ الْآخَرِ
قُلْتُ أَنْتَ سَمِعْتَ هَذَا مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ سَمِعَـــــــــــتْهُ أُذُنَايَ
وَوَعَاهُ قَلْبِي قُلْتُ هَذَا ابْنُ عَمِّكَ مُعَاوِيَةُ يَأْمُرُنَا أَنْ نَفْعَلَ وَنَفْعَلَ قَــــــــالَ أَطِعْهُ فِي
طَاعَةِ اللَّهِ وَاعْصِهِ فِي مَعْصِيَةِ اللَّه.
ژباړه : عبدالله بن عمرو وایې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : څوک چې
له یو ه امام سره بیعت وکړې او لاس په لاس کې ورکړې اوپه مخلصانه توګه
بیعت ورسره وکړې ترڅویې چې وس رسېږې نو پیرووې دې وکړې ، که چرته
بل امیر راشې او له دې لومړي امیر سره جګړه کوې نو دهغه دویم سر ووهئ ،
راوي وایې ما عبدالله بن عمر و ته وویل : ایا تا په خپله دا خبره له رسول الله
صلی الله علیه وسلم نه اوریدلې ده ؟هغه وویل ما په خپلو غوږونو اورېدلې
اوپه زړه کې مې خوندې کړې ده . راوي وایې ما عبدالله ته وویل : ستا دتره
زوی معاویه موږ ته امرکوې چې دا وکړئ او ها وکړئ ؟! هغه وویل :
دالله داطاعت امر چې درته کوې هغه یې ومنئ او دالله د مخالفت او ګناه امر
چې درته کوې هغه یې مه منئ .
شرحه :
په دې روایت کې په دې خبره ټېنګار شوی دی چې دوخت هغه امیر چې له هغه
سره په مخلصانه توګه بیعن شوی وې دهغه مخالفت ناروا او حرام کار دی او
که یې څوک په خلاف راپورته کېږې له هغه سره جګړه او له منځه وړل یې روا
دې .
دحدیث له سیاق اوچلند نه داسی معلومیږې چې عبدالله بن عمرو دا خبر ه هغه
مهال کړې ده په کوم وخت کې چې دعلی بن ابی طالب رضی الله عنه او معاویه
رضی الله عنه په منځ کې مخالفتونه روان و نو ځکه راوې ورته وویل چې علی
رضی الله عنه لومړۍ امام دی او معاویه وروسته راغلی دی نو موږ بایـــــــد د
معاویه خبر ونه منو او په ځواب کې عبدالله هم ورته وویل چې په روا کې یې
خبره منئ اوپه ناروا کې یې مه منئ
رښتینی
19.07.2011
(7)
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ
قَدْ اقْتَرَبَ أَفْلَحَ مَنْ كَفَّ يَدَهُ.
ژباړه : ابوهریره رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :
هلاکت اوبربادې ده دعربو (مسلمانانو) له پاره ، لوی شر ورته رانږدې شو
. په دې لوی شر کې به هغه څوک بریالې وې چې لاس یې ونیویعنی په دې
شرکې به په جګړوکې دحق اوباطل پته نه لګیږې نو په داسې حال کې چې
څوک لاس ونېسې او ګوښه شې هغه بریالی دی .
شرحه :
ددې شر په اړه شارحینو مختلف نظرونه ورکړې دې ځینې وایې له دې شر نه
د عثمان رضی الله عنه پر خلاف ناروا پاڅون مراد ده اوځینې وایې له دې نه
د علی رضی الله عنه او معاویه رضی الله عنه خپل منځې شخړې مراد دې او
وایې په دې سره د دیزید او حسین رضی الله عنه پېښې ته نغوته شوې ده
اوځېنې شارحین وایې په دې سره دیاجوج او ماجوج دبند ړنګېدلوته اشاره ده
او دا خبره په یوه متفق علیه حدیث کې په واضحه توګه راغلې ده هلته هم د شر
دنږدېوالي خبره شوې ده اوپه هغه حدیث کې وروسته راځې :فتح اليوم من ردم
يأجوج ومأجوج . یعنی نن دیاجوج اوماجوج بند خلاص شو .
دیاجوج او ماجوج په اړه معاصر علماء وایې چې اروپایې قومونه همدوی دې
لکه دهند مشهور عالم مولانا شاه انور شاه کشمیری په همدې نظرو ځکه په
روایاتو کې راغلي چې یاجوج ماجوج دنوح علیه السلام دزوی یافث اولاد ده
او دهغه په اړه په تاریخی توګه ثابته شوې ده چې هغه له توفان نه وروسته په
اروپا کې مېشت شوی دی
او ددوی د سد یا بند دخلاصېدلو په اړه اوسني علماو وایې چې له دې نه مراد
دټیلي کمونیکیشن یا نوی اتصالاتی دوردی یعنی د موجوده نړۍ اتصالاتی
اوښتون دامعنی لرې چې دیاجوج ماجوج بند ونړېدی او یاجوج ماجوج یعنی
اروپایان نړۍ ته ننوتل اوداښکاره خبره ده چې دا اوښتون دوی رامنځته کړی
دی او دهمدی په لاس کې دی .
په دې روایت کې داستونزه د عربو له پاره بیان شوې ده یعنی (ویل للعرب )ویل
شوې دې او اصلا دا نبوې حدیث ټولو مسلمانانو ته لارښوونه ده ددې په اړه پوهان
وایې دلته له العرب نه مراد ټول مسلمانان دې او دعربو توری ځکه کارول شوی دی
چې هغه مهال په ټولېزه توګه عرب مسلمانان وو او نورو قومونو ته لا اسلام نه و
رسېدلی .
رښتینی
23.07.2011
(8)
عَنْ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُوشِكُ الْمُسْلِمُونَ أَنْ يُحَاصَرُوا
إِلَى الْمَدِينَةِ حَتَّى يَكُونَ أَبْعَدَ مَسَالِحِهِمْ سَلَاحِ حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ صَالِحٍ عَنْ عَنْبَسَةَ عَنْ
يُونُسَ عَنْ الزُّهْرِيِّ قَالَ وَسَلَاحِ قَرِيبٌ مِنْ خَيْبَرَ .
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې :نږدې ده چې مسلمانان به په مدینه کې محاصره کړل شې او وروستی سرحدبه یې سلاح نومې ځای وې (سلاح له خیبر نه
لاندې یوه سېمه ده )
شرحه : په یوه حدیث کې راغلې دې چې دجال به د مدینی منوری ښارته نشې ننوتلی ځکه
دمدینی حدود به ملایکي ساتي اوپه یوه بل حدیث کې راغلې دې چې په اخره زمانه کې
به ایمان (اهل ایمان) مدینی منوری ته داسي رایوځای شي لکه مار چې خپل غار ته ننوځې نو ددې حدیثو په رڼا کې ویلی شو چې په اخیری وخت کې به مسلمانان کوښښ کوې څوپه مدینه کې میشت شې . اودا به د کفارو له لاسه په تنګ وې نوځکه به مدینی ته رایوځای شې اوپه دې حدیث کې راغلې دې چې مسلمانان به په مدینه کې محاصره کړل شې علماء وایې له دې نه د دجال زمانه مراد ده او موږ چې دوه روایتونه بیان کړل له هغونه هم معلومېږې چې له دې نه د دجال زمانه مراد ده .
له حدیث نه داسې معلومېږې چې دا مهال به مسلمانان ډېر په تنګ وې او دا خبره د حدیث له دې عبارت نه معلومېږې : حتی یکون ابعد مسالحهم سلاح یعنی له مدینی نه دبهر لورته به ددوی لرې حدود دسلاح نومې ځای وې او دا ځای مدینه ته ډېر نږدې دی .
رښتینی
12.08.2011
(9)
عَنْ ثَوْبَانَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ اللَّهَ زَوَى لِي الْأَرْضَ أَوْ قَالَ إِنَّ رَبِّي زَوَى لِي الْأَرْضَ فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا وَإِنَّ مُلْكَ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا وَأُعْطِيتُ الْكَنْزَيْنِ الْأَحْمَرَ وَالْأَبْيَضَ وَإِنِّي سَأَلْتُ رَبِّي لِأُمَّتِي أَنْ لَا يُهْلِكَهَا بِسَنَةٍ بِعَامَّةٍ وَلَا يُسَلِّطَ عَلَيْهِمْ عَدُوًّا مِنْ سِوَى أَنْفُسِهِمْ فَيَسْتَبِيحَ بَيْضَتَهُمْ وَإِنَّ رَبِّي قَالَ لِي يَا مُحَمَّدُ إِنِّي إِذَا قَضَيْتُ قَضَاءً فَإِنَّهُ لَا يُرَدُّ وَلَا أُهْلِكُهُمْ بِسَنَةٍ بِعَامَّةٍ وَلَا أُسَلِّطُ عَلَيْهِمْ عَدُوًّا مِنْ سِوَى أَنْفُسِهِمْ فَيَسْتَبِيحَ بَيْضَتَهُمْ وَلَوْ اجْتَمَعَ عَلَيْهِمْ مِنْ بَيْنِ أَقْطَارِهَا أَوْ قَالَ بِأَقْطَارِهَا حَتَّى يَكُونَ بَعْضُهُمْ يُهْلِكُ بَعْضًا وَحَتَّى يَكُونَ بَعْضُهُمْ يَسْبِي بَعْضًا وَإِنَّمَا أَخَافُ عَلَى أُمَّتِي الْأَئِمَّةَ الْمُضِلِّينَ وَإِذَا وُضِعَ السَّيْفُ فِي أُمَّتِي لَمْ يُرْفَعْ عَنْهَا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَلَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَلْحَقَ قَبَائِلُ مِنْ أُمَّتِي بِالْمُشْرِكِينَ وَحَتَّى تَعْبُدَ قَبَائِلُ مِنْ أُمَّتِي الْأَوْثَانَ وَإِنَّهُ سَيَكُونُ فِي أُمَّتِي كَذَّابُونَ ثَلَاثُونَ كُلُّهُمْ يَزْعُمُ أَنَّهُ نَبِيٌّ وَأَنَا خَاتَمُ النَّبِيِّينَ لَا نَبِيَّ بَعْدِي وَلَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي عَلَى الْحَقِّ قَالَ ابْنُ عِيسَى ظَاهِرِينَ ثُمَّ اتَّفَقَا لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې :الله یازما څښتن ماته ټوله ځمکه رایوځای اوراټوله کړه نوما ترختیځه او لوېدیځه پورې ټوله ولېدله او څومره ځمکه چې ماته راټوله شوې او رالېدل شوې وه هغه ټوله سیمه به زما د امت په واک کې وې .اوماته دوه خزانې را کړل شوې چې یوه یې سره اوبله سپینه ده یعنی سره اوسپین زر ، او ما دخپل امت په باره کې خپل څښتن ته سوال وکړ چې په عامه کاختي یاقحطي یې مه هلاکوې اوبل مې داسوال وکړ چې له دوی پرته بل کوم باندنی دښمن مه پرې مسلط کوې چې یومخ یې له منځه یوسې ، او ماته مې خپل څښتن وویل چې ای محمد ! زه چې یوه پرېکړه وکړم هغه نه واپس کېږې زه به ستا امت په عامه قحطی سره نه هلاکوم اونه به له دوی پرته بل کوم باندنی دښمن پرې راولم چې ټول ختم کړې که ټوله ځمکه په دوی رایوځای شې هم دوی به په خپلو کې سره وژنې او یوبل به نېسې اوبندیان کوې به یې ، زه په خپل امت له یوه شې هم دومره نه ډارېږم لکه له ګمراه اوبیلارې مشرانو نه ، اوکله چې زما په امت کې دتورې کار پیل شې دابه ترقیامته پورې ونه درېږې یعنی که یوځل جګړې پکې ونښلې ترقیامته به روانې وې ، اوتر هغه پورې به قیامت را نشې څو چې زما دامت ځېنې قبېلې له مشرکینو سره یوځای نشې اوترڅو چې زما دامت ځینې قبیلې دبوتانو عبادت ونکړې ، اوزما په امت کې به دېرش دروغژنان پیداشې هر یوبه ګومان کوې چې دې نبي دی خو اخرې او دنبیانو خاتم نبي زه یم اوله ماوروسته بل نبي نشته
اوزما د امت یوه ډله به همیشه په حق باندې ولاړه وې دوی به غالب اوبریالې و ې او مخالفین به یې ضرر نشې ورته رسولی .دابه ترهغو پورې وې څوچې دالله پریکړه نه وې راغلې
رښتینی
12.08.2011
په تیرپسې
شرحه :
امام النووي لیکې چې په دې حدیث کې مشارق الارض ومغاربها راغلې دې او که اوس
داسلامې جغرافیایې موقعیت ته وکتل شې نو داسې معلومېږې چې ډیرۍ دختیځ او لویدیځ
په طول او امتداد کې پراته دې او له دې نه نبوې اعجاز هم په ښه توګه څرګند شو
او له الاحمر او الابیض نه عامو شارحینو دسرو او سپینو زرو خزانې مراد کړې دې خو
ابن الاثیرپه النهایه کې وایې چې له دې نه دشام خلک (سورپوستي) او دفارس او ایران
خلک (سپین پوستي ) هم مراد کېدلی شې او که دابن الاثیر په خبره ولاړ شو نوله
حدیث نه بل اعجاز هم ترلاسه کولی شو ځکه درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې
شام اوفارس لا نه و فتحه شوې .
اوپه حدیث کې عامه قحطی یاده شوې ده ددې مطلب داده چې ټول مسلمانان به په عامه
توګه په قحط کې نه راځې او داسې کیدی شې چې په یوه نیمه سیمه کې قحطې راشې
داراز په دې امت کې دجګړو دپیل کېدلو اودهغو دپای ته نه رسیدلو خبره هم په ځای ده
دمعاویه رضی الله عنه په وخت کې چې خپل منځې جګړې پیل شوې دې هماغه لړۍ لا
روانه ده اوهریو وخت په یوه سیمه کې دې ستونزو دوام لرلی دی
او دا حدیث له دې ایت شریف نه اقتباس بلل شوی دی : او یلبسکم شیعا ویذیق بعضکم
بأس بعض یعنی تاسو به ډلې ډلې وګرځول شئ او ځیني به له نورو سره په جګړه شئ
اودحدیث په پای کې چې دغالبې ډلې یادونه شوې ده داهم یو عجیب حقیقت دی دحدیثو
شارحینو ددې ډلې دغلبې اوبریالیتوب دوه معناوې کړې دې یعنی یابه د زور اوځواک له
پلوه بریالې وې لکه داسلامي تاریخ په ډېره موده کې چې مسلمانان دخپلو سیمو همدوی واکمن پاتې شوې دې او علماء وایې چې له غلبي نه د دلیل او حجت غلبه هم مراد کېدلی
شې اوپه ټوله نړۍ کې نن سبا هم په دې ډول مسلمانان غالبه دې او بل هیڅ مذهب هم د
اسلام په څیر غښتلی او پیاوړی منطق او استدلال نلرې والحمد لله او همدا وجه ده چې
نن سبا بي شمیره خلک داسلام دین ته ننوځې والحمد لله
رښتینی
13.08.2011
10
عَنْ أَبِي مَالِكٍ يَعْنِي الْأَشْعَرِيَّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ اللَّهَ أَجَارَكُمْ مِنْ ثَلَاثِ خِلَالٍ أَنْ لَا يَدْعُوَ عَلَيْكُمْ نَبِيُّكُمْ فَتَهْلَكُوا جَمِيعًا وَأَنْ لَا يَظْهَرَ أَهْلُ الْبَاطِلِ عَلَى أَهْلِ الْحَقِّ وَأَنْ لَا تَجْتَمِعُوا عَلَى ضَلَالَةٍ
ژباړه :
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : تاسو الله جل جلاله له دریو حالتونو یا خویونو
نه ژغورلې یئ یودا چې خپل نبي مو ښېرا درته وکړې اوټول هلاک شئ اوبل دا چې د
باطل پلویان به دحق په پلویانو نه غالبه کیږې اودریم دا چې تاسو به ټول په ګمراهې
نه یوځای کیږئ .
شرحه :
یعنی دا امت یوه دا ځانګړتیا لرې چې خپل نبي به یې ښیرا نه ورته کوې لکه نوح
علیه السلام چې خپل قوم ته ښیرا وکړې او الله توپان پرې راوست بلکې رسول الله
صلی الله علیه وسلم به اکثره خپل امت ته دعا کولې او دحق دغلبي په اړه موږ په
تیر حدیث کې یوڅه خبرې کړې دې او ددې حدیث له دریمې خبرې نه چې دا امت
به په ګمراخې نه را یوځای کیږې ؛ نه د ا معلومیږې چې اجماع حجت او دلیل دی
او دا حدیث یواځې ابوداو روایت کړی دی او په دې حدیث کې انقطاع هم شته هغه
داسی چې محمد بن اسماعیل ددې حدیث یو راوې دی دالمناوی په قول هغه له خپل
پلار نه حدیث ندې اوریدلې .
رښتینی
15.08.2011
(11)
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ تَدُورُ رَحَى الْإِسْلَامِ
لِخَمْسٍ وَثَلَاثِينَ أَوْ سِتٍّ وَثَلَاثِينَ أَوْ سَبْعٍ وَثَلَاثِينَ فَإِنْ يَهْلَكُوا فَسَبِيلُ مَنْ هَلَكَ
وَإِنْ يَقُمْ لَهُمْ دِينُهُمْ يَقُمْ لَهُمْ سَبْعِينَ عَامًا قَالَ قُلْتُ أَمِمَّا بَقِيَ أَوْ مِمَّا مَضَى قَالَ مِمَّا
مَضَى قَالَ أَبُو دَاوُد مَنْ قَالَ خِرَاشٍ فَقَدْ أَخْطَأَ.
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : ترپنځه دیرش یاشپږدیرش اویا اووه دیرشو
کلونوپورې به داسلام حالت ښه وې او دنبوت په څیر به روان وې له هغه وروسته که دوی
او که دوی داسلام له لارې نه په کږیدلو سره ځانونه هلاک کړې او دامیر په مخالفت سره
ځانونه بربادکړې نو بیا خو به دهلاک شویو خلکو په لاره ولاړ شې اوکه یې دین خوندې
وساته نوبیا به تراویا کلونو پورې ددوی حالت سم وې عبدالله بن مسعود وایې ماله رسول
الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې له هغو پنځه یاشپږاویااووه دیرشو کلونو سره
به اویا کلونه وې که له هغو پرته ؟ ده راته وویل له هغو سره به اویا کلونه وې .
شرحه :
په حدیث کې د (تدور رحی الاسلام ) په جمله کې دشارحینو دوه خبرې او دوه معناوې
رانقل شوې دې لومړۍ یې غوره ، ښه اومناسب معنی ده او ډیرو شارحینو پرې اتفاق ده
چز هغه موږ په ژباړه کې را خېستې ده یعنی ترڅه دپآسه دیرشو کلونو پ،رې به داسلام
حالت برابر وې حکومت به د نبوت په لاره روان وې دوخت واکمن به کوم مشکلات نلرې
په دین به پوره عمل روان وې .
او دویمه معنی یی داده چې تر څه دپاسه دیرشو کلونوپوری به جګړه روانه وې ځکه دوی
وایې چې داد (دوران رحی) ترکیب په عربی کې دجګړې په معنی کارول کیږی خو ددې
مشهورې معنی مراد کوونکې ددې خبرې له پاره داځواب لرې چې دا ترکیب دجګړې په
معنی هلته مراد کیږې چې هلته دجګړې یادونه شوې وې او دلته په حدیث کې د جګړې
یادونه نده شوې .